شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 محرم 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 13 سپټمبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۱

ولایه مصر
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د فتوا لړۍ سلاکارانو ته یو پرانیستی لیک، وړاندې له دې چې د قیامت په ورځ الله سبحانه و تعالی ترې پوښتنه وکړي موږ ترې پوښتنه کوو

د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۱۱مه د اهالي ورځپاڼې له طارق ابو هاشیما سره، چې د نړۍ د فتوا لړۍ مشر دی، یوه مرکه خپره کړه، دې ورځپاڼې له لړۍ یوه برخه را اخیستې: «... حزب التحریر فلسطین په دې لړۍ پورې د کفر تور پورې کړی او ترې غواړي چې پر سازماني رول تر رڼا اچولو وروسته  پوخوالي ته راوګرځي، چې اهالي یې اړ کړې وه د سټراټیژیکو څېړنو د برخې له مشر او په دارالافتا کې د نړیوالې فتوا لړۍ له عمومي مشر طارق ابو هاشیما سره مرکه وکړي». د پوښتنو په منځ کې یوه پوښتنه شوې وه: «موږ تل وینو چې افتا ډلو ته ځواب وايي: ایا د ټروریسټي سازمانونو سره د دوی هڅې اغیزمنې دي؟» هغه ځواب ورکړ: «هو، یوه ښه انګازه لري، فلسطیني حزب التحریر تر څلورو ډېرې پاڼې د دغه لړۍ پر وړاندې وليکلې، په ځانګړي ډول کله چې دې لړۍ د لومړي ځل لپاره د روښنفکره افراطیت پام ځان ته راواړولو، د لومړي ځل لپاره یې افراطیت په دوو برخو روښنفکره افراطیت او ښکاره افراطیت وویشلو، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې یې په اړه راپورونه خپاره شول، د ټروریزم د جبهې او د نړیوال ټروریزم لړۍ تر منځ یې توپیر رامنځ ته کړ.»

لومړی، د حزب التحریر له خوا د فتوا لړۍ د تکفیر موضوع دروغ ده، حتی که موږ له دوی څخه وغواړو چې له هغه څه لاس واخلي او توبه وکاږي چې دوی یې ترسره کوي او د اسلام له دښمنانو سره په یوه صف کې درېږي، د دوی نظر چې وايي اسلام ټروریزم دی، هغه مني او داسې انګېري چې ګواکي هر مسلمان ټروریسټ دی. تکفیر زموږ کار نه دی. موږ یوازې باالمثل ځواب ورکوو او دا هغه څه دي چې هر وخت تر سره کېږي.

دویم: حزب التحریر فلسطیني ګوند نه دی؛ دا د ټول امت ګوند دی. نه یوازې د پولو په اړه فکر نه کوي، بلکې د سکایسپيکو په ویش هېڅ باور نه لري، د دوی ټینګار چې ګوند ته د فلسطیني کلمه کاروي د هېواد پالنې او خوسا خرافاتو له حس پرته بل څه نه دي، د استعماري کفر پر بنسټ د امت وېش دی، په داسې حال کې چې اسلامي امت او دولت یو دی؛ دا هغه څه دي چې الله سبحانه و تعالی یې غواړي او باید همداسې وي. داسې باید ونه بلل شي ـ فلسطیني، مصري یا شامي بلکې یو مسلمان باید وبلل شي، حزب التحریر خپل ځان د یو داسې سیاسي ګوند په توګه معرفي کوي چې ايډيالوژي یې اسلام ده، د امت منځ کې له امت سره کار کوي چې بېرته خپل د ژوند چارې د نبوت پر اساس د خلافت په رامنځ ته کولو سره د اسلام پر بنسټ سمبال کړي. د خپل ځان لپاره یې په مکي دور کې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم لاره غوره کړې، چې الله سبحانه و تعالی هغه ته د انصارو له خوا اسانتیاوې رامنځ ته کړې، چې له ده سره یې بیعت وکړ، دوی ورسره تر هغه وخت پورې چې د مديني مشري یې تر لاسه کړه مرسته وکړه، د لومړي ځل لپاره یې اسلامي دولت رامنځ ته کړ، دې طريقې کوم مادي کار یا هم وسلوالو هڅو ته اړتیا پیدا نه کړه. ښايي د فتوا لړۍ مشر ښه خبر وي چې الفاظ او مفکوره له مرمۍ او تورې څخه ډېر پیاوړي دي، دی ښايي په دې هم ښه پوه وي چې حزب التحریر او مفکوره یې کوم کار تر سره کوي، چې دی یې روښنفکره افراطیت بولي، یوه بیانیه چې د امريکایي رنډ شرکت څخه د باندې راوزي، چې حزب التحریر د مفکورو په جګړه کې اصلي جنګیالی بولي. له شک پرته، حزب التحریر یوه سوچه، پاکه او بلوري ايډیالوژي له ځان سره لري، چې له تاسو او ټولې نړۍ سره پرې مبارزه کوي، لکه څنګه چې کوم شی موږ وایو او منو هغه تر لمر روښانه دي. موږ هېڅ وخت چاته دروغ نه وایو، نه جعل کوو او نه هم څوک تکفیروو، خو موږ له تاسو او هغه چا سره چې تاسو هوښیارۍ ته راګرځوي خپلې هڅې کوو. ایا په دې کې تاسو کوم سپکاوی وینئ؟! تاسو اوس هم ټینګار کړئ چې د لويدیځ ليد او ستاسو دین په هغه چا په زور ومنئ چې غواړي عملي واقعیت له سره پیل کړي، د لويدیځ د راپورونو سرلیکونه دوی ته ورکوئ چې له ټروریزم سره څنګه معامله وکړو، د بېلګې په توګه اسلام، دا حقیقت مني چې تاسو د هغه دین پر وړاندې چې الله سبحانه و تعالی یې ژمنه کړې او  پيغمبر صلی الله علیه وسلم زیری ورکړی دی د جګړې یوه برخه یئ:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: د نبوت پر تګلاره به بېرته خلافت راګرځي.

هغو کسانو ته چې د فتوا لړۍ مسولین دي! موږ تاسو ته مشوره درکړه او خپلو مشورو ته دوام ورکوو، تاسو باید په دې پوه شئ چې ستاسو د دین له دښمنانو سره په یوه صف کې درېدل نه په دې دنیا کې تاسو ساتي، نه هم وروسته له دې، له څرنګه چې الله سبحانه و تعالی با ایمانه کارکوونکو ته د بریا ژمنه ورکړي. د نبوت پر اساس د دویم راشده خلافت رامنځ ته کول چې موږ تاسو ته په دې اړه په مخکينۍ اعلامیه کې ویلي وو، ډېر ژر راتلونکی دی. ټول امت له کپيټلیزم له ظلم او بې عدالتۍ څخه تنګ راغلی او د خلافت هیله لري، چې  ټوله پروژه یې د حزب التحریر له لوري پر مخ بېول کېږي، اوس یوازې د امت مومنو ځواکونو ته اړتیا ده چې د پروژې تر څنګ ودرېږي، راسره ویې لېږدوي، مرسته وکړي او له لېږدوونکو سره یې اوږه په اوږه لاړشي تر څو پلي شي. هغه امت چې پرون یې انصار رامنځ ته کړل با ایمانه وو؛ غواړي یو ځل بیا انصار او د امت ځواکونه رامنځ ته کړي چې له ډېر ایمان څخه برخمن دي، ډېر ژر به لکه څنګه چې انصارو بریا راکړه دوی موږ ته بریا راکړي. په هغه ورځ به موږ د سرټمبه جنګیالیو پر مخونو د پښېمانۍ او ځور نښې نښانې ووینو او په هغه ورځ به مومنان د الله سبحانه و تعالی په بریا خوښ او خوشاله وي. موږ پر تاسو غږ کوو او تر هغې مو نه پرېږدو تر څو چې ستاسو له منځ څخه څوک ځواب ونه وايي.

د کوم خلافت لپاره چې موږ پر تاسو غږ کوو د اسلام هغه مفکوره ده، چې له شک پرته د الله سبحانه و تعالی په مرسته به تاسیس شي، فرق نه کوي چې تاسو د دغه غږ پر وړاندې څومره مبارزه کوئ او د کارکوونکو غږ یې ګډوډوئ؛ دا یوازې د وخت خبره ده، موږ په کار لګیا یو او د الله سبحانه و تعالی د بري  لپاره انتظار کاږو، د الله سبحانه و تعالی بری نږدې دی! زموږ لپاره هغه وخت کافي دی چې تاسیس شي، هغوی چې مخکې له تاسیس څخه یې د دې لپاره کار کړی او هغه څوک چې وروسته له تاسیس څخه د ننه کېږي مساوي نه دي، په داسې حال کې چې دواړه ښه دي، پرته له هغو کسانو چې مبارزه کوي او د خلافت د تاسیس مخ کې خنډ ګرځي له هغو کسانو سره چې په خپلو خبرو سره غواړي د الله سبحانه و تعالی څراغونه مړه کړي مساوي دي، که بې ايمانه کسان هر څومره هم د دې په مخ کې خنډ شي، الله سبحانه و تعالي خپل څراغونه بلوي! موږ یو ځل بیا پر تاسو غږ کوو او تکراروو، له هغو کسانو سره مه یو ځای کېږئ چې غواړي د الله سبحانه و تعالي څراغونه مړه کړي، الله سبحانه و تعالي خپله روښنايي خپروي، دا به یوازې د ظالمو کسانو په زړونو کې پښېماني واچوي، الله سبحانه و تعالی ته توبه وکاږئ ځکه الله سبحانه و تعالی ستاسو توبه قبلوي او ستاسو تېر کړه وړه بښي.

اې د مصر خلکو ــ کنانه: دوی هغه کسان دي چې د فتوا لړۍ مسولیت یې پر غاړه اخیستی  او ستاسو د دین پر وړاندې د دوی دريځ دی، چې په کافر لويديځ کې ستاسو دښمن تعریفوي، تر دې ډېر؛ دوی خپل ځانونه او پوهه د لويدیځ په چوپړ کې ورکړې ده، له دوی سره د اسلام او د اسلامي مفکورو پر وړاندې جګړه کې ولاړ دي، دې ته یې پام نه دی او غواړي په زور او جبر سره د لويديځ او د دوی د اجیرانو د نظام په پلي کولو سره تاسو تر خپل سیوري لاندې راولي، په داسې حال چې دوی پوهېږي ستاسو د ستونزو حل د نبوت پر اساس د راشده خلافت په منځ ته راتګ کې دی، موږ د دوی په دغه حقیقت پوهېدلو کې شک نه لرو، که دوی په دې نه پوهېدای، دوی بیا هېڅکله له پوهې ګټه نه اخیسته.

اې د مصر شریفو خلکو: ستاسو د ټولو ستونزو درمل په هغه څه کې دی چې حزب التحریر یې درته وايي؛ یوازينۍ د خلاصون لاره ده چې تاسو یې په لټه کې یئ. په پوځ کې خپلو مخلصو زامنو ته ووایئ چې له امت سره څنګ په څنګ ودرېږي او له لويديځ او د هغوی له اجیرانو سره د اخلاص رسۍ وشلوي، له مومنو کارکوونکو سره یې اړيکه ټينګه کړئ چې ستاسو او خپل ځان لپاره د خلاصون لار ومومي، الله سبحانه و تعالی به ستاسو په وسیله خپله ژمنه پوره کوي، هغه دولت چې محمد صلی الله علیه وسلم یې زیری ورکړی پلي شي، مصر به له تاسو سره مصر المنوره شي.

الله سبحانه و تعالی دې د دې بېرته راتګ زر تر زره زموږ په برخه کړي چې موږ یې عسکر شو.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ]

[انفال:۲۴]

ژباړه: اې ایمان راوړونکو! د الله سبحانه و تعالی او د هغه د پيغبر صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست چې کله پیغبر صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند دربښي

د حزب التحریر ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې