شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     19 ربیع الثانی 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 26 ډسمبر 2018 م

شمېره:      ۰۰۹۱۴۴۰/AH

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د مصر د دارالافتا افسانو ته په ځواب کې:

﴿أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾

ژباړه: ایا هغوی له تا څخه د جاهلیت حکم غواړي؟! او د یقین څښتن قوم لپاره له الله سبحانه وتعالی څخه پرته څوک غوره دی چې حکم کوي؟!

(ژباړه)

اسلام د اجتهاد پدیده په رسمیت پېژني، چې په هغه کې مجتهد هڅه کوي څو د فقې د عملي استنباط په شرعي سرچینو کې له مشرحو دلیلونو څحه ګټه اخیستل شوې وي او د موضوع پر واقعیت (مناط) تر سره کېږي. له شک پرته چې اجتهاد پر قطعي موضوعاتو نه، بلکې په ظني موضوعاتو تر سره کېږي او مجتهد په هغه صورت کې دوه ثوابونه تر لاسه کوي چې اجتهاد یې سم وي او د اجتهاد د تېروتنې په صورت کې یو ثواب تر لاسه کوي. اجتهاد په یو کس او یو حزب پورې محدود نه دی او د هغو ټولو کسانو لپاره شونی دی چې وړ یې وي. له همدې امله په د ۲۰۱۸ میلادي کال د ډیسمبر پر ۱۲مه د «نړیوالې فتوا» په لېست کې، چې د مصر د دارلافتا ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز په واسطه «په تروریستي سازمانونو کې د اقتصادي معاملو په اړه فتوا» په دغه راپور کې حیرانوونکي څیزونه خپاره شوي او په دارلافتاء ویبپاڼه کې خپاره شوي دي؛ (http://dar-alifta.org.eg/AR/Viewstatement.aspx?sec=media&ID=6205)

که دارالافتا‌ء یو مهم اجتهاد نقضوي او له مناط الحکم څخه د یو سم فهم پر بنسټ متفاوت قانون جوړوي، یا د فقهي دلیلونو له امله مهم نه وي، پر دې مسله بحث د منلو وړ و؛ په داسې  حال کې چې د مصر دارالافتاء د بیت کوین (انټرنېټي پیسو) له کارپوهانو او متخصیصنو سره یو ځای له ۹۰ ساعته پلټنې وروسته د حزب التحریر د امیر شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته فتوا ته ورته فتوا ورکړه چې نوموړي له لوري دغه پیسې حرامې اعلان شوې وې؛ بیانو ولې پر حزب له دې امله نیوکه کوي چې د بیت کوین پیسې یې حرامې بللې دي: «هغه څیزونه چې حزب التحریر حرام کړي دي، بیت کوین یا انټرنېټي پیسې دي او د امیر د فتوا اړوند چې ویلي یې دي: «بیت کوین پیسې نه دي، په اسلامي شریعت کې دغه پیسې نه دي رواج او په څرګنده توګه مجهول معاملات دي، نو پېر او پلور ته یې اجازه نشته.» نو موږ نه پوهېږو چې دلته څه خبره ده او د مصر د دارالافتا موخه څه ده؟

 د «نړیوالې فتوا لېست» واقعیت ته په کتو او دا چې د دغې قضیې تر شاه څه دي، پلټنه کوو. دغه بنسټ د مصر د دارالافتا له ابزارو پرته بل څه نه دي، چې د الله سبحانه وتعالی له لارې څخه د ذهنونو په منحرفولو او د مصر له جنایت کار رژیم څخه د دفاع لپاره کارول کېږي. دا هغه ځای دی چې پر خلکو حکومت کوي او د ډیموکراسۍ کندې ته یې غورځوي، چې له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د انسانانو لپاره د الله سبحانه وتعالی له قانون سره په ټکر ده. امریکا دغه لوبه پیل کړې او د دغې پروسې تر چتر لاندې ټاکنو هرکلی کوي. دا په داسې حال کې ده کله چې د مصر خلکو د همدغو ټاکنو په واسطه ډاکتر مرسي د خپل حاکم په توکه وټاکه، امریکا د نوموړي واکمني ونه منله او هوډ یې ونیو چې خپل مزدور سیسي پر هغوی وروتپي، چې پر هغوی له ظلم ډک او بې عدالتۍ حکومت کوي.

د «نړیوالې فتوا لېست» له هغه نقاب پرته بل څه نه دی چې امریکا یې د خپل هېواد د موخې کنټرول لپاره تر شاه پټه ده.  

هو، سیسي پخپله په ځلونه ویلي چې د «الازهر» علما باید دیني انقلاب مخته بوځي، داسې انقلاب نه چې د امریکا له لاسوهنونو او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې (الاقصي) د ازادۍ په موخه وي، بلکې د «افراطي اسلام» پر وړاندې څرنګه چې دوی یې ادعا کوي.

﴿وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقاً يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُم بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ﴾

 [آل‌عمران: 78]

ژباړه: ځینې داسې ډلې دي چې د الله سبحانه وتعالی د کتاب په څېر یو څه وایي، تر څو تاسو پوه شئ چې څه وایي د الله سبحانه وتعالی له کتاب څخه دي، په داسې حال کې چې دا هر څه د الله سبحانه وتعالی له کتاب څخه نه دي او د الله سبحانه وتعالی له لوري نه دي راغلي. همدارنګه دوی پوهېږي چې پر الله سبحانه وتعالی پسې دروغ وایي.

د فتواء د لېست راپور په اړه: په همدغه ډول چې د نړیوالې فتوا په لېست کې ویل شوي، حزب د اوسنیو حکومتونو او د دغو حکومتونو اقتصادونو محکومیت په هغه تحلیل کې چې د حزب د امیر له لوري صادر شوی، ۱۰۰ سلنه تصویب کړی دی.

په دغه تحلیل کې په سوډان کې د پانګونې شرطونو په اړه د نوموړي نظر د پام وړ دی. په دغه تحلیل کې ویل شوي: «د ښکېلاګرو پانګوالي کمپینو موخه د بېکارۍ ستونزو حلول او کارکوونکو ته کار پیدا کول نه ده. د اقتصادي ستونزو حلول د اسلامي دولت تاسیس دی.» له همدې امله د امریکايي نوي فرعون په دین کې په اوسني فرعوني وخت کې پر لاسپوڅو دولتونو نیوکه او د اسلام پر بنسټ د دولت تاسیس یو شرم دی، په د اسې حال کې چې الهي بنسټ ته سپکاوی او ‎د قران په پلي کېدو کې د لاسوهنې لپاره هڅه د هغوی د عقیدې هغه ازادي ده چې د دین په واسطه یې واک ورکړل شوی دی. الله سبحانه وتعالی دې دوی له منځه یو سي، چې څرنګه لارورکي شوي دي! دغه امر له شک پرته په افغانستان او سوریه کې د تروریستي بریدونو په اړه جوړو شوو شمېرو هغه دروغ ښيي چې د امریکا د استخباراتو په واسطه چمتو شوې دي. په داسې حال کې چې د امریکایي جنایتونو په پایله کې په افغانستان، سوریه، عراق او د مصر په کنانه کې په سلګونه او زرګونه کسان وژل شوي دي. د دغو ټولو په اړه د «نړیوالې فتوا لېست» یا د هغوی په اړه څه نه دي اورېدلي، یا یې هر څه اورېدلي، خو د مبارکۍ ویلو په اړه یې شرمېدلي دي!

دا حیرانوونکې نه ده چې د فرعون کوډګرو (جادوګرانو) د امریکا د ګټو لپاره د الله سبحانه وتعالي د قانون پلي کېدو په موخه د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت د تاسیس لپاره د حزب التحریر غږ نه دی پېژندلی. حیرانوونکې نه ده چې هغوی دغه غږ د امریکا د دین او هغې غلامۍ چې دوی پر خلکو او اسلام تپلې پر یېلوالي پوه شوي. دغه امت ته چې الله سبحانه وتعالی عزت ورکړی، غوره امت بلل شوی دی. ځکه په معرف باندې امر او له منکر څخه منع کوي. لومړی معروف د الله سبحانه وتعالی عبادت ته د خلکو رابلل او د الله سبحانه وتعالی اوامر او نواهي پر ځای کول دي او لومړی منکر د کفر (طاغوت) واکمنۍ ته تسلیمېدل دي، هغه که په هره بڼه وي.

﴿أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعاً وَكَرْهاً وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ﴾

[آل‌عمران: 83]

ژباړه: ایا د الله سبحانه وتعالی له دین پرته بل څه لټوئ؟ په داسې حال کې هر څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، د الله سبحانه وتعالی فرمان بردار دي او هغه ته بیرته ورګرځي.

په وروستیو کې د امریکا کوډګرو ته وایم چې الله سبحانه وتعالی ضرور خپله ژمنه رښتیا کوي:

﴿يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ﴾

                                                                                                  [صف: 8]                                     

ژباړه: هغوی غواړي چې پخپلو خولو سره د الله سبحانه وتعالی دین چوپ کړي، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی دین ساتونکی دی، که هر څومره د کافرانو نه خوښېږي!

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾

[نور: 33]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې پیغمبر یې په لارښوونه او حق دین راولېږه تر څو یې پر ټولو دینونو بریالی کړي، که څه هم د مشرکانو نه خوښېده.

ډاکتر عثمان بخاش

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې