شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 ذولقعده 1438

میلادی نېټه :     جمعه, 28 جولای 2017 م

شمېره:      ۱۴۳۸هـ/ ۰۵۳

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په نوي ډېزاین د (Khilafah.net) وېبپاڼې د جوړېدو اعلان

(ژباړه)

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر، په ډېرې خوښۍ سره اعلان کوي چې د ۱۴۳۸هـ.ق، کال د ذولقعدې پر ۵ مه چې د ۲۰۰۱۷م کال د جولای له ۲۸ مې، د جمعې ورځې سره سمون لري، د راشده خلافت (Khilafah.net)  وېبپانې په نوي ډېزاین په کار پیل وکړ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د دغې وېبپاڼې په اعلانولو سره له مهربانه الله سبحانه وتعالی څخه غوښتنه کوي چې له موږ سره د راشده خلافت په تاسیس کې مرسته وکړي، تر څو د اسلامي امت شان وشوکت او خوښي د ژوند د یوازینۍ طریقې په احیا کولو، چې د کایناتو خالق ورته غوره کړې او د عادل او صادق حاکم (چې له امت څخه وي) په رهبرۍ وساتل شي.  هغه حاکم چې حوادث یې نهیلی نه کړی، له هېڅ دښمن سره معامله ونه کړي او له الله سبحانه و تعالی پرته له بل چا څخه د بري غوښتنه ونه کړي. په دې ډول، د الله سبحانه وتعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری، چې نښې نښانې یې راښکاره او وړانګې يې رانږدې شوی دي؛ د نبوت پر منهج د دویم ځل خلافت په تاسیس حقیقت پيدا کړي. دا کار د الله سبحانه وتعالی ته ستونزمن نه دی.

حزب التحریر چې له ۶۰ څخه د زیاتو کلونو راهیسې فعالیت کوي، د ټولو خنډونو، موانعو، د دښمن دسیسو او د خاینوو حکامو بې عدالتیو او ظلمونو نهیلی کړی نه دی. له خلکو غواړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره لکه څنګه چې ده (صلی الله علیه وسلم) په مدینه منوره کې دولت تاسیس کړ، د دولت د بیا تاسیس لپاره مټې را ونغاړي. دغه حزب د شرعي منابعو پر اساس یو بې جوړې او د باور وړ اساسي قانون چمتو کړی او امت ته یې د یوې روښانه طرحې په توګه وړاندې کوي. که پلی شي، نو امت به د بشر په لاس د جوړ شویو قوانینو له تیارو څخه د اسلام او عدالت روښناییو ته را ستون کړي، هغه مهال به د دنیا او اخرت خوښي ورپه برخه شي.

حزب التحریر د الله سبحانه وتعالی په فضل او اراده او د جلیل القدر عالم عطا بن خلیل ابو رشته حفظه الله تعالی په لېوالتیا او غوښتنه له ټولو قانوني لارو چارو او شته وسایلو څخه ګټه اخلي او د یوې نوې پاڼې د ایجاد او خپرولو تقدیر کوي. په دې توګه په نوي ډيزاین د راشده خلافت وېبپاڼه اعلانوي، چې امت ته د خپلې خوښې مطالب ورسوي او سیاسي، فکري او فقهي بیانونه وړاندې کړي، تر څو د امت د حیاتي موضوع (د نبوت پر منهج راشده خلافت) په اړه پوهاوي را منځ ته کړي او امت د ګوډاګیو حکامو تر ولګې لاندې د جهل او سپکاوي له حالت څخه د رښتیني اسلام تر سیوري لاندې د پرمختګ او سر لوړۍ حالت ته را وباسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته لاندې غوره وینا پرېښې ده، چې فرمایي:

«تَركتُكُم على بَيضاءَ نقية لَيلُها كنهارِها لا يَزِيغُ عنها إلاَّ هالِكٌ»

تاسې مې پر داسې روښانه لار پرېښودئ، چې شپه يې د ورځې په څېر ده. تر ما وروسته به له تاسو څخه له هغه چا پرته چې هلاک شوی، بل هېڅوک له دې لارې کوږ نه شي.

دا نوې جوړه شوې د خلافت (Khilafah.net) وېبپاڼه مسلمانانو ته د اسلامي دولت د تاسیس او سقوط څرنګوالی په ډاګه کوي او د هغه د بیا تاسیس د فرضیت او د تاسیس شرعي لارې په اړه معلومات وړاندې کوي. همدارنګه دا وېبپاڼه امت ته د خلافت دولت بڼه، نظام، بنسټ او تشکیل چې د حزب التحریر له لوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تګلارې سره سم، د دویم ځل (راشده خلافت) لپاره چمتو شوی، وړاندې کوي؛ چې د الله سبحانه وتعالی په اراده به ډیر ژر تاسیس کړل شي. دا وېبپاڼه خپلو لیدونکو ته د اسلام د حکمرانۍ نظام (خلافت) په اړه هر راز فکري کتابونه، سیاسي او فقهي لیکنې خپروي. پر دې سربېره دا وېبپاڼه د پرمختللې تکنالوژۍ په کارولو د حزب نشراتي خبرپاڼې، مجلې، د خپلو مهمو کړنو او فعالیتونو ارزونې، د خبرونو ټولګې او سیاسي شننې وړاندې کوي.

له مهربان الله سبحانه وتعالی څخه غوښتنه کوو، تر څو موږ ته لار ښوونه وکړي او دغه وېبپاڼه د نېکمرغۍ او د نور څراغ وګرځوي، څو خلکو ته د نېکۍ په لور لارښوونه وکړي. الله سبحانه وتعالی دې د دې وېبپانې مخلصو چلوونکو ته د خیر بدله ورکړي. هغه د بریا څښتن دی.

ډاکټر عثمان بخاش

د حزب التحریر، د مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې