جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ټرمپ او د ناټو سرمشرېزه
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرمپ او د ناټو سرمشرېزه

پوښتنه:

د  ۲۰۱۸ م کال د جولای پر ۱۱ او ۱۲ مه، د ناټو سرمشرېزه د بلجيم  په پلازمېنه کې ترسره شوه.  په دې سرمشرېزه کې د امريکا ولسمشر او د ناټو د سازمان ۲۹ غړو هيوادونو استازو ګډون وکړ. په دې غونډه کې د ټرمپ او د ناټو د نورو غړو هېوادنو د استازو ترمنځ خبرې اترې ډېرې توندې شوې او نږدې ټولې خبرې یې پر دې راڅرخېدلې، چې دوه سلنه کورنی ناخالص تولید به د پوځي لګښت زیاتوالي ته ځانګړی کوي. نو پوښتنه دا ده چې  ولې امریکا داسې کوي؟ او په راتلونکې کې به د ياد تړون برخليک څه وي؟

 

ځواب:

د ځواب د لا روښانه کولو لپاره لاندې ټکي بيانوو:

1. د امريکا ولسمشر ټرمپ له ډيپلوماسۍ او ډيپلوماتيکي زاویې څخه بېل چلند کوي. هغه څه چې دی یې غواړي، هغه په ډاګه وايې او په څرګنده پر نورو فشار اچوي. هغه څه، چې په نورو هيوادونو کې خپلو سيالانو  ته ویل کېږي او د پردې تر شا او په خصوصي ناستو کې غوښتنه کېږي، دی همدغه څه په ډاګه وايې او غوښتنه يې کوي او تر پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش يې ډېر په تکبر او غرور سره وايي او غوښتنه يې کوي. پر همدې بنسټ، دی له مخکني ولسمشر اوباما څخه بدل دی، ځکه نوموړي خپل کارونه د پردې تر شا کول، په نورو هيوادونو کې یې پر خپلو سيالانو فشارونه راوړل، سياسي مانورونه يې ترسره کول او د یو انګرېز سیاست پوه په څېر یې پټه ديپلوماسي مخته وړله. په ۲۰۱۴ م کال کې مخکني ولسمشر اوباما هم دوه سلنه د ناخالص کورني توليد زیاتوالی د ناټو پر غړو هيوادونو ومانه او له مختلفو لارو يې فشارونه راوړل، چې ياد تړون ته غاړه کېږدي.

د ټرمپ تړون د ناټو له غړو هيوادونو سره د لګښت پر زياتوالي باندې له شور ماشور او  عامه ذهنيت اړولو پرته وښودل، چې د ياد تړون لاندې دوی نه بېلېدونکي او یو موټی دي او مشري یې د امریکا په غاړه ده. دغه راز په ظاهره، امريکا د ياد تړون د غړو له پرمختګ څخه خوښه ده، په داسې حال کې چې امريکا له دوی سره په سخت مخالفت کې ښکېله ده. د ناټو غړو هيوادونو له اوباما سره ژمنه کړې وه، چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به خپل ناخالص کورنی توليد د دوه سلنې دفاعي بودجې لپاره ځانګړې کوي، خو کابو ۱۵ غړو د جرمني، کاناډا، ايټاليا، بلجيم او هسپانيې په ګډون تراوسه د ۱.۴سلنې څخه کمه دفاعي بودجه ورکوي، چې په دې سره دوی خپله کړې ژمنه پوره نشوی کړای او دا کار ټرمپ په غوسه کړ. د امريکا د دې نوي پلان له مخې، د ناټو غړي هيوادونه به ژمن وي چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې د ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۳۰ خپلواک کنډکونه، ۳۰ د الوتکو ډلګۍ او ۳۰ جنګي بېړۍ چمتو کړي، څو د روسيې پر وړاندې په احتمالي نظامي عملياتو کې برخه واخلي. امريکا د اروپا د مهارلو په موخه روسيه يو کاذب دښمن معرفي کوي، ترڅو په اورپا کې خپل نفوذ پراخ او اروپا له خپلواک نظامي ځواک له جوړلو او سياسي پرېکړو له نيولو څخه منعه کړي او دې ته یې اړ باسي، چې د امريکا تر مشرتابه او نظامي چتر لاندې پاتې شي.

2. ټرمپ هغه ستونزه چې له خپلو متحدينو سره يې لري، ښه پرې پوهېږي او په دې هم پوهېږي چې د دوی قانع کول سخت دي، له همدې کبله د ۲۰۱۸ م کال د جولای پر ۱۰ مه، ده په بروکسل کې د ناټو سرمشرېزې ته د تګ په وخت کې په خپل ټوېټر پاڼه لیکي و: « د ده ناسته به په هلسنګي کې د روسيي له ولسمشر پوتين سره د ناټو تر سرمشريزې اسانه وي». دغه خبره ډېر واقعيتونه په ډاګه کوي؛ روسيه فرمان وړونکې ښکاري او چمتو ده چې د امريکا لپاره ځينې چوپړونه ترسره کړي، ترڅو ځينې خپلې ګټې ترلاسه کړي او په نړۍ کې له لومړي درجه دولت سره يوځای د يوه لوی نفوذ لورنکي دولت په څېر را څرګنده شي او همدارنګه د امريکا له شر څخه ځان خلاص کړي، په ځانګړې توګه د امريکا له نفوذ او نفوذي ساحې څخه چې امريکا غواړي روسيه مهار کړي. د اروپا په تړاو، داسې ښکاري چې امريکا د اروپا دښمنه او سياله ده او اروپايي اتحاديه يې په دې موخه جوړه کړې ده، چې د امريکا پر وړاندې ودرېږي او سيالي ورسره وکړي. له همدې امله امريکا د يادې اتحاديې پر وړاندې خصمانه چلند کوي او په ډاګه هڅه کوي چې له منځه يې يوسي، ځکه نو له اروپايي اتحاديې څخه د برتانيې د وتلو له پلان څخه ملاتړ کوي. ټرمپ هغه بریتانوۍ تګلاره تر نيوکې لاندې ونيوله چې د اروپايي اتحاديې تر وتلو وروسته هم بریتانيه غواړي له اروپايي اتحاديې سره آزاده سوداګري وکړي، ده وويل:

« که دوی دې ته ورته هوکړه ليک لاسليک کړي، موږ به د بریتانيې پرځای له اروپايي اتحاديې سره هوکړه ليک لاسليک کړو، نو په دې سره به هغه د دوی هوکړه ليک له منځه ولاړ شي». ده وويل: « ما تريزامې ته وويل چې څه بايد وکړي خو دا قانع نه شوه او ماته یې غوږ ونه نيوه. دا غواړي يوه بېله لاره غوره کړي». ټرمپ د بریتانيې د بهرنيو چارو وزيره د دې لپاره وستايله چې د تريزامې د پلان سره يې مخالفت وښود او له همدې امله يې استعفا ورکړه او زياته يې کړه چې دی به لومړی وزير شي» او د له نورو هيوادنو څخه هم په ډاګه وغوښتل چې اروپايي اتحاديه دي پرېږدي. ( بي بي سي د ۲۰۱۸ م د جولای پر ۱۳ مه د ټرمپ په حواله راپور ور کړ).

 کله چې د فرانسې ولسمشر له امريکا ليدنه کوله، ټرمپ له هغه څخه وغوښتل چې اروپايي اتحاديه پرېږدي. د ۲۰۱۸ م کال د جون پر ۲۹ مه واشینګټن پوست راپور ورکړ: « په تېر اپرېل مياشت کې ټرمپ خپل فرانسوي سيال مکرون ته په سپينه ماڼۍ کې د يوې ناستې  په ترڅ کې وړانديز وکړ چې له اروپايي اتحاديې څخه دې ووځي او په مقابل کې به امريکا ورسره دوه اړخيزه سوداګريز تړونونه وکړي». د دوو اروپايي مامورينو له خولې چې وايې: « ټرمپ مکرون ته وويل: تاسې ولې اوروپايي اتحادیه نه پرېږدئ؟»

3. ټرمپ له همدې امله پر اورپايي اتحاديه په ځانګړې توګه پر جرمني نيوکې کوي، ځکه چې د امريکا سره د ياد هيواد اړيکې ډېرې ترينګلي دي! د ۲۰۱۷ م کال د جون پر ۷ مه موږ د يوې پوښتنې په ځواب د کړکېچ د زياتوالي دلايل په ځانګړې توګه له جرمني سره بيان کړي وو. موږ ويلي وو: ((جرمني په اوروپا کې ستر مالي مرکز او تر امريکا، چين او جاپان وروسته د نړۍ څلورم اقتصادي ځواک دی، ځکه ټرمپ پر جرمني سترګې ډېرې ښخې کړي دي او هڅه کوي د امريکا لپاره ډېرې پيسې په لاس راوړي، په ځانګړې توګه امريکا ادعا کوي چې روسيه د جرمني لپاره يو ګواښ دی، ترڅو جرمني په ناټو تړون کې ونډه واخلي او زياته بسپنه ورکړي. برلين د خپل ملي عايد ۱.۲سلنه (۴۲ ميليارده ډالر) په نظامي برخه کې لګوي.))

د امريکا او جرمني سوداګريز توازن ډېر په کښته لور روان دی، چې کابو ۶۰ ميليارده يورو کېږي. په ۲۰۱۶ م کال کې د جرمني او امريکا د سوداګرۍ کچه ۱۶۵ ميليارده يورو ته ورسېدله، چې ۱۰۷ ميليارده يورو له جرمني څخه د امريکا واردات وو...» او موږ همدا رنګه ویلي وو: «په اوروپايي فضا کې جرمني مشرتابه په سياسي او اقتصادي کچه را ټوکېدونکی ځواک دی، دا هغه څه دي چې جرمني يې د امريکا د تګلارو پر وړاندې مخالفت ته هڅولی دی او جرمني له امريکا سره خپله شخړه ډاګيزه کوي. که ياد حالت دوام پيدا کوي، نو اروپا به په زياته کچه کمزورې شي او په پای کې به اروپا د جرمني له لورې بشپړه مهار شي.

4. جرمني د ټرمپ د ګواښونو پر وړاندې بې تفاوته دی، پرهمدې بنسټ ټرمپ جرمني د خپل ځان پر وړاندې يوه ننګونه بولي، په ځانګړې توګه کله چې ده د اوروپايي اتحاديې پر وړاندې خپله دښمني څرګنده کړه او جرمني ته یې د اروپا د پياوړي اقتصادي بازار په سترګه و کتل. دی جرمني ته د هغې عرادې په سترګه ګوري، چې په نړيوال ډګر کې د نړۍ سیاست مخ ته بیايي. له همدې امله ټرمپ يوازې پر جرمني نيوکه وکړه او په سل ګونو ميلياردو ډالرو غوښتنه يې وکړه، د هغه امنيت په بدل کې چې امريکا د دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې جرمني ته د هغه زمینه برابره کړې. ده تر سرمشرېزې وړاندې د ناټو سرمنشي سره په ناسته کې پر جرمني لفظي بريد وکړ او داسې یې وویل: «جرمني د روسيې په بند کې دی، ځکه چې هغه خپله ډېره انرژي له روسيې څخه لاسته راوړي. دوی په ميلياردونو ډالره روسيې ته ورکوي او موږ د روسيې پر وړاندې دوی خوندي کوو. دا څرنګه موږ توجيه کولی شو؟ دا ناعادلانه ده». ټرمپ تر سرمشرېزې مخکې زياته کړه: «جرمني په بشپړه توګه د روسيې له لوري مهارېږي، ځکه دوی د ۶۰ سلنې څخه ۷۰ سلنې پورې انرژي او یوه نوې نل لیکه له روسيې څخه ترلاسه کوي او تاسو ماته واياست چې دا مناسبه ده، خو زه فکر کوم دا مناسبه نه ده او زه فکر کوم چې دا د ناټو لپاره ډېره بده ده». سرچينه: (بي بي سي،  د ۲۰۱۸ م د جولای  ۱۲مه)   

د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل په ځواب کې ور ته وويل: «جرمني خپلې تګلارې لري او خپلواکې پرېکړې کوي... ما پخپله هغه حالت تېر کړی دی، چې جرمني يوه برخه د شوروي اتحاد له لوري اداره کېدله. زه نن ډېره خوشاله يم چې موږ د جرمني فدرالي جمهوريت کې متحد او خپلواک يو. نو د همدې لپاره موږ ويلی شو چې موږ خپلواکې تګلارې جوړوو او خپلواکې پرېکړې کوو». د جرمني د بهرنيو چارو وزير هيکو ماس وويل: ((موږ نه د روسيې او نه هم د امريکا بنديان يو ( بي بي سي، ۲۰۱۸ د جولای ۱۲.)) د ناټو د سرمشرېزې پر مهال، ټرمپ او ميرکل پر خپلو کړو خبرو سترګې پټې کړې او د ناټو د نوي دريځ په لور یې مخه کړه، ترڅو دودیز انځور واخلي. ټرمپ په بيا بيا د نارډ سټريم د ګازو نل ليکې پروژه- هغه چې روسيه له جرمني سره نښلوي وغندله او د هغې د پرېښودلو غوښتنه يې وکړه. ځينې اروپايي هيوادونه د يادې پروژې له غځېدو سره مخالف دي، ځکه د دوی په وينا دا د اروپايي اتحاديې له تګلارې سره سمون نه خوري. پولنډ په دې اند دی چې اروپا يادې نل ليکې ته اړتيا نه لري. « نارډ سټريم د پروژې هغه ماډل دی چې روسيې ته پيسې ورکوي او د پولنډ امنيت ګواښي». دپولنډ د بهرنيو چارو وزير جسيک چيپټويکز د ناټو مرکز ته په را رسېدو يادې څرګندونې وکړې. (AFP، ۲۰۱۸ د جولای پر ۱۱ مه)

دی د ټرمپ په استازيتوب خبرې کوي. دا ځکه چې پولنډ د امريکا پيروي کوي او په اروپايي اتحاديه کې د امريکا لپاره کار کوي. امريکا له ډېر مهاله په اروپايي اتحاديه کې دننه د هغې د له منځه وړلو لپاره کار کوي. خو هغه څه چې د ټرمپ په پېر کې نوي دي، دا دي چې دی په ډاګه د اتحاديې د له منځه وړلو په موخه هڅې کوي، د ټرمپ لپاره له اروپا د دوه سلنې دفاعي لګښت اخيستل يوه برخليک ټاکوونکې موضوع ده، ترڅو خپل بری ثابت کړي. له ده څخه مخکني ولسمشر اوباما په دې کې پاتې راغی چې له اروپايانو څخه تر دوه سلنه پورې دفاعي بودجه واخلي. دغه کار به په کوردننه د ټرمپ شهرت پياوړی کړي او د جمهوريپال ګوند په منځني دوره ټاکنو کې او د ده په دوهم ځلې ټاکنو کې د ګټلو موکه زياتوي.

5 . خو فرانسه په دې تړاو ډېره حساسه او ځواب ویونکې وه. د فرانسې ولسمشر مکرون و ويل: «فرانسه به د ناټو د ټاکل شويو موخو د پوره کولو په موخه تر ۲۰۲۴م کال پورې دوه سلنه دفاعي بودجه زياته کړي» او زياته یې کړه: «د ياد تړون هوکړه تر هغه وخته دوام مومي چې دغه بوج په برابره توګه و وېشل شي». ده وويل: «ټرمپ ټينګار وکړ چې امريکا د ياد تړون د دفاعي بودجې په ورکولو کې له پخوانیو شکونو سره سره ژمنه ده او ټرمپ د ۲۰۱۸ م کال د جولای پر ۱۲ مه چې د پنجشنبې له ورځې سره سمون خوري په مستقيمه توګه د سرمشرېزې په ترڅ کې له ناټو څخه د وتلو ګواښ و نه کړ». ( رويټرز، ۲۰۱۸ م کال د جولای ۱۲ مه)

د يادونې وړ ده چې فرانسه په اوسني وخت کې د ناخالص کورني توليد ۱.۸ سلنه د ناټو دفاعي بودجې ته ورکوي. خو فرانسه هڅه کوي چې له امريکا سره نږدې اړيکې ولري، ترڅو په نړيواله کچه رول ترلاسه کړي. سربېره پر دې چې فرانسه په فرانسويتوب وياړي، خو له اروپايي اتحاديه څخه د وتلو تابيا نه لري، که څه هم د جرمني له بيا راپورته کېدو څخه په وېره کې ده. فرانسه کله ناکله د اروپايي اتحاديې په پلوۍ کار کوي، لکه: د اوو سترو صنعتي هيوادونو (G7) په سرمشرېزه چې په کاناډا کې ترسره شوه او د ټرمپ د سوداګريزه جګړې او د ايران له اټومي تړون څخه د وتلو پر مهال، خو په ځينو نورو وختونو کې د امريکا ملاتړ کوي لکه د بروکسل په وروستۍ سرمشرېزه کې.

6. ټرمپ څرګنده کړه چې امريکا له ناټو څخه وتو ته چمتو ده، که څه هم په دې کار یې تر اوسه لا لاس نه دی پورې کړی، خو ياد ګواښ تراوسه پاتې دی. ده د خپل متحدينواو دښمنانو پر وړاندې جګړه اعلان کړه. دا د امريکا په تګلاره کې يو نوی لوری په ګوته کوي، چې د بې باکه ولسمشر له لوري پرمخ وړل کېږي او دی چمتو دی چې له نورو تړونونو څخه هم ووځي. موږ د ۲۰۱۸ م کال د جون پر ۱۶مه، د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو: «دا ټول کارونه ښيي چې سوداګریزه جګړه د امريکا لپاره ډېره مهمه ده، هغه مالي کړکېچ چې په ۲۰۰۸ م کال کې پېښ شو او ۲۰ ترېليونه څخه لوړ زيان يې واړوه، امريکا يې سخته اغېزمنه کړله. دا چې ولسمشر ټرمپ يو سوداګر سړی دی او هڅه کوي چې د امريکا اقتصاد وژغوري، نو دا شعار زمزمه کوي «لومړۍ امريکا». ياد شوي ګواښونه هغه بنسټونه ډېر ځپي چې د امريکا له لورې د نړيوال نفود په موخه د اوږد مهال لپاره کارول کېږي، چې په دې سره به نړيوال نظم له منځه ولاړ شي او داسې نوی نړيوال حالت به رامنځ ته شي، چې امريکا به په کې د نړۍ له مشرۍ څخه لاس په سر شي. امريکا غواړي چې نور هيوادونه بسپنه ورکړي او د نورو په مرسته د سوداګرۍ توازن په خپله ګټه وڅرخوي. دوی يوازې خپل حاکميت او سوداګريزې ګټې خوندي کوي، پرته له دې چې له نورو څخه په دې برخه کې مرسته وغواړي، ترڅو نور هيوادونه په خپل مهار کې وساتي او هغوی د امريکا تګلاره تعقيب کړي».

7. له همدې امله د متحدينو ترمنځ سوداګريزه جګړه تودېږي. يادې پېښې د متحدينو ترمنځ، شوي تړونونه له منځه وړي، اقتصاد له رکود سره مخ کوي او سياسي جګړو ته لاره هواروي. که د هستوي وسلو د کارولو وېره نه وي، د تېرو دوو نړيوالو جګړو ترڅنګ به درېيمه نړيواله جګړه هم پېښه شي. ياد متحدين د نړۍ لپاره د هغې ایډیولوژۍ له امله چې دوی منلې، د شر او فساد سرچينه دي. د دې ايډیولوژۍ د عمل معيار ګټه ده او يوازېنی ارزښت يې مادي دی چې په ټولنه کې مخ پر خورېدو ده. نو پر همدې بنسټ نړۍ يو رښتني دولت ته اړتيا لري- د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) پر طریقه راشده خلافت ته. هغه دولت چې په نړۍ کې د مادي ارزښتونو تر څنګ معنوي، اخلاقي او بشري ارزښتونه خپروي او يوازې به مادي ارزښت ته کار نه کوي. الله سبحانه و تعالی خپل رښتني بندګان - هغه چې د الله سبحانه و تعالی له رسول (صلی الله عليه و سلم) سره اخلاص لري او دوی شپه او ورځ د ياد رښتني دولت د تاسيسولو لپاره هلې ځلې کوي، نصرت ورکوي. د دوی ژبې د الله سبحانه و تعالی په يادولو سره تل لندې وي او د دوی د بدن غړي د الله سبحانه و تعالی د وېرې له امله رېږدي او د الله سبحانه و تعالی پر بری دوی ډاډمن دي.

 

(إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ)

[الغافر: ۵۱]

ژباړه: بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مرسته كوو او په هغه ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي. [الغافر: ۵۱]

ژباړن: صديق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې