سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 ربیع الثانی 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 03 جنوری 2019 م

شمېره:      1440 / 20

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پاکستان رژیم له چین څخه خپل ملاتړ په داسې حال کې اعلان کړ چې دې هېواد د اویغور له مسلمانانو سره په ښکاره توګه جګړه روانه کړې ده!

                 (ژباړه)           

د پاکستان حکام له هغو کسانو سره چې په ښکاره مسلمانان ځوروي ملګرتیا غوره کړې ده او په چوپتیا سره له هغوی ملاتړ کوي او د هغوی بدي په اقتصادي معاملاتو پټوي. سربېره پر دې اوس د پاکستان حاکمانو یوه بله پستي هم غوره کړې او هغه له چین څخه د ملاتړ اعلان دی په داسې حال کې چې دا هېواد د ختیځ ترکستان له مسلمانانو سره جګړه په مخ بیایي. د ۲۰۱۸ د ډسمبر په ۳۰مه له الجزیرې سره په یوه مرکه کې د پاکستان له ولسمشر عارف علوي څخه د اویغور له مسلمانانو سره د بیجېنګ له وحشیانه کړنو پوښتنه وشوه، هغه په بشپړ ډاډ سره وویل چې د خپلواک سره سم به عکس العمل ښکاره کړي.

د پاکستان ولسمشر له چین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، په داسې حال کې چې دې هېواد سلګونه مسلمانان په جبري توګه په کمپونو کې بندي کړي دي، مسلمانان په بند کې ساتي او په خوله کې یې سمنت اچوي تر هغه چې مړه شي. هغه چین ته ډاډ ورکوي په داسې حال کې چې دا هېواد د مسلمانو ښځو له حمل اخیستلو او اولاد زېږولو څخه مخنیوی کوي او د مسلمانو نارینه و جنسي غدې پرې کوي او له هغه رژیم څخه ملاتړ کیږي چې د هر مسلمان په کور کې یو چینايي جاسوس ګوماري بې له دې چې د جنسیتونو د بېلولو قانون ته پاملرنه وکړي چې د اسلام یو اساسي حکم دی او همداسې ورځ په ورځ له چینايي ظالم رژیم څخه دا ملاتړ زیاتیږي بې له دې چې کومه پښیماني رامنځته شي.

له دې حکامو څخه همدا تمه کېدای شي چې په غیر ما انزل الله باندې حکم وکړي. دا حکام یوازې په دې کې بیړه لري چې له هغو کسانو سره خپلې اړیکې زیاتې او دوستانه کړي چې له مسلمانانو سره یې په ښکاره توګه دښمني پیل کړې، که د چین په ختیځ کې وي او یا د امریکا او روسيې په لوېدیځ کې، هغوی له ظالمانو څخه تړون کوي، په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمْ اللَّهُ عَنْ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ

[ممتحنه: 9]

ژباړه: بېشكه الله تاسو يواځې له هغو كسانو  منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې جنګ كړى دى او تاسو يې له خپلو كورونو نه ایستلي یئ او ستاسو په ایستلو كې يې یو له بل سره مدد كړى دى، دا چې تاسو له دوى سره دوستي وكړئ او هر هغه څوك چې له دوى سره دوستي وكړي، نو هم دغه كسان ظالمان دي

دغو حکامو د چین مظلوم مسلمانان همداسې په ظلم کې پرېښي دي، په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ

[الانفال: 72]

ژباړه: او كه چېرې دوى له تاسو نه په دین كې مرسته وغواړي، نو پر تاسو باندې مرسته كول لازم دي

اې د پاکستان مسلمانانو! د داسې حاکمانو شتون چې له هغو خلکو څخه خپل سیاسي، اقتصادي او نظامي ملاتړ اعلانوي چې زموږ دین ته ارزښت نه ورکوي او زموږ په مقدساتو تېری کوي، له هغوی باید ځان لرې کړو، څرنګه چې هغوی له موږ څخه لرې دي او د نبوت په منهج د خلافت د بیا راوستلو لپاره هڅې وکړو، هغه مهال به داسې حاکمان به ولرو چې د اسلامي ځمکو په یوځای کولو سره به موږ پیاوړي کړي، نه دا چې له دښمنانو سره په یو ځای کېدو سره موږ کمزوري کړي. الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي:

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا

[نساء: 139]

ژباړه: هغه كسان چې له مومنانو نه پرته كافران دوستان نیسي، ایا دوى د هغوى په خوا كې عزت لټوي؟ نو بېشكه ټول عزت له الله سره دی

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر ولایه پاکستان

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې