جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     19 ربیع الثانی 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 26 ډسمبر 2017 م

شمېره:      ۱۴۴۰/ ۱۷

ولايه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
که تاسو په رښتیا سره له الله سبحانه و تعالی پرته له بل چا څخه اطاعت نه کولی، حالت به مو داسې نه وی!

 (ژباړه)

عمر البشیر د سوډان ولسمشر وویل: (د الجزیرې په ادالحدید په میدان کې د خلکو راټولېدل هر خاین او غلام ته ځواب دی.) هغه زیاته کړه: (موږ خاین او استعمارګر ځواک ته غاړه نه اېږدو او هغوی زموږ د غاړه اېښودلو لپاره مبارزه کوي. موږ د خپل دین عزت، افتخاراتو ته ژمن یو او هغه په غنم، ډالر یا یورو نه پلورو.) هغه د سیدي په سیمه کې یوې غونډې ته وویل: (د صحابه وو په وخت کې به خلکو د ونو پاڼې خوړلې.)

موږ د سوډان ولایه حزب التحریر د اسلامي امت د میلیونونو عزتمنو خلکو پر وړاندې د ده خبرو ته حیران یو:

  • ایا د خلکو دا لویه ټولګه چې په پلازمېنه او بېلابېلو ښارونو کې له کورونو راوتلي دي، حکومت غواړي چې دوی په لوږه کې امتحان کړي او په دې توګه دوی د څو ساعته نور هم په خپلو لیکو کې د ډوډۍ، سون موادو او پیسو د لاسته راوړلو لپاره ودروي؟ ایا له دې ټولو سره بیا هم دوی خاینین او غلامان نه دي؟
  • اصلي خاین هغه څوک دی چې له الله سبحانه وتعالی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم او مومنانو سره یې خیانت کړی وي. د دولت خاینین هغه کسان دي چې پر هېواد یې ډېر کاله حکومت کړی او د بماانزل الله خلاف حکم یې کړی دی. هېواد یې د امریکا په امر په دوو برخو سوډان شرقي او شمالي تقسیم کړ او نورې سیمې یې په کوچنیو برخو وویشلې، څو د لوټمارو لپاره د یوې نړوالې ګټې وسیله وګرځي. خاین هغه دی چې د خپل بادار په امر خلک، حیوانات او د دوی حاصلات له منځه یوسي او تر دې لا بده یې دا چې د دوی حکومتي نظام کفري او استعماري دی او پایله یې یوازې د خلکو د ژوند له منځه وړل دي.
  • ·        ﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى﴾

[طه: 124]

ژباړه: او هر څوک چې زما له ذکر څخه مخ واړوي (د اسماني کتابونو له احکامو لرېوالی غوره کړي)، ژوند به یې تنګ، سخت او نیولی وي (نه به پر هغه شي قانع کېږي چې الله سبحانه تعالی یې نصیب ګرځولي او نه به الهي قضا او قدر ته تسلیم شي) او د قیامت په ورځ به یې ړوند را پاڅوو.

  • ·        چېرې دي ستاسو ویاړونه او عزت؟ کله چې تاسو امریکایانو ته سوالګري کوئ، څو ستاسو رول ومني او په دې توګه مو خپل استازي یو پر بل پسې سپینې ماڼۍ ته استوئ. خو له دې ټولو سره بیا هم امریکا له تاسو نه راضي کېږي او تاسو یو ځل بیا د خپل نظام د ساتلو لپاره له روسیې څخه په ډېرې بې عزتۍ د مرستې غوښتنه کوئ! ایا موږ الله سبحانه وتعال له یاده باسو؟ الله سبحانه وتعال به له تاسو څخه تر هغه راضي نشي، ترڅو چې خپل حکومت، سیاست، اقتصاد او د ژوند نظام مو د اسلام پر اساس برابر نه کړئ. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَنِ الْتَمَسَ رِضَا اللَّهِ بِسَخَطِ النَّاسِ كَفَاهُ اللَّهُ مُؤْنَةَ النَّاسِ، وَمَنِ الْتَمَسَ رِضَا النَّاسِ بِسَخَطِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَكَّلَهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ إِلَى النَّاسِ»

ژباړه: څوک چې د الله سبحانه وتعالی رضا د خلکو په غوضه کولو کې لټوي، د هغه لپاره الله سبحانه وتعالی کافي دی او هر هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په پرتله د خلکو د رضایت په لټه کې وي، الله سبحانه وتعالی یې خلکو ته پرېږدي.

سربېره پر دې، چېرې دی هغه دی چې موږ به یې په غنم او ډالر ونه پلورو. دا رژیم یوه ورځ هم په بماانزل الله حکومت نه دی کړی. اسلام یوازې شعار نه دی، څو تاسو عادي مسلمانانو ته فرېب ورکړئ؛ بلکې په اسلام کې د حکومت نظام د نبوت پر منهج خلافت دی. په اسلام کې د حکومت نظام نه جمهوري دی، نه سلطنتي او نه هم کوم بل څه چې خلکو ته ژوند د جنت په څېر جوړ کړي؛ بلکې اسلامي نظام عدالت او الهي رحمت دی. نو، بشر له ځان پرته بل چاته فرېب نشي ورکولی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُون﴾

[بقره: 9]

ژباړه: هغوی فکر کوي چې الله سبحانه وتعالی او مومنان تېرباسي؛ په داسې حال کې چې دوی نه پوهېږي او یوازې ځان غولوي.

حقیقت دا دی چې اصحاب رضی الله تعالی عنهم د ونو پاڼې خوړلې، خو بیا هم له یو بل سره برابر وو. د بېلګې په توګه: د غندق په غزا کې اصحاب رضی الله تعالی عنه په ګېډه پورې یوه ډبره تړلې وه، خو پیغمبر صلی الله علیه وسلم دوې ډبرې په ګېډه تړلې وې. پوښتنه دا ده چې ایا امت په دې بېړني حالت کې چې تاسو د پیسو د وجهي صندوق په اساس جوړ کړی، سره برابر دی؟ دا د سوالګرۍ دوام او دا ستاسو کاږه کېناستل او حکومت کول!!

په پای کې رژیم او د هغه ساتونکو ته وایو: د دغه امت په اړه له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ. هغه وخت چې تاسو دغه هېواد ته بدبختي راوستله او وروسته چې دوی د حقیقت موندلو لپاره له خپلو کورونو څخه را ووتل، ستاسو له اور او مرمیو سره مخ شول او ورپسې مو د غلام لقب هم ورکړ. زر ده چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته به د هغه سبحانه وتعالی بنده ګانو ته یو ځل بیا حقیقت راوګرځي، تر دې چې الهي عدالت پر ځمکه وغوړېږي او د نبوت پر منهج راشده خلافت به تاسیس شي. دا په داسې حال کې ده چې هغه ورځې او وخت را رسېدلی دی. په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې له ظالمو حکومتونو وروسته به د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس شي. راشئ او د خلافت د تاسیس لپاره سره یو ځای شئ.

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)

د حزب التحریر-ولایه سوډان ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې