جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 ذولحجه 1439

میلادی نېټه :     دوشنبه, 20 آګست 2018 م

شمېره:      PR1805

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د قران او سنتو حاکمیت په راشده خلافت سره ممکن دی، نه د ډیموکراسۍ د اکثریت رایو پر بنسټ

(ژباړه)

عمران خان د پاکستان د دوه ویشتم لومړي وزیر په توګه، د ۲۰۱۸م د اګېسټ په ۱۹مه په خپله لومړنۍ وینا کې څو ځلې د راشده خلفاوو روښانه دورې ته اشاره وکړه. په دې کې شک نشته چې د پاکستان مسلمانان، د حکومتولۍ لپاره اسلام د یوه سټنډرد په توګه غواړي. د قران او سنتو په واسطه حاکمیت، د مدینې دولت او د اسلامي خلافت نظام عام موضوعات دي. اوسنی نظام یعنې ډیموکراسي هېڅکله د خلکو هیلې نه پوره کوي، ځکه په ډیموکراسۍ کې قوانین د پارلمان د اکثریت رایو پر اساس ټاکل کېږي او له قران او سنتو یې نه را اخلي. د همدې لپاره پخوا هم حکامو اسلام ته اشاره کړې؛ خو تل یې مسلمانان په ډيموکراسۍ خپه کړي دي. ذولفقار علی بوټو د مسلمانانو د یووالي لپاره چیغې وهلې. جنرال ضیاالحق اسلامي مجازات تصویب کړل او نوازشریف اسلامي قوانینو ته ژمن شوی و.

راشده خلفاوو د هغو قوانینو په وسیله، چې له قران او سنتو را اېستل شوي و، د عدالت، ابرو او قدرت د تامینولو په برخه کې ټول ویاړونه تر لاسه کړل. نو د راشده خلافت په نظام کې به یې د قضاوت حکم په قران او سنتو کولو، نه د ډیموکراسۍ په عنوان د برېتانیا د جزایي کود په وسیله. په راشده خلافت کې ټول په اقتصاد پورې اړوند قوانین له قران اوسنتو سره سم و، نه د پانګوالۍ نظام د شخصي اموالو د مالکیت قانون او سودي بانکونو پر اساس، چې اوس په پاکستان کې کار کوي. په راشده خلافت کې داخلي سیاست د هغه څه پر اساس پر مخ تلو، چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي و. نو ځکه ټولې اسلامي خاورې یو دولت ګڼل کېدې، نه بېل شوي ملتونه، لکه اوس چې په ډیموکراسۍ کې دي. په راشده خلافت کې بهرنی سیاست د مسلمانانو او اسلام دښمنو دولتونو، لکه هند او ننۍ امریکا سره هر ډول اتلاف منع کړی و. څنګه چې د نبووت پر منهج د خلافت نظام اسلام پلی کوي بل هېڅ نظام یې نه شي پلی کولای. د همدې لپاره موږ د نارضایتیو د پای ته رسولو او د خپلو غوښتنو لپاره بل ځای ته اړتیا نه لرو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

 «كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِيَاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ». قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «فُوا بِبَيْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»

(رواه بخاری

ژباړه: د بني اسرایلو د چارو سیاستوال د دوی انبیاء وو، تر هر نبي وروسته به بل نبي راتلو، مګر له ما وروسته بل پیغمبر نه راځي؛ خو خلفا به وي او دوی به ډېر وي[یو پر بل پسې به راځي]. پوښتنه یې ترې وکړه: د هغوی په باره کې موږ ته څه امر کوې؟ ویې فرمایل: له دوی سره یو پر بل پسې بیعت وکړﺉ، ځکه چې الله سبحانه وتعالی له دوی څخه د هغه څه په اړه پوښتنه کوي، چې ورته سپارل شوي دي.

د حزب التحریرـولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې