چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     24 شعبان 1438

میلادی نېټه :     یکشنبه, 21 می 2017 م

شمېره:      ۰۴/ ۱۴۳۸


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په تانزانیا کې پولیسو روژې مبارکې میاشتې ته د حزب التحریر د هرکلي کنفرانس مخه ونیوله

پولیسو ډیر په سپین سترګۍ د حزب التحریر له لوري د روژې مبارکې میاشتې د ښه راغلاست کنفرانس چې ټاکل شوې وه، د ۲۰۱۷ د مې په ۲۰ مه په دارالسلام کې د «میفیر»  په هوټل کې جوړ شي، مخنیوی وکړ. پولیسو د مې په ۱۹ مه په داسې وخت کې، هوټل ته یو ګواښوونکی لیک واستاوه، چې یوازې څو ساعته د کنفرانس پیل ته پاتې وو. د راپور له مخې، دوی په دې پلمه دا کار کړی، چې دا یوه پټه لیدنه وه او ګډونوالو یې د ټولنې پر وړاندې کوم بد نیت درلود.

موږ حزب التحریر- ولایه تانزانیا، دا پوښتو چې ایا پټه لیدنه داسې وي، چې یوه هوټل ته له ۴۵۰ څخه زیات کسان راغوښتل شوي وي، یا هم پټې لیدنې ته مختلف مشهور شخصیتونه لکه ماموران، امامان، زده کوونکي، سیاستوال، ژورنالیستان، قانون پوهان، فعالان او نور راغوښتل  کیږي؟

پر دې سربېره که دا پټه لیدنه وای، نو بیا يې ولې په ویبپاڼو او نورو ټولنیزو رسنیو کې په ازادانه خبر ورکړل شوی و؟ که په رښتیا دا پټه لیدنه وای، بیا نو لې د کنفرانس د منع کېدو امر چې له کنفرانس څخه یوه ورځ مخکې صادر شوی و، موږ ته د کنفرانس له پیل څخه یوازې څو ساعته مخکې خبر راکړل شو؟ د دوی دا کړنه د ډیموکراټیک نظام، د هغه ظلم او بې عدالتۍ څرګندونه کوي چې په ټوله نړۍ کې يې حکومتونو په ثبوت رسولې. په داسې حال کې چې دوی بیا د تش په نامه د عقیدې او بیان  ازادیو  ادعاوې کوي؛ خو په حقیقت کې دا یوازې خالي شعارونه دي.

موږ په ډېر درنښت، له ټولو دعوت شوو کسانو څخه د دوی د هغو تکلیفونو له امله بښنه غواړو، چې د دې مهمې ناستې د بندېدو له امله ورسره مخ شوي. په دغه کنفرانس کې پر حساسو موضوعاتو سربېره  په نړیواله کچه د کپیټلیزم د ناکامي په اړه هم خبرې کېدې. موږ بیا هم په ډېره خواشینۍ دوی ته دا په ګوته کو چې دا سناریو د کپیټلېزم او د هغه د سیاسي نظام (ډېموکراسۍ) د ناتوانۍ، نا مناسبوالي او  نااغېزمنتوب څرګندونه کوي، چې بشر ته حتی د دې فرصت هم نه ورکوي، چې د یوې حساسې موضوع په اړه پرېکړه وکړي. اوس هغه وخت را رسېدلی چې هر روڼ اندی متکفر د بدیل په توګه د یوې بلې اېډیالوژۍ په هلکه فکر وکړي،  بېشکه هغه «اسلام» دی، چې د حکمرانۍ نظام یې «خلافت» دی.

مسعود مسلم

په تانزانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

شمېره: ۰۴/ ۱۴۳۸

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې