چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 رجب 1439

میلادی نېټه :     جمعه, 13 اپریل 2018 م

شمېره:      1439 AH /021

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اسلامي خلافت د ړنګېدو ۹۷مه کلیزه: (ثم تكون خلافة على منهاج النبوة) (وروسته به د نبوت پر منهج خلافت وي)

(ژباړه)

له شكه پرته، چې د خلافت اړوند حکمونه د فقهې، عملي برخه جوړوي او دا په عقیدې پورې اړونده موضوع نه شي کېدای. همداراز له دې څخه انکار نه شي کېدای چې اسلام د په عملي ډګر کې نه وي! د اسلامي شریعت د حکمونو پلي کول پر امت فرض کفایي دي، چې د امت په استازیتوب به خلیفه د اسلام له حکمونو سره سم د دوی د چارو مشري کوي، د اسلام د بهرنۍ تګلارې په رڼا کې به نړۍ ته د اسلام پیغام رسوي او د هغو کسانو تګلارې به برنډه وي، چې د امت او د دوی د دین پر وړاندې دسیسې جوړوي.

اوسمهال د اسلام او مسلمانانو دښمنان د دې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي، چې اسلامي ژوند بیا را ژوندی نه شي. دوی د هجري قمري نېټې له مخې ۹۷کاله وړاندې نه یوازې دا، چې د مجرم مصطفی کمال په لاسونو یې د خلافت دولت ړنګ کړ، بلکې د اسلامي عقیدې له منځه وړلو او یا لږ تر لږه یې د مسلمانانو له زړونو او فکرونو څخه د دې مفکورې د ایستلو لپاره دسیسې جوړي کړې. دوی نه یوازې د اسلام حاکمیت له منځه یووړ، بلکې د بشر په لاس جوړکړی قانون یې د لوېدیځ له تمدن څخه موږ ته دپلې کېدو په موخه راوړ او اوس هڅې کوي،چې له یوې خوا د اسلام احکام تحریف کړي او له بل لوري د لوېدیځ تمدن، زیانمنو افکارو ته حقوقي رنګ ورکوي.

امام ابو حامد الغزالي رحمه الله وایي: « حاکم او دین دواړه یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي، دین اصل دی او سلطان یا حاکم یې ساتونکی دی. هغه څه چې اصل نه لري له منځه ځي او هغه څه چې ساتونکی نلري ضایع کېږي». نو ځکه لوېدیځ د ساتونکي (حاکم) له ګوښه کولو وروسته د اسلامي عقیدې د منځه وړلو لپاره لستوڼي بډ وهل او د مسلمانانو له زړونو څخه یې د عقیدې د اېستلو هڅې پیل کړې. کله چې د فکري جګړې، فاسد لوېدیځ پلوه تمدن او د نظامونو او قوانینو په تپلو سره سره بریالي نه شول، نو تر بېلابېلو سرلیکونو لاندې یې خپلو لاسپوڅو مسلمانو حکامو ته د جګړو د را منځته کولو دندې ورکړې، لکه څرنګه چې یې موږ په یمن، عراق، سوریه او لیبیا کې بېلګې وینو او ښه بېلګه یې د افغان هوایي ځواک له لورې د هیواد په شمالي ولایت کندز کې د مدرسې د فراغت پر مراسمو ورورستۍ بمباري وه، چې په زیاته کچه د قرآن حافظان یې پکې شهیدان کړل، چې شمېر یې ۱۰۰ شهیدانو او ۵۰ ټپیانو ته ورسېد. دغه راز یې پوځونو زموږ په خاورو کې د نظامي اډو تر جوړولو وروسته خپلې بېلابېلې وژونکې وسلې د امت پر بچیانو وازمایلې.

خو باید ووایو چې نه امت مړ شوی او نه به هم ومري، ځکه الله سبحانه تعالی د دې دین د ساتلو ژمنه کړې او ان  د ژوند ټولو برخو ته به یې بېرته راګرځوي:

﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِـُٔوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوٰهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّآ أَن يُتِمَّ نُورَهُۥ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُونَۡ هُوَ الَّذِىٓ أَرْسَلَ رَسُولَهُۥ بِالْهُدٰى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُۥ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُون﴾

[التوبة:۳۲-۳۳]

ژباړه: دوی غواړي چې د خولې په پوکیو سره د الله سبحانه تعالی نور مړ کړي، خو الله سبحانه تعالی به خپل نور په هر حالت کې پوره کړي، که څه هم کافران  نه وي خوښ! هماغه الله دى چې خپل پېغمبر یې له هدايت او حق دين سره رالېږلی دى، تر څو چې هغه پر ټولو دينونو باندې برلاسى کړي، كه مشركانو ته هر څومره ناكاره  و برېښي.

نن ورځ اسلامي امت وحدت له لاسه ورکړی او په ډېرو وړو ټوټو وېشل شوی، چې د مېلادې نېټې له مخې یې له ۹۴ کلونو راهیسې خلافت له لاسه ورکړی دی. نور نو بس ده، اوس دا یو ښه فرصت دی، چې امت په ځیرکتیا او هوښيارۍ سره د یوې مخلصې سیاسي رهبرۍ تر شا یو موټی شي، ترڅو د امت پخوانی برم بیا راولي او د امت له شتمنیو څخه د خپلو بچیانو په ګټه کار واخلي. پر مسلمانانو باندې د دوی د دښمنانو له لورې نفوذ ته د پای ټکی کېږدي او د خپل رب شرعي حکمونه پلي کړي. له همدې امله روان کال حزب التحریر د خلافت د ړنګېدو په کلیزه کې مسلمانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ختیځه تر لوېدیځه سره را ټول کړل، چې په ګډه بیا اسلام را ژوندی کړي او د ریښتنې تګلارې پر مټ پر نبوي طریقه بېرته اسلامي ژوند راولي. د ترکیې په ښارونو، د عثماني خلافت په مرکز، د دغه هیواد په پلازمېنه، ختیځ او لوېدیځ کې، د فلسطین له زړه (القدس) څخه نیولې تر غزې، لبنان، سوډان او تونس پورې، له کایروان  څخه بیا تر مالیزیا او اندونیزیا پورې یې په دې اړه سمینارونه، کنفرانسونه او بېلابېل لاریونونه تنظیم کړل او د رسنیو له لارې یې د اعلامیو په خپرولو سره خپل پیغامونه خپاره کړل.

موږ امت ته ډاډ ورکوو، چې د دغه ستر دین لپاره د خپل ځان په بیه قربانۍ ته تیار یو او هر هغه مسلمان ته چې له الله او د هغه له شریعت سره مینه لري د یوځای کار کولو بلنه ورکو، ترڅو د رسول الله صل الله و علیه وسلم دغه زېري ته عملي جامه ورواغوندو، چې وایې: « ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» بیا به د نبوت پر منهج خلافت راځي. همدا راز الله سبحانه و تعالی په دې اړه ژمنه کړې او فرمایي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ

[النور:۵۵]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی له هغو كسانو سره چې ايمان یې راوړی او ښه عملونه کوي، وعده کړې چې هغوى په ځمکه کې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه: له هغوی څخه چې  مخکې تېر شوي خلك یې ګرځولې و.  د هغوی لپاره به هغه دين پر محكمو بنسټونو ودروي چې الله تعالٰى ورته خوښ کړی دى او د هغوی د وېرې (اوسنى) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوى د زما بندګي كوي او له ما سره د كوم شی نه شريكوي او څوك چې له دې وروسته كفر غوره کړي، نو همداسې كسان فاسقان دي.

 یا الله سبحانه و تعالی! ستا ژمنه را نصیب کړې او موږ ته په هغه خلیفه سره عزت راکړې، چې ستا په کتاب او د رسول صلی الله علیه وسلم په سنتو امر کوي. ته د دغې ژمنې ساتونکی او پوره کوونکی یې. پاکوالی او ستاینه ده هغه چا لره چې هم په پیل او هم په پای کې د دواړو جهانونو پالونکی دی.

 

د حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر ریس ډاکټر عثمان بخاش

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې