پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
فرانسې ته د امریکا د نږدې کېدو دلیلونه
بسم الله الرحمن الرحيم
فرانسې ته د امریکا د نږدې کېدو دلیلونه

(ژباړه)

پوښتنه:

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په هغه مرکه کې چې له نیویارک ټایمز ورځپانې سره یې درلوده، یو ځل بیا له فرانسې څخه خپلې وروستۍ لیدنې ته اشاره وکړه او ویې وویل: «ماکرون یو عجیب، زیرک او د وړتیا څښتن شخص دی، دا یې خوښېږي، چې لاسنيوی مې وکړي.» نوموړي زیاته کړه: «خلک پر دې نه پوهېږي، چې نوموړی څومره لېوالتیا لري، چې زما لاسنیوي وکړي.»  (سرچینه: له عربیه ډاټ نېټ ـ واشنګټن فرانس پرس نه په نقل،  ۲۰۱۷ م، د جولای ۲۰مه)

د امریکا ولسمشر ټرامپ د ۲۰۱۷ م د جولای پر ۱۳مه پاریس ته ولاړ، چې د فرانسې د اوسني ولسمشر ماکرون له ګرم هرکلي سره مخ شو. دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې پخواني ولسمشر هولاند د امریکا له ولسمشره کرکه څرګنده کړې وه او همدارنګه اروپایي رهبرانو پر ولسمشر ټرامپ زیات تورونه ولګول. د امریکا او فرانسې د دې نږدېوالي دلیلونه څه دي او له پاریس څخه د ټرامپ د لیدنې تر شاه کومې موخې نغښتې دي؟ ایا دغه لیدنه به د سوریې په حالت کې کوم رول ولري، دې ته په کتو چې د فرانسې ولسمشر ماکرون په سوریه کې د امریکا او فرانسې د ګډې نوې ستراتیژۍ په اړه خبرې کړې دي؟

ځواب:

په نړیوال سیاست کې له ټرامپ څخه لارې ورکېدنه، نوموړي ته ناوړه پایلې لري؛ د بېلګې په توګه: د ناټو تړون د نه موثریت په اړه د نوموړي تندې څرګندونې چې د امریکا د سیاستونو پر وړاندې د سختو غبرګونونو لامل شوې؛ په ځانګړي ډول هغه غبرګونونه چې له برلین څخه صادر شول، چې نوموړي د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په دوران کې او له دې وروسته کله چې نوموړي په ۲۰۱۷م د جنوري پر ۲۰مه په رسمي توګه کار پیل کړ؛ د اروپایي اتحادیې پر وړاندې یې خپله کرکه پټه نه کړه. له اروپایي اتحادیې د انګلیستان بېلېدل وستایل. نوماند سفیر یې په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې پاشل کېدو په تمه و او امریکا د هالنډ او فرانسې ټاکنو ته په همدې تمه وه چې د اروپایي اتحادیې مخالفان ټاکنې وګټي او په ۲۰۱۷ م کال کې یاده اتحادیه سره وپاشي؛ خو اروپایي اتحادیې په دې اړه امریکا نهیلې کړه او له انګلیس څخه فرانسې او هالنډ ته د بېلتون غوښتنې د غزېدو  مخنیوي په ازموینه کې بریالۍ شوه. په دغه ترتیب یې اتحادیه له پاشل او تیت کېدو وساتله. په نړیوال سیاست کې له امریکا څخه د لارې ورکېدو په اړه لاندې مواردو ته اشاره کولی شو:

۱. د ناټو تړون په اړه د امریکا ضد ونقیض لیدلوري؛ لکه څنګه چې ټرامپ د دغه تړون د تاریخ د تېرېدو ادعا کړې وه؛ خو وروسته یې خپلې خبرې بېرته واخیستې.

۲. د پاریس د اقليمي بدلونونو له هوکړه لیک څخه په شاه شو او وروسته یې د خبرو اترو وړ وبلله.

۳. د شمالي کوریا په اړه د نوموړي تندې څرګندونې، چې نوموړی یې د جګړې تر حده رسولی و، وروسته یې دریځ بدل کړ.

۴. د چین په اړه منفي نظر؛ خو وروسته په دې هیله چې یاد هېواد د شمالي کوریا په قضیه کې له نوموړي سره مرسته وکړي، له ځپل دریځه په شاه شو.

۵.  د سوریې په اړه قوي څرګندونې، چې وروسته یې په ژینو او استانه کې په خپل حال پرېښودې.

همدارنګه د امریکا کورنی ترینګلی حالت، په ځانګړي ډول هغه شخړې چې د نوموړي مخالفینو په ټاکنو کې د ټرامپ په ګټه د روسیې د لاسوهنې په اړه پیل کړې دي. په دې برخه کې ټولې ستونزې او مخالفتونه چې حساسیتونه یې راپارولي، هغه ټلیفوني اړیکې دي، چې نوموړي او افرادو یې له روسیې سره درلودې. دغه حالت د دواړو هېوادونو تر منځ د هوکړو پایلې ته رسېدل ستونزمن کړل او دغه هوکړه وځنډېده. نوموړي د ۲۰۱۷ م د جولای پر ۷مه په المان کې د ۲۰ هېوادونو غونډې په څنډه کې یوازې له روسیې سره ولیدلی شول. نوموړي پر دې سربېره چې له روسیې سره یې د خپل هېواد اړیکې جوړې نه کړای شوې، کله يې چې د هېواد کنګرې پر روسیې نور بندیزونه ولګول، حالت نور هم ترینګلی شو. پرې دې سربېره کله چې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو پر بنسټ راپورونه زیات شول، کورنۍ اوضاع یې نوره هم کړکېچنه کړه.

دغو ټولو مواردو د امریکا او اروپایي هېوادونو په نړیوالو سیاستونو کې ګډوډۍ رامنځته کړې او دغو ګډوډیو د اروپایي اتحادیې هېوادونه، داچې څرنګه د خپلو مصالحو او وړتیا اړوند د امریکا له نوي سیاست څخه ګټه تر لاسه کړي، متردد کړي دي. موږ به د ټرامپ د سیاستونو پر وړاندې د دغو اړوندو هېوادونو دریځ روښانه کړو؛ وروسته به د فرانسې د دریځونو هغه دلیلونه روښانه کړو چې له دغه هېواد څخه د نوموړي د لیدو د دعوت او تاوده هرکلي سبب شول.

د ۲۰۱۷ م د جنوري پر ۲۶مه له واشنګټن څخه د انګلستان د لومړي وزیر تریزامي چټکه لیدنه او له واشنګټن سره د سوداګریزو هوکړو د لاسلیک لپاره د نوموړي سخته لېوالتیا د اروپایي اتحادیې د نورو هېوادونو لپاره هغه نښه وه چې له یادې اتحادیې څخه بهر شي. په دې ډول انګلیس له امریکا سره خپل یوځایوالی نوی کړ او د ټرامپ د ادارې له په کار پیلېدو څخه خوښ و؛ خو وروسته چې د اروپایي اتحادیې پاتې پلویان د هالنډ او فرانسې په ټاکنو کې بریالي شول او امریکا د اروپایي اتحادیې له پاشل کېدو څخه نهیلې شوه؛ د انګلیس په اړه د ټرامپ مثبت نظر بدل شو؛ ځکه له انګلیس څخه د ټرامپ تمه دا وه چې د اروپایي اتحادیې په پاشلو کې د رهبر رول ولوبوي او وروسته له دې چې په پاریس او امسټرډام کې د انګلیستان سناریو تکرار نه شوه، امریکا د انګلیس نړیوال مصالح خپله موخه وګرځول؛ په داسې بڼه چې له انګلیسه یې لار ورکه کړه. د بېلګې په توګه: په لیبیا کې یې د انګلیس د مصالحو ګډوډلو لپاره خپل مزدور «السیسي» اړ کړ چې د «حفتر» ملاتړ وکړي او خپل نورو مزدوران یې په یوه ټکان ورکوونکې بڼه اړ کړل چې پر قطر، چې د عربي نړۍ او اسلام په حوزه کې د انګلیس د نېزې د سر رول، فشار راوړي.

 په دغو کړنلارو د انګلیستان سیاست ټکنی شو، د ټرامپ په رهبرۍ یې له امریکا څخه باور سلب شو او خپل ځان یې د امریکا د څټک او اروپا د سندان تر منځ ولید، چې له اتحادیې څخه د وتلو لپاره له دوی سره خبرې کوي او د دغو ټولو تردیدونو پر وړاندې د انګلیستان لومړي وزیر چټکې ټاکنې اعلان کړې. پر دغه دریځ یې د دولت غړي هم حیران شول او د ۲۰۱۷ م د جون د ۸ مې ټاکنو په دغې پلان شوې پایلې سره يې دا روښانه کړه، چې د انګلیستان د وتلو پلویان ډېر کمزوري شوي دي او که له بروکسل سره خبرې پایلې ته ونه رسېږي؛ په اروپایي اتحادیه کې د پاتې کېدو احتمال پیاوړی کوي. دغه دریځ دا روښانه کوي چې د امریکا نوو سیاستونو څرنګه انګلیس سرګردان کړی دی؟

 په دې منځ کې هغه لوری چې ډېر اهمیت لري، روسیه ده او وروسته له دې چې دغه هېواد په ۲۰۱۴ م کال کې د کریمیې شبه جزیره له ځان سره وتړله او د جګړې اور یې د اوکراین په ختیځ کې بل کړ؛ له امریکا سره د اروپا کړنلارې یوځای شوې او هغه بندیزونه چې د اروپا او مریکا له لوري ولګول شول، د یادې موضوع په اړه د دوی واحد لیدلوری دی. په تېره بیا چې اروپایان له دې وېره لري چې پوتین ختیځ مرزونه بند نه کړي.

خو ټرامپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو له پیل نه پر دغو بندیزونو نیوکه کړې او له روسیې سره یې د صمیمانه اړیکو جوړېدو ژمنه کړې وه. ته وا امریکا اروپا د روسیې له بلند پروازیو سره په مخ کېدو کې یوازې پرېښوده، که څه هم د اروپا رهبرانو دا درک کړې وه چې امریکا د اوباما د حکومت له وخته روسیې ته اجازه ورکړې وه چې لاپې ووهي؛ په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې روسیې ته یې د سوریې په جګړه کې د ګډون اجازه ورکړه؛ خو ټرامپ ویلي وو چې له روسیې سره به اوږدمهاله دوه اړخیزه هوکړې لاسلیک کړي او په پایله کې به په نړیوالو کړکېچونو کې د اروپایانو هیلې له خاورو سره خاورې کړي.

د امریکا د نوو سیاستونو پر وړاندې د المان غبرګون جدي و، ځکه المان د ناټو تړون هېوادونو په اړه د امریکا نیوکې رد کړې او دا یې ملنډې وبللې چې المان او اروپا دې په ښاري دفاعي موضوع ګانو کې د امریکا لپاره کار وکړي. د اقلیمي بدلونونو له هوکړه لیک څخه د امریکا وتل یې وغندل او هر ډول نوې خبرې یې په دې برخه کې رد کړې. همدارنګه له سعودي عربستان سره يې د امریکا د وسلو پر تړونونو نیوکه وکړه او هغه یې د سیمې په لمبې وهونکي اور کې له غوړیو تویولو سره تشبیه کړ. د فرانسې دریځ بدل شو، خو المان په خپل دریځ کې همداسې ثابت پاتې شو. د المان د دویچه وله د شپنیو خپرونو پر بنسټ په المان کې د ۲۰ هېوادونو په ناسته کې د امریکا د سیاستونو پر وړاندې د یاد هېواد د صدراعظمې انګلامرکل دریځ سخت و؛ خو د فرانسې ولسمشر بیا ډېر محتاط و، چې ټرامپ غوسه نه شي. (سرچینه: دویچه وله المان، ۲۰۱۷ م، د جولای ۱۴مه)

په لنډ دول دا ویلی شو چې المان په پراخه بڼه هڅه کوي چې د لوی هېواد په توګه خپل ځای تر لاسه کړي؛ خو دغه هڅې یې د امریکا د نوو سیاستونو پر وړاندې درېدلي دي.

له فرانسې نه د ټرامپ د لیدو دلیلونو پېژندنه او هغه څه چې د امریکا او فرانسې له نږدېوالی څرګندېږي؛ د فرانسې د لیدو لپاره د امریکا د ولسمشر له بلنې څخه د فرانسې موخې او  د یاد هېواد په ملي جشن کې ګډون، چې د ۲۰۱۷ م د جولای پر ۱۳مه جوړ شو او دا چې فرانسې دغه لیدنه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د امریکا دګډون د سلمې کلیزې په توګه یاده کړه؛ دا هغه پېښه ده ناڅاپي پېښېږي؛ خو د ټاکلو موخو لپاره.

دا چې ولسمشر ټرامپ له ټولې اروپا سره په اړیکو کې د شخړو رامنځته کېدو په هڅه کې دی، فرانسه نوموړي ته بلنه ورکوي چې په ملي جشن کې یې ګډون وکړي. د ایلاف ورځپاڼې له سایټ څخه په نقل سره ماکرون له ټرامپ سره په ټلیفوني اړیکه کې نوموړي ته بلنه ورکړه چې فرانسې ته ورشي او په ملي جشن کې یې ګډون وکړي؛ دا په داسې حال کې ده چې ماکرون د لومړي ځل لپاره په بروکسل کې  د مې میاشتې په وروستیو کې د ناټو تړون په غوڼدو کې ټرامپ ته بلنه ورکړې وه. (سرچینه: د ایلاف ورځپاڼې سایټ، ۲۰۱۷ م د جون ۲۸مه)

د ۲۰ هېوادونو په وروستیو غونډو کې المان د ۲۰۱۷ م د جولای پر ۷مه په داسې حال کې چې د اروپایي اتحادیې رهبرانو پر ټرامپ له دې امله نیوکې وکړې چې د اوبو او هوا بدلون له هوکړه لیک په شا شو؛ خو ماکرون نوموړي ته ګرم هرکلی ووایه. دا چې په ۲۰۱۴م کال کې د اوبو او هوا بدلون په اړه د پاریس له هوکړې څخه چې ۱۹۵ هېوادونو لاسلیک کړې وه، د ټرامپ تر شا ته کېدو وروسته بیاهم ماکرون نوموړي ته د فرانسې د لیدو بلنه ورکوي، نوموړی هم حیران دی. (سرچینه: عربیه ډاټ نېټ،  ۲۰۱۷ م د جولای ۲۰مه)

خو د فرانسې د نوو کړنلارو د موخو په اړه ټینګار باید وکړو، چې فرانسه د اروپایي اتحادیې د ملا تیر ده او هغه دولت دی، چې پر ټرامپ یې کلکې نیوکې وکړې او له امریکا سره یې د سیاسي اړیکو پر څرنګوالي اندېښمنه وه. دا دریځونه د فرانسې په پخواني ولسمشر پورې اړه نه لري، بلکې اوسني ولسمشر ماکرون هم د خپلو ټاکنیزو سیالیو پر وخت او په همدې وروستیو کې پر امریکا تندې نیوکې وکړې. د امریکا پر وړاندې د فرانسې نرمي او انعطاف منل یوازې په دې وروستیو اونیو کې ښکاره شوي، چې دا نرمي یې ټرامپ ته له بلنې او ګرم هرکلي څخه څرګندېږي. هر کله چې د امریکا پر وړاندې د فرانسې انعطاف منلو  په اړه مطالعه وکړو، دوې مسلې چې یوه یې له بلې څخه بې ارزښته نه ده، څرګندېږي.  

لومړی: له امریکا سره په تعامل کې د فرانسې د انعطاف منلو لومړی دلیل د سوریې موضوع ده؛ ځکه له هغه وروسته چې ماکرون اعلان کړه چې نوموړی د بشار اسد لپاره مشروع بدیل نه ویني؛ په همدې دلیل د یاد هېواد د بحران د حل لپاره د بشار اسد ګوښه کېدل شرط نه ټاکي. ماکرون د امریکا ولسمشر ته تر هرکلي وړاندې وویل: «په سوریه کې سیاسي حل ته د رسېدو لپاره فرانسه د بشار اسد ګوښه کېدل شرط نه بولي.» (سرچینه: رویټرز،  ۲۰۱۷ م د جون ۲۱مه)

په همدې ترتیب فرانسې له امریکا سره خپله اړیکه نږدې کړه، په داسې حال کې چې امریکا د سوریې نظام د بقا او په سوریه کې د ډېرو نورو ډلو په لټه کې ده. دا نږدې کېدل په سوریه کې د رول درلودو لپاره دي چې فرانسه یې له ډېره وخته په پام کې لري. په داسې حال کې چې فرانسه پر دې پوهېږي چې د امریکا له هوکړې پرته به هېڅ وخت په سوریه کې دا رول تر سره نه شي.  

له ټرامپ څخه د ماکرون دغه ګرم هرکلی او د بشار ګوښه کولو لپاره د نوموړي نه ټینګار د دې لپاره دی چې فرانسه دا درک کوي چې امریکا اوس د بشار اسد ګوښه کول نه غواړي، ځکه مزدور بدیل یې نه دی ورته پیدا کړی. نو فرانسه له خپل پخواني دریځه په شاه شوه، ځکه پخوانی دریځ یې د ګډون خنډ و. همدارنګه د ترویزم پر وړاندې مبارزې په مسئله کې ماکرون خپل ځان د ټرامپ له غوښتونو او نظریو سره همغږی کړ. له همدې امله د فرانسې ولسمشر ماکرون د مطبوعاتي کنفرانس په دوام کې چې له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرامپ سره یې درلود، ویلي دي چې ده له ولسمشر ټرامپ سره د عراق او سوریې په جګړه کې د بل پړاو نقشې په طرحه کې هوکړې ته رسېدلی. ده زیاته کړه چې نن پنجشنبې د فرانسې په پلازمېنه کې نوموړي د امریکا له ولسمشر سره هوکړه کړې چې دواړه هېوادونه به له تررویزم سره د مبارزې لپاره خپل ټول وس وکاروي. (سرچینه: RT، ۲۰۱۷ د اګیسټ ۱۳مه)

دویم: د فرانسې انديښنه له المان څخه د یو قدرت راڅرګندېدو په توګه ده. د فرانسې دا انديښنې د دې لامل شوې چې د ټرامپ په اړه د المان تندو څرګندونو ته هېڅ پام ونه کړي او امریکا ته غوړه مالي وکړي. په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي فرانسوا دیلاتر د امریکا د ولسمشر تر سفر وروسته په پاریس کې وویل: «د سوریې د کړکېچ د حل لپاره د تماس ډله چې پاریس یې د تشکیل وړاندیز کړی، باید د امنیت شورا غړي او سیمه ییز اصلي لوبونکي له هغه سره یوځای شي.» دغه ډیپلوماټ د امنیت شورا تر ناستې وړاندې د جمعې په ماښام د بندو دروازو تر شاه خبریالانو ته ټینګار وکړ: «لازمه ده چې دا ډله د سولې ټينګښت او د لارې نقشه يې چمتو کړي.» دغه فرانسوي ديپلومات زیاته کړه: «څه چې مهم دی، د نړیوالې ټولنې اتحاد او په سوریه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سټیفان ډي میسټورا د هڅو د ملاتړ لپاره د نوو نقشو طرحه ده.» (سرچینه: روسي ورځپاڼه، ۲۰۱۷ م، د جولای ۱۴مه)

په همدې ترتیب فرانسه د سوریې د کړکېچ حل لپاره د تماس ډلې د تشکیل غوښتنه کوي او دا چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي هېوادونه او سیمه ییز لوبغاړي له هغه سره یوځای شي او له فرانسې سره د پنځو هېوادونو له لوري د عملي اقدام په وړاندې کولو سره غواړي المان په دې پلمې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړی نه دی، په دغه لېست کې شامل نه کړي. دا پخپله د المان له پرمختګ څخه د فرانسې وېره ده او نه غواړي چې په نړیوالو کړکېچونو کې المان ته رول ورکړل شي. همدارنګه د ټرامپ دوه مخي سیاست په ځانګړي ډول فرانسې ته سفر د امریکا او اروپایي اتحادیې تر منځ په نړیوال سیاست کې لوی بدلون رامنځته کړی؛ تر دې چې ځینو رسنیو وویل چې دغه لیدنه به د نوي نړیوال نظم د پیل په معنی وي.

انګلیسي ټایمز ورځپاڼې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ لیدنه د نوي نړیوال نظم د پیل په مانا بللې ده؛ ځکه د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون له امریکا سره د خپل هېواد اړیکې جوړې کړې. دې ورځپانې ویلي: « ماکرون خپل ځان د انګلیس له وتلو وروسته د اروپایي اتحادیې لپاره رښتینی رهبر بولي.» د یادې ورځپاڼې په تعبیر له اروپایي اتحادیې څخه د انګلیستان تر وتلو وروسته به د نوې لوبې کارتونه ووېشل شي. دغې ورځپانې په لنډ ډول لیکلي: «د اروپایي اتحادیې بنسټ داسې ایښودل شوی چې المان او فرانسې دواړو ته دا واک نه ورکوي چې د یو قدرت په توګه ځان وښیي.» همدې ټکي ته اشاره کوي: «دغه دواړه هېوادونه پر دې ونه توانېدل چې د کلونو دښمنۍ پرېږدي او د اروپا لویې وچې د رهبرۍ لپاره له یو بل سره کار وکړي. یوازې دومره چې انګلیس یې تر څنګ وي او که نه؟ خو په اوس وخت کې دغه دواړه هېوادونه په دوو مختلفو لورو خوځېږي. فرانسه د ماکرون تر رهبرۍ لاندې د اروپا رهبرۍ ته لېواله ده، خو المان د میرکل په رهبری دا غواړي چې د اروپا پر بشپړې ساتنې او نه تجزیه کېدو تمرکز وکړي.» (سرچینه: د وفد ورځپاڼې سایټ، ۲۰۱۷ م، د جولای ۱۴مه)

هغه څه چې دغه پوښتنه پرې پای ته رسوو، دا دي چې د سوریې موضوع ته د فرانسې د دننه کېدو ارمانونه به ډېر اوږدمهاله نه وي او د امریکا دریځ به ژر له منځه ولاړ شي؛ ځکه امریکا له خپلو موخو پرته د سوریې په بحران کې بل رول نه مني. دغه انعطاف منل چې امریکا یې د سوریې د بحران په اړه د فرانسې د دریځنیونې پر وړاندې ښيي، د المان او فرانسې تر منځ د شخړو راپورته کېدو لپاره دي، چې له همدې لارې د اروپایي اتحادیې هېوادونو په منځ کې کرکه رامنځته کړي او اروپا سره وپاشي.

په نړیواله صحنه کې د المان له څرګندېدو څخه د فرانسې وېره او ډار پر ځای دی، ځکه د المان دولت زېربناوې د فرانسې دولت تر هغو قوي دي او دغه غوروالی له تاریخي او جغرافیایي پلوه هم مشهور دی. المان د هغو هوکړو پر بنست چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته وشوې، په نړیواله کچه له اغېزمن نړیوال نظامي رول درلودو څخه منع شو او ترې وغوښتل شول چې یوازې پر اقتصادي صنعت تمرکز وکړي؛ نه نظامي او جنګي صنعت. اوس المان د هغو هوکړو پر وړاندې له اخلاقي ګواښونو څخه د خلاصېدو په حال کې دی. په غالب ګومان، المان په اروپا کې نوی پرمختګ کړی او له فرانسې به مخکې شي، که هر څومره فرانسه امریکا ته ځان نږدې کړي. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې تر منځ یې اختلافونه ډېر شي او د دوی ریښې له منځه یوسي.

﴿فَأَتَى اللَّهُ بُنْيَانَهُم مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ

[النحل: ۲۶]

ژباړه: له دوی څخه مخکې هم ډېرو خلکو د حق ذلیل ښودلو لپاره همداسې دسیسې جوړې کړي دي؛ خو الله سبحانه وتعالی د هغو دسیسو کلا ویجاړه کړه. له داسې لوري عذاب پرې راغی چې ګمان یې نه کېده.

د هغه پر ځای ډېر ژر اسلامي دولت حاکم، خیر او برکت د هغه په وسیله په ټوله نړۍ کې خپور کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث حقیقت ومومي، چې احمد په خپل مسند کې له تمیم الداري څخه روایت کړی دی:

«لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الْأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَلَا يَتْرُكُ اللَّهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللَّهُ هَذَا الدِّينَ بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ عِزًّا يُعِزُّ اللَّهُ بِهِ الْإِسْلَامَ وَذُلًّا يُذِلُّ اللَّهُ بِهِ الْكُفْرَ

ژباړه: دغه دین ټولې نړۍ ته رسېږي او هېڅ کور او خېمه نه پاتې کېږي؛ خو دا چې الله سبحانه وتعالی دا دین عزمنتو ته په عزت ورکولو او او د ذلیلو او خوارو انسانانو په ذلیلولو د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسوي؛ هغه عزت چې په وسیله يې  اسلام ته عزت ورکوي او کفار خوار او ذلیلوي.

ډېر ژر به د رسول الله صلی الله علیه وسلام دا وینا د الله سبحانه وتعالی په مرسته او توفیق حقیقت پیدا کړي او الله سبحانه وتعالی ته دا کار ستونزمن نه دي.

بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې