چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     6 رمضان 1439

میلادی نېټه :     جمعه, 25 می 2018 م

شمېره:      PR۱۸۰۳۶

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
یوازې اسلامي خلافت دا وړتیا لري چي په سیمه کې سوله ټینګه کړي

له هند سره د اړیکو عادي کول رد کړئ، ځکه دغه کړنه مسلمانان د هند د دښمن دولت پر وړاندې کمزوري کوي.

(ژباړه)

د پاکستان رهبرانو په خپله تازه هڅه کې له هند دولت سره د اړیکو عادي کولو پر بنسټ یاد دولت ته د نورو تخفیفونو او وړاندیزونو لاس اوږد کړی دی. د پاکستان د هبرانو ډارن او کمزوری دریځ تر دې کچې رسېدلی چې حتی د هند د ملي امنیت رییس «ای اس دولت» او د (RAW) د څېړنې او تحلیل سازمان یوه برخه د ۲۰۱۸ میلادي کال د مې پر ۲۱ مه د هند له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د پاکستان د اردو رییس هند ته راوبولي او د دواړو هېوادونو تر منځ درېدلې خبرې له سره پیل کړي. پر دې سربېره، د هند له دولت سره د اړیکو په عادي کولوسره مسلمانان د هغه دولت پر وړاندې کمزوري کوي چې تل یې په پاکستان او کشمیره کې مسلمانان ځورولي او ډېر زیانونه یې ور اړولي دي.

د اړیکو دغه عادي کول تر نظامي کرښې هم رسېدلي دي او د پاکستان هبران له ښکېلاګر سیاست څخه په پیروۍ تل د هند دولت د ټولو دښمنیو پر وړاندې هېځ غبرګون نه دی ښودلی. د دغو رهبرانو ډار تر دې کچې رسېدلی چې هغه ډلې او سازمانونه هم نسکوروي او له منځه یې وړي چې د کشمیر د ازادۍ لپاره په کشمیر کې فعالیت کوي. په اقتصادي برخه کې هم پاکستان د دغو عادي کولو قرباني شوی دی. دغه عادي کول د دې لامل شوي چې د هند د وارداتو پر وړاندې د پاکستان ټولې دروازې پرانیستې وي او له لارې د پاکستان کړهنې ته لوی زیان اوښتی دی. په سیاسي برخه کې هم دغو اړیکو جوړولو له ښکېلاګر سیاست سره په یو ځای کېدو سره تل دا غوښتي چې له اسلام سره زموږ لېوالیتا کمه شي او اوس دغه رهبران غواړي چې د هند د فرهنګي یرغل او رسنیو لپاره دروازې پرانیزي. د پاکستان رهبران له مشرک او دښمن دولت (هند) سره د اړیکو په رغولو بوخت دی، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلاَ الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ﴾

[بقره: ۱۰۵]

ژباړه: کافران دا نه خوښوي چې د الله سبحانه وتعالی له لوري پر تاسو خیر او برکت نازل شي، په داسې حال کې چې الله سبحانه خپل رحمت پر هغه چا کوي چې ویې غواړي او الله سبحانه وتعالی د لوی فضل څښتن دی.

هغوی د هند دولت پر وړاندې په ګونډو شوي، په داسې حال کې چې د هغه دولت په اردو کې سرتیري بې روحیې دي او اوس یې ۶۵ سلنه وسلې هم له کاره لوېدلې او زړې شوې دې. هغو د یو دښمن دولت پر وړاندې ماتې مني، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِن تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّـهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللَّـهُ عَلِيمًا حَكِيمًا﴾

[نسا: ۱۰۴]

ژباړه: د دښمن د څار په لاره کې هېڅ وخت نرم کېږئ مه، ځکه که تاسو درد او ځورېدل وینئ، هغوی هم ستاسو په څېر درد او ځورېدل ویني، خو تاسو الله سبحانه وتعالی ته هیله مند یاست، چې هغوی دا نه لري او الله سبحانه وتعالی پوه او حکیم دی.

اسلام د سلګونه کلونو لپاره د هند د نیمې وچې لپاره امنیت او سوله رامنځته کړي وو او تل یې هغوی د هندوانو له تعصوبونو څخه لېرې کړي وو. د اسلام تر واکمنۍ لاندې د هند نیمه لویه وچه له عدالت، شتمنۍ څخه برخمنه او په سوله ییز ژوند بدله شوه؛ چې نړۍ ورته حیرانه وه. دا یوازې اسلام دی چې یو ځل بیا هلته ارامي او سوکالي رامنځته کولی شي. دا یوازې اسلام دی چې هغه کسان چې د بشر پر لاس جوړ شوي قانون تر بیرغ لاندې له زرګونه ستونزو سره مخ دي، له هغه حالته راوباسي او نېکمرغۍ ته یې ورسوي. په هغه صورت کې چې مسلمانان په ټول وس سره له هند سره د اړیکو عادي کول رد کړي او پر ځای یې د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت د تاسیس لپاره کار وکړي؛ ترو څو اسلام یو ځل بیا د دغې نړۍ خلکو ته سوکالي او ارامي رامنځته کړي.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې