شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی

(ژباړه)

پوښتنه:

په دې وروستیو کې د امریکا او شمالي کوریا تر منځ لانجې مخ په زیاتېدو دي. د دغو لانجو په پایله کې د امریکا متحده ایالاتونو د یوې نظامي بېړۍ په ګډون خپل زیات شمېر سرتېري او الوتکې د روزنې په موخه جنوبي کوریا ته لېږلي دي.

شمالي کوریا په داسې حال کې د اټومي جګړې خبر ورکوي چې د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر ۱۵ مه بي بي سي داسې خبر خپور کړ، چې ګواکي شمالي کوریا د امریکا د غولونکو بریدونو پر وړاندې چمتو ده، چې له خپلو اټومي بریدونو ګټه واخلي. بنسټیزه پوښتنه دا ده چې د دغو شخړو واقعیت څه دی؟ د هغوی تر منځ به اټومي جګړه پېښه شي؟ د چین رول د دغو شخړو  په ځنډه کې، په ځانګړي ډول کله چې شمالي کوریا له چین سره د خپل تړون اعلان وکړ، څه کېدای شي؟

ځواب:

هو، د امریکا او شمالي کوریا تر منځ شخړې د امریکا په متحده ایالاتو کې واک ته د ټرامپ د ادارې تر رسېدو وروسته ډېرې شوې. د شمالي کوریا د اټومي ازموینو  پر موضوع چې د امریکا متحده ایالاتونو  له لوري پرې بحث وشو، د یاد هېواد ګواښلو په موخه و. د یادولو وړ ده چې په متحده ایالاتونو کې د شخړو ډېرېدل واک ته د ټرامپ د ادارې تر رسېدو وروسته سخت شوي دي؛ په داسې ډول کوم څه چې اوس د شمالي کوریا د ګواښ په نوم یادیږي. دا له اسیا سره د امریکا د یوځای کېدو په موخه د یادې ادارې په کاري لومړیتوبونو کې دي، چې ځینې برخې یې په دې ډول دي:

د امریکا په سټراټیژۍ کې د شمالي کوریا موضوع داسې پوښتنه نه ده، چې شمالي کوریا دې له سوسیالیستي نظام سره د امریکا پر وړاندې یو قوي نظامي دښمن وي. د شمالي کوریا کمزوری قدرت د امریکا متحده ایالاتونو په کاري لومړیتوبونو کې نه دی، خو کېدای شي په دغه موضوع کې د چین د ښکېلتیا لپاره وي، ځکه امریکا د چین د قدرت له ډېرېدو  وېریږي او د نفوذ مخه یې نیسي، چې یوه یې د شمالي کوریا په ګډون د چین د سرحدونو ستونزه ده. د یادولو وړ ټکی دا دی چې د اوباما د حکومت په وخت کې له هند، جاپان، ویتنام، فلیپین او همداراز د چین په شاوخوا کې له جنوبي کوریا سره همغږي شوې وه، چې دغه اړیکې د یاد هېواد په جنوبي سمندر کې د چین د پانګونې طرحې محدودولو په موخه او له نړۍ سره د چین د قدرت او نفوذ د محدودولو  لپاره دي.  

د امریکا او شمالي کوریا تر منځ شخړې؛ د هند او چین تر منځ د سرحدي شخړو په څېر دي. له بل لوري د چین، چاپان، فلیپین، ویتنام او مالیزیا تر منځ د جزیرې موضوع بله داسې مخکینۍ ستونزه ده، چې د چین پر وړاندې د امریکا په واسطه اوج ته ورسېده. نو په همدې توګه امریکا د چین پر وړاندې د جاپان په نظامیانو  ډېر محدودیتونه لګولي دي. هغه ګواښونه چې اوس د امریکا په کاري لومړیتوبونو کې دي، د دغه هېواد د پالیسۍ یوه برخه د چین پر وړاندې ده.

 پر دې سربېره چې د دواړو هېوادونو تر منځ شخړې تازه اوج ته رسېدلې، خو پر شمالي کوریا د متحده ایالاتونو دغه فشاورنه تازه موضوع نه ده. په لومړیو کې دغې سټراټیژۍ د تندو خبرو بڼه خپله کړه. د امریکا او شمالي کوریا خبرې اترې په ۱۹۹۴ م کې د پیانکیانګ اټومي برنامې پر سره وځنډېدې. په ۲۰۰۸ م کې په شپږ اړخیزو خبرو اترو کې د یونګ بیون د غبرګون له امله دغه خبرې پای ته ورسېدې او په ۲۰۱۲ م کې یو ځل بیا دغه خبرې اترې د شمالي کوریا د اټومي برنامې ځنډېدو په پایله او دغه هېواد ته د څېړونکو د تګ په اجازې پای ته ورسېدې. هر ځل شمالي کوریا خپلې اټومي برنامې د متحده ایالاتونو له ژمنو سره د نه هوکړې، د پاکو اوبو غبرګون او د تېلو په برابرېدو کې پرلپسې والی او یا هم د امریکا له متحده ایالاتونو سره د دښمنۍ لپاره له دغه هېواد سره د مرستو په برخه کې له سره پیلولې.

 امریکا هغه هېواد دی چې پر پیانګیانګ په فشار راوړلو یې د ستونزو ډېرېدل غوښتل. وروسته یې په ۲۰۱۲ م کال کې داسې تګلاره خپله کړه، چې په هغه کې ۶۰ سلنه سمندري ځواکونه د چین د قدرت محدودولو په موخه د شمالي کوریا د یو کمزوري ځواک لپاره، ختیځ لور ته ولېږي. د نن ورځې ټولو شخړو پایله یوازې د همدغو محدودیتونو د دوام لپاره ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسون اعلان وکړ، چې د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا سټراټیژي پای ته ورسېده. نوموړي له خپل جنوبی سیال یونګ بیونګ سي سره د یو مطبوعاتي کنفرانس په دوام کې په سیوول کې وویل: «پرېږدئ چې په څرګند ډول درته ووایم چې د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا سټراټیژي پای ته رسېدلې او موږ جدي امنیتي تدابیر نیولې دي، چې دغه ټاکنه هم د مېز پر سره ده». ( سرچینه: ۲۰۱۷ م د مارچ ۱۷مه Reuters)

خو حقیقت بل ډول دی. د امریکا متحده ایالاتونه د سوریې پر انقلاب په فشار راوړو او د بشار نظام ته د حلب په تسلیمېدو غواړي، چې ترکي ځواکونه پیاوړي کړي. په دې مانا چې د سوریې د انقلابیونو په واسطه د حلب پرېښودل څنګه چې امریکا یې په نظر کې لري، امریکا ته دا اجازه ورکوي، چې پر شمالي کوریا تمرکز وکړي او په دې برخه کې ګامونه واخلي. وروسته له دې چې د سوریې موضوع د اوباما د ادارې په کاري لومړیتوبونو کې وه، چې په هغه کې امریکا اوس هم د چین په سرحدونو کې د خپلو پلانونو لپاره، د خپلو تړون کوونکو د لګښتونو په نظر کې نیولو سره، لازم چمتوالی نه و نیولی؛ اوس شمالي کوریا لومړنۍ موضوع ده، چې د ټرامپ پر کاري مېز پرته ده. په همدې توګه له شمالي کوریا سره شخړو په واشنکټن کې زور اخیستی او د سټراټیژيکې پالیسۍ د پای ته رسېدو بیانیې له شمالي کوریا سره د نظامي حل لارې په نوښت د امریکا له احتمالي بیانیو څخه دي؛ چې د هغه په پایله کې امریکا اعلان کړی چې د شمالي کوریا د نظامي ازموینو په اړه د دوی ځوابونه غولونکي دي او پرېکړه لیکونه یې په لاندې ډول دي.

الف- د امریکا د بهرینو چارو وزیر ټیلرسون شمالي کوریا د اټومي وسلو د تعلیق له امله ګواښي. د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسون د جنوبي کوریا او چاپان په ملاتړ په سختو الفاظو شمالي کوریا له خپلو اټومي ازموینو منع کوي او د جنوبي کوریا او چاپان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له موافقې خبر ورکوي، چې د امریکا متحده ایالاتونه حتی که د اټومي وسلو په کارونې هم وي، باید له توکیو او سیوول نه خپل ملاتړ مشخص کړي.

ب ـ په اټومي وسلو د جاپان او جنوبي کوریا د چمتو کولو په موخه د امریکا ګواښ:  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسون اعلان وکړ، چې نوموړی د هغه حل لارې مخه نه نیسي چې په جنوبي کوریا او جاپان کې د اټومي وسلو ازمویښتونه رهبري کړي. هغه په دې برخو کې د امریکا متحده ایالاتونو اټومي دریځونه مشخص نه کړل، چې دغه وسلې د جنوبي کوریا او که جاپان اړوندې دي؟ (سرچینه: ۲۰۱۷ م د فبروري ۱۷مه Russian Sputnik agency)

ج­ ـ ټرامپ پخپلو  غولوونکو کلمو غواړي، چې د څو میله امریکایي وسلو په واسطه شمالي کوریا ته ټکان ورکړي. د امریکا متحده ایالاتونو  ولسمشر هم څو ورځې وړاندې  په یو ساعته ټلیفوني اړیکه کې د چین له ولسمشر شین جین پینګ څخه غوښتي، چې د شمالي کوریا ولسمشر ته خبر داری ورکړي، چې د امریکا متحده ایالاتونه نه یوازې دا چې نظامي بېړۍ لري، بلکې اټومي اوبتلونه (زیر دریایي) هم لري. هغه په بشپړه قاطعیت وویل: «شمالي کوریا د اټومي وسلو درلودو اجازه نه لري. شمالي کوریا تر اوسه د اټومي وسلو پیلولو موخه نه درلوده، خو له بده مرغه چې په راتلونکي کې به دغې موخې ته ورسیږي». (۲۰۱۷ م د اپرېل ۱۳مه سوریه له Wall Street Journal نه په نقل سره)

د ـ د امریکا او شمالي کوریا د شخړو ډېرېدو په پایله کې، پیانګیانګ د یو  نوي راکټ د ازمویلو او د شپږم ځل لپاره د اټومي ازمایښت د چمتووالي له ګواښه خبر ورکوي. په همدې وخت کې د امریکا متحده ایالاتونو خپل ډېر شمېر سرتیري او نظامي بېړۍ  شمالي کوریا ته نږدې استولي دي. د امریکا د ځانګړو ځواکونو ویاند منلې چې د متحده ایالاتونو  نظامي بېړۍ (Carl Vinso) او جنګي الوتکې همداراز دوه بالستیک توغندي او دوه بالستیک راکټ، چې ګومان کېږي په اسټرالیا کې به ودرېږي، د کوریا پر وړاندې په شبه جزیرې کې د احتیاط لپاره ځای پر ځای کړي. نوموړي زیاته کړه: «په سیمه کې د ګواښ لومړۍ سرچینه د شمالي کوریا د راکیټي برنامو له امله ده». (سرچینه: ۲۰۱۷ م د اپرېل ۲۴ او ۲۹مې)

د امریکا د ولسمشر  مرستیال مایک پنس د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر ۲۲ مه ومنله او ویې وویل: «خبریالانو په سیډني کې یوه الوتکې وړونکې نظامي بېړۍ له دوو ورانوونکو توغندیو او بالیستیکي راکټونو سره د همدې میاشتې په پای کې د جاپان په سمندر کې لیدلې ده. ده زیاته کړه: د شمالي کوریا رژیم باید دا تېروتنه نه وی کړې. له همدې امله په نړیواله او سیمه ییزه کچه د امریکا د متحده ایالاتونو بشپړ حضور له خپلو ګټو او پرسونل سره د ځان او تړون درلودونکو د دخوندیتوب اجازه لري.» پنس ژمنه کړې چې د شمالي کوریا د برید پر وړاندې چې د هېوادونو په ګواښ په بدل کې به سخت غبرګون ولري، ځکه هغه په اسیایي سیمو کې سولې او امنیت ته تر ټولو نوی ګواښ دی. (سرچینه: ۲۰۱۷ د اپرېل ۲۲ AFP)

ه ـ په جنوبي کوریا کې د امریکایي سرتېرو په واسطه د متحده ایالاتونو د ځواکونو د نظامي تمرینونو زیاتوالی: امریکایي او د سویلي کوریا سرتېرو د چهارشنبې په ورځ د شمالي کوریا د ګواښونو پر وړاندې د دفاعي ازمویښتونو د چمتووالي په موخه کلنۍ نظامي زده کړې پيل کړې؛ چې دغو زده کړو د شمالي کوریا په واسطه د راکټ توغولو په برخه کې له ډېرو هڅو وروسته د فبرورۍ پر ۱۲مه د دغو دوو هېوادونو تر منځ شخړې لا ډېرې کړې. (سرچینه: ۲۰۱۷ م د مارچ لومړۍ نېټه  Reuters) د یادولو وړ ده چې امریکا په جنوبي کوریا کې ډېرې اډې او ۲۸زره او پنځه سوه نظامي سرتېري هم لري، چې د چین د سمندري حوزې په سیمو او ارام جزیرو کې د نظامي سیسټم یوه برخه پر سمندري ځواکونو سربېره، له څلور میلیونو یو میلیون نور هم په سمندرونو کې ګرځي، د ټرامپ ګواښونه چې ګنې جګړه حتمي ده، خو امریکا د ځینو دلایلو له مخې جګړه نه غواړي، چې هغه په دې ډول دي:

الف ـ امریکا د شمالي کوریا د هرې اټومي ازموینې پروړاندې توند غبرګونونه او ګواښونه وښودل. په داسې حال کې چې شمالي کوریا د متحده ایالاتونو پر وړاندې خپل غبرګون د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر ۱۵مه د یوه لوی نظامی رسم ګذشت له لارې نندارې ته وړاندې کړ. دغه جریان له پیانګیانګ ټلویزیونه هم خپور شوی او دایې ښودلې چې ګواکي شمالي کوریا د سمندر له تله د توغندیو توغولو له وړتیا نیولې بیا تر لرې بالستیک توغنديو پورې، چې د امریکا قلمرو ته د رسېدو وړتیا لري؛ پراختیا یې ورکړې ده.

له دې څخه دا ښکاري چې د شمالي کوریا د قدرت واقعیت د امریکا لپاره یوه ډېره پېچلې معما ده. امریکا له کوم زیان پرته د جګړې نقشه رسمول غواړي او یا دا چې هېڅ وخت به خپل قلمرو محدود نه کړي. کله چې شمالي کوریا خپل قدرت وښود، د امریکا د ګواښونو باور له کړکېچن حالت سره مخ شو. په همدې ډول پیانګیانګ خپل نظامي ازمایښت او ټلویزیوني خپرونو ته په ځانګړي ډول د ابتلونو ( زیردریایي) وړتیا، د توغندیو لېږد په برخه او د هغې ته یې دوام ورکړ چې حتی د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر ۱۶مه د لرې واټن وشتونکي توغندي د ازمویلو سبب شو. که هر څومره دغه کار بریالی نه و، خو د امریکا نیوکې یې درلودې.

ب ـ د تاد توغندیز دفاعي سیسټم تر اوسه په جنوبي کوریا کې نه دی پراخه شوی، خو کابو د یوکال په اوږدو کې پر دغه موضوع هوکړه شوې ده. د ختیځې اسیا او ارام اقیانوس په چارو کې د امریکا د بهرنیو  چارو وزارت معین سوسن تورنتون تایید کړې چې په جنوبي کوریا کې د تاد دفاعي سیسټم د طرحه شوي پلان مطابق تر اوسه نه دی پراخه شوی او باید دغه سیسټم د جون او جولای تر میاشتو پراخه شي. خو متحده ایالاتونو او جنوبي کوریا داسې هوډ کړی چې د شمالي کوریا تر ازمویښتونو وروسته خپل هستوي پروګرام چټګ کړي. د سیوول او واشنګټن تر منځ د تاد توغندیز سیسټم د پراخولو لپاره د ۲۰۱۶ م کال په جولای کې هوکړې وشوې. د کوریا په شبه جزیره کې د توغندیز سیسټم پلانونو پراخوالی په روسیه او چین پورې تړلی. په همدې حال جاپان څېړلې چې ګواکي یاد پلانونه د سیمې د امنیت په برخه کې ګټور تمامیږي. (سرچینه: ۲۰۱۷ م  د اپرېل ۱۷مه Russian Sputnik agency  )

ج ـ  امریکا له یوې هوکړې وړاندې چې په هغه کې د چین له ولسمشر سره سل ورځنۍ ضرب الاجل د یو سوداګریز تړون په موخه، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو اړیکې ټینګې شي، د شمالي کوریا پر وړاندې به جګړه اعلان کړي. امریکا غواړي چې له چین سره په دغه سوداګریز هوکړه لیک کې، د هغه څه خلاف چې ټرامپ د ټاکنیزو مبارزو په دوام کې ویلي وو، چې ګني پر چینایي مالونو به ۴۵ سلنه مالیه لګوي، له نرمۍ کار واخلي. دا هغه څه دي چې امریکا غواړي د چین له لارې په پیانګیانګ فشار راوړلو سره، چې ګواکي چین شمالي کوریا د امریکا او متحدینو پر وړاندې یوازې پریښې، تر سره کړي. ځکه امریکا له دغې لارې دوو موخو ته رسېدل غواړي:

لومړی: که امریکا په دې برخه کې بریالۍ شي، د چین وضعیت به وخیم کړي. د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر اوومه په فلوریدا کې د ماښام ډوډۍ خوړلو پر وخت د چین له ولسمشر شي جین پینګ او ټرامپ تر منځ په خبرو کې ټرامپ پر سوریه د توغندییز برید امر ورکړ، چې د هغه په پایله کې چین ته له سپکاوي پرته بل څه نه وو. ځکه په دغو خبرو اترو کې چین په بشپړه توګه له پامه غورځول شوی و. د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر ۸مه العربیه داسې راپور خپور کړ چې د امریکا د پخواني لوی درستیز مرستیال او متقاعد جنرال جک کیني له فاکس نیوز نه په نقل سره د ټرامپ پر تګلاره سربېره ویلي دي: «ښاغلی ټرامپ چې څه وایي، هغه تر سره کوي. نوموړي د شمالي کوریا پر وړاندې د جګړې پر اعلان سربېره، چین ته داسې پیغام ولېږه چې چین باید د شمالي کوریا له ملاتړه لاس په سر شي. که داسې وکړي، نو په سوداګریز هوکړه لیک کې به هېڅ ګواښ او خطر احساس نه کړي».

دویم: امریکا په دې هڅه کې ده چې د چین رایه په هغو هوکړه لیکونو سره چې د امریکا په بیانیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ شته، د شمالي کوریا پر وړاندې وکاروي چې په شمالي کوریا کې د ګواښوونکي حالت مخه ونیسي.  همداراز دا چاره د دې لامل کیږي چې په دغه برخه کې د امریکا او روسیې تر منځ هوکړه چټکه کړي. په پایله کې امریکا د کوریا له رایې په ګټې اخیستو د لوبې د ډګر په توګه د چین او روسیې تر منځ کلیدي رول لوبوي، چې د داډول بیانیو ډېرېدل د امریکا لپاره ګټور کېدای شي. د امریکا متحده ایالاتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس له خپل اسټرالیایي سیال مالکوم تورنبول سره په یو مطبوعاتي کنفرانس کې څرکنده کړه: «ټرامپ تېره اونۍ د شمالي کوریا د منع کېدو لپاره د چین هڅې وستایلې». په عین حال کې شمالي کوریا د متحده ایالاتونو له تند غبرګون سره مخ شوه. (سرچینه: ۲۰۱۷ د اپرېل ۲۲مه سیډني الحیات ورځپاڼه)

د ـ امریکا غواړي د شمالي کوریا پر وړاندې سیاسي دریځ ونیسي، چې د پیانګیانګ قدرت کمزوری کړي. دا هغه څه دي چې د پیانګیانګ پر وړاندې د امریکا تر څنګ د روسیې له دریځ نیونې سره شوني دي او یا شاید په سوریه کې د جګړې په رهبرۍ په داسې ډول چې په شمالي کوریا کې خلک داسې فکر وکړي، چې روسیه د امریکا دښمنه ده، تر سره شي. دا همغه غوښتنه ده چې امریکا یې د اوباما د ادارې له وخته پر روسیه په پام کې لري. د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ټیلرسون په اجنډا کې د امریکا او روسیې د تړون تر ټولو مهمه موضوع د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر ۱۱مه په مسکو کې وه. څنګه چې وروسته د روسیي سرچینو د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر ۱۶مه د چهار شنبې په ورځ تایید کړه، روسیۍ ورځپاڼې «کومرسانټ» ویلي: «د امریکا متحده ایالاتونو سیاست ته په کتو له نتیجه لرونکو خبرو سره سم، مسکو د کوریا د مناظرو ستونزې یوه بریا بولي، چې دا پخپله د ټیلرسون د خبرو په لومړیتوب کې وو.» هر کله که له روسیې سره د امریکا تر هوکړې وړاندې، کوریا له ماتې سره مخ شي، امریکا به له ډېرو زیانونو سره مخ شي. همداراز امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې د اټومي ګواښونو په ډېرېدو کې په لاسوهنو سره، چین تر خپل اغېز لاندې راولي.

دې ټولو ته په کتو، امریکا اوس د شمالي کوریا پر وړاندې جګړې ته چمتو نه ده او کومه مناسبه حل لاره په پام کې نه لري. خو په دې تمه ده چې د چین له لوري پر شمالي کوریا فشار راوړل شي، په همدې لاره کې یې هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولې. همداراز ویل شوي چې امریکا د چین له مرستې پرته چمتو ده له ستونزو سره یوازې مبارزه وکړي، همغه ډول چې د چین په ګواښلو غواړي دغه هېواد اطاعت ته وهڅوي او پر پیانګیانک په فشار راوړلو یې اټومي وسلې تر لاسه کړي. له بل لوري، امریکا په دې تمه ده چې له روسیې سره به هوکړې د یاد هېواد پښې د شمالي کوریا ستونزو  ته دننه کړي چې په داسې یو ناوړه حالت کې د امریکا متحده ایالاتونه هم له خپلو ګواښونو په شاه شوي. دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا د خپلو توغندیو او اټومي وسلو له ازمویلو  څخه نه ده په شاه شوې او حتی هر ځل امریکا په برید سره ګواښي. دغه موضوع پخپله په اټومي جګړه کې د شمالي کوریا چمتووالی ښیي او حتی د امریکا په شاتګ شواهد هم شاید د یاد هېواد وروستۍ بیانیې وي.

 یوې امریکایې نظامي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اسوشیټیټ پرس ته ویلي چې واشنګټن د اوس لپاره د شمالي کوریا د محدودولو لپاره کوم رښتینی هوډ نه لري، حتی تر دې که یاد هېواد یو ځل بیا خپل اټومي ازمویښتونه پیل کړي. دغه سرچینې زیاته کړه: «د امریکا طرحه به هغه وخت بدله شي چې پیانګیانګ پر جنوبي کوریا، جاپان او متحده ایالاتونو برید وکړي. دې ته په کتو، امریکا اوس غواړي له شخړو پرته د دا ډول فرصت زمینه برابره کړي.» (سرچینه: ۲۰۱۷ د اپرېل ۱۵مه Russia Today).

 امریکا د هغو موضوګانو د کوچیني کولو  په هڅه کې ده چې په یو بیړني هوډ کې لویې شوې وې. د ختیځې اسیا په چارو کې د یاد هېواد د بهرینو چارو وزارت مرستیال تورنتون سوسن وایي: «هېواد یې له شمالي کوریا سره د جګړې په هڅه کې نه دی او رژیم به یې په دې برخه کې بدل نه کړي. د امریکا متحده ایالاتونه په څرګند ډول غواړي چې له شمالي کوریا سره شخړې د اټومي وسلو په لرې کولو سره په سوله ییزه بڼه حل کړي. همداراز زیاته کړې یې ده: موږ دقیقا د هغه څه په هڅه کې یو چې له شمالي کوریا سره مبارزه وکړو.» (سرچینه: ۲۰۱۷ د اپرېل ۱۷مه Russia Today)

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس ویلي: «په شمالي کوریا کې به د اټومي وسلو له منځه وړل په سوله ییز ډول تر سره شي. د هغو شخړو پر ډېرېدو سربېره چې ټاکل شوې شمالي کوریا د یو بل اټومي ازمایښت اقدام وکړي. د هغه په اړه موږ د واشنګټن او بیجینګ د هوکړې له امله مننه کوو». نوموړی زیاتوي: «موږ په دې باور یو که چین او ملاتړي هېوادونه یې پر شمالي کوریا فشار راوړي، د تاریخي موخو لپاره به د یو بل فرصت تر لاسه کول او د هغه ځای زمینه برابرول چې پکې د اټومي وسلو کارول په سوله ییز ډول کېدونکي وي، پیدا شي.» (سرچینه: ۲۰۱۷ م د اپرېل ۲۲مه سیډني الحیات ورځپاڼه)

دا په شمالي کوریا کې د شخړو واقعیت دی چې د امریکا او فعالو حزبونو په برنامو سره پر شمالي کوریا تر سره کیږي او دغه یوه ټولیزه طرحه ده. که څه هم حالت خراب دی او د جګړې ګواښونه ډېریدونکی دي، د امریکا او روسیې تر منځ د یوې ځانګړې هوکړې د پوره کېدو تمه کیږي. که داسې وشي، نو اټکل کیږي چې شخړې به ورسره ډېرې شي او که دغه هوکړه د ډېر وخت لپاره وځنډیږي او که پایلې ته ونه رسیږي، د کوریا په نیمه جزیره کې د پیانګیانګ پر اټومي وسلو د له منځه وړلو فشارونه به په منځنۍ کچه همداسې پاتې شي. له دې پرته که متحده ایالاتونه په دغو معاملو کې له شمالي کوریا سره بیړنی اقدام وکړي، پایله به یې ډېره خرابه شي.

 په پای کې امریکا د سمې سټراټیزۍ په پلي کېدو کې د سیاسي منطق له نشت سره مخ ده. د امریکا د فاع پخوانی وزیر لیون پنیټا پر شمالي کوریا د امریکا انحصاري سلوک پر وړاندې ګواښ وکړ او زیاته یې کړه: «په دې برخه کې هر ډول خوځښت د اټومي جګړې پیلول دي، چې میلیونونه کسان به پکې ووژل شي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پخواني ولسمشر ولې پر شمالي کوریا برید ونه کړ؟ نوموړي زیاته کړه: د متحده ایالاتونو اداره باید خپلو خبرو ته پام وکړي، د شخړو ډېرېدو مخه ونیسي او باید ډېر پام وکړي، داسې نه شي چې په دې برخه کې بیړنۍ پرېکړه وکړي. نوموړي ځینو اړتیاوو ته اشاره وکړه: اټکل کیږي چې د ارامۍ په صورت کې به چین پر هغه بریالی وي. څنګه چې واشنګټن مخکې په دې برخه کې چین ته د لاسوهنې فرصت ورکړی و، چې د خپل قدرت نفوذ پیدا کړي.» (سرچینه: ۲۰۱۷ د اپرېل ۱۵مه Russia Today).

واقعیت ته په کتو د چین له دریځ څخه داسې ښکاري چې امریکا له جګړې پرته د کړکېچونو په زیاتولو چین په نامستقیم ډول موخه ګرځول غواړي. امریکا چې څه تر سره کوي، د دې لپاره دي چې کړکېچونه کم شي. نو امریکا د جنجالونو د له منځه وړلو لپاره قضاوت کوي او نظامي حل لاره پرېږدي. پر دې سربېره، په جنوبي کوریا کې د امریکا د توغندیو ضد سیسټم د ردولو په شمول د کوریا شبه جزیره له نظامي جوړښت سره مخالفه ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت د بیجینګ د مخالفت په اړه څرګنده کړه چې تحاد سیسټم پراخه کړي. په همدې حال کې شمالي کوریا او ګاونډي هېوادونه یې د هغه څه غوښتونکي شول چې د هر ډول پاروونکي عمل مخه ونیسي. (سرچینه: ۲۰۱۷ د اپرېل ۱۷مه الجزیره شبکه)

که څه هم دا د د ماتې تحریک او د جګړې لپاره چمتووالی کېدای شي  د چین د بهرینو چارو وزیر وانګ وویل: «که جګړه پیل شي، هېڅ ډول بریا به ونه لري.» (سرچینه: ۲۰۱۷ د اپرېل ۱۵مه بي بي سي).

د هغو راپورونو پر بنسټ چې روسیې د ۲۰‍۱۷ م د اپرېل پر ۱۴مه خپاره کړل، د چین د نظامي چمتووالي له مخې، د امریکا نړیواله نماینده ګۍ (یونایټیډ پریس انټرنشنل) ښکاره کړې چې د چین نظامي ځواکونو له پنځو حوزو نه د ملاتړ په برخه کې له عمومي نظامي قومندان څخه په مستقیم ډول دستورونه تر لاسه کړي دي. د نادولتي بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ لکه: په هانګ کانګ کې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ مرکزونو، په چین کې د کانګ کوینګ، سیچوان او یون نان په نظامي ساحو کې د توپونو اډو ته امر شوی چې د شمالي کوریا سرحدونو ته ولېږدول شي او همدې مرکز ته په کتو  له ۴۷ نظامي اډو څخه د ۲۵ زره نظامي پرسونل ته د شمالي کوریا سرحدونو ته نږدې په لرې واټن کې له ټولو جنګي امکاناتو سره د یوې نظامي اډې پر لور د حرکت امر ورکړل شوی دی.

 یوې جاپانۍ سرچینې خبر ورکړی چې د شمالي کوریا د سرحدونو پر لور د چینایي سرتېرو د حرکت دلیل په بیجینګ پورې اړه لري، شاید پر پیانګیانک د واشنګټن برید په سوریه کې پر الشعیرات نظامي اډې د متحده ایالاتونو د راکیټي بریدونو له سناریو سره ورته وي. دا هغه څه دي چې موږ په همدې موضوع کې د اوسنیو خبرونو د تحلیل پر بنسټ د وړاندوینو په دوام کې راتلونکي ته فکر کوو. موږ د دې لپاره دا وایو چې نن روځ نړۍ د انسان په جامه کې د وحشي حیوانانو په واسطه کنټرولیږي او د انسان وینې ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. حتی که ګټو یې وینو تویولو غوښتنه وکړه، پخپلو اټومي او نااټومي وسلو به د وینو سیندونه وبهوي. نړۍ به د بشر په واسطه جوړ شوي پانګوالي نظام له لمنځه وړلو پرته د ارامۍ احساس ونه کړي. د ارام ژوند لپاره باید د نبوت پر تګلاره د خلافت عادل نظام  د هغه بدیل کړي، چې د نړۍ رهبري پر غاړه واخلي او هوسا او ارامه ژوند له ځان سره راوړي. ځکه الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه پوهیږي چې کوم څه د مخلوق په ګټه دي.

﴿ألَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ

[ملک: ١٤]

ژباړه:ایا هغه چا چې موجودات یې پیداکړي، د هغوی له حاله نه دی خبر؟ په داسې حال کې چې هغه په پټو رازونو پوه او با خبره دی.

Last modified onیکشنبه, 16 جولای 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې