چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 جمادی الثانی 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 14 فبروری 2019 م

شمېره:      ۳۱/۱۴۴۰

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
محمد بن سلمان، په یمن کې د ښوونځیو د ماشومانو وژونکی او د امت د نفتو غاصب، پاکستان ته ښه راغلاست نه ویل کېږي!

 (ژباړه)

په داسې حال کې چې ستونزې ورځ په ورځ زیاتیږي، د بجوا-عمران رژیم د سعودي حاکم محمد بن سلمان ته د ښه راغلاست ویلو لپاره هر ډول مصرف کوي او نوموړی د امت شتمني د خپل ځان لپاره کاروي او په داسې حال کې چې د نفتو بیه لوړه شوې، رژیم د دې لپاره چې د محمد بن سلمان ته د جټ الوتکو تشریفات چمتو کړي، د پاکستان د هوايي ځواکونو د جي اف – ۱۷ جټونو په الوتو کې نفت سوزي او په داسې حال کې چې د اشغال شوي کشمیر مسلمانان د نظام له ملاتړ څخه محروم دي د پاکستان رژیم له سلو سعودي سلطنتي ساتونکو سره سره بیا هم د محمد بن سلمان د ساتنې په فکر دی او په داسې حال کې چې د پاکستان ټول خلک د هستوګنځي د جوړولو لپاره په اخیستل شوو پورونو کې ډوب دي، دې رژیم د لمړي وزیر کور چمتو کړی په داسې حال کې چې محمد بن سلمان له خپل ځان سره ۱۱۰۰دولتي چارواکي او سوداګر، پنځه موټر، شخصي توکي، ۸۰ کانټینر جامې او لوازم او ډېر شمېر موټر له ځانه سره راوړي، او دوه پنځه ستوري هوټل او درې لنډکروزرونه یې ریزرف کړي. دا هغه کارونه دي چې ټول د اقتصادي مصرف، هوايي فضا ماتول، ترافیک او تلیفوني اړیکو د پرېکولو برسېره تر سره شوي.

محمد بن سلمان څوک دی چې رژیم په دې اسراف او لوی مصرف سره غواړي هغې ته ښه راغلاست ووايي؟! محمد بن سلمان د خاشقچي وژونکی دی، چې پاکستان ته په سفر سره غواړي خپل نړیوال ګوښه توب له منځه یوسي او وکړای شي د بجوا – عمران رژیم بادارانو (امریکاییانو) ته په ښه توګه خدمت وکړي. محمد بن سلمان په یمن کې له لاسوهنې سره د مخلصو مسلمانانو وینې تویوي او د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې هغوی مهاجر کړي. محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ کال د لیدلوري جوړوونکی دی چې په حرمین ځمکې باندې د لویویځ د فرهنګي او اقتصادي ویجاړوونکي نفوذ د زیاتوالي لپاره چمتو شوی دی. محمد بن سلمان د سعودي د حاکمې کورنۍ یوه برخه ده چې د امت نفت یې غصب کړي، په داسې حال کې چې اسلام حکم کړی چې نفت د ټول امت شتمني ده. محمد بن سلمان د سعودي سلطنت هغه غړی دی چې په هغه څه چې الله سبحانه و تعالی حکم کړی حکم نه کوي، عالمان مړه کوي او زندان ته یې اچوي او د الاقصی جومات د اشغالګرو سره خپلې اړیکې عادي کوي او محمد بن سلمان د اقتصادي مافیا لمړی کس دی چې اوس د بهرنۍ مستقیمې پانګه اچونې تر نامه لاندې، د امت هغه شتمني غلا کوي چې په پاکستان کې موندل شوې.

اې د پاکستان مسلمانانو! دا حاکمان په دې خاوره او په ټوله اسلامي نړۍ کې د امت پر اوږو بار دي او هغه کسان دي چې زموږ شتمنۍ په مصرف رسوي، داسې فکر کوي چې دا یې له پلار څخه میراث اخیستی وي. هغوی یوازیني کسان دي چې په بې پروایۍ سره زموږ دین، ځمکو او شتمنۍ باندې په تجاوز سره، د یرغلګرو ګټې خوندي کوي. راځئ چې له دې زیات د خپلو خلکو د وژلو او د شتمنیو د غلا کېدو شاهدان نه وو. د ظلم په وړاندې صبر، فضیلت او حکمت نه دی، ګناه او حماقت دی. راځئ همدا اوس تصمیم ونیسو چې د نبوت په تګلاره د خلافت د ملاتړ کوونکو سره دې ظالم حکومت ته د پای ټکي اېښودلو لپاره فعالیت وکړو. له حذیفه بن الیمان رحمه الله علیه احمد روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: وروسته به ظالم حکومت پیل شي او هغه څه به پېښیږي چې الله وغواړي، او وروسته کله چې الله وغواړي هغې ته د پای ټکی کېږدي، د نبوت په تګلاره خلافت به راشي او وروسته بیا هغه صلی الله علیه وسلم څه ونه ویل.

د ولایه پاکستان-حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې