پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په حزب کې عمومي او خصوصي دندې
بسم الله الرحمن الرحيم
په حزب کې عمومي او خصوصي دندې

د حزبي جوړښت (تکتل) کتاب په ۵۰ مخکې داسې راغلي دي (عربي چاپ):

ه- د ژوند د اړتیاوو قرباني کول: د اسلام او دعوت د لېږد لپاره یو بل خنډ د دنیايي ژوند، لکه د مال قربانول او یا د تجارت له لاسه ورکول دي. پر دغو ستونزو باندې د برلاسه کېدو لپاره مو باید په یاد وي چې الله سبحانه و تعالی له مومنانو څخه د جنت په بدل کې ژوند او مال اخیستی. همدغه یادونه باید بسنه وکړي او ټاکنه باید اشخاصو ته ورکړل شي پرته له دې چې د دغو څېزونو قربانۍ ته اړ شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم عبدالله ابن جحش رضي الله عنه ته چې د مکې او طایف په منځ کې یې په نخلې سیمه کې د قریشو د احوالو لپاره موظف کړی و، په یوه لیک کې لیکي وو:

 «وَلاَ تُكْرِهَنَّ أَحَداً مِنْ أَصْحَابِكَ عَلَى الْمَسِيرِ مَعَكَ وَامْضِ لأَمْرِي فِيمَنْ تَبِعَكَ»

له اصحابو څخه هیڅوک مه اړباسه چې له تا سره ملتیا وکړي، زما له امر سره سم له هغوی سره چې ستا پيروي کوي، مخ پر وړاندې ولاړ شه.

پوښتنه دا ده: په يو شمېر حديثونو کې رسول الله صلی الله عليه وسلم يادونه کړې، چې مسلمانان حتمي بايد د خپل امیر پيروي وکړي او دا هغه څه دي چې موږ يې په حزب کې وينو. د حزب شباب اړ دي چې غوښتل شوې دندې ترسره کړي، که څه هم پر ده باندې ياد مسوليتونه دروند پېټی وي او ورته د تېښتي هيڅ موکه په لاس نه ورځي، خو په پورتني حديث کې ويل شوي چې دوی اړ نه دي يادې چارې ترسره کړي. څرنګه دا دواړه چې په تکتل کې د (ه) تر سرليک لاندې راځي چې شباب اړ نه دی چې د امر له امر سره سم کار وکړي او نور حدیثونه وایي چې شباب بايد د امر پيروي وکړي، دا دوې خبرې یو له بله څه ډول پرتله کوی؟ د پوښتنې د اوږدوالي له امله بخښنه غواړم. الله سبحانه و تعالی دې اجر درکړي.

ځواب:

وعليکم سلام ورحمته الله وبرکاته.

۱- داسې ښکاري چې ته د دندو په موضوع کې ستونزه لرې. يو شمېر دندې داسې دي چې اړوند امر يې له خپلو ټولو مامورينو څخه غواړي، چې د ده له پيروۍ او شرعي حکمونو سره سم یې حتمي بايد سرته ورسوي، لکه په اونيزو يا مياشتنيو حلقو کې ګډون کول، پر شرايطو برابرو خلکو سره تماس نيول او تفاعل ورسره کول. دا هغه څه دي چې د دوی د دندو په لايحه او نورو اداري مقرارتو کې بيان شوي دي. همدا رنګه ځينې نورې ځانګړې دندې شته چې يو شباب يا يوه ډله شباب یې د ترسولو کولو دنده په غاړه لري، لکه د يوه دولت مشر ته ليک لېږل، د هيئت په توګه یو متنفذ ته تلل، نوي خطرونه او اندېښنې سپړل، يا يو ظالم حاکم ته سپينه وينا کول يا د حزب له لوري ليک ورته سپارل او داسې نورې ځانګړې دندې. يادې دندې يواځې هغو کسانو ته سپارل کېږي، چې په خپله خوښه يې د سرته رسولو غوښتنه کوي. که يو څوک خوښ وي، نو ده ته ياده دنده سپارل کېږي او د خپلو نيمګړتياوو په تړاو مسول دی، خو که خوښ نه وي نو دی بيا مکلف نه دی او نه هم اړ ايستل کېږي يانې هغه د یاد کار کولو ته نه مجبوره کېږي.

ياده موضوع په اداري مقرارتو د (متحدالمال/ځانګړو دندو) تر سرليک لاندې بيان شوې ده: «هر څوک چې يوه ځانګړې دنده په خپله خوښه اخلي، دی هغې دندې ته ژمن دی او دا د منلو نه ده، هغه دنده یې چې په خپله خوښه اخيستی ده سرته ونه رسوي. که ياد کار يې ترسره نه کړ، نو دا د نوموړي پر نه کولو دلالت کوي او دی د ياد کار د نه کولو په تړاو د سزا وړ دی.)  

تاسې پوهېږئ چې په پيل کې راغلي: « هر هغه څوک چې په خپله خوښه دنده اخلي...، يانې که دی يې په خپله خوښه وانخلي، دی نه اړايستل کېږي او نه هم سزا ورکول کېږي.

۲-د دې لپاره چې دا موضوع ښه روښانه کړو، زه به د عبدالله بن جحش د سریې کيسه بيان کړم، ترڅو پوه شو چې هغه يوه عمومي دنده نه وه. د جګړې لپاره د مسلمانانو ټاکل، لکه د تبوک د غزا لپاره چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مسلمانان وټاکل. ځکه د صلی الله عليه وسلم هغو کسانو ته سزا ورکړه، چې وروسته پاتې شوي وو. ځکه دا يوه عمومي دنده وه او د امر پيروي کول په عمومي دنده کې حتمي دي.

د عبدالله بن جحش په سریه کې د مسلمانانو ټاکل د عمومي جګړې لپاره نه وو، بلکې د يو شمېر محدودو  خلکو لپاره يوه ځانګړې دنده وه، ترڅو په سختو حالتونو کې خبرونه راوړي. ځکه نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث د دوی د امر عبدالله لپاره دا و چې دی بايد هيڅوک اړ نه کړي:

په دلايل النبوة کې البیهقي له ابن اسحاق څخه روايت کوي، ده وويل: «يزيد ابن رومان را ته وويل چې عروه ابن الزبير وويل: « رسول الله صلی الله عليه وسلم عبدالله بن جحش د نخلې سيمې ته ولېږه او هغه ته يې وويل:

«كن بها حتى تأتينا بخبر من أخبار قريش»

هم هلته پاتې شئ، ترڅو د قريشو خبرونه را ته راوړئ.

هغه صلی الله عليه وسلم عبدالله بن جحش ته د جګړې امر نه و ورکړی، ځکه هغه مقدسه او د حرم مياشت وه. هغه صلی الله عليه وسلم نوموړي ته له ځای ښودلو څخه وړاندې يو ليک ورکړ او په کې ليكلي یې و:

«اخرج أنت وأصحابك، حتى إذا سرت يومين فافتح كتابك وانظر فيه، فما أمرتك به فامض له، ولا تستكرهَنَّ أحدا من أصحابك على الذهاب معك»، فلما سار يومين فتح الكتاب، فإذا فيه: «أن امض حتى تنزل نخلة بين مكة والطائف، فتأتينا من أخبار قريش بما اتصل إليك منهم»

ته او ملګرې د لاړ شئ ترڅو دوه ورځنی سفر پوره کړی، وروسته ليک پرانيزه او ويې لوله او زما له امر سره سم مخ پر وړاندې ولاړشه او خپل ملګري مه اړباسه چې له تا سره ولاړ شي.

تر دوې ورځې سفر کولو وروسته يې ليک پرانيست او په ليک کې ليکل شوي و:

«تګ ته دوام ورکړه ترڅو د طايف او مکې ترمنځ نخلې ته ورسېږې او د قريشو په تړاو خبرونه راوړه لکه څرنګه چې مخکې له تاسره د دوی په تړاو خبرې شوي وې».

نوموړي رضي الله عنه خپلو ملګرو ته د ليک تر لوستلو وروسته وويل: «زه اورم او اطاعت کوم، هر هغه څوک چې د شهادت غوښتنه کوي له ما سره د لاړ شي، زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په امر مخ پر وړاندې ځم او څوک چې نه غواړي کولی شي بېرته ستون شي، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم زه د چا له اړ ايستلو څخه منع کړی يم، بیا نو خلکو له ده سره تګ ته دوام ورکړ...)

ابن هشام د سيرت په کتاب کې ليکي: «تر دوو ورځو سفر کولو وروسته عبدالله بن جحش ليک پرانيست او ويې لوست چې پکې لیکلي و:

«إذَا نَظَرْتَ فِي كِتَابِي هَذَا فَامْضِ حَتّى تَنْزِلَ نَخْلَةَ، بَيْنَ مَكّةَ وَالطّائِفِ، فَتَرَصّدْ بِهَا قُرَيْشاً وَتَعَلّمْ لَنَا مِنْ أَخْبَارِهِمْ»

کله د چې زما ليک ولوست مخ پر وړاندې ولاړ شه، ترڅو د طایف او مکې ترمنځ نخلې ته ورسېږې، له هغه ځايه قريش وڅاره او د دوی په اړه موږ ته خبر راکړه.

کله چې عبدالله بن جحش ليک ولوست، ده وويل زه اورم او پيروي کوم، وروسته يې خپلو ملګرو ته وويل، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته امر کړی چې د نخلې لور ته لاړ شم، ترڅو له هغه ځایه قريش وڅارم او هغه صلی الله عليه وسلم ته د دوی په اړه خبرونه راوړم او ده صلی الله عليه وسلم زه له دې منع کړی يم چې له ما سره تګ ته  په تاسو کې څوک اړ کړم. نو هر هغه څوک چې شهادت لاس ته راوړي او د هغه غوښتنه لري، نو مخ پر وړاندې د ولاړ شي او هر هغه څوک چې نه غواړي بېرته د ستون شي. زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له امر سره سم مخ پر وړاندې ځم. دی مخ پر وړاندې ولاړ او د ده ملګري هم له ده سره مخ پر وړاندې ولاړل او هېڅوک وروسته پاتې نه شو.)

تاسو پوهېږئ چې دا يوه ځانګړې دنده وه، ځکه نو د دې دندې د ترسره کولو په موخه هيڅوک هم نه دي اړ ايستل شوی او یاده دنده د شهادت د ترلاسه کولو لپاره یوه دنده وه. په متن کې ويل شوي دي چې د دوی قومندان عبدالله دوی ته وويل: «رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته امر کړی چې د نخلې په لور ولاړ شم، ترڅو قريش وڅارم او د دوی په اړه هغه صلی الله عليه وسلم ته خبرونه راوړم او ده صلی الله عليه وسلم زه منع کړم له دې څخه چې څوک تګ ته اړ کړم. نو هر هغه څوک چې غواړي شهادت لاسته راوړي او غوښتنه يې کوي له ما سره د لاړ شي او څوک چې نه غواړي بېرته د ستون شي. زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له امر سره سم مخ پر وړاندې ځم. دی مخ پر وړاندې لاړ او د ده ملګري هم له ده سره يوځای مخ پر وړاندې لاړل او هيڅوک هم شاته پاتې نه شو).

تاسې پوهېږئ، چې هيڅوک هم شاته پاتې نه شو يانې که څه هم دوی اړ نه وو چې ياده ځانګړې دنده سرته ورسوي، خو هېچا هم له دې کاره ډډه ونه کړه. الله سبحانه و تعالی د پر دوی ورحمېږي.

۳- اوس د تکتل (حزبي جوړښت) د (ه) برخې هغه ياد شوی پاراګراف ګورو: دا له امت سره د تفاعل تر سرليک لاندې بيان شوی دی او د تفاعل پر وړاندې هغه خنډونه په ګوته کوي چې شباب يې سرته رسوي.  

ياد پاراګراف د دنيايي ژوند د قربانۍ د موضوعاتو په تړاو بحث کوي، په داسې حال کې چې له امت سره د تفاعل کړنې ترسره کېږي. د تفاعل په پړاو کې ځانګړې دنده له خطرونو او اندېښنو سره مله ده او د دنيوي ژوند، لکه شتمنۍ، تجارت او داسې نورو د له منځه تللو شتونتیا هم پکې شته...

نو هر څوک چې نه غواړي د تفاعل په پړاو کې ځانګړې دنده ترسره کړي، دی نه اړايستل کېږي، خو دی کولی شي چې عامه چارې ترسره کړي، خو ده ته د تقوا يادونه کېږي او ورته ويل کېږي چې الله سبحانه و تعالی د مومنانو ژوند او شتمني د جنت په بدله کې له دوی څخه پېرلي دي. همدغه يادونه بسنه کوي او د قربانۍ انتخاب د خلکو په لاس کې دی...

تاسو پوهېږئ، چې ياد متن د قربانۍ په تړاو بحث کوي ځکه چې ځانګړې دنده له ستونزو ډکه ده.

۴-په پای کې ويلی شو چې شباب نه اړ ايستل کېږي چې ځانګړې دنده ترسره کړي، خو عامه دندې بايد په ژمنتيا سره ترسره کړي او د شريعت له احکامو سره سم د خپل امر پيروي تر هغه وخته وکړي چې ورته امر کوي.

هيله لرم چې په تړاو به یې پوهېدلی یې او الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه خبر دی.

ستاسې ورور عطا بن خليل ابو الرشته

پوښتونکی: محمد عبدالبصير

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې