پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 جمادی الاول 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 04 فبروری 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۰۲

ولایه مصر
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
دار الاسلام او دار الکفر مشروع قاعده ده، ثابتې فقهي او سیاسي مفکورې دي او د دارالافتا له افسانو خورا توپیر لري.

(ژباړه)

له هغې وروسته چې غرب پوه شو، مسلمانان د خپل ژوندانه د چارو د سمبالولو لپاره پر یو ځانګړي سیاسي اسلام پوهیږي او پرې باور لري، نو پر مسلمانانو او اسلام یې د بریدونو نوی پړاو پیل کړ، چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر پومپیو یې په اړه داسې وویل: «امریکا ته ستر ګواښ هغه مسلمانان دي، چې باوري دي اسلام یې د ژوندانه حلاره ده». بیا نو دار الافتا پر خپله ویبپاڼه  وویل، چې دار الاسلام(د اسلام خاوره) او دار الکفر(د کفر خاوره) چې ثابت شریعي احکام دي، یو خیال دی او موږ نه پوهیږو له څه شي څخه یې را اېستلي، دا یوه نوې مفکوره ده چې په فقه او سیاست کې نشته او زیاته یې کړه د دار(ځمکې) زغم، مینه او ورورولي، مفکوره ده(!) موږ نه پوهیږو چې دوی د کوم زغم، مینې په اړه خبرې کوي، د نړیوالو عصري اړیکو او تړونو تر نامه لاندې خلک په ځانګړې توګه مسلمانان په ارامۍ سره وژل کیږي د دوی پانګې او زېرمې لوټیږي او د خپل دین پرېښودلو ته اړ اېستل کیږي. له شام، یمن او لېبیا څخه یې ګڼ شمېر بېلګې لرو، چې نړیواله شخړه پکې روانه ده. د برما د مسلمانان عام وژنه، په چین کې د ختیځ ترکستان د میلیونونو ایغور مسلمانانو نیونه یوازې له دې امله دي، چې دوی مسلمانان دي...

دا شریعي مفکورې  شریعي احکام دي. د دې تفسیر له نړیوالو تړونونو او اړیکو څخه نه دی شوی، بلکې له الهي مدارکو څخه تفسیر او استنباط شوي. شریعت ځمکه په دوه ډوله وېشلې؛ دارالاسلام او دار الکفر. دار الاسلام یې هغې ځمکې ته ویلی، چې د حکومتولۍ چارې یې د اسلامي نظام پر مټ تر سره کیږي او امنیت  یې د مسلمانانو په ولکه کې وي، که څه هم چې ډېرۍ اوسېدوونکي یې غیرمسلمانان (کافران) وي. دار الکفر هغې ځمکې ته ویل کیږي، چې حکمراني یې په کفري نظام سره پر مخ بېول کیږي او امنیت یې د مسلمانانو په واک کې نه وي، که څه ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان هم وي. نو له دې معلومیږي چې دار الاسلام او دار الکفر یوازې له دې معلومیږي چې کوم ډول نظام پرې مسلط دی. د امت هیڅ یو عالم، نه پخوا او نه هم اوس له دغه نظر سره مخالفت لري. دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري په ښکاره بیان شوي، کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو کس د یو نظامي رهبر یا د یوې ډلې مشر ټاکلو، هغه ته به یې داسې لارښونه کوله:

«ثُمَّ ادْعُهُمْ إِلَى التَّحَوُّلِ مِنْ دَارِهِمْ إِلَى دَارِ الْمُهَاجِرِينَ وَأَخْبِرْهُمْ أَنَّهُمْ إِنْ فَعَلُوا ذَلِكَ فَلَهُمْ مَا لِلْمُهَاجِرِينَ وَعَلَيْهِمْ مَا عَلَى الْمُهَاجِرِينَ فَإِنْ أَبَوْا أَنْ يَتَحَوَّلُوا مِنْهَا فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّهُمْ يَكُونُونَ كَأَعْرَابِ الْمُسْلِمِينَ يَجْرِي عَلَيْهِمْ حُكْمُ اللَّهِ الَّذِي يَجْرِي عَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَلَا يَكُونُ لَهُمْ فِي الْغَنِيمَةِ وَالْفَيْءِ شَيْءٌ إِلَّا أَنْ يُجَاهِدُوا مَعَ الْمُسْلِمِينَ»

وروسته دوی له خپلو ځمکو څخه د مهاجرینو ځمکو ته په هجرت کولو سره دعوت کړئ او دوی ته خبر ورکړئ، چې که دوی هجرت وکړ، دوی به د مهاجرینو په شان، له هر ډول امتیازونو او حقوقو څخه برخمن شي. که یې ستاسې دعوت رد کړ، دوی ته ووایه، چې دوی به د سحرایي مسلمانانو حکم ولري او دوی به د نورو عادي مسلمانانو په څېر د الله سبحانه وتعالی په حکم کې داخل وي، مګر دوی د جګړې په غنیمتونو کې کومه برخه نه لري، تر هغه چې په رښتېنې توګه له مسلمانانو سره څنګ په څنګ د کافرانو پر وړاندې وجنګیږي.

نو تاسې د زغم، مینې د دار تعریف له څه اخیستئ، د ملګرو ملتونو له خیالاتو څخه، له نړیوالو کونوانسیونونو (تړونو) څخه یا له هغو چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جنګیږي او هڅه کوي مسلمانان پرې نږدي چې خپل ویاړلي دولت ته ورسیږي!؟

د دار الاسلام او دار الکفر مفکورو پر سر جګړه، د هغه اسلام، اسلامي نظام، او اسلامي دولت پر ضد جګړه ده، چې را منځته کېدل یې نېږدې شوي. دا جګړه د امریکا له لوري رهبري کیږي او وسیلې یې د مونږ د هېواد مزدور حاکمان دي.

او په دار الافتا کې تاسو غوره کړې چې یوه برخه یې وګرځئ، تاسې د امت او د هغوی د دین پر وړاندې د سختو بریدونو یوه برخه یاست، تاسې د امت ګمراه کوونکی یاست، بلکې تاسې د اسلام په نامه د امت د ګمراه کولو لپاره یوه ډله یاست، چې دوی له خپل دین څخه لېرې کوی، ایا تاسې د دوی له مفاهیمو څخه نص راخلی او د خپلې غلطې رهبرۍ لپاره خپلې بې ارزښته خبرې او خیالونو  مو پرې تاییدوئ!؟ که له دې هم تېر شو، تاسې له اسلام څخه په ګټې اخیستنې سره په خپل دولت کې د تجاوزګرو او خوارجو صفتونه لری. که فکر کوئ ستاسو هغه رهبران چې خپل ولس او هېواد یې وپلوره، له الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې جګړه وکړه، ستاسې ساتونکي دي او پر اسلام حکم کوي!؟ نو په ښکاره درغلي کوی. تاسې به فکر کوئ، چې خلک ستاسې دا ادعاوې چې اسلام پلی کوئ، نه ویني!؟ کوم دی شریعت، په هغه هېواد کې چې د سایکیس پېکوټ (Sykes-Picot) پولې مني او له دې پولو بهر یو مسلمان ته، د یو بهرني په سترګه ګوري. کوم دی شریعت په هغه هېواد کې چې د انسان په لاس جوړ شوی غربی قانون پکې پلی کېږي!؟

اې د کنانې خلکو!

شریعي مفاهیم ثابت او شریعي احکام دي، چې له الهي مدارکو څخه را اېستل شوي، هغه کسان چې غواړي دا رد کړي، باید الهي مدارک وړاندې کړي، موږ ته د د وخت او ځای استدلال نه کوي. وخت او ځای نه شي کولی شریعي قانون کې بدلون راوړي، هر واقعیت خپل شریعي حکم لري، هر واقعیت خپله د فکر کولو او قضاوت کولو سرچینه نه شي ګرځېدلی، بلکې دا د بدلون لپاره د فکر موضوع او کار دی. د اسلام پر ثابتو مفاهیمو باندې د دوی د جګړې موخه دا ده، چې تاسې له هغه حقیقت څخه لېرې کړي، چې د ژوندانه لپاره اسلام یوازځنۍ لاره ده، هغه ژوند چې د عقیدې پر بنا پر مخ بېول کیږي. دا هغه حقیقت دی چې غرب پرې پوه شوی، چې د امت په منځ کې د حزب التحریر د شبابو په شان کسان شته، چې د امت په منځ کې کار کوي، چې اسلام د ژوند لپاره واقیعي لاره ګرځوي، دا ځوانان هڅه کوي چې ستاسې پر مټ یې تاسیس کړي، دوی یوازې ستاسې له ډلې څخه مخلصو او ځواکمنو کسانو ته اړتیا لري، چې دوی ته په نصرت ورکولو سره د امت ویاړ، راشده خلافت، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلارې سره تاسیس کړي، هغه دولت، چې له رامنځته کېدو څخه مخکې، کافران او د دوی ملاتړي په وېره او غضب کې اچوي. یا الله سبحانه وتعالی! دا لوی نعمت ژر را په برخه کړې او مونږ د هغه عسکر او لیدوونکي وګرځوې.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾

[الانفال:۲۴]

اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د پیغمبر بلنې ته لبیک ووایاست، چې کله پیغمبر تاسې ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسې ته ژوند بښونکی دی. او وپوهیږئ، چې الله د انسان او هغه د زړه تر منځ حایل دی. او د هماغه لوري ته به تاسې ورغونډ کړی شئ.

حزب التحریر-ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې