سه شنبه, ۱۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 شوال 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 13 جون 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۵۳

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
که څه هم د سوډان خلکو انقلاب وکړ، خو اوس هم دغه هېواد د امریکا تر ولکې لاندې!!

(ژباړه)

ډونالډ بوت یو ځل بیا په سوډان کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وګومارل شو. نوموړی پخوا هم په سوډان او سهیلي سوډان کې د امریکا ځانګړی استازی تېر شوی. د ۲۰۱۹م کال د جون په ۱۲مه ډونالډ بوت او د افریقا په چارو کې د امریکا د دولت مرستیال سکرتر تیبارنګي سوډان ته راورسېدل او له پوځي شورا او د ازادۍ او بدلون غوښتونکو پوځیانو سره یې له هغه وروسته وکتل، چې پوځي شورا د عمومي قمندانۍ مخې ته د خونړیو وژنو په پایله کې احتجاج مات کړ. په دغه ناوړه پېښه کې ډېر کسان مړه او په سلګونو نور ټپیان شول. له همدې امله د ازادۍ او بدلون ځواکونو خپل نفوذ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې یوازې د منځګړي په شتون کې به له پوځي شورا سره خبرو ته کېني!! د دې ترڅنګ د اېتوپیا د لومړي وزیر استازی د دواړو لورو تر منځ د منځګړیتوب مشري کوي او تیبارنګي وایي چې له افریقایي اتحادیې او د ایتوپیا له منځګړیتوب څخه ملاتړ کوي.

موږ حزب التحریر-ولایه سوډان په دې اړه وایو:

لومړی: سوډان د پوځي شورا لخوا د تېر نظام په څېر اوس هم د امریکا تر ولکې لاندې ژوند ته دوام ورکوي. امریکا په سیمه کې د خپلو لاسپوڅو په واسطه د سوډان پېښې پر مخ بېولې؛ خو کله چې په ستونزه کې راښکېل شول، نو تیبارنګي او ډونالډبوت یې له همدغه خونړي او ستونزمن حالت څخه د راوتو په موخه راولېږل.

دویم: که څه هم ځوانان د کپیټلېزم بې انصافه نظام له امله د همدغو بې عدالتیو پر وړاندې د سوډان له خلکو سره راپاڅېدل، خو په حقیقت کې عام وګړي او پوځیان (د شخړې دواړې خواوې) د یوې مفکورې پر اساس پر مخ روان دي. د دغه حالت په پایله کې به بېرته همغه پخوانی سېکولر نظام راشي، هغه نظام چې په سر کې یې کافر غرب دی او خلک یې له بې عدالتۍ او سپکاوي سره مخ کړي.

درېیم: پوځ او د ازادۍ او بدلون ځواکونه چې ملکي حکومت غواړي، د دواړو فکري اساس اسلامي عقیده نه ده. همدازار د خبرو اترو بنسټ یې د اسلامي عقیدې پر ځای تر نړیوالې ولکې لاندې د بشر په لاس جوړ شوی بنسټ دی، چې دغه هېواد او خلک یې بدبختۍ ته ورټېل وهلي دي.

د سوډان د خلکو لپاره د دغو ټولو کړکېچونو یوازنۍ حل لاره دا ده، چې د نبوت په تګلاره د خلافت په تاسیس سره اسلام پلی او تر چتر لاندې یې ژوند وکړي. همدا یوازنۍ لاره ده چې امت د استعمار له ځنځیرونو او د امریکا له ولکې څخه خلاص کړي. په همدې توګه به له موږ څخه د ځمکې او آسمانونو څښتن راضي شي او خلک به سوکاله او ارام ژوند وکړي. نو هر هغه څوک چې د دغې موخې لپار کار کوي، خپل کار ته یې پرېږدئ.

ابراهیم عثمان(ابو خلیل)

د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې