شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     30 جمادی الاول 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 18 فبروری 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۰۳

ماليزيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اوبو تعرفه به لوړه شي. د پخواني او اوسني حکومت توپیر په څه کې دی؟

د اوبو، ځمکې او طبيعي سرچينو وزير ډاکتر ای زوير جياکمار منلی(Dr A Xavier Jayakumar )، چې د اوبو تعرفې به په تدريجې توګه د حکومت د هغو هڅو په لړ کې لوړې شي چې په هيواد کې د اوبو رسولو په اداره کې اصلاحات راولي. د تعرفو د لوړوالي دليل د اوبو د کيفيت ښه والی او غوره خدمتونو ته د مشتريانو لاسرسی په ګوته شوی. د پخوانیو وزیرانو په څېر ده هم د خلکو د خوښۍ لپاره دغه کار وکړ‍، زوير څرګنده کړه چې ياد زياتوالی به د خلکو پر اوږو بوج نه شي او وزارت به له ايالتي حکومتونو سره په دې تړاو خبرې اترې وکړي.

پر پخواني ملي اييتلافي (Barisan Nasional) حکومت، د خلک له سختو نيوکو او غندلو سره هم د تل په څېر د توکو او عامه چوپړونو بيې لوړې شوې، آن تر  دې چې پخوانی د ملي اييتلاف حکومت د "بيو د لوړوالي حکومت" په نامه مشهور شو. اوس د نوي حکومت «امید اييتلاف» (Pakatan Harapan) وار دی چې ورته کړنې ترسره کړي. هغه حکومتونه چې پانګوال اقتصادي نظام پلی کوي، د هغوی طبيعت او ځانګړنه همدغه ده. دواړو پخواني او اوسني حکومتونو په حقيقت کې واکمن اقتصادي نظام له لوېديځ ښکېلاکګر کافر څخه په ميراث اخيستی دی، يانې دغه پانګوال نظام د پانګوالو د ګټو لپاره د خلکو د وينو په زبېښونکي مشهور دی.

اسلام اوبه عامه شتمني ګڼلې، نه دولتي شتمنۍ. عامه شتمني هغه شتمني ده چې قانون جوړوونکی يې الله سبحانه وتعالی دی او هغه سبحانه وتعالی ټولو خلکو، مسلمانانو او کافرانو ته ياد ملکيت بښلی دی. هغه سبحانه و تعالی انسانانو ته اجازه ورکړې، چې له همدغې شتمنۍ څخه ګټه واخلي، خو دوی يې د دې شتمنیو له څښتن کېدو منع کړي دي. د يادو شتمنيو څارنه د دولت په غاړه ده، خو دولت هم د يادو شتمنيو په ولکه کې له نیولو څخه منع شوی دی، يوازې حکومت د خلکو د ګټو لپاره کار ترې اخيستی شي او بس. ابن عباس له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي، چې هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«اَلْمُسْلِمُوْنَ شُرَكَاءُ فِي ثَلاَثٍ فِي الْكَلإِ وَالْمَاءِ وَالنَّارِ»

[رواه ابو داود].

ژباړه: مسلمانان په دريو شيانو کې شريکان دي؛ څړځايونو، اوبو او اور کې.

انس رضي الله عنه له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کوي چې دی زياتوي، «وَثَمَنُهُ حَرَامٌ» یانې د هغو بيه حرامه ده. ابن ماجه له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی عليه وسلم وفرمايل:

«ثَلَاثٌ لَا يُمْنَعْنَ: الْمَاءُ وَالْكَلَأُ وَالنَّارُ»

ژباړه: خلک له دریو شيانو څخه نه منع کېږي؛ اوبو، څړځايونو او اور څخه

 

د دغو روایتونو له مخې اوبه له عامه شتمنيو څخه دي. هيڅوک، یو کس، يوه ډله يا يو حکومت حق نه لري چې د عامه شتمنيو څښتنان شي. له بده مرغه پر موږ هغه کسان واکمن دي چې اسلام نه پلی کوي، کافران خو پر خپل ځای پرېږده چې په اسلام لا نه پوهېږي. پرځای د دې چې له هغو وړیا اوبو څخه ګټه واخلو، چې د حکومت له لوري چمتو کېږي پر موږ تعرفې وضع کېږي او وخت په وخت د هغې د جګېدو له امله ظلم او سپک چلند راسره کېږي. موږ له خپلو حقونو څخه بې برخې شوي يو او موږ د هغو چارواکو له لوري چې پانګوال نظام پلی کوي له دوامداره ظلم سره مخ يو، داسې نظام چې د مظلومانو له فکر ها خوا د دوی او پانګوالو په بډایه کولو مشهور دی.

دا د لمر په څېر روښانه ده، چې اوسني او پخواني حکومتونه دواړه يوازې د پانګوال نظام لېږدونکي دي، چې د کافر ښکېلاګر ميراث دی او په دې هيواد کې پاتې دی. که پانګوال نظام په اسلامي نظام بدل نه شي همدغه کړاو به تر هغه دوام کوي، چې ټول هيواد او اسلامي امت ونیسي. اسلامي نظام هيڅکله نه شي پلی کېدای، ترڅو چې موږ د هغه د پلي کولو هڅه ونه کړو. پر همدې بنسټ، حزب التحریر هیڅکله هم خلکو ته د اسلام د حاکم کولو له بلنې څخه نه دی ستړی شوی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طریقه د راشده خلافت د بیاځلې رامنځته کولو لپاره یې هڅې دوام لري. د خلافت تر سیوري لاندې به خلک له خپلو حقونو څخه برخمن شي د وړیا او کيفيت لرونکو اوبو له چوپړونو څخه به ګټه واخلي، ان شاءالله. 

عبدالحکيم عثمان

د حزب التحريرـ  ولايه ماليزيا وياند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې