شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 ذولحجه 1439

میلادی نېټه :     یکشنبه, 09 سپټمبر 2018 م

شمېره:      AH 011/1439

ولایه سوریه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
آزادو شویو سیمو ته د لاریونونه یو ځل بیا راګرځېدل د پاڅون د ټینګښت او ثبات څرګندونه کوي

د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر پر۷ د شام هوډمن خلک د جمعې د لمانځه تر اداینې وروسته، د لاریونونو په موخه لارو او کوڅو ته را ووتل. د دوی دا حرکت د دې څرګندونه کوي، چې د دوی په سینو کې لا د پاڅون لمبې بلې دي او نه دي مړې شوي او د غرونو په څېر ټینګې او ثابتې پاتې دي.

له شکه پرته داسې خوځښتونه د عامه رایې په رهبري کې خورا اهمیت لري او ان د ظالمو رژیمونو په ملاتړ یا له منځه وړلو کې ستر رول لوبوي. په دمشق کې د شام پاڅون د سپېڅلې انګېزې پر بنسټ د لاسپوڅي رژیم پر وړاندې راپورته شو. دغه پاڅون د رژیم مشروعیت له منځه یووړ او ان د دغه رژیم ستنې يې ولړزولې، له دې امله نړیواله ټولنه وهڅېدله چې د لاسپوڅي جنایتکاره رژیم د ملاتړ لپاره په دمشق کې لاس په کار شي او رژیم ته یو ځل بیا مشروعیت ور په برخه کړي.  د نړۍ سترو هیوادونو له کلونو راهیسې د شام پاڅون پر وړاندې دسیسې جوړولې، څو د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو پر مټ نوموړی پاڅون اداره او لوری یې ور بدل کړي.

دا له چا پټه پاتې نه ده، چې د شام پاڅون هم په نظامي او هم په ټولنیزه برخه کې له ماتې او زیانونو سره مخ شو، ځکه خپلې پرېکړې یې په نړیوالې ټولنې او ملاتړ کوونکو هیوادونو پورې وتړلې، چې له امله یې د پاڅوانوالو پرېکړې محدودې شوې، لوری یې بدل شو او پاڅون وال يې دې ته اړ کړل، چې له خپلو ځینو اساسي غوښتنو تېر شي. په پایله کې پاڅوانوال ناهیلي شول او جنایتکاره رژیم وژغول شو.

د یوه نوي عمومي خوځښت لپاره دا اړینه وه چې په پوره پاملرنې سره یې ګام اخستی وای، د هغو تباه کوونکو خطاګانو له بیا ځلې تکرار څخه یې ډډه کړې وای چې په تېر کې يې ترسره کړې وې، په سوریه کې د ښکېلو هیوادونو په ګټه د پرېکړو په اړه خبر وای یا د هغو غوښتنو، موخو یا شعارونو په اړه یې پوهاوی لرلی چې د دغو هیوادونو له لوري پر مخ وړل کېږي.

له دې امله نوی خوځښت باید خپل ځان اصلي موخې ته له انحراف څخه وژغوري، ترڅو د شام وګړي خپلې سترې سرښندنې او قربانۍ له لاسه ور نه کړي. هغه څو ټکي چې د یو خوځښت او پاڅون په پیاوړتیا کې مرسته کوي، په لاندې ډول یې بیانوو:

۱: د یوه څرګند پلان او پروژې شتون اړین دی، چې پر مټ یې خلک یو موټي شي. نوموړی پلان باید د دوی له عقیدې سره سم غوره شي، څو دوی یووالي ته وهڅوي، خبره یې یوه کړي او موخې یې څرګندې کړي. د محاسبې لپاره داسې معیار غوره شي چې پر بنسټ یې هیڅوک د دې توان و نه لري چې د خوځښت له موخو څخه مخ واړوي یا یې لوری بدل کړي.

۲: د پاڅون لپاره اړینه ده چې په راس کې له یو هوښیار او رښتینې سیاسي مشرتابه څخه برخمن وي، ترڅو کړنې یې د موخو په ترلاسه کولو کې اغېزمنې ثابتې شي او له عملي پلوه یې پلان او پروژه  د یو نظام په اډانه کې پلې شي.

۳: د پاڅوانوالو لپاره اړینه ده چې د پاڅون اصول (اساسات) په کلکه عملي کړي، چې د اوږدې مبارزې په ترڅ کې یې اصول خورا څرګند دي او هغه دا دي، چې د اوسني رژیم سټه او جرړې به له بېخه لرې کوي، له هغو ملاتړو هیوادونو سره به اړیکې پرې کوي، چې په وینا یې د پاڅون مرسته کوونکي ګڼل کېږي او پر ځای به يې له نبوي طریقې سره سم راشده خلافت رامنځته کوي.

دا خبره روښانه ده، چې پاڅون اوس هم رغنده رول لري او له مصونیت څخه برخمن دی، هیڅوک به ونه شي کولی چې نامشروع ګټه ورڅخه واخلي یا یې له خپلې کړنلارې څخه لوری بدل کړي، ځکه د خپلو بنسټیزو اصولو پر بنسټ د موخو ترلاسه کولو لپاره یې په پرله پسې توګه  هڅې نه بدلېدونکې دي.

ښکېلاکي کفري هیوادونو یو په بل پسې د شام د رښتیني ولس او پاڅون پر وړاندې سترې دسیسې جوړې کړې دي. موږ یې باید په اړه خبر وو، ترڅو له پوره چمتوالي سره یې په لومه کې ونه نښلو، د ستر رب پر قانون منګولې خښي کړو، پر ستر رب توکل وکړو او پر خپلو سپېڅلو موخو کلک پاتې شو. په همدې کې زمونږ لپاره خلاصون، آزادي او بریا شته.

الله تعالی فرمايي:

﴿وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِندَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ فَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِ رُسُلَهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ

[ ابراهیم:۴۶-۴۷]

ژباړه: هغوی خپلې ټولې دسیسې وکارولې، خو د هغوی د هرې دسیسې له منځه وړل له الله سره دي؛ سره له دې چې د هغوی چلونه دومره پیاوړي دي چې غرونه پرې له ځایه بې ځایه کېږي. نو اې پېغمبره! ته هیڅکله دا ګومان مه کوه چې الله به له خپلو پېغمبرانو سره د کړو وعدو پر خلاف کار وکړي. الله برلاسی او غچ اخستونکی دی.

د حزب التحریر- ولایه سوریې د مطبوعاتي دفتر مشر

احمد عبدالوهاب

ژباړن: حمزه خالد

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې