چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     7 ربیع الاول 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 15 نومبر 2018 م

شمېره:      HTS ۰۹/۱۴۴۰

ولايه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
امریکا یو ښکېلاکګر او یرغلګر دولت دی، څوک چې د دوی تر شاه ځان پټوي ښکاره او څرګند دي؛ دا یو نه پټېدونکی حقیقت دی!

(ژباړه)

ولسمشر البشیر د ۲۰۱۸م د اکتوبر ۱۳مه د سه شنبې په ورځ په «نیل سفید» ایالت کې د خلق (PDF) د ځواکونو د نهه ویشتمې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل: «سوډان خپله رایه هېچا ته نه ورکوي؛ ځکه باور لري چې روزي یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې ده.» هغه زیاته کړه: «پرېږدئ چې خپلې خزانې او تودې خپل ځانته وساتي، موږ هغوی ته چې له غرب او امریکا قدرت غواړي وایو، څوک چې ځان د امریکا تر شا پټوي ښکاره دي.»

دا خبرې البشیر کړي. خو ټول پوهیږي چې د البشیر رژیم له پرله پسې قربانیو سره سره لا هم د سپینې ماڼۍ په امرونو ولاړ دی. دوی هغه اسلامي قوانین چې له ډیموکراتیکو قوانینو سره ټکر لګوي، پرېښودل. د حدودو په پلي کولو یې سترګې پټې کړې. تثقیفي او د اسلام دڅېړنو دوره یې بدله کړه. له امریکا سره یو ځای د اسلام پر وړاندې د ټرورېزم تر نامه لاندې،جګړه کې یې ګډون وکړ. له دې ټولو یې موخه داده څو امریکا له ځانه راضي کړي او سوډان د هغې له تور لېسته وباسي. له دې سربېره د دولت سیاسي مقامونو، متفکرینو، د اردو رهبرانو، امنیتي شرکتونو او داسې نورو کسانو سفرونه شپه او ورځ واشنګټن ته دوام لري.

دا خبرې د رسنیو سوژې او یو ټاکنیز کمپیان دی، چې په اصل کې د هېواد کړکېچ ته اندېښنې زېږنده دي. هغه کړکېچونه چې د دې رژیم په درې لسیزې عمر کې لا هم شته. د سوډان وګړو له البشیر څخه داسې ډېرې خبرې اورېدلي؛ مخکې له دې البشیر له سپوتنیک سره په یوه مرکه کې چې د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۲۵مه د شنبه په ورځ خپره شوه وویل: چې دا امریکا وه چې جنوبي سوډان یې بېل کړ. هغه وویل: «سوډان د امریکا له لوی فشار او دسیسې سره مخ دی. د دارفور او جنوبي سوډان قضیو د امریکا ملاتړ تر لاسه کړی او جنوبي سوډان د امریکا د فشار له کبله بېل شوی.» هغه وایي: «موږ خبر شوي یو چې که سولې او امنیت ته ونه رسیږو، متحده ایالات غواړي سوډان په پنځو هېوادونو وویشي... امریکا د نړۍ رهبري تر لاسه کړې او عربي نړۍ یې لوټ کړې ده... . خو هغه څه چې د سوډان د بېلوالي مسله وه، دا بېلوالی د امریکا د فشار او دسیسې په ترڅ کې وشو. د هغوی طرحه د سوډان له منځه وړل او په پنځو هېوادونو وېشل دي.»

نو که البشیر په خپلو خبرو کې جدي او ریښتینی دی، باید خپلې خبرې عملي کړي. خپلې اړیکې له امریکا او ټولو هغو یرغلګرو هېوادونو سره چې له مسلمانانو سره په جګړه کې دي، پرې کړي. حتا له ټولو ښکېلاکګرو سازمانونو سره معاملې بندې کړي. دا کار دې له ملګرو ملتونو او د هغه د جنګ له شورا چې په دروغو د امنیت شورا ورته وایي، پیل کړي. همداراز له هغو  مالي سازمانونو  چې په سودي سیسټم ولاړ دي او سوډان یې له مالي کړکېچ سره مخ کړی اړیکې پرې کړي.

هیله ده دا د البشیر لپاره د نیکۍ ګام وي، چې حقیقت ته را وګرځي، د خپلو خلکو حقونه جبران کړي او په اسلامي امورو یې له چارو ساتنه وکړي. د الله سبحانه وتعالی د خوښۍ، د مومنانو د زړونو رضایت او د کافرانو د خپګان لپاره ګام پورته کړي. ځکه الله سبحانه وتعالی خبرې کول او بیا یې عملي کول خوښوي او له نفاقه نفرت لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لا تَفْعَلُونَ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لا تَفْعَلُونَ﴾
[صف: ۲-۳]

ژباړه: اې مسلمانانو! ولې خپلې خبرې نه عملي کوئ؟ د الله سبحانه وتعالی په دربار کې دا  ډېر بد دي  چې څه ووایئ او عملي یې نه کړئ.

امریکا یو ښکېلاکګر او یرغلګر دولت دی. څوک چې د دوی تر شا ځان پټوي معلوم دي او پر دې حقیقت سترګې نه شي پټېدای. امت باید زموږ له خاورو د استعمار د جرړو اېستو او پر بنده ګانو یې د الله سبحانه وتعالی د احکامو د پلي کولو لپاره هڅه وکړي. د حقیقي بدولون لپاره چې الله سبحانه وتعالی یې ژمنه کړې او د امت وجیبه ده کار وکړو. دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منهج په مرسته او د راشده خلفاوو رضی الله تعالی عنهم اجمعین غوندې د خلافت اعلان دی. هغه خلافت چې د اسلام بیرغ پورته کوي، له مظلومانو ملاتړ او له ظالمانو سره حساب کوي. د ژغورنې یوازینۍ لار همدا ده بله نشته. الله سبحانه وتعالی د خپلو مخلصو بنده ګانو ملاتړ کوي. ځکه هغه، هغه څوک دی چې له خپلو بنده ګانو سره یې د ځمکې پر مخ د خلافت او قدرت ژمنه کړې ده.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾
[نور: ۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو د ډلې له هغو کسانو سره چې اېمان یې راوړی او سمې کړنې تر سره کوي، ژمنه کوي، چې دوی به د ځمکې پر مخ حاکمان کړي. لکه څنګه یې چې مخکینیو ته د ځمکې پر مخ خلافت ورکړ. هغه دین چې د دوی لپاره یې خوښ کړی جاویدان او قوي به یې کړي. وېره به یې په امنیت او ارامۍ بدلوي. که یوازې زما بنده ګي کوي او څه شی نه راسره شریکوي. هغوی چې وروسته کافرانیږي، هغه فاسقان دي.

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)

د حرب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې