شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حزب له پرېښودونکو سره د چلند څرنګوالی او د نصرت د ځنډ دلیلونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب له پرېښودونکو سره د چلند څرنګوالی او د نصرت د ځنډ دلیلونه

(ژباړه)

پوښتنه:

له دې چې پوښتنه مې حساسیت پاروونکې ده مخکې له مخکې معذرت غواړم په ځانګړي توګه د پوښتنې دویمه برخه؛ خو حقیقت دادی، چې دا پوښتنه مې له څه وخت راهیسې په ذهن کې تاوېږي. که ځواب یې و، هم خیر دی او که نه و، بیا به هم خیر وي؛ ځکه ما منلې چې تاسې دې ډول پښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره مناسب شرایط تر ما ښه پېژنی. پوښتنه دوې برخې لري:

لومړۍ برخه: تر ۶۰ زیات کلونه کېږي، چې حزب په سختو حالاتو کې فعالیت کوي، داسې شرایط چې ډېر کم خوځښتونو کولی شي پکې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي؛ خو ښایي د حزب ټول غړي ونشي کولی دغه امانت په داسې سختو شرایطو کې پر اوږو واخلي او په پای کې حزب پرېږدي. پوښتنه دا ده، چې بهتره نه ده چې پر وړاندې  یې د سخت دریځ پر ځای د هغوی شرطونو ته په کتو یې عذر په پام کې ونیول شي؟ دویمه برخه: ایا د دعوت د وخت اوږدېدل په دې مانا نه ده، چې په طلب نصرت کې احسان نه دی مراعات شوی؟

په پای کې باید ووایم، چې زړه مې د حزب له محبته ډک دی او پوهېږم چې فکره او طریقه يې په حقه ده او الله تعالی شاهد دی چې له دې پوښتنې مې موخه له خیر پرته بل څه نه دی او هېڅکله د مزاحمت او خنډ کېدو قصد نه لرم.

ځواب:

هو، د پوښتنې دویمه برخه دې حساسیت پاروونکې ده او ښایي دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو مناسب ځای، «د پوښتنو او ځواب» منشور؛ نه و؛ بلکې غوره وه، چې حضوراً ځواب ورکړل شوی وی، خو الله تعالی دې ظالم حکام ورک کړي، چې تل او په هر ځای کې د حق کلمې او پيروانو ته یې په کمین کې ناست دی او له باطل او پیروانو  یې ملاتړ کوي.

د تاریخ په اوږدو کې تل د الهي برحقو دعوتګرو هم د انبیاو هم د صالحینو دا سیرت و، چې د ظالمو او مزدورو حکامو په واسطه به ازار او شکنجه کېدل، خو څه چې حتمي دي هغه دا دي، چې عاقبت د پرهېزګارانو دی.

په تېرو کې هم داسې پوښتنې ځینې په کنایه کې او ځینې په واضح ډول موږ ته متوجې وې، خو د داسې انسانانو له لوري چې زړونه یې له اسلام او مسلمانانو سره له کېنې او نفرت څخه ډک وو او انګېزه یې د حق پېژندل نه، بلکې د دنیا د ناچیزه مال پیدا کولو لپاره، شک اچول او شیطان صفته انسانانو ته خذمت و. په همدغه دلیل موږ ونه غوښتل د دوی پوښتنو ته ځواب ورکړو، ځکه دوی د حق په لټه کې نه وو، چې زموږ ځواب له هغوی سره مرسته کړې وی؛ بلکې موخه یې فتنه اچول وو، په داسې حال کې چې نه پوهېدل چې په زړونو کې یې فتنې دي، نو ځکه یې موږ پوښتنو ته هېڅ پام نه دی کړی.

خو ستاسې په پوښتنه کې د صداقت نښې، د خبرو او پوښتنې د ادب رعایت تر سترګو کېږي، نو د الله تعالی په خوښه هڅه کوم تر لازم حده هغو ته ځواب ورکړم، په ځانګړي دول د پوښتنې دویمې برخې ته چې د ځواب د ځای د نامناسب والی په دلیل به پر جزیاتو خبرې ونه کړو.

۱ـ د پوښتنې د لومړۍ برخې ځواب:

لومړی باید ووایم چې د «سخت دریځ نیولو» عبارت چې په پوښتنه کې مو کارولی، پوره روښانه نه دی او ښایې ستاسې موخه هغه موارد وي چې په هغو کې له  ځینې کسانو سره چې  حزب پرېږدي، مهرباني نه ده شوې او د بدو اعمالو په دلیل هغوی ته پام نه کوو. که زما برداشت سم وي، نو پوه شه چې واقعیت داسې دی:

موږ ښه پوهېږو چې ځینې ځوانان د حزب د ځانګړو شرایطو په دلیل، د دعوت د دورند بار د لېږد توان نه لري په ځانګړي ډول په اوس وخت کې، چې دعوت له ډېرو فشارونو او سختیو سره مخ دی، ښايي د ځینو په نزد د الله تعالی تر رضا او د اخرت تر  محبته، د دنیا مینه او ښکلا غالبه شي او د دعوت د سختیو پر وړاندې مقاومت ونه شي کولی. که له داسې کسانو  وپوښتې، چې ولې دې دعوت ترک کړ، په صداقت سره به ووایي چې هغه په داسې شرایطو کې دی چې د دعوت په لېږد کې برخه نه شي اخیستی، خو هڅه به وکړي چې پر دغو شرایطو برلاسی شي او بېرته به راوګرځي. موږ د داسې کسانو واقعیت ښه درک کولی شو او له هغوی سره نیکه اړیکه ساتو او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د دوی حالت ښه کړي چې د دعوت په لېږد کې بیا برخه واخیستلی شي او د دعوت د پرېښودلو ګناه په خپلو نېکو اعمالو  سره جبران کړي.

خو هغوی چې« مهرباني نه ده ورسره شوې او د بدو عملونو په دلیل هغوی ته توجه نه کوو» هغه دریځ چې تاسې په پوښتنه کې «سخت دریځ» یاد کړی دی، هغوی هغه خلک دی چې له سمې لارې کاږه کېږي او دعوت پرېږدي. داسې کسان ددې پر ځای چې استغفار وکړي او الله سبحانه وتعالی ته توبه وباسي، چې ښایي د دعوت د پرېښودو او انحراف ګناه یې په نیکو عملونو او ویناوو سره جبران شي، ټوله هڅه یې داده چې د دعوت پرېښودل او خپل انحراف پر حزب، د حزب پر رهبرانو او مسئولینو باندې په تهمت لګولو سره توجیه کړي. هغوی په ډېرې بې‌باکۍ سره دورغ وایي، په داسې حال کې چې دورغ د الله سبحانه وتعالی په شریعت کې ډېره لویه ګناه ده. مسلم په خپل صحیح کې داسې روایت کوي: کاکای له خپل ورور او هغه له عبدالله څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«...وَإِيَّاكُمْ وَالْكَذِبَ فَإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الْفُجُورِ وَإِنَّ الْفُجُورَ يَهْدِي إِلَى النَّارِ وَمَا يَزَالُ الرَّجُلُ يَكْذِبُ وَيَتَحَرَّى الْكَذِبَ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللَّهِ كَذَّابًا»

ژباړه: له دروغ ویلو ډډه وکړئ، ځکه دروغ مو د فجور خواته بیایي او فجور مو د دوزخ لور ته او که یو کس تل دروغ ووایي او په دروغ ویلو عادت وکړي په پای کې به د الله تعالی پر وړاندې دروغ ویونکی ولیکل شي.

خو هغوی، پر دې سربېره چې له دغه حدیث څخه معلومات لري، بیا هم تهمت تړي او دروغ وایي. هغوی پر دې بسنه نه کوي او دغه دروغ تهمتونه خپروي. داسې کسان دي چې مهرباني نه ده ورسره شوې او د هغوی د بدو عملونو له امله ورته پام نه کوو. خو هغوی چې په صداقت سره وایي، چې د ځانګړو شرایطو په لرلو سره د دعوت د دروند بار د لېږد توان نه لري، موږ د داسې خلکو واقعیت ښه پېژنو او هغوی ته مو خطاب د نیکو خبرو په اډانه کې دی او که وکولی شو له هغوی سره مرسته هم کوو، چې سخت شرایط یې لرې شي او دعوت ته راستانه  شي. دا دی د داسې یو کس بلګې ته اشاره کوم، چې زه خپله یې شاهد وم:

کله چې په یوه خاوره کې مسئول وم، د حزب د دویم امیر رحمه الله له خوا ماته دستور راغی، چې له یوه کس سره چې حزب یې پريښی و، ملاقات وکړم او د بېرته راګرځېدو لپاره یې لاره اواره کړم؛ ځکه چې دی د پوهې او علم له انده د مخکې د بهترینو دعوتګرو له ډلې څخه و. ورغلم او ترې ومې پوښتل، چې ولې بیا حزب ته نه راځې؟ ویې ویل: «اې ابوالحسنه! واقیعت دا دی چې زه په پوره اندزه ددغه دروند بار د لېږد توان نه لرم، چې کله ونیول شوم له څو ورځو څخه مې ډېر ونه شو زغملی او د حزب له غړیتوب څخه مې انکار وکړ. کله چې له بند څخه ازاد شوم داسې مې وانګېرله چې زه د دغه درانه بار له لېږد څخه ناتوانه یم. «که څه هم هغه ته مې قناعت ورنه کړل شوی، چې بیا حزب ته راشي، خو هغه تل حزب تاییدولو او په هېڅ وجه یې له حزب سره دوښمني نه ښودله.

 نو داسې کسان چې په صداقت سره اعتراف کوي، احترام یې کوو او د خیر دعا ورته کوو؛ خو هغه کسان چې خپل ضعف پر نورو په تهمت لګولو سره توجیه کوي او ادعا کوي، چې په فلاني مسول کې د فلاني مشکل له امله حزب پرېږدي، بې شمېره تهمتونه پرې تړي او فکر کوي چې سم کار کوي او ددې پر ځای چې استغفار وکړي او د الله تعالی لور ته ور وګرځي، وینې به یې چې د جبار او منتقم الله تعالی له ډار پرته به پر حزب او رهبرۍ باندې یې په تور تړلو سره له حزب سره خپله دښمني پیلوي. داسې کسان چې حزب پرېږدي، په هېڅ ډول ددې وړ نه دي، چې عذر ورته ولټول شي؛ بلکې دوی هغه کسان دي چې موږ په هېڅ ډول له هغوی سره مهرباني نه کوو او د دوی د بدو عملونو له امله ورته پام نه کوو.

۲ـ د پوښتنې دویمه برخه:

مخکې له دې چې د پوښتنې دویمې برخې ته ځواب ورکړم، غواړم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طلب نصرت د څرنګوالي په اړه ځینې معلومات وړاندې کړم:

ام‌المومنین خدیجه رضی الله عنها چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بهترینو غمخوارانو او ملاتړو څخه وه، د بعثت په لسم کال کې وفات شوه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم کاکا ابوطالب، چې هغه هم د قریشو پر وړاندې د رسول الله ملاتړی و، پر همدغه کال وفات شو او له همدې امله د بعثت لسم کال د غم د کال په نامه ونومول شو.

وروسته الله سبحانه وتعالی په دوو لویو امرونه سره، خپل رسول‌صلی‌الله علیه وسلم ته اکرام ورکړ: یو اسراء او معراج او بل د طلب نصرت اجازه. په دغه ترتیب رسول‌الله‌ صلی الله علیه وسلم له لسو ډېر ځلې له بني ثقیف، بني عامر، بني شیبان، بني حنیفه او نورو څخه طلب نصرت وکړ، خو له دغو قبایلو څخه هېچا هغه ته نصرت ورنه کړ؛ بلکې ځينو قبایلو ان په بد چلند سره رسول الله صلی الله علیه وسلم رد کړ او ان وینې یې وبهولې. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت مصعب مدینې منورې ته ولېږه او الله تعالی بری ورکړ او د انصارو ځینو متنفذینو او قدرتمندانو  هغه ته مثبت ځواب ورکړ او د حج په موسم کې مکې ته راغلل او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې د نصرت بعیت وکړ، چې همدغه د عقبې دویم تړون و. وروسته رسول الله صلی علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړ او په دغه ترتیب یې دولت تاسیس کړ.

 اوس پوښتنه دا ده، چې رسول الله صلی علیه وسلم په طلب نصرت کې احسان نه مراعت کاوه او په همدغه دلیل د عربو قبایلو ده ته نصرت ورنه کړ؟ یا دا چې حضرت مصعب په طلب نصرت کې تر رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ډېر احسان مراعات کړ؟ ځواب قطعا منفي دی؛ بلکې واقعیت دا دی، چې هر کار د الله تعالی پر وړاندې ټاکلی وخت لري:

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا

ژباړه: الله سبحانه وتعالی خپل امر ترسره کړی دی. په رښتیا چې الله تعالی د هر شي لپاره ټاکلې اندازه ټاکلې ده.

ګرانه وروره! موږ هم په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې اقتداء کوو، په طلب نصرت کې هلې ځلې کوو او په خپل توان سزه هڅه کوو،چې له احسان او اتقان سره طلب نصرت وکړو، په ټولو شیانو کې پر الله تعالی باندې توکل کوو او د ډاډ په خاطر د الله تعالی د رضا د ترلاسه کولو  په موخه ټول کارونه په دقت څارو. دې لارې ته په داسې حال کې دوام ورکوو، چې په زړونو او عقلونو کې مو دوه شیان شته دي:

لومړی: د خلافت په رامنځته کولو کې چې څومره احسان مراعات شي، بیا به هم د خلافت د زمان او مکان په اړه وروستۍ پرېکړه، توانا او عزیز الله تعالی کوي او بس.

دویم: الهي سنت دا دی، چې خلافت به په هېڅ ډول د بېکاره او ټمبلو خلکو پر مټ رامنځته نه شي او همدارنګه الهی سنت دا نه دی چې ملائیکې را ولېږي او زموږ پر ځای د خلافت لپاره کار وکړي، بلکې خلافت به د فعالو، جدی، په کار مینو او باهمته مومنانو پر مټ رامنځته کړي. د داسې کسانو پر مټ، که الله سبحانه وتعالی نصرت ورکړ، شکر اېستونکي به وي او که یې وځنډاوه صبر به کوي او هېڅکله به د الله تعالی له رحمت څخه نه ناهیلي کېږي او په هېڅ ډول به د الله تعالی د حاکمیت لپاره له خپلو هلو ځلو لاس نه اخلي او د الله تعالی د امر تر رارسېدو پورې به خپلې لارې ته ادامه ورکوي.

لنډه دا چې:

۱ـ د خلافت په راوستلو کې د الهي نصرت ځنډ الزاما په دې معنا نه دی، چې په طلب نصرت کې احسان نه دی شوی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم له لسو ډېر ځله طلب نصرت وکړ، خو چا نصرت ور نه کړ، په داسې حال کې چې هغه صلی الله علیه وسلم له هر کس څخه ډېر احسان مراعات کاوه؛ خو د حضرت مصعب طلب نصرت و منل شو، په داسې حال کې چې هغه په هېڅ ډول له رسول الله صلی الله وسلم څخه ډېر احسان نه و مراعات کړی. واقعیت دا دی چې هر کار ټاکلی وخت لري.

۲ـ موږ د الله تعالی په خوښه اوضاع په ښه حالت څارو او په خورا ښه توګه چارې سرته رسوو.کار ته په داسې حالت کې دوام ورکوو چې زړونه مو په دې ډاډه دي، چې الله سبحانه وتعالی به له موږ څخه د مخکې ایماني وروڼو په څېر معامله کوي.

﴿وَاذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

ژباړه: هغه حالت مو په زړه کړئ، چې تاسې په ځمکه کې وړه او کمزورې ډله وی، ډارېدۍ چې خلک به مو چور کړي، نو الله سبحانه وتعالی تاسې ته پناه درکړه او تاسې یې په خپله مرسته قوي کړئ او له پاکو شیانو یې روزي درکړه، چې شکر وباسئ.

نو نه یوازې چې موږ ته به پناه راکړي؛ بلکې په خپل نصرت به مو قبول کړي. په ورته وخت کې به له طیباتو څخه رزق راکړي. په هر حالت کې حمد او ثنا رب‌العالمین لره ده. په پای کې دغه ورور ته چې پوښتنه یې کړې سلام وړاندې کوم او د خیر دعا ورته کوم.

ژباړن: شجاع بشارت

Last modified onیکشنبه, 23 سپټمبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې