سه شنبه, ۱۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     7 محرم 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 06 سپټمبر 2019 م

شمېره:      1441 /01

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له شک پرته، یوازې زموږ ډال خلافت په مستعمره کشمير کې د ځورېدلو، معلولينو او سرښندونکو کسانو اوښکې پاکولی شي

په داسې حال کې چې د هندو دولت ځواکونو په مستعمره کشمير کې سرښندونکي ځوانان په شهادت ورسول، پاک لمنې ښځې او بې ګناه ماشومان یې بې عزته کړل، د پاکستان لومړي وزیر د نړیوالې ټولنې د خواشينوونکي ځواب د تر لاسه کولو لپاره زاریو ته ادامه ورکړې. داسې انګېرل کېږي چې له غاښ ټومبني پرته بل هېڅ شی په لاسونو کې نه لري.  د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر پر ۵مه عمران خان داسې ټوېټ وکړ: «ایا د نړیوالې ټولنې انسانیت په داسې حال کې چې مسلمانان تر ظلم او شکنجې لاندې دي مړ دی؟» په داسې حال کې چې د نړۍ د سترو پوځونو له ډلې څخه د شپږم پوځ قومانده پر غاړه لري. د باجوه ـ عمران ړوند رژیم یوازې له هغه چا د مرستې غوښتنه کوي له کوم چا چې زیان ويني. په حقیقت کې، نړیواله ټولنه له ښکېلاګرو ځواکونو سره یو ځای اسلامي خاورې یو له بله بېلوي یا یې هم تر خپل ښکېلاک لاندې راولي او یا د همدې کارونو لپاره د نورو سره مرسته کوي. له نړیوالي ټولنې څخه مرسته غوښتل داسې دي لکه د پسونو ساتلو لپاره چې له لېوه څخه څوک مرسته وغواړي. ولې خپله مسلمان واکمنان چې له میلیونونو څخه د ډېرو سرتېرو واک او اختیار لري او په نړیوال  دولت او شتمنیو کې شريک دي؟! ايا په دوی کې د ژوند کومې نښې نښانې ښکارې، په داسې حال کې چې مستعمره کشمير، د فلسطین سپېڅلې خاوره، چين او میانمار (برما) تر ښکېلاک لاندې دي؟ دوی یوازې ګرځېدونکي جسدونه دي، چې د ژوند کومه نښه پکې نه ښکاري. د ژوند نښې نښانې یوازې د لویدیځ په واکمنانو کې ښکاري، چې د مسلمانانو وينې تویوي یا هم له هغو کسانو څخه د سولې او نرمۍ په بې کمپوزه موسيقۍ سره ملاتړ کوي، چې د مسلمانانو وینه تویوي. الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي:

 ﴿قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ

[المنافقون: ۶۳]

ژباړه: الله تعالی د دوی ووهي؛ دوی څه ډول له حق څخه انحراف کوي؟

اې د پاکستان مسلمانانو! له شک پرته، د مسلمانانو واکمنان له  موږ سره په خواخوږۍ، هیلو او غوښتنو کې ډېر توپیر لري. ځکه موږ په ملګرو ملتونو باندې د بطلان خط کش کړی، خو د پاکستان واکمنان تر اوسه پورې د یرغلګرو سره د مسلمانانو د خاورې په وېشلو کې مرسته کوي. په داسې حال کې چې موږ په بيړه د پاکستان د وسلوالو ځواکونو له زمریانو غواړو چې په مستعمره کشمير کې مسلمانان آزاد کړي، د پاکستان واکمنان د خپلې ټمبلۍ له امله پلمې لټوي، له دښمن او خپله جګړې څخه زموږ په زړونو کې وېره اچوي. له هر څه وړاندې، له شک پرته خلافت د امت ډال دی او یوازې همدا خلافت کولای شي چې په مستعمره کشمير کې د مودي رسوا جګړې ته په زور او قدرت سره ځواب ووایي. رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

»إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ«

(مسلم)

ژباړه: امام (خلیفه) هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کېږي او پر هغه باندې ځان ساتل کېږي.

 دا ښکاره ده، تر څو موږ ډال بېرته نه وي تر لاسه کړی، د مسلمانانو ظالم واکمنان به د صلیبي، هندو او عیسوي جګړو او ښکېلاک لپاره لار هواروي. راځئ ټول د هغه قانون د حاکمیت لپاره چې د الله تعالی له لوري رالېږل شوی ملا وتړو. د پاکستان د وسلوالو ځواکونو زمریان پرېږدئ چې د نبوت د منهج پر بنسټ د خلافت د بیا تاسیس لپاره موږ ته نصرت (مادي ملاتړ) راکړي او داسې مشري یې پر غاړه واخیستل شي چې دوی یې مستحق دي، په پایله کې یا بریا تر لاسه کوي یا هم شهادت.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې