شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     3 رمضان 1438

میلادی نېټه :     دوشنبه, 29 می 2017 م

شمېره:      17042

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اشغال شوي کشمیر ازادول فرض دي روژه د بریا میاشت ده؛ نو پر ظالمو هندوانو يې د اسلام د ولکې د راګرځېدو میاشت وګرځوئ

(ژباړه)

د هند دولت چارواکو، د ۲۰۱۷م د مې پر ۲۸ مه د اشغال شوي کشمیر په ډېرو برخو کې د مجاهد قومندان، سبزار احمد بټ او یو بل شپاړس کلن مجاهد د شهادت پر وړاندې د اعتراض کوونکو د مخنیوي لپاره  د روژې په مبارکه میاشت کې د شپې په ګرځېدو بندیز ولګاوه. الله سبحانه و تعالی دې دواړو ته فردوس جنت په نصیب کړي. خو بیا هم زرګونه زړور مسلمانان د خپلو اتلانو په جنازه کې د ګډون لپاره د اسلامي احساساتو  څخه ډکو نارو په ویلو سره د امنیتي ځواکونو پر وړاندې ودرېدل. پر دې سربېره  د اشغال شوي کشمیر مسلمانان له هغې ورځې ناارامه دي چې د ۲۰۱۶ کال د جولای پر ۸ مه یو ۲۲ کلن مجاهد «برهان واني» په شهادت ورسېد. ظالمو او اشغالګرو هندي پوځیانو دوی ډېر شمېر له ټپي کولو، وهلو ډبولو او  ړندولو وروسته په شهادت رسولي.

اې د پاکستان مسلمانانو! اووه لسيزې کېږي چې په کشمیر کې زموږ مسلمانان وروڼه او خویندې د هندي اشغالګرو پوځیانو تر سخت ظلم لاندې دي. اویا زره مسلمانان شهیدان شوي او په څرګنده توګه ګڼ شمېر نور شهادت ته تیار دي. مګر بیا هم د باجوه نواز رژیم هندي هېواد، خبرو اترو او د اړیکو عادي کولو ته رابولي، ته وا دوی سوله او عدالت را وستلی شي. پوه شئ چې هندوان، مسلمانانو ته سوله نشي را وستلی، ځکه چې دوی مشرکین دي، د دوی په اړه الله سبحانه و تعالی په خپل کتاب کې، چې په همدې مبارکه میاشت کې نازل شوی، فرمایي:

﴿لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا...﴾ 

(المائده:۸۲)

ته به د مومنانو په دښمنۍ کې تر ټولو زیات سخت یهودیان او مشرکان ومومې.

پوه شئ چې دوی حتی د خپلو مختلفو ډلو لپاره عدالت نشي راوستی، د نورو دینونو هغه پیراون خو پر ځای پرېږده چې د هند په نیمه وچه کې میشت دي. پوه شئ چې یوازینی وخت چې مسلمانان د هندوانو څخه په امن کې وو، هغه پر هند نیمه وچه، د مسلمانانو د واکمنۍ وخت و. هغه وخت به په هند نیمه وچه کې د نورو دینونو او مذاهبونو له پیروانو سره عدالت کېده، پرته له دې چې د دوی دین، حالت او اخلاقي سلوک په پام کې ونیول شي.

اې د پاکستان د پوځ افسرانو! موږ چې کله د اشغال شوي کشمیر پر مسلمانانو باندې د ظلم په اړه اوروو! سترګې مو له اوښکو او زړونه مو له غوسې ډک شي.

 موږ تاسې د ۱۰۹۹م کال د اګېسټ د میاشتې چې ۴۹۲هـ ق کال د رمضان له میاشتې سره سمون خوري، هغه تاریخي وینا دریادوو، کله چې د دمشق د قاضي ابو سعد الهروي، د صلیبي لښکرو له لوري د زرګونو مسلمانانو د ټولوژنې او د هغوی د سپېڅلو ځایونو ړنګولو په اړه کړې وه. په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې مسلمانان یې داسې ملامتول؛ تر ټولو ناوړه دا ده چې سړی له وسلې څخه دې پنا یوسي چې اوښکې د جګړې په هغه اور تويې کړي چې تورې پرې تېرېږي.

موږ تاسې ته دریادوو چې تاسو د پاکستان د وسله وال پوځ مشري کوئ، هغه سپیڅلی او نیک پوځ چې د اسلام په نوم د ۱۳۶۶ د رمضان په ۲۷ مه چې د ۱۹۴۷ کال د اګېسټ له ۱۴ مې سره سمون لري، د ټولومسلمانو لپاره د یوې تګلارې په توګه یې بنسټ کېښودل شو. موږ دریادوو چې تاسو هغه ځواک یاست چې د پاکستان، بنګله دېش، اشغال شوي کشمیر، افغانستان او په خپله د هند مسلمانان چې شمېر یې تر نیم بېلیون اوړي، سره یو موټی کولی شئ، څو د هندوانو ظلم ختم کړي. موږ دا هر څه د روژې په مبارکه میاشت کې دریادوو، د اسلام د بریا، د بدر غزا، د مکې فتحې او پر هندو مشرکینو باندې ستاسو د سلف محمد بن قاسم د بریا میاشت چې په سیمه کې یې د پېړیو لپاره د اسلامي شریعت بنسټ کېښود.

حزب التحریر ولایه پاکستان پر تاسو غږ کوي، چې د اشغال شوي کشمیر د مسلمانانو د اوښکو د بدل اخیستلو لپاره چې د خپلو شهیدانو جسدونه یې د پاکستان په بیرغ کې تاو کړي دي، خپل مسولیت ادا کړئ! پر تاسو لازمه ده چې دوی ته د خپل ایمان، وینې، جګړې او وسلې پر مټ ځواب ورکړئ، تاسې پوهېږئ چې دوه د خوښۍ خبرونه؛ بریا یا شهادت تاسې ته په تمه دي.

د دغه کار لپاره لومړی ګام دا دی چې د باجوه نواز رژیم د ځنځیر کړۍ چې تاسو یې مهار کړي یاست، ماتې کړئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره د خلافت د تاسیس لپاره، حزب التحریر ته د جلیل القدر عالم سیاستوال او قانون پوه امیر «شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته» تر مشرۍ لاندې،  نصرت ورکړئ.

موږ تاسې رابولو او غږ درباندې کوو او له دغه کاره به هېڅ وخت ستړي هم نشوو، څو چې الله سبحانه و تعالی نصرت راکړي او  موږ پر تاسو شاهدان کړي، ایا تاسو مثبت ځواب ورکوئ؟ راشئ په دې مبارکه میاشت کې د مومنانو پر زخمي زړونو ملهم ولګوئ او د روژې له مبارکې میاشتې څخه د کفر او کفارو پر وړاندې د بریا میاشت جوړه کړئ.

﴿إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِى يَنصُرُكُم منْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

(ال عمران:۱۶۰)

که مو الله مرستندوی وي، هېڅ قوت نشي درباندې برلاسی کېدی او که مو هغه پرېږدي، نو بیا له الله وروسته څوک ستاسو مرسته کولی شي؟ نو څوک چې ریښتیني مومنان دي، هغوی دې پر الله توکل وکړي.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې