پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 ربیع الاول 1439

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 20 ډسمبر 2017 م

شمېره:      ۰۰۶

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
«هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ»

هغوی واقعي دښمنان دي، ترې لرې شئ، الله سبحانه وتعالی یې دې ووژني! څرنګه له حق څخه لرې کېږي

(ژباړه)

د ۲۰۱۷م د دسمبر په ۱۳مه د چهار شنبې په ورځ  د ټرمپ د هوډ په غبرګون کې، چې قدس یې د یهودو د دولت پلازمېنه اعلان کړه، د ۵۵ اسلامي خاورو  مشران په استانبول کې سره راټول شول. د مسلمانانو هغه ګومان چې حاکمان یې هېڅ نه شي کولی او مزدوران یې بلل، رښتیا شو؛ ځکه په هغه ناسته کې ټول ویناوال له خپل عادت سره سم، غمجمن شول، نیوکې او غندل یې کول. دا ځګه چې د مسلمانانو اوسني حکام د ښکېلاګر کافر غرب کوډاګیان، غرب ته د اسلام پر وړاندې مهرې او ابزار دي، د مسلمانانو د اسلامي ژوند د بیا راتګ خنډ او د غرب د ګټو تامینولو ته تږي دي. داسې کسان دي، چې غرب ته اجازه ورکوي، چې د مسلمانانو شتمنۍ او سرچينې لوټ او خاورې یې اشغال کړي.

د هغوی د وینا په څېړلو سره دې پایلې ته رسېږو، چې دوی ټولو غوښتل ترڅو د «نړیوال مشروعیت» له هوډ سره سم، ختیځ قدس د فلسطین پلازمېنه وپېژندل شي. دغو حکامو ته یوازینۍ معتبره سرچینه نړیوال هوډونه دي او دغه هوډونه ښکېلاکګرو کافرو هېوادونو د خپلو ګټو د تامینولو او د اسلامي امت د وېشلو لپاره له هغه وروسته را منځته کړل، چې خلافت یې له منځه یووړ او د مسلمانانو خاورې یې په ۵۵ کوچنیو هېوادونو ووېشلې. دغه کوچیني هېوادونه کفري قوانین او کفري هوډونه سپېڅلي ګڼي او د الله سبحانه و تعالی  او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له قوانینو او شریعت سره جګړه کوي.

چارواکي په خپلو دغو څرګندونو خپلو بادارانو ته خپله وفاداري او په استعمارګرو هېوادنو کې خپل ملکیت ثابتوي. که هغوی د خپل سازمان (د اسلامي مرستو سازمان) شعار ته ژمن وی، خامخا پوهېدل چې اسلام د یو واحد دولت، یو امام او خلیفه تر رهبرۍ لاندې د مسلمانانو وحدت واجب کړی، نه د څو حکامو تر رهبرۍ لاندې، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ، فَاقْتُلُوا الْآخَرَ مِنْهُمَا.»

ژباړه: هر کله چې له دوو خلیفه‌ګانو سره بیعت وشو، نو دویم یې ووژنئ.

په بل حدیث کې یې داسې ویلي:

«سَتَكُونُ هَنَاتٌ، وَهَنَاتٌ، فَمَنْ أَرَادَ أَنْ يُفَرِّقَ بَيْنَ أَمْرِ الْمُسْلِمِينَ وَهُم جَمِيعٌ فَاضْرِبُوهُ بِالسَّيْف كَائِنًا مَنْ كَانَ»

ژباړه: زما په امت کې به شر او فساد، سختي او کړاوونه زیات شي، په هغه حالت کې چې مسلمانان متحد وي او هر چا چې وغوښتل په مسلمانانو کې تفرقه واچوي، غاړه یې په توره ووهئ که هر څو ک و.

همدا راز فرمایي:

«مَنْ أَتَاكُمْ وَأَمْرُكُمْ جَمِيعٌ عَلَى رَجُلٍ وَاحِدٍ يُرِيدُ أَنْ يَشُقَّ عَصَاكُمْ أَوْ يُفَرِّقَ جَمَاعَتَكُمْ فَاقْتُلُوهُ»

ژباړه: کله مو چې چارې د یو شخص په لاس کې وې اوکوم  کس ستاسو تر منځ د تفرقې اچولو قصد وکړ او ستاسو د یووالی د ړنګولو کوښښ یې وکړ، هغه ووژنئ.

امام نووي رحمه الله په شرح مسلم کې داسې فرمایي: «دغه روایتونه، له هغه چا سره د جګړې او قتال امر کوي، چې د امام او خلیفه پر وړاندې راپورته کېږي او غواړي په مسلمانانو کې تفرقه واچوي او یا د همداسې کسانو د مخنیوي په اړه دي؛ خو که غلي نه شول، جګړه دې ورسره وشي، او که د هغو شر له قتل پرته له منځه نه تله، باید ووژل شي او دغه حدیث د دوو  امامانو او خلفاوو د ټاکلو په منع دلالت کوي، ځکه دغه کار په تاسې کې د اختلاف، فتنې او د نعمت د زوال لامل کېږي. پر دغې چاره یې د اجماع امر هم را نقل کړی: ټول علما په دې امر د نظر اتفاق لري، چې جایزه نه ده په یو وخت کې له دوو خلفاوو سره بیعت وشي.»

اې رهبرانو او مشرانو! موږ ته ووایئ: کوم شریعت او قانون پلی کوئ، د الله سبحانه وتعالی شریعت او که د الله د دښمنانو!؟ ایا د الله سبحانه وتعالی شریعت یهودو ته د فلسطین د یوې لویې برخې د بښلو جواز ورکوي!؟ ایا د الله سبحانه و تعالی شریعت په لسګونو کوچنیو هېوادونو د اسلامي خاورو وېشلو ته جواز ورکوي!؟ او یا دا چې د خاورو وحدت واجب دی؟ تاسو پوهېږئ که  امت د یو واحد دولت تر سیوري لاندې متحد شي، په هغه وخت کې به د مسلمانانو دولت له هر اړخه په نړۍ کې اول او زبرځواک شي او ټول هېوادونه به د دغه دولت د رضایت لاسته راوړلو لپاره هڅې کوي. امریکا او نور ټول دولتونه جرات نه شي کولی چې د دغه دولت پر وړاندې څه وکړي او د یهودیت دولت بهیر به په نړۍ کې قطع شي. 

اې مسلمانانو!

د ټرامپ له لوري د یهودانو د پلازمېنې په توګه د قدس د پېژندلو  قضیه په استانبول کې د مسلمانانو له راټولو شوو چارواکو او اوسني عصر سره تړاو نه لري؛ ځکه ان د عثمانیانو د خلافت په وخت کې یهودانو ختيځ قدس د غزې، کرانې او فلسطین دولت د پلازمېنې په توګه غوښته او لوېدیځ قدس او ان د فلسطین ټوله خاوره یې د خپل دولت ملکیت ګڼله! اصلي قضیه دا ده، چې فلسطین له قدس او ټولو کلیو او ښارونو سره د اسلام خراجي خاوره ده، چې تر قیامته د ټول اسلامي امت ملکیت دی، ازادول یې او د یهودانو د دولت له منځه وړل یوازې او یوازې د مسلمانانو پر پوځونو واجب دي، نه پر سیاسي مذاکرو او یا اوږد مهاله یا لنډ مهاله اوربندونو. ان د فلسطیني خلکو خوځښتونه او پاڅونونه هم فلسطین نه شي ازادولی، که هر څومره دغه خوځښتونه ډېر یا کم وي. له شک پرته فلسطین یوازې د الهی نظام ځواک ازادولی شي، چې پوره شمېر ولري او هم پر پوره تجهیزاتو لکه: ایمان، پلان، تمریناتو، درنو وسلو، ټانګونو، راکټونو، توغنديو او توپونو سمبال وي.

اې مسلمانانو! دغه حکام امت ته د قناعت له لارې د یهودانو د منلو او د دوی له لوري د یوه هېواد په توګه ګواکې فلسطینیانو ته د بې ارزښته ځایونو غربي تړانګې، غزې تړانګې او ختیځ قدس د منلو پر وړاندې په سوله‌ییزه توګه د غبرګون ښوولو له لارې د امت د دښمنانو امرونه پر ځای کوي. او له هېچا پټه نه ده چې ځینې حاکمان د یهودو حاکمیت په رسمیت پېژنې او له دې سره سره د یهودو بیرغ په څرګند ډول په قاهره، انقره او عمان کې رپېږي او په ځينې نورو اسلامي خاورو کې په پټه ځوړند دی او رپېږي.

اې مسلمانانو!

دغه حکام په شام، یمن، لیبیا، مصر، تونس او نورو... ځایونو کې ستاسو په حق کې بې شمېره جنایتونو کوي. دوی تاسې په دنیا کې په سختۍ او په اخرت کې په اور محکوموي، ځکه هغوی مو پر شریعت د منګلو لګولو خنډ ګرځېدلي دي؛ نو د هغوی کذب او دروغ مه تصدیقوئ او په ظلم کې یې مرسته مه کوئ، خبرو ته یې غوږ مه نیسئ او پیروي یې مه کوئ.

اې مسلمانانو!

له دغو حکامو هېڅ تمه نه کېږي، ځکه هر چا چې له یهودي دولت سره جوړجاړی وکړ، منافق دی او همدا راز هر چا چې ګومان وکړ، چې له یهودو سره اړیکه نه درلودل ناشونې ده؛ هغه هم منافق دی. دغو ټولو حکامو د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو په حق کې خیانت کړی دی؛ ځکه د دې پر ځای چې ستاسې پوځونه د الله په لاره کې د جهاد او د ښکېلاک شوو اسلامي خاورو د ازادۍ او د اسلام  دین د خپرولو لپاره وخوځوي، هغه یې د خپلو ماڼیو ساتلو، د استعمارګرو هېوادونو د ګټو د تامین او ستاسو مسلمانانو وژلو ته ګومارلي دي. نو له هغوی څخه هېڅ تمه نه کېږي او له الله سبحانه و تعالی وروسته له تاسو تمه کېږي، چې دغه سرکښ حاکمان لرې او ستاسو په مرسته یې د واک ټينګښت پای ته ورسوئ او له تاسو (مسلمانانو) تمه کېږي، چې د خپل وحدت لپاره د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره هڅې وکړئ.

او تاسو اې د مسلمانانو د پوځونو مشرانو! ایا تاسو هغې لحظې ته چې د اسمانونو او ځمکې پرودګار مو د جاهلو او کم عقلو حکامو د خیانت  پر وړاندې له چوپتیا څخه وپوښتي، چې په ښکاره یې وینئ او همدا راز ستاسو او د الله له دښمنانو څخه چې په ښکاره او پوره يې پیروي کوئ، ځواب لرئ؟

خو؛ مشایخ او علمای کرام! موږ هغوی ته تل یادونه کوو، چې ستاسو اصل د انبیاوو وراثت دی. همدا راز ورته یادوو چې د امت د رهبرۍ مسولیت د جاهلو او کم عقلو حکامو په مخنیوي او په پوره، نه په نیمایي د الله سبحانه وتعالی د شریعت د تطبیق او دعوت، په ځانګړې ډول د جهاد د فریضې د ژوندي کولو نه یوازې د اشغال شوو خاورو د ازادۍ لپاره، بلکې په نړۍ کې د اسلام د دین د خپرولو  لپاره په ښکاره د حق خبرو کولو مسولیت د دوی پر غاړه دی.

اې پروردګاره! د خلافت، قدرت او امنیت پر راوستلو دې موږ سره ژمنه پوره کړه او زموږ لپاره واکمن چمتو کړه، چې نصرت راکړي  او موږ ته قدرت راکړي، تر څو بیت المقدس ازاد او د یهودانو له نجاست او چټلۍ څخه یې پاک کړو.

د. عثمان بخاش

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې