جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     19 ربیع الاول 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 27 نومبر 2018 م

شمېره:      STH ۱۰/۱۴۴۰

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
ایا څوک نه پوهیږي چې د امریکا په اند ترورېزم یوازې اسلام دی؟!

(ژباړه)

د ۲۰۱۸م د نومبر په ۲۲مه البشیر په خرطوم کې، د عرب عدلیې وزیرانو شورای په ۳۴ مه پرانیست غونډه کې وویل: «زموږ پر هېواد تپل شوې محاصره، چې ګواکي زموږ هېواد د ترورېزم ملاتړ کوونکی دی، یوه غیر عادلانه او بې بنسټه پرېکړه ده چې هېڅ سند هم نه لري.» همداراز یې وویل: «زموږ هېواد له ترورېزم سره په مقابله کې ډېرې هڅې وکړې او له هغوی سره په جګړه کې یې ټولې سیمه ییز او نړیوال پرېکړه لیکونه تصویب کړي.» هغه په پای کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د عدلې او قضایې قوې پر دوه اړخیزو همکاریو، د جنایي قوانینو پر پراختیا، د ترورېزم او د ترورېزم د تمویلوونکو په له منځه وړلو یې ټینګار وکړ.

ټول پوهیږي، چې د ترورېزم مانا د امریکا په اند اسلام دی. د امریکا سیاسیونو په ډېری ځایونو کې دا حقیقت ویلی. یوجین روستو، چې کله د بهرنیو چارو وزرات د سیاسي پلان جوړونې د شورای مشر او د امریکا پخواني ولسمشر مشاور و، وویل: «امریکا یوازې له اسلام سره په دښمنۍ په پښو درېدلی شي، ځکه که موږ له اسلام مخالف واوسو، په اسانۍ کولای شو، قوانین ژبه او فرهنګ یې رد کړو او په منځنۍ اسیا کې د لویدیځې نړۍ موخه د اسلامي تمدن له منځه وړل دي.»

ویلي کلاوس، د ناټو پخواني سرمنشي وویل: «زموږ شریکانو د شوروي اتحادیې پر ځای،اسلام د خپلې دښمنۍ موخه ګرځولی.» جورج بوش داسې وویل: «دا صلیبي جګړه او د ترورېزم پر وړاندې جګړه له ډېره اوږده وي او ډېر وخت به ونیسي.» ټرامپ د۲۰۱۷ م د جنوري په ۲۰مه د یوې پرانیستغونډې په مراسمو کې داسې وویل: «موږ خپل پخواني شریکان بیا تجهیزوو، یو نوی ځواک جوړوو او متمدنه نړۍ به د اسلامي رادیکال ترورېزم پر وړاندې یوځای کوو. په دې کار سره کولای شو هغوی د ځمکې له مخ څخه بیخي ورک کړو.»                       

الله سبحانه وتعالی په خپل حق کتاب کې داسې فرمایي:

﴿وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ﴾

[بقره: ۲۱۸]

ژباړه: مشرکین به دوامداره له تاسې سره جنګیږي، څو وکولای شي تاسې له خپل دین څخه واړوي.

همداراز الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَدُّواْ لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُواْ فَتَكُونُونَ سَوَاء﴾

[نساء: ۸۹]

ژباړه: دوی دا خوښوي چې تاسې کافران شئ، لکه څنګه چې دوی کافران شوي او په کفر کې له دوی سره مساوي شئ.

بشیر په سوډان کې د امریکا له فشارونو ـ سره له دې چې هغه څه چې امریکا یې غواړي، بشیر هم د اسلام پر وړاندې د امریکا په جګړه کې د ګډون بې سارې غوښتنه لري ـ شکایت کوي. د اسلام پر وړاندې دا جګړه او د دعوتګرو ځورول د امریکا د غوښتنو پر منلو شاهدي ورکوي. لکه د جوماتونو د امامانو لرې کول، د عمومي اسلامي غونډو منع کول، یوازې په جومات کې د دعوت محدودول، د قانوني جزا (اسلامي حدودو) بدلول لکه د ارتداد او سنګسار حدود. د دغه هېواد رهبري د حقیقي سیکولرېزم پر لور روانه ده. د دې پر ځای چې د اسلامي نهضت شعارونه پورته کړي او په دغه هېواد کې د ژوند کولو لپاره د الله سبحانه وتعالی د حاکمیت د نشت له کبله د خلکو احساساتو ته وګوري. خو بشیر د دې غوښتنې په پوره کولو هم ونه شوای کړای، څو د امریکا پرېکنده ملاتړ تر لاسه کړي. نو موږ وایو چې د بشیر دا شکایت به بې‌ځایه وي، ځکه الله سبحانه وتعالی په خپل پاک کتاب قرانکریم کې دا خبره ثابته کړې، چې کافران به هېڅکله له مسلمانانو راضي نه شي، تر هغه چې دوی هم د کفر په لاره ولاړ شي.  

 الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ﴾

[بقره: ۱۲۰]

ژباړه: یهودیان او عیسویانو به هېڅکله له تا خوشحاله نه شي؛ څو چې یې له تحریف شوي دین او ناروا غوښتنو پیروي وکړې!

نو هېڅ شک نشته چې امریکا یو ښکېلاکګر دولت دی او هېڅکله به یې فریب او شیطانت بند نه شي. څو چې د یوه ایډیولوژیک دولت لخوا اسلام پلی شي، د اسلام بیرغ ورپوي او د امت له منځه د ټولو کافرانو حاکمیت له منځه یوسي. دا واقعي بدلون دی، چې ژمنه یې الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلام ورکړې او دعوت هم ورته واجب دی. نو د سوډان خلک باید د دې رژیم له ملاتړ څخه لاس واخلي، چې د الله سبحانه وتعالی له دښمانانو سره په همکارۍ کې غرق شوي. امریکا ته د خدمت لپاره، د دې هېواد ځواک او زېرمې ضایع کوي.

دوی باید د منهج پر نبووت د ثاني خلافت د ایجاد لپاره دعوت وکړي، چې د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلام زېری دی.

«....ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

(رواه احمد)

ژباړه: ...وروسته به د منهج په نبووت خلافت تاسیس شي، وروسته یې سکوت وکړ.

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)

د حزب التحریر –ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې