جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 جمادی الاول 1438

میلادی نېټه :     جمعه, 12 فبروری 2016 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۱۴۳۸/۰۲

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
امريکا د خپلو ستراتيژيکو موخو د ترلاسه کولو لپاره افغانستان د يوې نظامي پروژې په توګه کاروي

د جمعې په شپه له ټرمپ سره د اشرف غني د ټليفوني خبرو او د افغانستان د جګړې لپاره د لا زياتو امریکايي ځواکونو د را جلبولو په موخه په کانګرس کې د يرغلګرو قواوو قوماندان جنرال نیکولسن د وړانديز پر مهال؛ د هلمند په سنګين کې د امريکا او ناټو ځواکونو د وحشيانه بريدونو په ترڅ کې د يوې کورنۍ پنځلس، د بلې پنځه غړي او د هماغه ځای يو شمېر ښځې، ماشومان او سپين ږیري شهيدان شوي دي.

امریکا يوازې په روان ترور او وحشت بسنه نه کوي، بلکې د هغه د دوام او پراختیا په لټه کې هم ده. لکه څنګه چې په کانګرس کې د وسله والو ځواکونو او امنيتي چارو د کميټې مشر جان مکین د يوې استجوابيه غونډې په ترڅ کې له نيکولسن څخه پوښتنه وکړه؛ آيا په ټوليز ډول ستاسو په نظر موږ په افغانستان کې وړونکي يو؟ هغه ځواب ورکړ؛ «موږ له خنډ سره مخ شوي يو. جنګ د امنيتي ځواکونو د سختو تلفاتو سبب شوی، دولت تقریباً له دریو څخه پر دوو برخو خاوره واکمن دی. له طالبانو سره د سولې خبرو کومه نتيجه نه ده ورکړې او دولت په يوازې ځان د شته وضعيت د بدلولو وړتيا نه لري. د هغه په وينا پاکستان، ايران او روسيه طالبانو ته په مشروعيت ورکولو او په عين وخت کې د افغانستان د مرکزي دولت د تضعیف او تر پوښتنې راوستلو هڅې کوي». نو له دې ټولو څخه څرګندېږي چې افغانستان په سيمه کې د امريکا پر نظامي پروژه او د هغې له استعماري سيالانو سره د نيابتي جګړې پر ګرم ډګر بدلېږي.

حزب التحرير ولايه افغانستان يو ځل بيا پر دې مسئله ټينګار کوي چې د امریکا د سیمه ییزو سیاستونو او اسلامي خارو د اشغال د ختمولو لپاره، چې نظامي پروژه او نیابتي جګړه د دغو سیاستونو د عملي کولو خورا مهم اسلوب دی، یوازې یوه حل لاره لري. هغه دا چې باید هڅه وشي؛ ترڅو اسلامي امت د لاسپوڅو چارواکو په عزل کولو او د جبريه نظامونو په رانسکورولو، له يرغلګرو او ښکېلاکګرو کفارو سره خپلې هر ډول اړيکې پرې کړي او په بدل کې يې د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ (قرآن، سنت، د صحابه وو اجماع او شرعي قياس) منګولې ولګوي. د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د تاسیس لپاره د امت انرژي او ځواک سره یو موټی کړي. هغه نظام چې د اسلامي امت د وینې، عزت، خاورې او عقیدې ساتنه کوي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: 

   إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ"

رواه مسلم

یوازې امام «خلیفه» هغه ډال دی چې ترشا يې جګړه کوئ او دی ستاسو  ساتنه کوي.

د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې