چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 ذولحجه 1439

میلادی نېټه :     یکشنبه, 09 سپټمبر 2018 م

شمېره:      011/1439 AH

ولايه سوريه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په ازادو شوو سیمو کې د لاریونونو بیا پيل کېدل پر انقلاب ټینګار او ثبات ښیي

 (ژباړه)

د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۷مه، په ډېری ازادو شوو سیمو کې د جمعې ورځې له لمانځه وروسته پراخ لاریونونه وشول، دغو لاریونونو وښوده چې د شام د ثابت قدمو خلکو په زړونو کې د انقلاب شعلې نه دي مړې او لا د غرونو غوندې ثابت دي.

دا ولسي غورځنګ له شک پرته د عامه افکارو په لارښوونو او حتا د رژیمونو په راپرځولو کې مهم رول لري. پیل یې په دمشق کې د جنایتکار غلام رژیم پر وړاندې له مشهور غوځښت څخه و چې د هغه نظام مشروعیت یې له منځه یووړ او پایې یې ولړزولې؛ نړیواله ټولنه مجبوره شوه چې د دغه غلام رژيم ملا وتړي او مشروعیت یې بېرته راوګرځوي. لویو هېوادونو څو کاله د دغه انقلاب پر وړاندې لاس یو کړ او ډېره هڅه یې وکړه چې انقلاب تر خپل کنټرول لاندې راولي او منحرف یې کړي.

ښکاره ده چې د شام انقلاب، هم وسله وال هم ولسي، چې له کومو خنډونو سره مخ شو؛ لامل یې دا و چې رهبرۍ یې له نړیوالې ټولنې او ملاتړو هېوادونو سره اړیکې پیدا کړې، د انقلاب رهبري د نورو لاس ته ورغله، منحرفه یې کړه، سرې کرښې یې پرې تحمیل کړې او داسې امرونه یې وکړل چې د انقلابیونو انرژي یې بې ځایه مصرف کړه او جنایتکار رژیم یې خوندي کړ.

یوه نوي ولسي خوځښت ته په کار وه چې پام وکړي او تېرې خطرناکې تېروتنې بیا تکرار نه کړي، د سوریې په ډګر کې د دخیلو هېوادونو په خوښه کومه پرېکړه ونه کړي، غوښتنې یې و نه مني او د هغوی پر شعارو عمل ونه کړي، ملاتړ ته یې د سراب په سترګه وګوري.

دا نوی ولسي خوځښت باید له انحرافه ځان وساتي او د شام د خلکو قربانۍ په اوبو لاهو نه کړي. لاندې کړنې یو ولسي خوځښت پیاوړی کوي:

۱. یوه ښکاره طرحه دې موجوده  وي چې خلک پرې راټول شي، دا طرحه باید د دوی له عقیدې سرچینه واخلي، ولس سره را غونډ کړي او موخو ته یې تبلور ورکړي؛ محاسبه هم له همدغه کېږي، پر دې اساس هېڅوک نه شي کولای چې خوځښت ته له خپل مسیره انحراف ورکړي.

۲. خوځښت ته پکار ده چې یو باخبره او مخلص سیاسي رهبري ولري. دا رهبري باید داسې کارونه وکړي چې خپلو موخو ته یې ورسوي: دا طرحه باید په یوه دولت کې عملا پلې شي.

۳. لازمه ده چې د انقلاب د ثابتو اصولو ملاتړ وشي، چې په خپل اوږده سفر کې یې تبلور کړي: د رژیم جرړې ایستل او ټولې نښې ورکول، د انقلاب له کاذبو او تش په نامه ملاتړو هېوادونو سره اړیکې پرې کول او د دغو ټولو تر شا موخه دا ده چې د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.

په دې توګه موږ بیا باوري کېدای شو چې انقلاب خوندي دی او هېڅوک یې په خپله ګټه نه کاروي او له خپل مسیره نه منحرف کېږي؛ ځکه د هڅو په پایله کې یې د خپلو ثابتو اصولو له مخې وده کړې او خپلو موخو ته نیږدې شوی. خو پر دې سربېره، انقلاب د منحرف کېدو په خطر کې دی؛ «مقاومت زموږ انتخاب دی» عنوان ته مارکېټېنګ او د داسې شعارونو پورته کېدل چې د خلکو له باورونو او غوښتنو سره په ټکر کې دي د انقلاب ریښتینې موخې له منځه وړي.

کافرو استعمارګرو هېوادونو د شام د ثابت قدمو خلکو پر وړاندې لوی پلانونه جوړ کړي. موږ باید باخبره وو چې په دامونو کې یې ګیر نه شو؛ پر الله سبحانه و تعالی باور ولرو او یوازې له هغه تمه ولرو. په دې کې مو رستګاري، ازادي او بریا ده.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِندَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ فَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِ رُسُلَهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ

[ابراهیم: ۴۷- ۴۶]

ژباړه: دوی خپل پلان جوړ کړ مګر الله هم خپل پلان درلود، که څه هم د دوی پلان دومره پیاوړی وي چې غرونه چپه کولی شي، داسې مه انګېرئ چې الله له خپل رسول سره ژمنه نه پوره کوي، ځکه چې له شک پرته الله ځواکمن او غچ اخیستونکی دی.

احمد عبد الوهاب

په ولایه - سوریه کې د حزب تحریر مطبوعاتي مسوول

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې