چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ادليب د جګړې اړوند نړيوال او سيمه ييز دريځونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د ادليب د جګړې اړوند نړيوال او سيمه ييز دريځونه

پوښتنه:          

د سوريې نظام خپل ځواکونه د ادليب ولایت جنوب لوري ته ولېږل او روسيې هم د ادليب د جګړې لپاره تياری وښود، یانې په سوریه کې «وروستۍ لويه جګړه!» او ترڅنګ یې پوځي تمرينونه هم ترسره کړل چې دا د مديترانې په ختيځ کې د نوي تاريخ ترټولو پراخ عمليات دي. د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر پر ۷ مه، په تهران کې د روسيې، ترکيې او ايران تر سرمشريزې وروسته ډېر خلک د جګړې د پيلېدو په تمه و. د ترکيې ولسمشر اردوغان په ادليب کې د جګړې له پېښېدو سره مخالفت درلود، ځکه نو د جګړې پرځای يې د خوندې سيمو د رامنځته کېدو پر سر د اردوغان او پوتين ترمنځ د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر پر ۱۷ مه هوکړه وشوه. د دغه بدلون دليل څه دی؟ امريکا هم په تونده لهجه ګواښ وکړ چې د کيمياوي وسلو بريد به و نه زغمي او ځينې اروپايي هيوادونو هم ياد ږغ بدرګه کړ... د ادليب د جګړې په تړاو د نړيوالو او سيمه ييزو دريځونو واقعيت څه دی؟

ځواب:

د دې لپاره چې د ادليب د جګړې په تړاو په نړيوالو دريځونو پوه شو، موږ بايد لاندې واقعيتونه په نظر کې ونيسو:

1 په پيل کې، موږ ويلی شو چې امريکا د ملاتړ تر نامه لاندې مخالفين تېرباسي. امريکا د ترکيې او سعودي دولتونو تر شاه ولاړه ده، ترڅو د دوی له لارې د «ګازرو او لرګي» یانې د مکافاتو او مجازاتو د تګلارې پر بنسټ سوري ډلې تېرباسي او د بيا پخلاينې او اوربند لور ته يې کشوي، ترڅو د مخالفينو له لوري نيول شوي سيمې د سوريې نظام ته تسليم کړي. په حقيقت کې په جنوب کې د امريکا پيغام مخالفو سوري ډلو ته څرګند او پرانيستی و، چې دوی دې د سوريې د پوځ د تهاجمي بريدونو په تړاو له امريکا د ملاتړ غوښتنه نه کوي. په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې نېکې هيلې په يوه خبري کنفرانس کې د ادليب په تړاو وويل: «دا يو وېرجن حالت دی او که دوی غواړي چې سوريه په خپله ولکه کې واخلي، دوی دا کار کولی شي» د نوموړې اشاره د بشارالاسد حکومت او د دوی متحدينو روسيې او ايران ته وه.... نوموړې زياته کړه: «خو دوی يې د کيمياوي وسلو په مټ نه شي کولی». (رويټرز، ۲۰۱۸/۹/۴) د امریکا مخالفت د کمیاوي وسلو پر سر دی، نه د نظام له لورې د سوریې د کنټرول پر سر. دا د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډنفورډ له خبرو په ډاګه ښکاري. «د ترکانو، سوريايانو او روسانو ترمنځ د ترهګرۍ ضد عملياتو په تړاو نور بحثونه بايد وشي، چې دا يوه سمه طريقه ده او له هغه دوديزو پراخو عملياتو څخه به بېل وي». هغه وويل: زه وړانديز کوم چې د ترهګرۍ ضد عمليات په داسې طريقه وشي، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کې کمه وي». (ريوټرز، ۲۰۱۸/۹/۴) امريکا هر هغه وخت چې وغواړي کولی شي خپله تګلاره د نظام په مټ پلې کړي، د کيمياوي وسلو موضوع د پلمې په توګه راپورته کوي. سوري نظام د امريکا له ملاتړ څخه بشپړ ډاډ لري. د امريکا له ملاتړ پرته ايران او روسيه به سوريې ته نه وو راغلي، ترکيې او سعودي به پر وسله والو ډلو فشار نه و راوړی چې اور بند وکړي او له نيول شويو سيمو څخه ووځي، ترڅو سوري نظام يې ونيسي او همدا رنګه د سوريې وحشي نظام به په نړيواله ټولنه کې نه و مطرح شوی چې د جينوا په خبرو کې برخه واخلي او هغه مشروعيت به يې نه و ترلاسه کړی چې د پاڅون په لومړيو کلونو کې یې له لاسه ورکړی و.

2 امريکا د روسيې پوځي مداخلې ته اجازه ورکړه، چې د سوريې له نظام څخه ملاتړ وکړي. روسيې، ايران او ملېشه و ورسپارل شوې دنده بشپړه کړه او په پايله کې سوريې نظام د سوريې ډېره برخه په خپله ولکه کې واخيسته. تر ټولو وتلې او مهمه برخه چې د نظام له ولکې څخه بهر پاتې ده، هغه ادليب دی... روسيه په سوريه کې ښکېله شوې او غواړي چې ادليب ته په زور سره ننوځي، ترڅو له ياد پوځي  کړکېچ څخه را بهر او سياسي چارو ته پاملرنه ډېره کړي. امريکا بيا غواړي چې د ادلیب تر جګړې مخکې سیاسي حللاره ولټوي او د ادلیب موضوع څخه په ګټې اخستنې سره پر روسيه فشار راوړي او ياد پوځي کړکېچ لا پسې اوږد او يا يې هم لنډ کړي، په داسې طريقه چې روسيه د امريکا سياسي حللارې ته غاړه کېږدي او شرط يې دا وي چې روسيه او مخالفين به دواړه له سوريې څخه خپلي اډې باسي. يانې روسيه به خوښه شي چې د نورو زيانونو له ګاللو پرته سوريه پرېږدي! د ترکيې مخالفت له روسيې سره د ادليب د جګړې په تړاو، د امريکا پلان دی چې ترکيه يې پلی کوي.

3  د ټرمپ له راتګ وروسته، روسيې له سياسي حللارې پرته په سوريه کې خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکړ او د ترکيې په همږغۍ يانې د امريکا په خوښه يې غوطه ونيول او په ورته لاره يې جنوب هم ونيولو... په ورته وخت کې امريکا له روسيې سره له خبرو کولو څخه ډډه وکړه، ځکه د ټرمپ ادارې د روسيې د پوځي عملياتو څخه مخکې په سوريه د روسيې لپاره کوم سياسي رول په نظر کې نه و نيولی. کله چې د سوريې وسله وال پاڅون په ادليب کې وځپل شو، روسيې غوښتل چې پوځي عملياتو ته دوام ورکړي، پوځي ځواک يې ولېږلو او په مديترانه کې یې پوځي تمرينونه وکړل، چې په دغو تمرينونو کې یې په لومړي ځل د خپل تاریخ په اوږدو کې له لويو بېړيو، ستراتيژيکو هوايي وسلو او نږدې واټن ويشتوونکو هوايي وسلو څخه په ختيځه مديترانه کې کار واخيست. ځان يې په لویه ستونزه کې واچوه؛ روسيې داسې کارونه وکړل چې د پايلو په اړه يې فکر نه و کړی او هغه په لاندې ډول دي:

الف- په ادليب کې د هراړخيزو عملياتو په تړاو د ترکيې مخالفت: ترکيه په ادليب کې له هر اړخیزې جګړې سره موافقه نه وه (ترکي وزير په دې اند و چې «ترهګر» بايد پېژندل شوي وای او جګړه ورسره شوې وای او دا یې سمه نه ګڼله چې ادليب تر هراړخیزې جګړې لاندې ونيول شي او ړندې بمبارۍ وشي). [عنب بلدي، ۱۴/۸/۲۰۱۸] د ترکيې مخالفت د روسيې، ترکيې او ايران د ولسمشرانو ترمنځ د تهران په کنفرانس کې ډاګيزه شو. ترکیې په یو حیرانوونکي لاره د ادلیب ضد جګړې په اړه او د کډوالو له بې سارې ورتګ څخه د روسیې پر وړاندې د خپلې وېرې څرګندونه وکړه. دغې چارې روسیه ناارامه کړه او روسيې جګړه د يوې الې په توګه په پام کې ونیوله، ترڅو په سوريه کې سياسي حللاره له منځه یوسي. (د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جمعې په ورځ وويل، چې پر ادليب ولايت د مخالفینو پر ځایونو باندې به پرله پسې بريدونه په سوريه کې د سياسي حللارې د له منځه تلو لامل وګرځي... اليوم السابع، ۷/۹/۲۰۱۸). کله چې پر ادليب باندې د روسيې د جګړه ييزو هڅو پر وړاندې امريکا خپل ږغ پورته کړ، نو ترکيې هغه د څارنې محلونه چې له ايران او روسيې سره یې د شخړې د کمېدو په موخه د يوې هوکړې پر بنسټ جوړ کړي و، هلته يې وسلې ولېږلې. (ځايي سرچينو او عيني شاهدانو د يکشنبې په ورځ سکای نيوز عربي چينل ته وويل، چې د ترکيې يو پوځي کاروان د ادليب ښار ته چې د ترکيې پولې ته څېرمه پروت او دسوري مخالفينو اونورو ډلو په ولکه کې دی، روان شو. ځايي سرچينو زياته کړه، د ترکيې پوځي کاروان چې ټانکونه، پوځي وسايل او جنګي توکي په کې شامل و، د سوريې په شمال کې د کفرلوسين له لارې ادليب او د ادليب شاوخوا سيمو ته ننوت... سکای نيوز عربي چينل، ۹/۹/۲۰۱۸). له همدې امله، ترکيه په ادلیب کې د نظامي ډلو له منځه وړلو په موخه د روسيې د هوډ پر وړاندې يو خنډ ګرځېدلی دی. پر همدې بنسټ، د تهران له ناستې نهه ورځي وروسته د اردوغان او پوتين ترمنځ په سوچي کې دوهمه ناسته ۱۶/ ۹/ ۲۰۱۸ وشوه.

ب- د ایران په دریځ کې د بدلون نښې: ایران د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر پر ۷ مه نېټه په غیر معمول ډول د تهران سرمشریزه کې په ادلیب کې د منځ لارو وسلوالو ډلو او د «ترهګرو» جنګیالیو تر منځ توپیر ته اشاره وکړه، که چېرته دا د ترکيې ولسمشر اردوغان د دریځ ملاتړ وي، چې جنګ ردوي نو دا د روسیې د دریځ مخالفت دی، له دې څخه د ایران دریځ په ښه توګه جوتیږي: (د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د خپل هېواد اراده څرګنده کړه، چې د سوریې کړکېچ ته باید د نظامي حل لارې پر ځای سیاسي حللاره ولټول شي، همداراز ظریف د (دیر اشپیګل) المانۍ ورځ پاڼې سره په مرکه کې وویل، ایران هڅه کوي چې ادلیب وژغوري، چې ده ورته د «ټول وژنې» نوم ورکړ او دلیل یې په سیمه کې د هر راز پوځي برید سره د خپل هېواد مخالفت ښودلی... (زمان ترکۍ ورځپاڼه، ۱۵/ ۹/ ۲۰۱۸). که چېرته ایرانیان پر خپل دریځ ولاړ وي، نو روسیه به د ادلیب په جګړه کې یوازې وي او له ټینګار سره سره به و نه شي کولای، چې یوازې جګړه مخ ته یوسي.

ج- په ټولو کې له خطره ډک دریځ ښایي د امریکا وي، چې ډېر ژر یې د نظامي برید لپاره ډول وواهه او دلیل یې په ادلیب کې د شونې کیمیاوي وسلې کارول وښودل. روسیه پوهېږي چې امریکا د نظام پر وړاندې یو له هغو ځواکونو څخه ده چې کیمیاوي بریدونه څاري. ځکه نو روسیې ډېر ژر مخالف وسلوال تورن کړل چې د دوی پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د کارولو لپاره چمتووالی نیسي، تر څو د امریکا پاملرنه د هوایي برید په لور کړي. په دې کې یې آن برتانیه پړه وبلله چې په «کیمیاوي دسیسه» کې لاس لري او په عمومي توګه په سوریه کې امریکایي بریدونه روسیه له ډېر شرم سره مخ کوي، خو دا ځل  ښايي امریکایي برید ډېر سخت او لوی وي!  بولټن د تګلارې په اړه په یوې وینا کې څرګنده کړه: «موږ هڅه وکړه چې په دغو ورځو کې دا پیغام ورسوو، که چیرته د درېیم ځل لپاره کیمیاوي وسلې وکارول شي، نو غبرګون به تر پخوا ډېر سخت وي. زه ویلی شم موږ د بریتانیې او فرانسې سره په سلا او مشورو بوخت یو چې دوی زموږ سره په دويم ځلي برید کې یو ډول دریځ درلود او همداراز هوکړه یې وکړه چې د بل ځلې لپاره د کیمیاوي وسلو کارونه به ډېر کلک غبرګون له ځان سره ولري». (عربیه ۲۱، ۱۰/ ۹/ ۲۰۱۸) روسیه وېره لري چې نه یوازې د امریکا-لویدیځ برید دی چې روسیه له شرم سره مخ کوي بلکې هلته د روسیې پر ځواکونو د برید وېره هم شته.

دـ همداراز د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر پر ۴ مه نېټه، د یهودي ادارې له لوري پر وادي العیون، مصیاف ته څېرمه، د حماة او بانیاس په لوېدیځ کې او د طرطوس پر ښار باندې نظامي بريدونه ټول د روسیې نظامي اډو ته نږدې سیمې (د روسي اډې ته ۵۰ کیلومتره نږدې) دي دا بریدونه په طرطوس کې د روسیې نظامې اډې پر سر او د پراخ مانور په جریان کې شوي، چې د روسیې له لورې په مدیترانه کې د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر له لومړۍ تر اتمې نېټې پورې په لار اچول شوی وو ، چې په لویه کچه په لسګونو سمندري او هوایي ځواکونو پکې ونډه درلوده، دا تمرینونه په معاصر تاریخ کې د مدیترانیې په سمندرګي کې د روسیې تر ټولو پراخ تمرینونه وو. د یهودي ادارې له لورې دغه برید روسیه په بې ساري توګه له ننګونو سره مخ کړې ده. «د سوریې نظام اړوند سنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اسد نظام هوایي دفاعي ځواک د اسرایلي الوتکو له لورې څو توغندیز بریدونو ته چې حماة ته څېرمه د وادی العیون په سیمه کې شوي وو، ځواب ورکړی. د (سنا) د راپور پر بنسټ هوایي دفاعي ځواک د اسرایلو هغو بریدونو ته ځواب ویلی چې د یوې الوتکې له لوري شوي او په کښته ارتفاع کې د بیروت د لوېدیځ له لوري څخه د شمال لوري ته روانه وه او ځینی نظامي سیمي یې په طرطوس او حماة کې تر هدف لاندې نیولې وې، د راکټونو ځواب وویل شو. «له دوی څخه یې ځیني را وغورځول شول او برید کوونکې الوتکې اړ ایستل شوې چې سیمه پرېږدي». (العربیه ټکی نیټ ۴/ ۹/ ۲۰۱۸) يهودي اداره له امریکا سره له همږغۍ پرته دا جرات نشي کولی چې د روسيې اډې ته څېرمه دا ډول نظامي برید وکړي، ښایي دوی غواړي دا پیغام ورسوي چې د امریکایي ټیکنالوژۍ مخه په روسي (S-500) هوایي دفاعي سیستمونو نشي نیول کېدای، ځکه نو روسیه به ښایي وېره ولري چې د لوېدیځ والو بمبارونه به په سوریه کې د دوی اډې او یا الوتکې په نښه کړي.

ھ-  دا هغه څه دي چې پېښ شول، ادلیب ښار ته څېرمه روسۍ الوتکه له منځه یووړل شوه، چې دې کار په ریښتیا سره روسیه له ستونزې سره مخ کړه: د روسیې هوایي ځواک ویاند تورن جنرال ایګور کناشنکوف وویل، «چې (اسرایلي) پیلوټانو روسۍ الوتکه محاصره کړه او بیا یې دې ته برابره کړه چې د سوریایانو له لورې تر برید لاندې ونیول شي او په پایله کې د الوتکې د را نسکورېدو لامل شوه. نوموړي زیاته کړه: دا ممکنه نه وه چې اسراییلي هوایي څارونکو او د F-16 پیلوټانو دې روسۍ الوتکه نه وي لیدلې، ځکه دا الوتکه د پنځه کیلومترۍ ارتفاع ته را کښته شوې وه، خو بیا هم دوی په قصدي توګه ولمسول. یوه El-20 الوتکه د پنځلس سپرلیو سره هغه مهال را نسکوره شول، چې بېرته د حمیمیم هوایي اډې ته، چې د اللاذقیة ساحلي ښار ته څېرمه پرته ده پر لاره وه او دوشنبه ماښام د «مخالفینو د توغندیو» له امله تر برید لاندې راغله. اسراییلي ویاند وویل، چې اسراییلو ته په سوریه کې روسي هوایي ځواکونو مخکنۍ خبرتیا نه وه ورکړې او دوی د عملیاتو  راپور تر عملیاتو څه کم یوه دقیقه وړاندې د ټلیفوني بېړنۍ کرښې له لارې تر لاسه کړ، دوی زیاته کړه:موږ ونه شول کولی، چې روسۍ الوتکه کومې خوندې سیمې ته ولېږدوو.  (سکای نیوز عربي، د سه شنبه ماپښین ۱۸/ ۹/ ۲۰۱۸) د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کناشنکوف د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر په ۱۸مه نېټه د سه شنبې په ورځ وویل چې (اسرایلو) په سوریه کې د روسیې هوایي ځواکونو مشرتابه ته خبرداری نه دی ورکړی، چې دوی اللاذقیه ته څېرمه عملیات لري. کناشنکوف زیاته کړه: اسرایلو د روسي ځواکونو رهبرۍ ته په سوریه کې د پلان شویو عملیاتو په اړه خبرداری نه دی ورکړی. راپور تر عملیاتو څه کم یوه دقیقه مخکې د بېړنۍ ټلیفوني کرښې له لارې راغی، چې په دې موده کې روسۍ الوتکه ونه توانېده چې خوندي سیمې ته شاتګ وکړي. ویاند زیاته کړه چې اسرایلي الوتکې کولی شول چې روسۍ الوتکه تر پوښښ لاندې راولي، ځکه نو وروسته د سوریې دفاعي سیستم له لورې تر برید لاندې راغلل، د نوموړي په وینا اسرایلی الوتکو قصداً د اللاذقیه سیمې ته څېرمه خطرناکه حالت رامنځ ته کړ، هغه اشاره وکړه چې د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر په ۱۷مه نېټه د اسرایلي هوایي ځواک څلور ایف-16 الوتکو اللاذقیه ته څېرمه څو هدفونه بمبار کړل. دا برید له ټيټې ارتفاع څخه ترسره شو. کناشنکوف وویل، چې د غیر مسولانه ارزونې په پایله کې ۱۵ روسي عسکر ووژل شول، چې دا د روسیې او اسرایلو د ملګرتیا له روح سره اړخ نه لګوي. (عربي سپوتنیک خبر ۱۸/ ۹/ ۲۰۱۸).

 

دا ټولې بېلګې ښيي چې روسیه نه شي کولی د ادلیب قضیه له نظامي پلوه حل کړي، ترڅو له دې معما او کړکېچ څخه را ووځي او په دې نه ده توانېدلې چې د یهودي ادارې د تحرکانو مخه ونیسي، کوم چې د امریکا له لورې هڅول کېږي!

1 ځکه نو امریکا غواړې روسیه په سوریه کې ګير پاتې شي او تر هغو ونشي وتلای، تر څو د امریکا د پلان سره سم سیاسي حللاره په پوره توګه پلې نشي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د چهار شنبې په ورځ د رویټرز سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: (روسیه په سوریه کې ګېر راغلې او نورو ته په تمه ده چې هلته تر جنګ وروسته د بیا رغونې لګښت په غاړه واخلي). له دې څخه څرګندېږي چې دا چاره واشنګټن ته له مسکو سره په خبرو اترو کې موکه په لاس ورکوي. بولټن ویلي، چې واشنګټن د مسکو سره د خبرو اترو لاس غځولی، ځکه «روسیه اوس مهال هلته ګېر پاتې ده» نوموړي زیاته کړه «روسیه نه غواړي هلته ګېر پاتې شي...». (سرچینه: عربي. سپوتنیک نیوز ۲۲/ ۸/ ۲۰۱۸).

روسیه د امریکا په دې پالسۍ پوه شوې او ښایي په سوریه کې د امریکا د ښکېلتیا په مفهوم هم پوه وي. روسیه په ریښتیا هلته ګېر پاتې ده او نشي کولی تر هغې ووځي چې د امریکا اجازه نه وي، کوم چې په سوریه کې د نفوذ لپاره ټول وسایل په لاس کې لري. له دې امله، روسیه نشي کولی پر ادلیب هغه برید سرته ورسوي چې د سوریې کړکېچ د پای ته رسېدو په هیله تنظیم شوی و، ځکه ترکیې (د امریکا په لمسون) نیوکه کړې او ایران چوپتیا غوره کړې..... ځکه نو د ایران ناسته چې د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر پر اوومه نېټه ترسره شوه، بې پایلې پای ته ورسېده او د روسیې هغه پلان ونه منل شو چې پر ادلیب د برید لپاره یې درلود او غوښتل یې کړکېچ په روسي حللاره پای ته ورسوي. له دغې ناستې یوازې څو ورځې وروسته اردغان او پوتین ګډه غونډه وکړه او د برید پر ځای پر غیر نظامي سیمو سره سلا شول! دا د امریکایي مهربانۍ په پایله کې وشول، نیواسټي خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي وینا را اخیستې چې د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر په ۱۸مه نېټه یې دغه اژانس ته ویلي: «موږ د دې هرکلی کوو، روسیه او ترکیه هڅوو تر څو عملي ګامونه اوچت کړي او د اسد د دولت او متحدینو له لورې پر ادلیب د نظامي بریدونو مخه ونیسي... » په دوشنبه د روسي ولسمشر ولادمیرپوتین د خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره د هوکړې اعلان وکړ.

د ادلیب ولایت په شمال لوېدیځ کې د «غیر نظامي سیمو» جوړېدل به د اکتوبر پر ۱۵ مه پیل شي، چې د نوموړو سیمو اړوندو هېوادونو له لورې به اداره کېږي. روسي ولسمشر د غونډې په پای کې د خپل ترکي سیال سره د سوچي په تفریح ځای کې وویل: «موږ د "غیر نظامي سیمو" پر جوړولو سلا ته ورسېدو، چې د ارتباطي کرښې په اوږدو کې به د ۱۵ او ۲۰ کیلومترو په مساحت سیمه په ځان کې را نغاړي او د روان کال د اکتوبر پر ۱۵مه نېټه به پیل شي. پوتین وویل چې دغه هوکړه د «سخت او جدي حالت» استازیتوب کوي، ترڅو د دې”ستونزې د حل لپاره پرمختګ“ رامنځته شي. له خپله اړخه د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو روسي اژانسونو ته ویلي، چې دا هوکړه به د څو ورځو لپاره د سوریې د مخالفو ډلو پر وروستي سنګر د برید کولو مخه ونیسي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا هوکړه د دې مانا لري چې هلته به په ادلیب کې کوم نظامي برید نه ترسره کېږي، وزیر په ځواب کې وویل «هو». (د انټرفاکس او تاس اژانسونو په حواله...) په مقابل کې اردغان د دوو ولسمشرانو تر غونډې وروسته په خبرې کنفرانس کې وویل: روسیه به  ټول هغه اړین ګامونه اخلي، ترڅو دا یقیني کړي چې په ادلیب کې به پر رامنځته شویو امن سیمو  کوم برید نه کېږي. (فرانسه۲۴/فرانس پریس خبرې اژانس ۱۷/ ۹/ ۲۰۱۸).

پر همدې بنسټ، روسیې د ادلیب ویشتل ودرول او خپلې هغه بېړۍ یې بېرته راستنې کړې، کومو چې په مدیترانه کې یې نظامي تمرینونه کول، لا تر اوسه روسیه امریکا ته مخامخ او یا د ترکیې له لارې زارۍ کوي چې د ادلیب قضیه له نظامي اړخه تر سیاسي حللارې وړاندې پای ته ورسوي. خو امریکا پر ادلیب د هر ډول نظامي حللارې تر مخه یو سیاسي حللاره غواړي، تر څو د فشار د یو پاڼې په توګه کار ترې واخلي او روسیه په سوریه کې د هغې د نظامي اډو له امله تورنه کړي او بیا اپوزیسون وهڅوي چې د اډو موضوع د سیاسي حللارې پر مهال را پورته کړي... د دې تر شا تر هر څه مخکې د امریکا او ترکیې ګټې وې چې روسیه پر ادلیب له برید کولو څخه را وګرځوي او دا هر څه د امریکا د ګټو لپاره وشول، نه د دې لپاره چې ادلیب ته له رسېدلو څخه د نظام مخه ونیسي او یا د ملکي وګړو ساتنه وکړي، خو هغه مهال امریکا د حللارې پلي کول غواړي او روسیه یې هم منلو ته اړباسي. بیا نو د ادلیب د وینو توېدو، د ملکي یا غیر ملکي وګړو، د نظامي او غیرنظامي سیمو په اړه اندېښنه نه لري... او د دوی دا هر څه کړنې تاریخ په ښه توګه بیانوي، چې دوی د سوریې په بېلابېلو سیمو کې څه وکړل او د دوی جنایتونه ټولو ته ښه څرګند دي...

1 دا په ادلیب کې د سیمیز او نړیوال پلوه د جګړې د مسلې اړوند د اغېزمنو دریځونو واقعیت دی... خو یو څه شته چې د الله په اراده کولی شي په نړیوال او سیمییز ډګر کې د مېز پر مخ بدلون رامنځته کړي، چې هغه په ادلیب کې د هغو ډلو رول دی چې په رښتیا او د زړه له اخلاصه یې د الله لپاره کړي. نوموړې ډلې دوه ډوله دي:

لومړی: هغه ډلې دي چې له ترکیې سره ملګرې شوې، چې په بېلابېلو سیمو کې یې په شاتګ کړی او خیانتونه یې کړي. دوی د ترکیې د پیاوړي فشار په پایله کې د سولې او پخلاینې نظریې خپروي او د دغو ډلو مشران هغه څوک دي چې خپل وجدان او ضمیر یې پلورلی او د سعودي پیسو غرق کړي دي. دا هغه ډلې دي چې ترکیې د استانې خبرو اترو ته و هڅولې او په پایله کې د خوندي سیمو د رامنځته کولو جوګه شوې. دغه ډلې نن ورځ د حقیقت په هنداره کې خپل ځان ویني یانې همدوی وسیلې وې چې د سوریې پاڅون یې کاواکه کړ او د ترکیې د ورکړو ژمنو له امله یې ډېرې سیمې له لاسه و وتلې او دا د دوی خطا په ډاګه کوي... ځکه د دغو ډولو لیکې لا له وفادارو او ایماندارو وګړو څخه تشې نه دي پاتې، یوه د پام وړ ګنګوسه د ترکيې د خیانت په اړه د نوموړو ډلو ترمنځ ګرځي راګرځی، اردغان ورڅخه یادونه وکړه لکه د تهران په غونډه کې یې د روسیې او ایران له ولسمشرانو پوتین او روحاني سره په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، نوموړي وویل«مخالفه ډله د سیمو د پرمختګ یانې د خوندي سیمو د رامنځته کېدو وروسته د فریب او دوکې خوړلو احساس کوي». (Al Jazeera.net 7/9/ 2018) اردغان مني هغه پلان چې د سوري ډلو د دوکه کولو په موخه یې په لاره اچولی، دوی ته څرګند شوی او دا هغه څه دي چې دی ورڅخه په وېره کې دی. دی انګېري ښايي دغو ډلو ان تر اوسه پورې له هغو ډلو سره جګړې ته زړه نه وي ښه کړی چې د ترکیې له پلان سره سم د سولییزې حللارې ردول غواړي... او د ترکيې د دوکه کولو له افشاء او څرګندوالي څخه ښکاري که چېرته پر دوی برید کېږي پر وړاندې به یې په بیړه او کلکه جګړه کوي...

دويم: نورو ډلو ته ډېر ځلې د رسنیو له لارې د «ترهګرو» نوم ورکول کېږي. دغه ځواک د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د ډېرو پاڅونوالو د جلا وطنۍ لامل ګرځېدلی، لکه غوطه، سهېل، حمص، د حلب ختیځ ښار او نور. دغه ځواک د سیمې مهمې برخې اداره کوي. د وګړو او جنګي وسایلو په شمېر کې د اختلاف سره سره، ښایې له دوی څخه د هغوی وېره د سوریې په اړه د امریکا په پخوانیو راپورونو کې خلاصه شي او د هغوی په څرګندونو کې راغلي و، چې د سوریې په افوزیسیون کې «افراطي» ځواکونه د سوريې په جګړییز ډګر کې په لویو جګړو بوخت دي، که څه هم د شمېر له پلوه ډېر زیات نه دي.

نو دا هغه سرسخته ځواک دی چې په اسانۍ سره له ماتې سره مخ شي... په ځانګړې توګه له هغه وخته چې د ادلیب سیمه د پاڅونوالو وروستۍ سنګر ګڼل کېږي. په عمومي توګه به په دې سیمه کې جګړه سخته وي، لکه څرنګه چې پاڅونوال په لومه کې راګېر شوي او له دې پرته بله د وتلو لاره نه شته. د دې ټولو لپاره، له نظامي اړخه اړینه نه ده چې جګړه دې د نظام په خوښه په لاره واچول شي، سره له دې چې د دې موخې لپاره د روسیې له لورې یو لوی نظامي ځواک چمتو شوی. په ادلیب کې د جګړې له اوږدوالي، د نظام له لورې پر محلي ځواکونو او پر خپلو پلویانو د تمرکز سره سره ښایي د هغو نورو سیمو پر مخ دروازې پرانیزي، چې د نظام په ولکه کې وې او اوس به یې له ولکې وځي.

له دې امله، دغه ټولې بېلا بېلې ډلې که الله سبحانه وتعالی ته مخلصي او رښتنې وي، نو د امریکا د فشار په پایله کې به یې د روسیې له کړکېچ څخه په ګټې اخستنې سره، هغه تورنه او متهمه کړې وي، د ترکیې دوکې، چل او فریب ته به یې غاړه نه وي اېښې او دغه راز د سعودي پیسو ته به یې سترګې نه وي پټې کړي... له دې او له هغې نه وړاندې تل باید د الله سبحانه و تعالی وینا را یاد شي:

﴿كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ

[بقرة: ۲۴۹]

ژباړه: ډېر ځله داسې شوي چې يو وړوکی ټولګی د الله سبحانه وتعالی په امر پر يوه لويه ډله برلاسه شوی دی.

دوی تسلیم نشئ او له الله  سبجانه وتعالی څخه په رښتیا مرسته وغواړئ، نو بیا به دوی د الله په اراده سره د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو پلانونه له خاورو سره خاورې کړي او په ادلیب کې به سخته ماتې ور په برخه کړي.

﴿وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾

[الحج: ۴۰]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی به هرو مرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي، چې د هغه مرسته وکړي. الله سبحانه وتعالی ډېر زورور او بر لاسی دی.

Last modified onیکشنبه, 28 اکتوبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې