شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 محرم 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 25 سپټمبر 2018 م

شمېره:      1440/01

ولایه سوریه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په عریحه ښار کې د احرارالشام لخوا د حزب التحریر د یوه غړي ابراهیم حاج علي (ابودجانه) نیول

(ژباړه)

د ۲۰۱۸م د سپتمبر په ۲۳مه د شپې په دوولسو بجو ابراهیم حاج علي (ابودجانه) د عریحه ښار په حومه سیمه کې له خپل کور څخه د احرار الشام « ملي ازادۍ غوښتونکې ډلې» د امنیتي ځواکونو یوه غړي له کوره ایستلی بیولی، چې تراوسه یې په اړه څه معلومات نشته.

د جریکو ټول اوسېدونکي او په دغه ښار کې فعال لوري په دې پوهېږي چې ابودجانه له هغو لومړنیو کسانو څخه و چې د شام د کبرجنو د ظلم پر وړاندې یې د حق چیغه پورته کړه. د هغو کبرجنو پر وړاندې چې پلار او ورور یې ونیول او له نامعلوم برخلیک سره یې مخ کړل.

ابودجانه د حزب التحریر غړی دی، چې د رسول الله د منهج پر اساس او د راشده خلافت د تاسیس له لارې یې د اسلامي ژوند د رامنځته کولو لپاره کار کاوه. هغه خلافت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له ړنګېدو وروسته د بیا راتګ زېری ورکړی. هغه طریقه چې د قدرت له خاوندانو څخه د طلب نصرت سربېره د کفري افکارو، مفاهیمو، قوانینو او نظامونو پر وړاندې فکري او سیاسي مبارزه هم کوي. نو بیا د ابودجانه جرم څه و چې په نیمه شپه کې له خپل کوره ایستل کېږي او له نامعلوم برخلیک سره مخ کېږي؟

دا د لمر په څېر ښکاره خبره ده چې د شام د ظالم رژیم په اشاره د حق اواز بندول یوازې د احرار الشام او ځینو نورو جاوسوسي ډلو کار دی؛ د هغه رژیم چې له ظلم او بې عدالتۍ څخه یې خلک تر پوزې راغلي او دا پخپله د شام د انقلاب اصلي دلیل دی. نو موږ حزب التحریر- ولایه سوریه د دوی په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره بیانوو:

«الظُّلْمُ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»

ژباړه: ظلم به د قیامت په ورځ د تیارو په څېر راښکاره شي.

له شک پرته هغه ورځ راتلونکې ده چې الله سبحانه وتعالی به د اسلامي خلافت د ځلېدونکې شمعې په واسطه دعوت لېږدوونکي او ټول مسلمانان بریالي او ظالمان ذلیل کړي.

﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ﴾

[شعراء: 227]

ژباړه: او ظالمان به په چټکۍ سره پوه شي چې د دوی بېرته راګرځېدل چېرې دي!

د حزب التحریر- ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر

ژباړن: منصور دریځ

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې