پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 جمادی الثانی 1440

میلادی نېټه :     جمعه, 15 مارچ 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۰۷

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د سوچي ناسته د امريکا، سوري رژيم او د کردانو ديموکراتيک ګوند سرې کرښې خوندي کوي او د ترکيې سرې کرښې له منځه وړي!

د ۲۰۱۹م د فبروري پر ۱۴مه، د ترکيې ولسمشر اردوغان، روسي ولسمشر پوتين او د ايراني ولسمشر روحاني ترمنځ ناسته د روسيې په سوچي کې ترسره شوه. په ياده ناسته کې خبرې په سوريه کې د کردانو پر سياسي راتلونکي او په سوريه او ادلب کې پر سياسي بهیر ورټولې وې. په یوه ګډه اعلاميه کې په سوريه کې د امريکا د سرو کرښو د خونديتابه په تړاو خبرې بيان شوې. پر دې سربېره هغه پرېکړه چې «د اسد په شتون د بهیر پر پرمختګ» ټینګار کوي لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ۲۲۵۴ پرېکړې تاييد کړې وه.

امريکا، روسيه او ايران د سوريې په راتلونکې کې د کردانو د ديموکراتيک ګوند د ونډې ملاتړ کوي. په داسې حال کې چې په همدغې اعلاميه کې د ترکيې د خوندي سيمو غوښتنې ته کوم شین څراغ نه دی ورکړل شوی او له تروريزم څخه د ادلب پر پاکېدو ټينګار شوی دی. له اردوغان څخه غوښتل شوي چې له زغم څخه کار واخلي، ځکه امريکا په ادليب کې د عملياتو له پيلېدو سره د سياسي حل له رسېدو وړاندې مخالفه ده. سربېره پردې ترکيې د شام د آزادۍ غورځنګ(هيت التحرير شام) پر ضد په حميميم کې د روسيې د هوايي اډې د خونديتابه رول په غاړه واخيست.

له هغه څخه څو میاشتې تېرې شوې چې اردوغان د فرات په ختيځ کې د عملياتو د پيلولو اجازه ورکړه، خو په دې لاره کې یې  ونشو کولی چې یو کوچنی ګام هم واخلي. د امريکا د هوايې خونديتابه  او د روسيې او ايران د ځمکني بريدونونو تر چتر لاندې د فرات سپر او زيتون څانګې عمليات د دې لپاره ترسره شوه چې د امريکا ګټې خوندي کړي، د وسله والو ډلو ترمنځ انشعاب رامنځته کړي او د سوريې سپېڅلی انقلاب وځپي. کله چې دی منبيج ته ورسېد هلته ودرېد. ده د سرتېرو لېږل ودرول! ترکيې په خواشينۍ سره د امريکا غوښتونو ته غاړه کېښوده او د امريکا سرو کرښو ته پرته له دې چې خپلې سرې کرښې په پام کې ونيسي، ژمنه پاتې شوه. په ۲۰۱۱م کې اردوغان د اسد په تړاو خبرې کولې او د اصلاحاتو ژمنه يې وکړه: «د سورِيې خلک پر اسد باور نه لري او زه هم پر هغه باور نه لرم.» د 2017 د ډيسمبر پر ۲۷ مه ده د سوري دولت په تړاو وويل: «تروريستي دولت د تروريزم ملاتړ کوي.»   

د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۲۴ مه، د روسيې له لوري له یادونې وروسته، دی له اسد سره ناستو جوړولو ته چمتو شو او ويې ويل: «پر عدنا هوکړه باندې بايد خبرې وشي.» د سوچي په دې وروستۍ ناسته کې څرګنده شوه چې دی له هغې تګلارې پرته چې امريکا د سوريې د ۹۰۰ کیلو متره پولې لپاره جوړه کړې ده، بله تګلاره نه لري. ده وويل: «موږ د عدنا هوکړې تر چتر لاندې د خپل راتلونکي لپاره پلان لرو.» 

اردوغان هغه څوک دی، چې يو وخت يې سوري رژيم ظالم او مجرم باله، اوس له سوريې سره د اړيکو پاللو په موخه د دې هيواد د بنسټونو پر رغولو بوخت دی. ده پرون اسد تروريست باله البته «د خپل مشرتابه د لېږد په پړاو کې.» او د سوريې د خلکو په تړاو، ده پرون ويل چې له دوی سره به څنګ په څنګ درېږي؛ خو نن یې دوی پرېښودل او له ظالمانو سره ودرېد. ده د سوري کډوالو په تړاو ويل: «دوی د ملاتړو او کډوالو يوه نمونه ده» نن ورځ دی د هغوی د بيرته ستنېدو غوښتنه کوي. ده د عملياتو په تړاو خبرې کولې،  خو نن له امريکا، روسيې او سوري رژيم څخه د عملياتو پيلولو اجازه غواړي. د پرون او نن په دريځ کې ولې توپېر ليدل کېږي؟!

کافر ښکېلاکي  ځواکونه او د دوی ځايي متحدين په دې موخه سره يوځای شول، چې د سوريې اته کلن پياوړی انقلاب له منځه يوسي، د خلکو مقاومت کم رنګه کړي، د ډلو مشران تېرباسي څو د خبرو ميز ته راشي، مجرم رژيم ته بيرته ساه ورکړي او د سوريې ټوله خاوره د رژيم په ولکه کې ورکړي. سياسي او استخباراتي شبکې سره يو موټی شوي چې سوري رژيم وژغوري- هغه چې کابو د مرګ کندې ته نږدې و او د ژوندي پاتې کېدلو لپاره یې لاس او پښې وهلې. هغه د ويجاړو شويو ښارونو، وژل شويو میليونو خلکو، بې ځايه شويو او زيانمنو شويو خلکو هيڅ پروا نلري! په حقيقيت کې هغه د امريکا، روسيې او نورو ټولو ظالمانو د خوښۍ لپاره کار کوي، خو همدغه ظالمان به د الله سبحانه وتعالی له قهر او د اسلامي امت له ښېرا څخه هيڅوک ونه شي ژغورلی.

﴿وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ﴾

[ابراهيم:۴۲]

ژباړه: او ته په الله باندې له سره (هېڅ) ګمان مه كوه چې هغه د ظالمانو له کارونو غافله دی، له شک پرته هغه، دوى هغې ورځې ته ځنډوي چې پكې به سترګې ټېغې او رډې پاتې شي.

 د حزب التحرير- ولايه ترکيې مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې