سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 ربیع الثانی 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 18 ډسمبر 2018 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۱۹

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
خلافت به تحصيلي ستونزې له رېښې حل کړي، نه له ښاخونو!

(ژباړه)

د یوه ناکام او بېکاره نظام نښې دا دي، چې  زیات کړکېچونه پکې پیدا کېږي، د دغه نظام وروستۍ او شرمناکې ماتې بېلګه د شخصي معارف د فیسونو په برخه کې وه. د ۲۰۱۸م کال د ډسمبر پر ۱۳مه سترې محکمې خصوصي ښوونځیو ته د ٪۲۰ فیس د کموالي حکم ورکړ او امر یې ورته وکړ، چې د دوبي په رخصتیو کې له محصلینو د اخیستل شویو پیسو نیمې بېرته ورکړي. نو له شک پرته نظام د پوهنې د ستونزو په حل کې ناکام دی؛ ځکه د رېښې د حل پر ځای يې، پر ښاخو پسې نښتي دي. په اصل کې د ستونزو رېښه نه خصوصي ښوونځي او نه یې فیسونه دی؛ بلکې د ستونزو رېښه د باکیفیته دولتي معارف نشت دی، چې په کافي اندازه د یوه قوي اقتصاد په واسطه تمویل شي.

دولتي معارف د اوسني نظام تر سیوري لاندې په خورا ناوړه حالت کې دی، ښوونکي یې کافي زده کړې نه لري، وسایل یې نابسیا او معیارونه یې کمزوري دي. دغه کار پلرونه اړ کړي، چې ډېر زیار وګالي او خپل ماشومان شخصي ښوونځيو ته ولېږي، چې تر دولتي ‌هغو یې کیفیت هم چندان ښه نه دي. دموکراسي د دولتي زده‌کړو په برخه کې دومره ناکامه شوې، چې اوس یوازې د پاکستان په ګڼ نفوسه ایالت پنجاب کې  ۵۴۰۰۰ شخصي ښوونځي شته دي. دغه شخصي ښوونځي هغه تجارتونه دي، چې کله نور ټول تجارتونه د مالیو او لګښتونو د زیاتوالي په خاطر زیان وکړي، دوی د ګټې په لټه کې دي. له همدې امله د شخصي ښوونځیو خاوندان هم په نورو ځایونو کې د پانګونې په لټه کې دي، چې له معاشونو او خدمتونو یې کم کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: 

«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِه» (رواه بخاري)

ژباړه: هر یو د خپل رعیت په اړه مسئول یاست او د رعیت امام د خپل رعیت مسئول دی.

د ډموکراسۍ خلاف د نبوت پر منهج خلافت د هر ډول ناکامۍ، چې د خصوصي سکتور د منځته راتلو لامل کېږي، مخه نیسي.  باکیفیته او تمویل شوی دولتي معارف به د حکومت له مکلفیتونو څخه وي. د معارف د زیات تمویل لپاره به خلافت، اسلامي اقتصاد پلی کړي. اسلامي اقتصاد به ستر عواید له عامه ملکیتونو لکه: انرژۍ، معدنونو او دغه‌راز له لویو او سالمو شرکتونو لکه: ساختماني، ترانسپورتي، مخابراتو او تولیداتو څخه په لاس راوړي. دغه دولت به د استعماري خدمتونو سودي پورونه، چې د اصلي پيسو څو چنده سود ورکړل شوی دی، لغوه کړي. خلافت به پر سرو او سپینو زرو د دولتي پيسو د ارزښت پر بنسټ د پيسو د پراخ تورم مخه ونیسي.

نو پر دغه اساس دغه دولت به وتوانېږي، چې د اسلامي تمدن فعاله دوره، چې له  زرو نه د زیاتو کلونو لپاره د علم پر لوړو پوړیو ولاړه وه، رامنځته کړي. هغه تمدن چې په مختلفو برخو کې له طب او ریاضي نیولې تر قضاوت او ژبپوهنې پورې ځیرک هلکان، نجونې او رهبر مدیران وړاندې کړي وو. د خلافت رسمي ژبه عربي، د نړۍ د لوستو ښځو او سړیو نښه شوې وه او د خلافت ښارونه د اروپا د مخکښو کسانو د خوښې وړ ځایونه وو.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې