شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سوریه کې د روسیې او امریکا تحرکات؛ د موږک او پیشو لوبه!
بسم الله الرحمن الرحيم
په سوریه کې د روسیې او امریکا تحرکات؛ د موږک او پیشو لوبه!

(ژباړه)

پوښتنه:

پوهېږو چې روسیې له امریکا سره په همغږۍ یا یې په امر،  په سوریه کې د دې لپاره مداخله وکړه چې د سوریې د نظام د پرځېدو مخه ونیسي او سیاسي حل لارې – له مخالفینو سره جګړې- ته زمینه برابره کړي. خو په ورته وخت کې لیدل کېږي چې امریکا نه غواړي په استانه، سوچي او نورو ځایونو کې له روسیې سره د نظام او  مخالفینو په یو ځای کېنولو کې ګډ کار وکړي او که یې شتون درلوده هغه هم یوازې د اردن په څېر  د وضیعت څارلو لپاره و او بس؛ یعنې دا چې امریکا د سوریې په قضیه کې  روسیه په پښو  ور ټېل وهي او په لاسو یې بېرته را کشوي، نو د دغه دوه‌ګوني برخورد تفسیر څه دی؟

ځواب:

د دغې مسلې تفسیر کولی شو په دوو کلیمو کې را لنډ کړو: د امریکا غرور او د روسیې حماقت، چې شرحه یې داسې ده: دا ریښتیا ده چې د روسیې مداخله له امریکا سره په همغږۍ یا د هغې په امر او یا یې په مصلحت شوې ده؛ په هغې بیانیه کې چې د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په ۱۱ مو خپره کړه؛ په دې اړه مو داسې ویلي وو: « ... همغه وو چې امریکا په کړکېچ کې ښکېل شوه؛ ځکه له یوه لوري داسې ښیي چې له انقلابیونو سره ده او له هغوی څخه ملاتړ کوي؛ نو ځګه ورته ستونزمنه ده چې په ښکاره ورسره جګړه وکړي او دا په داسې حال کې ده چې انقلابیونو د سوریې دولت سخت ځپلی؛ له بل لوري، هغه ځایناستی چې امریکا یې په سوریه کې په لټه کې ده، لا پوخ شوی نه دی. همغه و چې دغه ککړه او خونړۍ لوبه پیل شوه او د ترسره کولو مسولیت یې د روسیې پر غاړه واچولو او روسیې ته دا دنده ورکړل شوه چې په سوریه کې له حاکم نظام څخه ملاتړ وکړي او له انقلابیونو سره وجنګېږي. د سوریې نظام د امریکا په امر رسما له روسیې مرسته وغوښته او روسیې هم په همدې( د سوریې دولت د غوښتنې) پلمه له انقلابیونو سره جګړه پیل کړه. نو روسیې ومنله چې د امریکا د خدمت لپاره په سوریه کې دغه خونړی او چټل رول ولوبوي.»

همدا راز مو دا موضوع د ۲۰۱۵م کال د نومبر په ۱۸مه د « د سوریې وروستي تحولات» تر سرلیک لاندې د یوې پوښتنې په ځواب کې ډېره واضح خپره کړې او پکې ویلي مو وو: « پر سوریه باندې د روسیې تېری، یوه ورځ ورسته له هغې چې د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر په ۲۹مه، اوباما او پوتین ۹۰ دقیقې ناسته درلوده، د ۲۰۱۵م کال د سپټمر په ۳۰مه پیل شو. د دغې ناستې په لومړۍ برخه کې، د اوکراین پر موضوع خبرې اترې وشوې او په ادامه یې دواړو ولسمشرانو د سوریې پر موضوع تمرکز وکړ. د دغې ناستې پایله یوه ورځ وروسته یعنې د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر په ۳۰مه ښکاره شوه او د روسیې د یووالې شورا د رایو په اتفاق سره په سوریه کې د روسیې د هوایي بریدونو په اړه د پوتین غوښتنه ومنله.» (سرچینه: نن روسیه د ۲۰۱۵م کال د سپتمبر ۳۰مه)

ان هغه سنګرونه چې د سوریې په خاوره کې د روسیې تر برید لاندې راځي، ډېری یې له امریکا سره په همغږۍ وو، لکه څنګه چې د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په ۴مه، سي ان ان ټلویزیون د جنرال اندري کارتاپلوف، چې د روسیې په پوځ کې د ارکانو له رهبرانو څخه دی، له خولې  د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په ۳مه رپوټ خپور کړ چې پکې ویلي یې وو :« هغه سیمې چې په سوریه کې د روسیې تر برید لاندې راغلې، مخکې د امریکا له خوا مسکو ته د داسې سیمو په توګه ورپېژندل شوې وې چې هلته یوازې ترهګر دي.» د روسیې ټاس اژانس هم د یاد جنرال له خولې لیکي: « امریکا موږ ته د هغو ګډو اړیکو له لارې چې لرو یې خبر راکړ، چې په دې سیمه کې له ترهګرو پرته بل څوک نشته.»

په دې ترتیب، امریکا، روسیه په سوریه کې ښکیل کړه چې هلته له حاکم نظام څخه ملاتړ وکړي او د امریکا له غوښتنې سره سم د متناسبې حل لارې لپاره فضا برابره کړي؛ نه دا چې روسیه د یوه بیل دخیل او پر اوضاع مسلط اړخ په توګه د سوریې لپاره د حل لارې په لټه کې وي. خو روسیې د خپل سیاسي حماقت او ناپوهۍ له امله، له هغو وحشیانه کړونو وروسته چې په سوریه کې یې ترسره کړې او د نظام د سقوط مخه یې ونیوله، ګومان کاوه چې کولای شي سیاسي حل لاره هم اداره کړي او دا تصور یې هېڅکله نه کاوه چې امریکا به ورسره مخالفت کوي؛ بلکې دا باور یې درلود چې امریکا به د دوی د هغه وحشیانه رول له کبله چې په سوریه کې یې ولوبولو، بې له شکه له دوی سره به هره پرېکړه کې همغږې وي. 

روسیې د خپل همدغه ناسم ګومان او احمقانه تصور پر اساس، د آستانې او سوچي غونډې ونیولې، مختلفې ډلې یې ورته راوبللې او په دې اړه یې ډېرې برنامې جوړې کړې او له امریکا یې وغوښتل چې په دغو غونډو کې د ګډون تر څنګ په غونډو کې لوی رول هم ولوبوي. څنګه چې بیسکوف په خپلو خبرو کې وویل: « په دې وروستیو کې د سوریې کړکېچ د حل اړوند ځینې مثبت پرمختګونه شوي؛ خو نوو سطحو او نوعیتونو ته د دغو پرمختګونو د رسولو لپاره پکار ده چې ګډې هڅې وشي او د دې کار لپاره اړینه ده چې د روسیې او امریکا تر منځ په یو ډول نه یو ډول تعامل وشي.» (سرچینه: اورینټ نیوز، ۲۰۱۷م د نومبر ۴مه)

روسیې تمه درلوده چې وبه کولی شي چې د اوپېک ناستې په جریان کې، چې د ۲۰۱۷م کال د نومبر په ۱۰مه په ویتنام کې وشوه، د پوتین او ټرمپ د لیدنې زمینه برابره کړي او څو څو ځلې او په ښکاره یې د دوړاو ولسمشرانو تر منځ د دا ډول کتنو غوښتنه وکړه. د روسیې دغې غوښتنې دوام درلود، ان تر دې کچې چې د اوپېک ناستې په جریان کې هم مطرح شوه، چې دا د سوریې په قضیه کې له امریکا سره همغږۍ ته د روسیې اړتیا ښیي؛ خو امریکا دغه غوښتنې ونه منلې او یوازې دا یې ومنله چې د دواړو ولسمشرانو له خوا دې ګډه بیانیه خپره شي؛ داسې چې وښیي لیدنه شوې، په داسې حال کې چې هېڅ کومه لیدنه نه وه شوې، بلکې د دواړو خواوو د چارواکو له خوا جوړه شوې ګډه بیانیه وه او دواړو ولسمشرانو مختصرا د رسنیو په مخ کې یو بل ته لاس ورکړ، چې دا هم امریکا ته د روسیې د ذلیلانه زاریو یوه بېلګه ده.

په دې کې هېڅ شک نشته چې روسیه ډېره ښه پوهېږي چې له امریکا پرته د دې مسلې حل او فصل نشي کولی. له همدې امله امریکا ته په دې هیله پرله پسې  غوښتنې لېږي چې ګوندې ومنل شي. لکه مخکې مو چې اشاره وکړه؛ د روسیې له خوا له ټرمپ سره د پوتین د لیدنې غوښته، ذلیلانه او له زاریو ډکه وه.

دا چې روسیه بېړه لري د سوریې قضیه ژر حل او یو طرفه یې کړي؛ پوتین، جنایتکار بشار اسد سوچې ته وربللی  او د ۲۰۱۷م کال د نومبر په ۲۰مه يې ورسره وکتل او د ۲۰۱۷م کال د نومبر په ۲١مه یې ټرمپ ته د دغې لیدنې خبر ورکړ. په دې اړه د (نن روسیې) شبکې داسې رپوټ ورکړ: « ولادیمیر پوتین، نن سه شنبې له خپل امریکایي سیال سره په ټلیفوني خبرو کې د سوریې د کړکیچ پر بحث ټینګار وکړ او له بشار سره یې د کتنې د پایلو په اړه ورسره خبرې وکړې.» ( سرچینه: نن روسیه ۲۰۱۷م د نومبر ۲۱مه)

په دې ترتیب، روسیه په بېړه او په ټول توان سره کوښښ کوي چې د سوریې کړکېچ حل و فصل کړي او د تل په څېر فکر کوي چې په دې بحران کې د امریکا تر څنګ یوازینی لوی ځواک ده. نو لیدل کېږي چې په ډېر شوق او وېره د سیاسي حل لارې په لټه کې ده چې باید نن او له سبا مخکې مطرح شي؛ ځکه چې دا تر ټولو مناسب کار دی چې روسیه یې کولای شي له دې نه په استفادې سره له دغې معضلې ځان وژغوري؛ ځکه چې په سیاسي حل لاره کې، هغه درانه لګښتونه چې په بېلابېلو برخو کې- په ځانګړې توګه د نظامي ګډون اقتصادي لګښتونه-- له روسیې څخه کېږي، درېږي.

ټولو ذکر شوو مواردو ته په کتو سره مخکښه روسیه د داسې ناستو وړاندیز کوي چې د دوی په فکر د سوریې د کړکېچ د سیاسي حل لاره هواروي، لکه بشار یې چې روسیې ته راوغوښت، وروسته یې اردوغان او روحاني او اوس د یوې داسې غونډې د جوړلو لپاره په برنامه رېزۍ بوخته ده چې پکې به د دوی په وینا « د سوریې د خلکو ټول قشرونه» ګډون وکړي، تر څو د دغه کړکېچ لپاره حل لاره ولټوي.

روسیه هڅه کوي چې د سیاسي حل لارې د ګړندي کولو لپاره امریکا هم اړه کړي چې په دغې غونډه کې ګډون وکړي، لکه څنګه یې چې اعلان وکړ چې غواړي له سوریې څخه خپل یو څه سرتېري راوباسي. د روسیې د وسله‌والو ځواکونو د ارکان رییس جیراسیموف په خپلو خبرو کې وویل: « په اغلب ګومان، په سوریه کې به د روسي ځواکونو شمېر تر ډېرې کچې کم شي او ښایي دا کار د روان میلادي کال تر ختمېدو مخکې وشي.» (سرچینه: یورو نیوز ۲۰۱۷م کال د نومبر ۲۳مه)؛ خو امریکا د روسیې دغه بلنې د تېر په څېر تل وروسته کوي.

دا ده هغه لوبه چې امریکا یې د سوریې په قضیه کې له روسیې سره کوي؛ یعنې هغوی یې د سوریې په ککړ ډنډ کې یوازې پرېښي، غوښتنو ته یې پام نه کوي او په ډېری مسایلو کې ورسره همغږي نه کوي، پرته له یو څو وو چې هغه هم د امریکا د شریکانو له خوا کېږي.

له پورته خبرو داسې ښکاري چې د سوریې د بحران د سیاسي حل لپاره د روسیې ټولې هڅې ناکامېږي؛ ځکه چې روسیه عملا په سوریه کې د امریکا له خوا د ککړو اوبو لوی ډنډ کې بنده پاتې ده. امریکا د دغه ډنډ په اړه هېڅ نه وایي او روسیه هڅوي چې په سوریه کې د انقلابیونو او اسلامي ویښتیابه(بېدارۍ) د بهیر پر وړاندې د امریکا د تسلط د یوې وسیلې په توګه خپل کار ته ادامه ورکړي، له دې پرته چې د دغه کړکېچ په حل کې دې د رهبرۍ کوم رول ولوبوي؛ خو امریکا دغه موخه نه په ډاګه کوي کوي او په هغو ناستو او کنفرانسونو کې چې په مسکو او سوچي کې ترسره کېږي، هم ګډون کوي.

مخکې له دې چې له امریکا سره د روسیې مسیر روښانه شي، د سوریې د کړکېچ د حل لپاره د روسیې ټول وړاندیزونه او پرمختګونه باید ناکام او عاجز ثابت شي او د امریکا د ګډون غوښتونکي شي. کله چې د سوریې د قضیې ټول مواد ښه تیار او پاخه شي، له هغې وروسته تمه کېږي چې امریکا مستقیما او د ملګرو ملتونو او یا په سیمه کې په دوی پورې تړلو دولتونو له لارې ځان ورمخکې کړي او د کړکېچ د حل لپاره اقدام وکړي.

دا دي په سوریه کې د امریکا او روسیې تحرکات ـ د موږک او پیشو لوبه ـ او باید په ډاګه کړو چې دغه تحرکات د الله سبحانه وتعالی په امر سره، د مسلمانانو له لوري د کنټرول او ماتېدو وړ دي، که چېرې وسله‌والې ډلې استقامت وکړي او په سیمه کې د امریکا له مزدورانو، په ځانګړې توګه ترکیې او سعودي سره اړیکې قطع کړي او په اخلاص او صداقت د یو بل په څنګ کې د الله سبحانه و تعالی د ټینګې رسۍ په نیولو سره د استعمارګرانو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي. هغه وخت به د الله سبحانه و تعالی په خوښه د روسیې او امریکا ټولې هیلې د سوریې له خوا  له خاورو سره خاورې شي او ملا به یې ورماته کړي او هغوی به په ذلت او سرټیټۍ له دغې پاکې ځمکې داسې ووځي چې بیا به شاته هم راونه ګوري. دا کار د عزیز او مقتدر الله لپاره هېڅ سخت نه دی.

۱۴۳۹هـ.ق، د ربیع الاول  ۲۱مه

۲۰۱۷م کال، د ډسمبر ۹مه

ژباړن: عبادالله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې