پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 جمادی الثانی 1439

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 15 مارچ 2018 م

شمېره:      ۰۰۴/۲۰۱۸

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د سوریې انقلاب، چې د اتو کلونو په ترڅ کې درد، جګړه او خیانت پر ځای پرېښي دي

بالاخره د الله سبحانه وتعالی په اراده به بریالی شي

(ژباړه)

د سوریې انقلاب، چې «خلک د رژیم ورکېدل غواړي» تر شعار لاندې د «درعا» د ماشومانو په واسطه پر دېوالونو پیل شو  او اوس اتم کال ته رسېږي. د دغو اوو کلونو په ترڅ کې ټول د ظالمانو تر ظلم لاندې راغلي او ټکول شوي دي، لکه څنګه چې لوی او واړه، نر او ښځې ترې خوندي پاتې نه شول او هر څه د هغوی تر ظلم لاندې شول او په همدې ډول هېڅ پخوانی ښار، مسجد او کور له هغوی خوندي نه دی پاتې شوی. لکه څرنکه چې الله سبخانه وتعالی وفرمایل:

﴿وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَن يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ﴾

[بروج: ۸]

ژباړه: د دوی ګناه یوازې دا وه چې په عزیز او حمید خدای یې ایمان درلود

دغو مخلصو خلکو له لومړیو څخه دا ښودله چې له الله پرته بل څه نه لري په دغو اوو کلونو کې د اسد د ملاتړو، ایران او په لبنان کې یې حزب، روسیې، امریکا او د ائتلاف ځواکونو، جاسوسي جنایتکارو سازمانونو او هغو حکامو ته، چې چټلو سیاسي پیسو ته هڅېږي، هېڅکله نه دي په ګونډو شوي. هغوی عامه وژنو ته، چې د امریکا تر نظارت او د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې تر سره کېږي، سر نه دی ټیټ کړی. هغوي په دې دلیل چې پر دوی د تپل شوي بشري نظام وړاندیز یې نه دی منلی او په مقابل کې یې قرباني ورکړه، د خپلو کورونو او خاورې پرېښودل یې منلي، خو له خپل مقاومت څخه یې لاس نه دی اخیستی. هغوی له هغو کسانو  څخه ملاتړ نه دی کړی، چې انقلاب او د شهیدانو وینې یې د سازمانونو او په ژینو، ریاض او استانه کې د چلبازو تشکیلاتو پر چوکیو معامله کړې او همدارنګه هغه لاسپوڅي یې هم درک کړل، چې امریکا د اسد پر ځای وړاندیز کړي وو. په داسې حال کې چې دوی تر سختو شرایطو لاندې او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د کمو فرصتونو په لرلو سره له هېڅ اسلامي هېواد څخه، چې د هر ډول ځواک او قدرت خاوندان دي، ملاتړ ونه لید په داسې حال کې چې اسلام دوی ته امر کوي، چې له ظلم څخه د مسلمانو خویندو او وروڼو د ژغورلو لپاره وخوځېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا﴾

[نساء: ۷۵]

ژباړه: پر تاسې څه شوی چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د هغه بېوسو ښځو او ماشومانو  لپاره نه جنګېږئ، چې کمزوري شوي او فریادونه کوي چې «اې زموږ ربه! موږ له دغه وطنه چې اوسیدونکی یې ظالمان دي، وباسه او له خپل لوري څخه زموږ سرپرست او مرستندوی پیدا کړه.»

هغوی د دې پر ځای چې مظلوم په خوا کې وجنګېږي، له ظالم سره یې مرستې ته ترجیح ورکړې، اډې یې ورته پرانیستلې او له صلیبي ملګرو سره یې یو ځای شول. هغوی قاتل اسد ته د یوه زمري په سترګه ګوري، چې د روسیې په واسطه او د ایران په ضمانت جوړ شوی دی. ټول هغه خلک چې پرون یې ویل: «اسد باید ولاړ شي»  نن مستقیم یا غیر مستقیم وایي: «له هغه سره خبرې کولی شو.» هغه کسان چې په سوریه کې د روسیې شتون ګواښي، نن وایي: «روسیه هم په سوریه کې د سیاسي حللارې یوه برخه ده.» هغه خلک چې د لومړي ځل لپاره یې د حلب په سقوط کې رول درلود، نن د ادلب د سقوط لپاره کار کوي. هغوی د ورسپارل شویو کارنو په ترسره کولو کې له امریکا څخه د کنټرول د پراخوالي په دلیل وېرېږي، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤُمِنِينَ﴾

[توبه: ۱۳]

ژباړه: ایا له هغوی څخه وېرېږئ؟ الله سبحانه وتعالی ددې ښه حقدار دی چې ور څخه ووېرېږئ ، که تاسې مومنان یاست.

اې د شام خلکو! ستاسو انقلاب د اشغالګرو کابوسونه، خیانتونه، وژنې، ویجاړۍ، اوښکې او زیاتې وینې لیدلې دي، خو تاسې به په هغه اعتماد، یقین او توکل چې د انقلاب په پیل کې مو په هغه سبحانه وتعالی درلود د الله سبحانه وتعالی په اراده د نصرت او کامیابۍ شاهد وی. په دغه دلیل تاسې باید پر یوه سیاسي مخلص رهبر او کتلې باندې را ټول شئ او دعوت، فعالیت او هڅې مو سره یو کړئ، چې دغه اسلامي انقلاب د رسول الله صلی الله وسلم په طریقه د خلافت د دولت لامل شي او الله سبحانه وتعالی تاسې ته د کامیابۍ وعده درکوي، لکه چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې وعده وکړه:

﴿وَيَنصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا﴾

[فتح: ۳]

ژباړه: الله تعالی به ستا مرسته په قوي کامیابۍ سره وکړي.

د حزب التحریر- ولایه ترکیې مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې