چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 جمادی الاول 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 09 جنوری 2021 م

شمېره:      ۰۲/ ۱۴۴۲

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د امریکا ډیموکراسي خپل ځان خوري

امریکايي لاریون کوونکو د امریکا د تلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پلوۍ د امریکا د کانګرس پر دفتر بريد وکړ، څو د نوي ولسمشر جو بایډن د ولسمشرۍ د پیل مراسمو مخنیوی وکړي. دوی ټاکنې له درغلیو ډکې بولي او ځانونه د ډیموکراسۍ او د امریکا د اساسي قانون مدافعین ګڼي. ټرمپ په یوه وینا کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې لاریون وکړي او د کانګرس د ناستې پر وړاندې خنډ جوړ کړي، ځکه چې خپل ځان د ټاکنو ګټونکی بولي.

د دواړو کاندیدانو پلویان وایي، دوی ډیموکراسۍ پلوي دي او ټینګار کوي چې له راپرځېدو څخه به یې وساتي. په دې توګه ډیموکراسي دواړو خواوو ته د خرما هغه بت ګرځېدلې چې دوی ورته سجده کوي او کله چې بیا وږي شي، خوري یې.

دا څرګنده شوه چې امریکا له داسې یو کړکېچ سره لاس او ګرېوان ده چې له مادي ارزښت پرته په نورو ارزښتونو پسې نه ګرځي، غربي ډیموکراسۍ ډېر وغولول او په هغه ځای کې خوسا شول چې غوښتل یې هلته ډیموکراسي پیاوړې کړي. هر کله چې د دوی ستونزې هوارې نه کړي او د شخړو او کړکېچونو لامل یې شي، بیا یې په لغته وهي.

موږ  نه هېر وو چې غرب بیاځلي په هغو هېوادونو کې د ډیموکراسۍ په بریالي کولو کې څنګه پاتې راغلی، چې په زور یې نیولي او په ظلم یې اداره کوي. د دې مفهوم پر ځای چې دوی یې «ډموکراټیک لېږد» بولي، دغه هېوادونه یې د فساد، ظلم او بې عدالتۍ جنون ته رسولي او په ډېری مواردو کې یې کورنۍ جګړې رامنځ ته کړې دي. نن د ډیموکراسۍ ناکرارۍ او کړکېچونه دي چې امریکا پکې ډوبېږي.

دلته موږ اسلامي امت ته یادونه کوو چې دا د انساني تمدن امت دی او نن ورځ یې نه یوازې په اسلامي هېوادونو کې د خلافت د بیا تاسیس لپاره دروازې پرانیستې دي، بلکې غربیان هم اسلام د یو متمدن بدیل په توګه وړاندې کوي، دا هغه خلک دي چې د خپلو واکمنانو له مادیت مفکورې تر پوزې راغلي او نن دوی د ډیموکراسۍ پر مندر برید کوي، چې دا څه په ښکاره پر ډیموکراسۍ د دوی بې باوري ښيي.

په اسلام کې د حکومت نظام د هېوادونو او خلکو د چارو په اداره کولو کې ځانګړې بڼه لري، ځکه چې حاکمیت او واک سره بېلوي، ځکه امت منتخب خلیفه ته واک ورکوي، چې پر هغوی شریعت پلی کړي. په اسلام کې له امت پرته هېڅ ژمنتوب نشته، خو یو امت تر هغه وخت د خلیفه پیروي کوي چې د الله سبحانه و تعالی قانون پلی کوي او په دې توګه اسلامي نظام یوازینی نظام دی چې د تل پاتې ثبات ضمانت کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ]

ژباړه: «نو ستاسو څه ګومان دی، غوره انسان هغه دی چې د خپلې ودانۍ بنسټ یې له الله سبحانه و تعالی څخه په وېره او د هغه سبحانه و تعالی د رضا لپاره اېښی وي، یا هغه چې د خپلې ودانۍ بنسټ یې پر نرمې او سستې څنډې یې اېښي وي؛ چې ناڅاپه د دوزخ په اور کې وغورځېږي؟ ـ الله سبحانه و تعالی داسې ظالمانو ته هېڅکله سمه لاره نه ښيي.» [توبة: ۱۰۹]

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې