[, ۲۹ محرّم ۱۴۳۹هـ| ۲۰۱۷/۱۰/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کردستان د بېلتون لپاره د ټولپوښتنې تر شاه
بسم الله الرحمن الرحيم
د کردستان د بېلتون لپاره د ټولپوښتنې تر شاه

(ژباړه)

پوښتنه:

ولې بارزاني له سیمه‌ییزې او نړیوالې هوکړې پرته بیاهم پر ټولپوښتنه ټینګار کوي، چې ټولپوښتنه وشي؛ خو دا ډول ټولپوښتنه په داسې وخت او شرایطو کې د کردانو په زیان نه ده!؟ بله پوښتنه داچې تمه کېږي چې دغه ټولپوښتنه به وشي، که وشي او اکثریت ورسره موافق وي، شونې به وي چې کردان په سیمه کې خپلواک دولت ولري؟

ځواب:

یو مشهور نقل قول دی چې وایي: که حاکم د خپلې خاورې پر ضد تصمیم ونیو، په دې مانا چې د بل کس مزدور دی او کوم هوډ چې نیسي، د بل دولت په اشاره دی او د همغه دولت ګټې پکې په پام کې لري. د کردستان اقلیم د کردانو واقعیت د همدې نقل قول مصداق دی او شرحه یې په دې ډول ده:

۱. هر پوه سیاستوال ښه پوهېږي چې یو خپلواک دولت ته د کردانو لاسرسی ډېر سخت کار دی؛ حتی په همدې وخت او شرایطو کې. د کردانو لپاره د خپلواک دولت جوړولو لپاره هڅې، د کردستان اقلیم په زیان تمامېدای شي. نه یوازې سیاسي او معنوي زیان، بلکې مادي زیان هم لري. نو پر همدې بنسټ، اصلي مسئله او په عراق کې روان سیاست دا نه دی چې کردان دې د خپلواک دولت څښتن شي؛ ځکه که داسې وی، نو د داسې دولت تشکیل او زمینه برابرول په تېر وخت کې تر سره کېدل. موخه دا ده: کوم نظام چې امریکایانو د عراق له اشغال وروسته په دغه خاوره کې پر پښو ودراوه او د بریمر قانون په نوم یې شهرت پیدا کړ؛ عراق یې د فدرالي حکومت په درلودلو بدل کړ؛ داسې حکومت چې یو کمزوری او کمواکی مرکز ولري. په داسې کچه چې د کردستان اقلیم د حکومتولۍ او په دغه اقلیم کې د چارو سرته رسونې له مخې د بغداد مرکزي حکومت په پرتله؛ ډېر واک ولري. په دې کې شک نشته چې  دکافرانو ښکلاګر دولت چې د اسلامي خاورو هره برخه اشغالوي، د وېشلو خوب یې ویني؛ خو د دغې ناوړې موخې د تر لاسه کولو لپاره د مناسب فرصت په تمه وي او دلیل یې له اسلام او مسلمانانو څخه په زړونو کې پرته کرکه او نفرت دی. په هغه مخکینۍ پوښتنه کې چې د ۲۰۱۴ م د اګېسټ پر ۱۲مه مو خپره کړې وه، وویل: «امریکا په ۲۰۰۳ م کې د عراق د اشغال له پیله د دغه هېواد وېشلو لپاره پرلپسې هڅې کوي.کوم قانوم چې بریمر جوړ کړی، پر قومي او مذهبي بنسټ او هر قوم او مذهب له ځانګړې برخې څخه برخمن دی. هغه داسې چې د ولسمشر، د پارلمان رییس او لومړي وزیر لپاره برخه په پام کې نیول شوې ده.

له هغه وخته چې اجرایي قدرت لومړی وزیر په واک کې لري، بریمر دغه پوسټ د موخې په توګه یو مذهبي پوسټ کړی؛ چې د نورو جوړښتونو په پرتله هم د شخړو او خوځښتونو لپاره یوه پلمه وي. دغه اساسي قانون په خپله په څرګنده توګه د اتحادي حکومتي تشکیل غوښتونکی، له مختلفو اقلیمونو څخه تشکیل او ډېر واکونه لري. په همدې ترتیب لیدل کېږي چې امریکا په څو اقلیمونو د عراق وېشلو شرطونو په برابرولو کې خوښه او موافقه ده....»

اتحادي حکومت داسې دی چې هر اقلیم له عملي پلوه یو دولت بلل کېږي، په دې توپیر چې ځینې رسمي جوړښتونه یې لږ وي؛ د بېلګې په توګه: سفارتونه، د ملګرو ملتونو سازمانو غړیتوب او داسې نور ظاهري او جوړښتي چارې؛ خو له عملي پلوه له بشپړو واکونو سره د یو خپلواک دولت اقلیم بلل کېږي او په همدې ترتیب د کردستان اقلیم په حقیقت کې په دننه کې د بل دولت دی او عملا له مرکزي دولته بېل وي. واقعیت دا دی چې عراق د یو دولت په توګه عملا یوه ټوټه او برخه نه دی. نو پر همدې بنسټ د کردستان اقلیم په حقیقت کې د عراق د دولت دننه دولتي تشکیل او خپلواکۍ درلودو ته اړتیا نه لري؛ ځکه له عملي پلوه یو خپلواک دولت بلل کېږي. لکه څنګه چې اشاره وشوه، اصلي مسله دا نه ده چې کردان د عراق کردستان اقلیم په ځانګړو سرحدونو د خپل ځان لپاره خپلواک دولت تشکیل کړي او د عراق له مرزونو څخه بېرون له نورو کردمېشتو سیمو سره اړیکه ولري وي؛ بلکې د کردانو لپاره د هر ډول دولت تشکیل تر شاه سخت خوځښتونه  او شورماشور درلودلی شي؛ ځکه کردي دولت د کردستان په اقلیم خلاصه کېدای نه شي. نو پر همدې اساس په عراق کې د کردانو لپاره خپلواک دولت یو دروند ټکان دی، په ځانګړي ډول د امریکا او سیمه‌ییزو مزدورانو لپاره یې، یعنې د ترکیې، ایران او سوریې لپاره. نو پر همدې بنسټ هر پوه سیاستوال ښه پوهېږي چې په عراق، ترکیې او سوریه کې د کردانو لپاره د دولت جوړښت ناشونی دی او اوسني نړیوال او اقلیمي شرایط هېڅ وخت د داسې دولت د جوړښت اجازه نه ورکوي.

وروسته پوهېږو چې د کردستان اقلیم د رییس بارزاني په شمول به کرد سیاستوال دغه واقعیت درک نه کړي؛ بلکې څرنګه مو چې وړاندې اشاره وکړه، اوسمهال کېدای شي د کردي دولت د تشکیل له شورماشور څخه اصلي موخه دا وي چې اوبه خړې شي او وروسته بیا په سیمه کې شخړې ډېرې شي؛ په ځانګړي ډول د کردستان سیمه چې د هغوی په خپل زیان به تمامه شي؛ هغه زیان چې په سیاسي او معنوي نه دی خلاصه شوی؛ بلکې مادي زیانونه به هم رامنځته کړي. نو پر همدې اساس، په اوسنیو شرایطو کې د بارزاني هوډ به د دوی په خپل زیان تمام شي.

۲. اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې دا کوم دولت دی چې د پردې تر شاه بارزاني دغه هوډ ته پاروي، ملاتړ یې کوي او د پردې تر شاه د دغه دولت لپاره  دا تصمیم څه ګټه لري؟ باید ووایو چې څرګندې نښې او دلیلونه شته چې د هغه پر بنسټ د پردې تر شاه د دغه دولت تشکیل سخت کار نه دی؛ څرګنده ده چې بارزاني هېڅ وخت دا وس نه لري چې د امریکا او په امریکا پورې تړلو دولتونو پر وړاندې ودرېږي؛ چې د کردستان اقلیم یې چاپېره کړی دی او د کوم اړخ له پارولو پرته اعلان کړي، چې له عراق څخه د کردستان د بېلتون لپاره ټولپوښتنه پیل کړي. همدارنګه د پردې تر شا د بل دولت له ملاتړ او هڅونې پرته په هېڅ صورت د دغه هوډ له سیمه‌ییزو او نړیوالو مخالفتنو سره د مخامخ کېدو وس نه لري. هو، د کردستان اقلیم له ټولو شتو او امکاناتو سره له هغه څه نه ډېر بې‌وسه دی چې د دولتونو په ځانګړي ډول د امریکا پر وړاندې ودرېږي، چې عراق یې په بشپړه توګه په لاس کې دي. څنګه چې مخکې اشاره وشوه، د پردې تر شاه دغه لوی دولت د بارزاني ملاتړ کوي او نوموړي ته اشاره کوي چې دا ډول هوډونه ونیسي؛ دغه دولت له انګلیستان پرته بل هېواد نه دی.

د بارزاني کورنۍ د عثماني دولت له وروستیو څخه تر ننه له انګلیس سره اړیکه لري او مسعود بارزاني ته دغه اړیکه له خپل پلار مصطفی بارزاني او نوموړي ته له خپل ورور احمد بارزاني څخه او له دوی ټولو څخه وړاندې عبدالسلام بارزاني ته په میراث پاتې ده. عبدالسلام بارزاني له ۱۹۰۹ څخه تر ۱۹۱۴م پورې د عثماني دولت پر وړاندې د کردي وسله‌وال مخالفت رهبري پر غاړه درلوده او انګلیس په ښکاره ملاتړ ترې کاوه. نو پر همدې بنسټ د بارزاني کورنۍ له پخوا له انګلیستان سره په اړیکه کې ده. په عین حال کې که نړیوالو غبرګونونو ته، چې د ټولپوښتنې پر وړاندې تر سره شول، پام وکړو، دا به راته معلومه شي چې انګلیس پر خپل فرېب او ناوړه اسلوبونو سربېره، چې په خپلو سیاستونو کې یې کاروي، دا ځل یې په ښکاره د دغې ټولپوښتنې په اړه خپله خوښي اعلان کړه. د بېلګې په توګه: بارزاني د ۲۰۱۷ م د اګېسټ پر ۲۴مه په عراق کې د انګلیستان له سفیر سره ولیدل، چې د انګلیستان ملاتړ نړۍ ته وښيي. د «رووداو» انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۷ م د اګېسټ پر ۲۴مه په خپلو خبرونو کې په دې اړه وویل: «په هغه لیدنه کې چې بارزاني په عراق کې د بریټانیا له سفیر سره درلوده، د انګلیستان سفیر څرګنده کړه چې هېواد یې د کردستان د خلکو حقونه درک کوي. نوموړي د دغې ټولپوښتنې په اړه د بریټانیا دریځ د کردستان اقلیم تر رییسه ورساوه.» د «درک  کولو» ډیپلوماسۍ په ژبه د تایید په مانا ده او د «اطلاع رسولو» مانا د کوم نوم له یادولو پرته هم د تایید په مانا ده؛ دا په دې مانا ده چې د ټولپوښتنې لپاره د بارزاني د هوډ په اړه د انګلیس دریځ مثبت دی؛ بلکې واقعیت دا دی چې انګلیس ملاتړ ترې کوي او په سیمه کې د امریکا او په امریکا پورې تړلو دولتونو پر مخالفت سربېره یاد هېواد له بارزاني څخه غواړي چې پر هوډ یې همداسې ټینګ ودرېږي.

د بېلګې په توګه: د کردستان اقلیم د بهرنیو چارو مسوول له کردستان ۲۴ خبري شبکې سره په خبرو کې داسې وویل: «بریټانیا له ټولپوښتنې سره مخالفت نه لري او د کردانو د غوښتنو پر وړاندې نه درېږي. مصطفی دغه خبرې په اربېل کې د منځنۍ اسیا او شمالي افریقا د چارو له وزیر الیسټربیرټ سره تر کتنې وروسته د کردانو له یو شمېر مسولینو سره مطرح کړې. یاد وزیر تېره یکشنبه د ځینو مسایلو په اړه له کرد مسولینو سره د خبرو اترو او لیدنو په موخه د اربېل ښار ته ورغی او دا په داسې حال کې ده چې کردان اراده لري؛ چې د روان کال سپټمبر پر ۲۵مه د کردانو لپاره د خپلواک دولت د تاسیس په موخه له عراق څخه د کردستان اقلیم خپلواکۍ ټولپوښتنه پیل کړي.» (سرچینه: کردستان ۲۴ خبري شبکه، اربېل، ۲۰۱۷ م د سپټمبر۵مه) په همدې ترتیب روښانه کېږي چې د ټولپوښتنې لپاره هوډ په اصل کې د انګلیس په پرېکړه او غوښتنه مطرح شوی دی.

۳. له دغه هوډ څخه د انګلیس ګټې په ټاکنو کې د ټرامپ د بریا وخت ته ورګرځي، هغه وخت چې د انګلیس لومړۍ وزیرې تریزامي په بیړه د ۲۰۱۷م د جنوري پر ۲۶مه واشنګټن ته ځان ورساوه؛ چې ټرامپ ته یې له نږدې د بریا مبارکي ووایي. په هغه لیدنه کې ټرامپ د تریزامي بې شمېره ستاینه وکړه او نوموړي هم د ټرامپ ډېر تعریف او ستاینه وکړه؛ خو له یادو تعریفونو او ستاینو څخه د دواړو خواوو موخې یو متفاوت شی و. ټرامپ په دې هڅه کې و چې انګلیس خپل ټول وس د اروپایي اتحادیې د پاشلو او وېشلو لپاره وکاروي، هغه داسې چې په لومړي ګام کې انګلیستان خپل ځان د اروپایي اتحادیې له تنه بېل کړي او په عین حال کې خپلې ټولې هڅې د اروپایي اتحادیې د وېشلو فضا رامنځته کېدو لپاره وکاروي؛ په ځانګړي ډول د فرانسې او هالنډ لپاره، چې د ټاکنو تر سره کېدل یې په مخ کې وو.

خو له ټرامپ څخه د تریزامي غوښتنه دا وه چې له انګلیس سره یو لړ سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړي؛ چې نوموړی له اروپایي اتحادیې څخه د وتلو په وخت کې له هغه نه په ګټې اخیستنې د اروپا له نورو دولتونو امتیاز واخلي. ټرامپ او تریزامي د هغې لیدنې په دوام کې پر خپلو موخو ټینګار کاوه. تریزامي هڅه کوله چې له خپلو نړیوالو سیاستونو څخه په ګټې اخیستنې خپله موخه، چې د سوداګریزو هوکړو لاسلیکول وو، پټه وساتي او په غیرو مستقیمو اسلوبو یې مطرح کړي؛ خو له ټیټو ډیپلوماټیکو اړیکو او ښکاره څرګندونو څخه د ټرامپ ټیټ درک له تریزامي څخه دغه فرصت تر لاسه کړ؛ چې نیت یې پټ وساتي. کله چې د اروپایي اتحادیې پلویان د فرانسې او هالنډ په ټاکنو کې بریالي شول، پر دې سربېره چې المان په خپل ټول وس له اروپایي اتحادیې ملاتړ کوي او ساتلو ته یې ځانګړې پاملرنه کوي؛ بیا نو هغه وه چې د ټرامپ دې ته پام شو چې د انګلیس اصلي موخه د سوداګریزو هوکړو لاسلیکول دي او تریزامي د اروپایي اتحادیې پاشلو موضوع ته پام ونه کړ؛ چې د ټرامپ اصلي غوښتنه وه. دغې مسلې ټرامپ غبرګون ښودلو ته اړ کړ او په پایله کې یې قطر موخه وګرځاوه، چې په انګلیس پورې تړلی دی او امر یې وکړ چې د خلیج هېوادونه له قطر سره اړیکې پرې کړي. مخکې مو په هغه پوښتنه کې چې د ۲۰۱۷ م د جولای پر ۲۳مه مو خپره کړه، ویلي وو: «د انګلیس په اړه باید وویل شي چې د ۲۰۱۷ م د جنوري پر ۲۶مه واشنګټن ته د یاد هېواد د لومړۍ وزیرې تریزامي سفر او له واشنګټن سره یې پر سوداګریزو هوکړو لاسلیکولو ټینګار د دې لپاره و چې له دې اتحادیې څخه د وتلو په موخه نور هېوادونه وهڅوي.

په همدې ترتیب انګلیس نوی له امریکا سره ځان ونښلاوه او د ټرامپ د حکومت ادارې ته خوښ شو؛ خو وروسته له دې چې د اروپایي اتحادیې پاشلو پر بنسټ د امریکا هیلې پوره نه شوې؛ لکه څنګه چې د اروپایي اتحادیې پلویان د فرانسې او هالنډ په ټاکنو کې بریالي شول؛ د انګلیستان په اړه د ټرامپ مثبت لیدلوری بدل شو؛ ځکه له انګلیس څخه د ټرامپ غوښتنه دا وه چې د اروپایي اتحادیې بهیر رهبري کړي؛ خو کله چې د لندن تجربه په پاریس او مسټرډام کې تکرار نه شوه، امریکا په نړیواله کچه د انګلیستان ګټې موخه وګرځولې؛ چې له یاد دریځ څخه د لندن د ټکان خوړلو لامل شو. لکه څنګه امریکا خپل مزدور عبدالفتاح سیسي ته امر وکړ چې د انګلیس له ګټو په پام کې نیولو پرته په لیبیا کې د خلیفه حفتر ملاتړ وکړي. له بل لوري یې خپلو خلیجي مزدورانو ته امر وکړ چې پر قطر فشار راوړي، هغه قطر چې په عربي او اسلامي سیمه کې د انګلیس اصلي وسیله بلل کېږي.» نو پر همدې اساس دغه ټول موارد د دې لامل شول چې ټرامپ لکه لیونی سعودي عربستان ته سفر وکړي او هلته څو اړخیزه غونډه پیل کړي. وروسته له دې یې له قطر سره د اړیکې پرېکولو پر طرحې غوښتل چې له انګلیس څخه وژنتون جوړ کړي.

۴. تمه کېده چې انګلیس هم  په سیمه کې د امریکا د ګټو پر وړاندې ودرېږي او همدا دلیل وه چې د یادې ټولپوښتنې پیلولو لپاره یې د بارزاني راپارولو هوډ ونیو؛ چې په سیمه کې د امریکا او مزدورانو لپاره یې مزاحمت او سرخوږی وي. دا معلومه ده چې له مزاحمت پرته د انګلیس په وس کې نور څه نشته، ځکه له امریکا سره د مستقیم مخ کېدو وس نه لري؛ بلکې یوازې دومره وس لري چې امریکا ته مزاحمت او ستونزې جوړې کړي؛ په ځانګړي ډول په هغه صورت کې چې مناسب وخت او د مزاحمت لپاره اغېزمن کار پیدا کړي، لکه د کردستان ټولپوښتنه.

انګلیس پر دې ټینګار لري چې بارزانی تر وروستي حده مخکې ولاړ شي؛ ځکه د امریکا او مزدورانو  لکه ترکیې، ایران او سوریې لپاره یې اوسني شرایط د شته وسله‌والو خوځښتونو په دلیل ډېر ګرم او حساس دي. همدا دلیل دی چې بارزاني پرلپسې د ټولپوښتنې په تر سره کېدو ټینګار لري او انګلیس د دغې ټولپوښتنې لپاره فضا چمتو کړي او په داسې طریقې ګواښ کوي چې د کردانو لپاره به د کردستان په اقلیم کې خپلواک دولت رامنځته کړي. انګلیس له معمول سره سم او د جګړیز او ګمراه کوونکي سیاست پر بنسټ چې ثابت شوی؛ دومره چې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي، د کردانو ګټو ته ارزښت نه ورکوي او د فرېب ورکوونکو تعاملونو تاریخ یې هغه بېلګې دي چې دغه ادعا په ښه ډول تاییدوي. د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د ۲۰۰۹ م د اپرېل پر لومړۍ مو خپره کړې وه، وویل: «انګلیس له محمد حفید سره په ۱۹۱۹ م کال کې ژمنه وکړه چې که په سلیمانیه کې د عثمانیانو پر حریم برید وکړي، د نوموړي لپاره به په کردستان کې خپلواک دولت جوړ کړي.

کردانو پر سلیمانیه برید وکړ، خپل عثماني وروڼه یې ووژل او ژغورل شوي کسان یې تېښتې ته اړ کړل؛ خو انګلیس یې پر ژمنه وفا ونه کړه؛ بلکې محمد حفید یې هند ته ولېږه. همدارنګه انګلیس په ۱۹۲۰ م کال کې له عثماني دولت سره د سیفر پر تړون ټینګار وکړ؛ چې په هغه کې د کردي دولت پر پښو درېدو اړوند بند خلیفه محمد وحید الدین ته د مزاحمت په موخه ورزیات شي. لکه څنګه چې د خبرو اترو لوری د خپل خلیفه پلاوی و، خو کله چې انګلیس وروسته پر دې بریالی شو چې مصطفی کمال د ترکیې د ولسمشر په توګه وټاکي؛ خلافت پای ته ورسېږي او د تړون لوری د مصطفی کمال په ریاست کې شو؛ چې په لوزان او په ۱۹۲۴ کې وشو. هغه و چې انګلیس یو ځل بیا خپل ځان شاه ته کړ او ویې نه غوښتل چې په هغه تړون کې دې د کردانو لپاره د دولت رامنځته کېدو پر بنسټ بند شته وي؛ ځکه موخه یې تر لاسه شوې وه، چې همغه د خلافت سقوط و. انګلیس له پخوا کردي قومپالنې او په سیمه کې د نورو قومونو احساسات راپارول او له هغو کسانو څخه په ګټې اخیستنې چې احساسات یې پارېدل، د اسلامي دولت پر وړاندې درېدل. تر دې چې خپلې موخې ته ورسېدل؛ خو له دې وروسته یې د دغې موخې د لاسته راوړلو لپاره خپل ټول همکاران له ځانه لرې کړل او یا یې د حکامو او رهبرانو په توګه په ټاکلو سره د خپل ځان مزدوران کړل.» په همدې ترتیب لیدل کېږي چې د انګلیس جګړه او فرېب اوږد تاریخ لري.

۵. په همدې ترتیب بارزاني د ۲۰۱۷ م د سپټمبر پر ۲۵مه په ټولپوښتنه کې د ځان لپاره د دولت جوړېدو په موخه، سیمه ییزو او نړیوالو مواضعو  او حتی ځینو کردانو ته له پام پرته ټینګار لري؛ څنګه چې نوموړي ویلي: «د کردستان اقلیم د چهارشنبې په ورځ له عراق څخه د تجزیې غوښتنې ټولپوښتنې لپاره چې ټاکل شوې د سپټمبر پر ۲۵مه به تر سره شي، پوره چمتوالی لري.» نوموړي نوی ټینګار وکړ او د دغې بهیر هر ډول ځنډېدل یې ردل کړل. د کردستان اقلیم د ټولپوښتنې عالي شورا تېره ورځ د کردستان اقلیم د رییس بارزاني په ریاست په ناسته کې د ټولپوښتنې لپاره له بغداد څخه د کرد استازو د وروستیو لیدنو پر پایلو او همدارنګه په اربېل کې له ماټیس سره د بارزاني پر خبرو اترو بحث وکړ. د بارزاني مشاور وویل: «د کردستان اقلیم رییس مسعود بارزاني ټینګار کوي چې ټولپوښتنه د سپټمبر پر ۲۵مه وشي او حتی تر ټاکل شوې نېټې یوه دقیقه هم ونه ځنډېږي.» (سرچینه: له العربیه شبکې څخه په نقل سره، ۲۰۱۷ م، د اګېسټ ۲۴مه)

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ټولپوښتنې په اړه سیمه‌ییز او غیر سیمه‌ییز مخالفتونه په ښکاره شوي دي؛ د بېلګې په توګه:

الف) مسعود بارزاني د ۲۰۱۷ م د جون پر ۷مه د عراق په کرد مېشتو سیمو کې د کردمېشتو خپلواک دولت د تاسیس په موخه ټولپوښتنه اعلان کړه او ادعا یې وکړه چې دغه ټولپوښتنه به د راتلونکې سپټمبر پر ۲۵مه وشي. امریکا په همغه وخت کې دغه ټولپوښتنه رد کړه، لکه څنګه چې له داعش سره د مبارزې په نړیوال ایتلاف کې د ډونالډ ټرامپ ځانګړي استازي «برت مک ګورګ» داسې وویل: « اوس به د دغې ټولپوښتنې تر سره کېدل د ناامنۍ لامل شي او موږ پر دې باور یو چې د سپټمبر پر ۲۵مه د دغې ټولپوښتنې چټګ تر سره کېدل مناسب نه دي؛ ځکه ټاکل شوې چې په دغه ځانګړې سیمه کې به ټولپوښتنه د ناامنۍ لامل شي. (سرچینه: اف. ب، ۲۰۱۷ م کال د جون ۸مه)

اخر هم د امریکا د بهرینو چارو وزیر ریکس ټیلرسون د ۲۰۱۷ م د اګېسټ پر ۱۱مه د کردستان  اقلیم له رییس بارزاني سره په ټلفوني اړیکه کې د واشنګټن په استازیتوب لېوالتیا وښوده چې دغه ټولپوښتنه وځنډېږي. نوموړي همدارنګه له بغداد سره له خبرو اترو او حل لارو پر پیدا کېدو ټینګار وکړ. د ۲۰۱۷ م د اګېسټ پر ۲۲مه امریکا خپل دفاع وزیر جیمز ماټیس د عراق له لومړي وزیر عبادي سره د ناستې په موخه بغداد ته واستاوه چې له دې وروسته په اربېل کې له بارزاني سره وګوري. همدارنګه د ۲۰۱۷ م د اګېسټ پر ۲۳مه ترکیې ته ولاړ چې په سیمه کې له خپل قوي مټ (ترکیې) ګټه واخلي.

ب) په سیمه کې د امریکا پلوو هېوادنو هم دغه ټولپوښتنه ونه منله، څنګه چې د عراق د لومړي وزیر ویاند سعد حدیثي وویل: «د عراقیانو له خوا چې هره موضوع او ګام اخیستل کېږي، باید د اساسي قانون اړوند وي او د عراق د راتلونکي په اړه هر ډول هوډ چې اساسي قانون د یو ډیموکراټیک فدرالي هېواد په توګه پېژندلی، باید د اساسي قانون توکي پکې په پام کې ونیول شي... یوازې یو ښاغلی د نورو ښاغلو انزوا ته په کشولو سره د عراق برخلیک نه شي ټاکلی.» (سرچینه: د امریکا ازادي، ۲۰۱۷ م د جون ۹مه)  

ترکیې هم د کردستان د ټولپوښتنې او خپلواکۍ په اړه خپل مخالفت وښود؛ لکه څنګه چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د کردستان اقلیم د رییس دغه هوډ هغه ګواښونکې تېروتنه وبلله، چې د عراق یووالي ګواښي. (سرچینه: د امریکا ازادي، ۲۰۱۷ د جون ۹مه) همدارنګه اردوغان د امریکا د دفاع له وزیر ماټیس سره تر کتنې وروسته وویل: «د دغې ټولپوښتنې هوډ یو غلط هوډ دی.» (سرچینه: الجزیره، ۲۰۱۷ د اګېسټ ۲۴مه)

ایران هم د ۲۰۱۷ م د جون پر ۱۱مه د همدې ټولپوښتنې تر اعلان لږ شېبه وروسته اعلان وکړ چې دا هېواد د هغې ټولپوښتنې کلک مخالف دی، چې ټاکل شوې د عراق په کردستان کې به په راتلونکې سپټمبر کې وشي. پر دې ټینګار چې د عراق د ارضي تمامیت په اړه د تهران موضع روښانه ده، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهران قاسمي وویل: «له قانوني او ملي اډانې پرته فردي هوډ به په عراق کې د پېچلو ستونزو رامنځته کېدو لامل شي. (سرچینه: afkarhura.com، ۲۰۱۷ د جون ۱۵مه) همدې شبکې د ۲۰۱۷ م د سپټمبر پر ۷مه د ایران شورا غونډې د رییس څرګندونې رانقل کړې چې نوموړي ویلي وو: «په نړیوالو اړیکو کې د اسلامي شورا غونډې رییس ځانګړي استازي حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ چې د عراق په کردستان کې د ټولپوښتنې تر سره کېدل به نوی کړکېچ رامنځته کړي.»

امریکا هم د کردستان دننه داسې پلویان لري چې د هغوی له ډلې څخه د ګوران (بدلون) کردي جنبش او د طالباني حزب (د کردستان کلیوال اتحاد حزب) ته اشاره کولی شو، چې د ګوران حزب د ټولپوښتنې تر سره کېدو لپاره د بارزاني له اعلان سره مخالفت وښود او د یاد جنبش غړي هوشیار د کردستان په پارلمان کې وویل: «د بدلون جنبش اوس هم پر خپل پخواني نظر ولاړ دی، چې په دې وخت کې د ټولپوښتنې تر سره کېدل تېروتنه ده او دغه ټوله اجنډا د مسعود بارزاني خپله ځانګړې او حزبي اجنډا ده. نوموړي ټینګار وکړ چې د کردستان ډیموکراټ حزب لکه د شطرنج لوبې په څېر پلی دی، نه لوبغاړی.» (سرچینه: ایلاف، ۲۰۱۷ د اګېسټ ۵مه) همدارنګه، د عراق ولسمشر فواد معصوم چې د طالباني پر حزب (د کردستان ډیموکراټ کلیوال حزب) پورې تړلی، دغه ټولپوښتنه یې رد کړه او ویې ویل: «د ولسمشرۍ څوکۍ د کردانو پر اوږو او رایو اېښې ده او د یو څاڅکي وینې معادل یې نه ده، معصوم ته به دولت اجازه ورنه کړي او د ټولپوښتنې په ورځ به د نه ځواب ورته ووایي.» د کردستان ډیموکراټ حزب په بیانیه کې د معصوم څرګندونې ګواښونکې وبللې او ادعا یې وکړه چې دغه بیانیه به نړیوالو ته بد او ناوړه پیغام ولري، چې په پایله کې د ټولپوښتنې کار ستونزمنوي او ارزښت یې ټیټوي. (سرچینه: :  afkarhura.com) پر دې سربېره سیمه‌ییز او نړیوال مخالفتونه څنګه مو چې مخکې یاد کړل، بارزاني د همدې ټولپوښتنې په تر سره کېدو کې دومره جدي دی چې حتی یوه دقیقه یې ځنډېدل نه مني. د دې ټولو دلیل هغه فشارونه دي چې د انګلیس له لوري پر بارزاني تحمیلېږي.

۶. اوس مو چې په مختلفو اغېزمنو عواملو د ټولپوښتنې خبرونه وڅېړل، تمه کېږي چې د یادې ټولپوښتنې په اړه قناعت ورکوونکي ځوابونه وړاندې کړم. د دغو مسایلو په څرګندولو سره تمه کېږي چې لاندې چارې تر سره شي:

الف) په هر صورت کې دا تمه نه کېږي چې د کردانو لپاره دې په نړیوالو معیارونو یو قانوني دولت تاسیس شي؛ ځکه په عراق کې د امریکا پروژه دا ده چې یاد دولت له مرکز سره یو مات فدرالي او اقلیمي دولت وي؛ یعني له عملي پلوه د حکومتدارۍ لپاره دغه وېشل تر سره کېږي، له رسمي پلوه داسې دولت پاتې کېږي چې څو فدرالي اقلیمونه وي او د عراق په نوم به یاد شي.

 په ۲۰۰۳ م کال کې د عراق له اشغال وروسته د امریکا پروژه داسې وه: لکه څنګه چې امریکا په خپل اشغال کې د عراق د ټوټه ټوته کولو تخم وشیند؛ خو د خپلواک دولت په توګه د هغوی اعلان یې د رسېدو د یوې الې په توګه مناسب وخت ته وځنډاوه. په ۲۰۰۳ م کال کې په عراق کې د امریکا حاکم «بریمر» په عراق کې د فدرالي اقلیمونو قانون وضع کړ، چې په پایله کې یې یو واحد او قوي مرکزه دولت له منځه ولاړ او فدرالي حکومت یې ځایناستې شو. په دغه دولت کې د اقلیمونو قدرت تر مرکز قوی دی، چې امریکا په مناسب وخت او کله چې خپل مصلحت ومني، عراق د څو دولتونو رسمي اعلان ته چمتو وي. خو اوس په عراق کې د امریکا پروژه دا ده چې عراق په څو داسې فدرالي اقلیمونو بدل کړي، چې له مرکز سره کمزورې اړیکې ولري. موږ د ۲۰۱۴م د اګېسټ پر ۱۲مه د تېرې پوښتنې په ځواب کې داسې ویلي وو: «امریکا په ۲۰۰۳ م کال د عراق تر اشغال وروسته د مستعمرې په بڼه د عراق د ټوټه کولو په فکر کې ده. هغه اساسي قانون چې بریمر وضع کړی و، د قومي او مذهبي اختلافونو پر بنسټ و، چې د هر قوم او مذهب برخه پکې معلومه وه... نوموړي دغه قانون ولسمشر، لومړي وزیر او د پارلمان رییس ته توضیح کړ؛ ځکه لومړی وزیر اجرايي واک په لاس کې لري او له بل لوري بریمر دغه پوسټ ته مذهبي بڼه ورکړه؛ چې دغه کار د نورو کسانو او پوسټونو د پارولو لامل شو... لکه څنګه چې په همدې اساسي قانون کې په ایتلافي حکومت کې اقلیمونه شامل دي او پر یو خت د اقلیمونو واکونه قوي او ځواکمن یاد شوي وو؟ په همدې ترتیب امریکا د عراق د ټوټه کولو لپاره د مناسبې فضا په رامنځته کېدو بریالۍ شوه.»

پر همدې بنسټ د امریکا اوسنی سیاست په عراق کې بې شمېره حکومتونه نه غواړي؛ بلکې کمزوری فدرالي حکومت غواړي چې عملا وېشل شوی او یوازې د بڼې له پلوه د حکومت په توګه پاتې دی. نو پر همدې اساس، په اوسنیو شرایطو کې په بې شمېره حکومتونو د عراق وېشل ډېر لرې تر سترګو کېږي. تر یو وخته باید عراق له عملي پلوه د «بریمر» د پروژې اړوند پاتې شي، داسې چې په بې شمېره اقلیمونو وېشل شوی او قدرت یې تر مرکز قوي وي.

ب) د قطر په بندیزونو کې د انګلیس په امر د ټولپوښتنې اعلان د دمې کولو لپاره دی؛ نو پر همدې اساس که امریکا پر قطر د بندیزونو په لرې کولو او حتی کمولو کې له انګلیس سره مرسته وکړي او عزت یې وساتي، دغه ټولپوښتنه به هم لغوه شي.

ج) امریکا پر عراق یوازنی واکمن دولت دی، که وغواړي په کردستان کې یې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د خپلو کرد جنبشونو په راپارولو یا د اقلیم پر وړاندې د ترکیې او ایران په راپارولو لغوه کولی شي. د ایران د وسله‌والو ځواکونو عمومي قومندان محمد باقري په ۱۹۷۹م کال کې د ایران د تاسیس له پیل څخه په لومړي ځل ترکیه ولیده. دغه لیدینه چې د ۲۰۱۷م د اګېسټ پر ۱۵مه پای ته ورسېده، درې ورځې یې ونیولې. لکه څنګه چې اناضل خبري اژانس وایي: «د ترکیې ولسمشر په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نوموړي ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو تر منځ لیدنې ۵۰ دقیقې وخت ونیو.» دا په خپله د موضوع پر ارزښت دلالت کوي. څنګه چې د ایرنا رسمي خبرې اژانس نقل کوي: «په دغه سفر کې د ایران د وسله‌والو ځواکونو عمومي رییس، د ځمکنیو ځواکونو قومندان او د سرحدي ګارد قومندان او د ایران یو شمېر نورو لوړپوړو قومندانانو د نوموړي ملګرتیا کوله.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي له ترکیې څخه د ایران د وسله‌والو ځواکونو عمومي قومندان محمد باقري لیدنه او له سیال سره یې ناسته او د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري وستایله. (سرچینه: د ایران مهران خبري اژانس، ۲۰۱۷ م اګېسټ ۲۱مه) لرې نه ده چې دغه لیدنه دې د ټولپوښتنې لپاره د مادي غبرګونونو په اړه د هغمږۍ لپاره وي او د ۲۰۱۷ م د اګېسټ پر ۲۳مه له انقرې څخه د امریکا د دفاع د وزیر لیدنه، یعنې د ایران د وسله‌والو ځواکونو د عمومي رییس تر لیدو وروسته دغه فرضیه پیاوړې کوي.   

د) که امریکا د «ج» بند د پلي کېدو له پایلې څخه د جدي ګواښ احساس ولري، کېدای شي د یادې ټولپوښتنې تر سره کېدل لغوه نه کړي، خو اغېزمنه پایله به ورنه کړي او د همدې ټولپوښتنې پر بنسټ به د بېلتون غوښتنې هېڅ ډول اقدامونه تر سره نه کړي.

۷. په وروستیو کې باید ووایو: رښتیا هم دردونکې ده، چې کافران پر دې توانېدلي چې اسلام د مسلمانانو له ژوند څخه لرې کړي او پر ځای یې د مسلمانانو په منځ کې بدبویه قومي او داسې نورې اړیکي ځای پر ځای کړي؛ هغه ناوړه او ورانوونکې اړیکې چې مسلمانان یې په ډلو ډلو ووېشل. په پایله کې اسلامي ورورولي له منځه ولاړه او تر منځ یې دردونکي جګړې وشوې. قومپالنه د امت له منځه وړلو لپاره یو کلنګ دی، څنګه چې همدې مستعمرو کافرانو تېره ورځ په همدې کلنګ اسلامي دولت له منځ یو وړ او نن هم د شته او پاتې امت د له منځه وړلو لپاره دوامداره ګټه ترې اخلي.

وروسته اسلامي خاورې د لویو هېوادونو تر منځ د جګړې په ډګر بدلوي او د مسلمانانو وینو تویولو وسیله یې کوي او یو مسلمان د بل مسلمان سر ترې پرې کوي. اسلام دغه ټول حرام بللي دي او پر یووالي او ورورولۍ یې ټینګار کړی دی. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ [عمران: ۱۰۳]

ژباړه: ټول یو ځای شئ، د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ (دین) منګولې ولګوئ او تیت کېږئ مه. د الله سبحانه وتعالی هغه لورینه دریاده کړئ، چې پر تاسو یې کړې ده. تاسو یو د بل دښمنان وئ، ستاسو په زړونو کې یې مینه واچوله او په مهربانۍ یې تاسو یو د بل وروڼه شوئ. تاسو د یوې له اوره ډکې کندې پر غاړه ولاړ وئ، الله سبحانه وتعالی ترې وژغورلئ. په همدې ډول الله سبحانه وتعالی تاسو ته خپلې نښې درښیي؛ نو پکار ده چې په همدې نښو تاسو ته د خپلې ژغورنې سمه لار په پام کې درشي.

او همدارنګه فرمایي:

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ﴾

ژباړه: مومنان یو د بل وروڼه دي.

همدارنګه اسلام ټول قومي، وطني، ټبري او داسې نور تعصبونه حرام کړي دي:

«فعَنْ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ، قَالَ: سَمِعْتُ جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللهِ يَقُولُ:كُنَّا فِي غَزَاةٍ، فَكَسَعَ رَجُلٌ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ رَجُلاً مِنَ الأَنْصَارِ، فَقَالَ الأَنْصَارِيُّ: يَا لَلأَنْصَارِ، وَقَالَ الْمُهَاجِرِيُّ: يَا لَلْمُهَاجِرِينَ، فَسَمَّعَهَا اللهُ رَسُولَهُ e، قَالَ: مَا هَذَا؟ فَقَالُوا: كَسَعَ رَجُلٌ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ رَجُلاً مِنَ الأَنْصَارِ، فَقَالَ الأَنْصَارِيُّ: يَا لَلأَنْصَارِ، وَقَالَ الْمُهَاجِرِيُّ: يَا لَلْمُهَاجِرِينَ، فَقَالَ النَّبِيُّ e: «دَعُوهَا، فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ.»
(رواه بخاری)

ژباړه: له عمرو بن دینار څخه روایت دی چې وایي: ما له جابر بن عبدالله څخه واورېدل چې ویل یې: موږ په غزا کې وو چې د مهاجرینو یو کس په خپله پښه یو انصار په شاه وواهه؛ انصاري وویل: اې انصارو! مهاجر وویل: اې مهاجرنیو! پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تعصب پرېږدئ چې بد او ناوړه دی.

وعَنْ أَبِي مِجْلَزٍ، عَنْ جُنْدبِ بْنِ عَبْدِ اللهِ الْبَجَلِيِّ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلی الله علیه وسلم: «مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَايَةٍ عُمِّيَّةٍ، يَدْعُو عَصَبِيَّةً، أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً، فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ.»
(رواه مسلم)

ژباړه: ابي مجلز له جندب بن عبدالله بجلي څخه روایت کوي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که کوم څوک په کورکورانه ډول تر بیرغ لاندې خلک تعصب ته بولي، یا له یو چا سره د تعصب په ډول مرسته کوي او  بیا ووژل شي، مرګ به یې د جاهلیت وي.

مسلمانانو کلونه په خپل دین په منګولو لګولو او له خپل پروردکار سره په ټینګې اړیکې په عزت ژوند کاوه، چې اسلام ټول پر یو ځای سره راټول کړي وو. حضرت ابوبکر، عمر، عثمان، علی، سلمان فارسي او حبشي بلال رضوان الله علیهم اجمعین د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اصحاب وو؛ د الله سبحانه وتعالی بندګان وو، یو د بل وروڼه وو او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې یې جګړه کوله. حضرت عمر عرب په مېړانه قدس ته ننوته، صلاح الدین کردي قدس د صلیبیانو له منګولو ازاداوه او ترکي عبدالحمید قدس له یهودیانو ساته. داسې مسلمانان عزت پیدا کوي، که څوک شاهد دي او اورېدونکي غوږونه لري، نو لازمه ده چې همداسې عمل وکړي.

﴿إِنَّ فِي هَٰذَا لَبَلَاغًا لِّقَوْمٍ عَابِدِينَ﴾
[أنبياء :۱۰۶]

ژباړه: په دې کې د عبادت کوونکو لپاره ښکاره ابلاغ دی.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې