جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     13 ذولقعده 1438

میلادی نېټه :     شنبه, 05 آګست 2017 م

شمیره:      ۰۵۴ / ۱۴۳۸هـ

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د صلیبي ایتلاف ځواکونو په چوپتیا سره ټولوژنه وکړه، په الرقه او دیر الزور ښارونو کې يې د کورنیو ټول غړي ووژل

په دې ورستیو کې د دیر الزور په سهیل ختیځ کې د صلیبي تړون الوتکو پر زیربیناوو او استوګنځیو هوايي بریدونه ترسره کړل، چې د پنځو ماشومانو په ګډون يې پکې اوه تنه ووژل. دا پېښه داسې مهال ترسره شوه چې تر دې دوې ورځې وړاندې د الطیبه ښارګوټی په نښه شو، چې(۱۸) تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول، تر (۲۰) زیات ټپیان شول او ډېر مادي زیان يې واړوه.

پر یادو پېښو سربېره د (۲۰۱۷) کال د جولای پر (۲۸مه) د دیرالزور په ختیځ کې د دیبلن پر کلي د هوايي بریدونو له کبله په رامنځته شوې ټولوژنه کې تر (۵۰) زیات ولسي وګړي ووژل شول. د جمعې ورځي پر ماښام د رقې ښار په یوه نوې ټولوژنه کې د یوې کورنۍ ټولټال (۱۵) کسان د اوو ماشومانو او درې ښځو په ګډون ووژل شول چې په دې سره په تېرو (۷۲) ساعتونوکې د وژل شوو کسانو شمېر کابو (۱۲۰) تنو ته ورسېد.

د دغو هوايي بریدونو سره هم مهاله، د اسد د ظالم رژیم جنګي الوتکو د دیرالزور پر ګاونډيو سیمو بمبار وکړ، چې په پایله کې یې درنه مرګژوبله رامنځته کړه او ډېرې ودانۍ او استوګنځي يې له منځه یووړل. د ملکي وګړو پر وړاندې د داعش سرغړونې او بې توپیره اعدامونه چې پرته له کومې مشروع توجیه تر سره کیږي، د پورته تر سره شوو جنایاتونو تر څنګ نور ډولونه دي.

دغه خپل سرې او جنايي کړنې موږ ته هغه څه را یادوي چې په دې ورستیو کې په موصل کې د همدغو رسنیو او نړیوالو تر څارنې لاندې پېښ شول او دوی ادعا کوله چې نوموړی صلیبي تړون په سیمه کې د دوی په وینا  د ''ترهګرۍ'' پر وړاندې جګړه کوي، تر څو سيمه د داعش له شتون څخه پاکه کړي. خو حقیقت دا دی چې د ایتلاف الوتکې په سیمه کې یوازې زیربیناوې، د عامه ګټې اخیستنې ودانۍ، پلونه او د تېلو او ګازو زېرمې په نښه او ویجاړوي يې. د همدې دلیل له مخې د موصل جګړې دوام وکړ، خو د سوريې په بېلابېلو سیمو کې ګڼې ټولوژنې ترسره شوې او زیات شمېر ملکي وګړو پکې خپل ژوند له لاسه ور کړ. 

ایا موږ به د ټولوژنې د هغې بېلګې شاهدان شو چې د (۲۰۱۷م) کال د مارچ په میاشت کې په موصل کې پېښه شوه او په پایله کې يې د (۲۰۰) ماشومانو په ګډون تر (۵۳۱) زیات ملکیان ووژل شول؟ ایا موږ به بیا د رسنیو هغو راپورونو ته په تمه اوسو، چې د پوځي عملیاتو له امله د مړو وېروونکی شمېر په ډاګه شو، لکه د موصل د جګړې په پای کې خپور شوی راپور چې د نظامي ځواکونو له امله د (۴۰) زرو څخه د زیاتو ملکي وګړو، چې تر نیمايي زیات يې ښځې او ماشومان وو، ووژل شول او لسګونه زره وګړي د ړنګو ودانیو د خاورو او خښتو لاندې ښخ کړل شول.

هر څه شونې دي او هیڅ ناشونې نه دي، څرنګه چې مجرم یو دی، موخه يې هم یوه ده. دلیل یې تل ''تروریزم'' وي، چې له دې لارې غواړي هیوادونه اشغال کړي او خپل جګړه یيز ماشین  په یو ډول د ونو، کاڼو او انسانانو پر ضد چلوي. د وګړو پر مرۍ پښه ږدي، هره هغه اسلامي بیداري او ویښتیا له منځه وړي، چې په مټ يې اسلامي شعارونه پورته کيږي او د خپلسرۍ مخه نیول کيږي.

نوموړي جنایتکار ايتلافي ځواکونه چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یو موټی شوي دي، که مسلمانانو دوی ته په خپله خاوره کې د پښو اېښودو ځای او پوځي اډې ورکړې نه وای، عالمانو مو د امت د باور او ژوند په راستنېدو کې خپل نقش له لاسه ورکړی نه وای او خپلو جرمونو ته یې ړندې سترګې اړولې نه وای او د اسلامي نړۍ پوځونه په خپلو پارکونو کې پرته له کوم خوځښت څخه ساتل شوي نه وای؛ نو نن به مو د امت حیثیت او پت بیا راستون کړی وای.

موږ معامله ګرو ته وایو چې تاسې سوریه  د مذاکراتو او سیاسي اوربند له لارې ووېشله، د هرې هغې هڅې مخه مو ونیوله چې د رژیم بدلون او له منځه وړل پرې شونی وو او د مجرم رژیم سره مو خبرې اترې پیل کړې، په دې موخه چې د مخلصو پاڅونوالو دفاعي کرښې ماتې کړئ او د وېښو او بیدارو مسلمانانو  ټولو هڅو ته زیان واړوئ.

نو اې مسلمانانو! کرغېړن او شوم دښمانان ستاسې پر وړاندې سره یو ځای شوي دي. سره له دې چې پولو او هیوادپالنې تاسې یو له بله سره بېل کړي یاست، خو دوی تاسې ته د یوه واحد امت په سترګه ګوري، د محمد صلی الله عليه وسلم د امت د هرې هیلې، واقعي پاڅون او د دغه شریف ولس د سالمې بیدارۍ پر وړاندې خپل له کرکې ډک چلند او ګواښ څخه کار اخلي.

پوه شئ چې د الله سبحانه و تعالی له ارادې سره سم، تر یو څه ځنډ وروسته بریا راتلونکې ده. نو د قدير او متين ذات د رضا ترلاسه کولو او د دین د پیاوړي کولو لپاره په کلکه سره لاس په کار شئ. په دې هڅه کې اوسئ چې هغه څه لاس ته راوړئ چې د کایناتو څښتن او د ده پیغمبر صلی الله عليه وسلم يې ژمنه کړې ده.

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

وروسته به د نبوت پر تګلاره خلافت راشي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د ښځو څانګه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې