سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 رجب 1439

میلادی نېټه :     جمعه, 13 اپریل 2018 م

شمېره:      ۱۸۰۲۷PR

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
یوازې خلافت د مسلمانو پښتنو حقونه خوندي کولی شي

هغه حکام چې د امریکا د ګټو لپاره یې د اسلام او مسلمانانو په منځ کې فتنه رامنځته کړې، له منځه یوسئ!

(ژباړه)

له هغه وروسته چې نقیب الله مسعود د پولیسو د فاسد عسکر «راوانور» له لوري ووژل شو، پښتانه قبایل په غوسه شول او د پښتون ژغورنې د خوځښت(PTM) په ملاتړ سره راغونډ شول. د ۲۰۰۱م د سپټمبر له یوولسمې وروسته، چې نږدې دوه لسېزې یې تېرېږي، له غوسې ډک داسې لاریونونه بې ساري وو  او دا ځکه، چې عام وګړي په پاکستان کې د امریکا د جاسوسانو سیاستونه ردوي، چې د «ټرورېزم ضد مبارزې» تر سرلیک لاندې  په دغه هېواد کې ویجاړونکې جګړه تعقیبوي. که څه هم د دغه نوي خوځښت ځینې شعارونه د پوځ پر عزتمنو ځواکونو نیوکه او د پاکستان په سیاسي او نظامي رهبرۍ کې پر خاینو نه نیوکه ښکاري، خو احساساتو ته باید په سمه لار جهت ورکړل شي، ترڅو مسلمانان په اغېزمنه توګه مخکې ولاړ شي. دې مهم امر ته په کتو لاندې څو ټکو ته د مسلمانانو پام را اړوم:

۱ـ مسلمان عزتمند پښتانه او د پاکستان د پوځ عزتمند ځواکونه د اسلام او مسلمانانو د دوښمنانو پر وړاندې یو موټی دي. د پاکستان خلک د کشمیر په ازادۍ کې د مسلمانو پښتنو د مېړانې منندوی دي. پښتنو قبایلو او د پاکستان نظامي ځواکونو شوروي اتحاد جماهیر ته په ماتې ورکولو کې یو بل ته لاسونه ورکړي وو او هغوی یې له افغانستان څخه وتلو ته اړ کړل، داسې چې بیا هېڅکله را نغلل. دغې قهرمانې فتحې امت ته ډاډ ورکړ او د اسلامي احیاګرو هڅو ته یې نوې انګېزه ورکړه، چې په اسلامي نړۍکې یې د قدرت د وحدت لپاره کار پیل کړ.

۲ـ امریکا پر افغانستان باندې له تېري وروسته پوه شوه، چې د قبایلي سیمو د مسلمانانو او د پاکستان د پوځ تر منځ د قوي میثاق شتون، په افغانستان کې د دوی د اشغال د دوام یوازینۍ کلیدي مانع ده. نو ځکه امریکا د دوی تر منځ د ورورولۍ د میثاق د کمزوري کولو لپاره فتنه‌یي جګړه پیل کړه. په حقیقت کې د ټرامپ اوسنۍ غوښتنه ددوی د سیاست یوه برخه ده.چې په افغانستان کې د امریکا د ښکېلاک د دوام لپاره له قبایلي مېړنیو مبارزېنو سره د  پاکستان د وسلوالو ځوکونو د اړیکو پرېکول غواړي.

۳ـ  د قبایلي مسلمانانو او نظامي ځواکونه تر منځ د نفاق د رامنځته کولو په موخه امریکا په ټول پاکستان کې خپله فتنه انګېزه جګړه د «ریموندډیویس‌(Raymond Davis» په واسطه د چاودنو د یوې څپې په رامنځته کولو سره پیل کړه.

د پاکستان حکامو  زموږ له خاورې څخه د امریکا د شخصي شبکو د نظامي او استخباراتي حضور په نه له منځه وړلو سره د هغه مار سر پرې نه کړ، چې د دغو بمي چاودنو تر شا یې لاس درلود؛ بلکې د دغو بریدونو پړه یې پر قبایلو واچوله او هغه یې د نظامي عملیاتو پر وړاندې غچ اخیستل وبلل چې په دغه ترتیب سره مسلمان د مسلمان پر وړاندې ودرېد.

۴ـ خاینانو د پاکستان په سیاسي او نظامي رهبرۍ کې د خپلو امریکایي بادارانو د خوشالۍ لپاره په مسلمانانو کې منځ فتنه واچوله. هغوی له امریکا سره پر هغه جهاد، په فشار راوستلو کې مرسته وکړه چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ښېلاک پر وړاندې روان و. خاینانو د امریکا د ښکېلاک د ساتنې لپاره له هرې ممکنې لارې هڅه وکړه، چې په افغانستان کې د جهاد ملاتړي کسان په اختطافونو، ځورونو، بندي کولو او قصدي وژنو سره مجازات کړي. دغه حکام په پټو سترګو له واشنګټن څخه اطاعت کوي او وسلوالو ځواکونو، د خلکو یوې برخې او  په ټول هېواد کې تباهۍ او مصیبت ته هېڅ پام نه کوي. نو ایا زموږ د غوسې او ناهیلۍ یوازینۍ موخه همدغه د امریکا لاسپوڅي حکام نه دي؟ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَتَ اللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ﴾

[ابراهیم: ۲۸]

ژباړه: هغو خلکو ته وګوره، چې د الله سبحانه و تعالی نعمت یې نه دی پېژندلی او هغه یې په کفر بدل کړی( او ددې پر ځای چې د محمد بعثت او د اسلام دین نعمت وګڼي او د هغو شکر ادا کړي، کفر یې غوره کړ) او خپل قوم یې د هلاکت کندې ته وغورځاوه.

۵ـ  د مسلمانانو پتمنو پښتنو د ځورولو یوازینی دلیل دا دی، چې هغوی له اسلام او جهاد سره مینه لري او همدې موضوع دوی اړ کړي، چې پر افغانستان د امریکا ښکېلاک مردود وګڼي او امریکا هم له همدې کبله په سیاسي او نظامي رهبرۍ کې د خپلو مزدورانو په واسطه هغوی مجازات کوي. موږ مسلمانو پښتنو ته مشوره ورکوو، چې په ټول توان سره پر خپل دین منګولې ولګوي او د هغو مزدورو حکامو د لرې کولو غوښتونکي وي، چې مسلمانان یې د صلیبي امریکایانو لپاره ترک کړي دي. پرېږدئ هغوی خپلې غوښتنې، چې د الله سبحانه وتعالی د قانون پلي کول دي وغواړي، چې په یوازې توګه سوله، خوشبختي او ارامي راوړي.

۶ـ  دا د پاکستان د پوځ د نظامي افسرانو مسولیت دی چې د امریکا هغه مزدوران له منځه یوسي، چې په افغانستان کې یې د امریکا د حضور د خونديتوب لپاره د مسلمانانو وینې روانې کړې دي. پرېږدئ چې دوی همدا اوس د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړي، چې بیا به یواځې او یواځې هغه وخت موږ د راشده خلیفه په واسطه داسې رهبر ولرو، چې له امریکا سره به ائتلاف لغوه کړي، سفارت او اډې به یې بندې کړي، مسلمانان به له بنده ازاد کړي او د پاکستان وسلوال پوځ او قبایلي زړور مبارزین به د صلیبي امریکا پر وړاندې سره یولاس کړي. پرېږدئ چې مسلمانان د یوه داسې خلیفه تر شا ودرېږي، چې یوازې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم څخه پیروي کوي، د فتنې اور مړ کړي او کافر دښمن مات کړي.

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ﴾

[آل عمران: ۱۰۳]

ژباړه: او ټول د الله سبحانه و تعالی په کلکه رسۍ منګولې ولګوئ او تیت پرک کېږئ مه. د الله تعالی هغه نعمت در په یاد کړئ، چې تاسې د بو بل دوښمانان وی او هغه مو په زړونو کې محبت واچواه او د هغه په مهربانۍ تاسې سره وروڼه شوی. تاسې د اور د یوې کندې پر غاړه ولاړ وی، چې الله سبحانه و تعالی ترې وژغورلی. په دغه شان الله سبحانه وتعالی خپلې نښانې درته څرګندوي، چې ګوندې هدایت شئ.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې