جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د يمن پر غمیزې د سويډن هوکړه او د هغې اغېزې
بسم الله الرحمن الرحيم
د يمن پر غمیزې د سويډن هوکړه او د هغې اغېزې

پوښتنه:

د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۱۸مه، د فرانسې ۲۴ ويبپاڼې خبر ورکړ: «د يمن په حديده ښار کې وروسته تر هغه د حکومت پلوو ځواکونو او حوثي ياغيانو ترمنځ نښتې پيل شوې، چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ شوی اوربند څو دقيقي مخکې ټينګ شوی و.» (فرانسه ۲۴ ويبپاڼه، ۲۰۱۸/۱۲/۱۸). پر همدې نېټه عربي سپوټنيک خبري ويبپاڼې راپور ورکړ: «د «انصارالله» ډلې مذاکره کوونکي پلاوي، يوه غړي د سويډن د هوکړې په اړه وويل: «دغې هوکړه کې د حديده بندر سپارل او له حدیده ښار څخه د حوثیانو وتل شامل نه دي.» چې وروسته بیا د يمن د اطلاعاتو وزير معمر ارياني په ځواب کې وويل: «يادې څرګندونې د دغې هوکړې پر ضد د انقلاب مانا ورکوي، په داسې حال کې چې له یادې هوکړې څخه يوازې څو ورځې تېرېږي. نوموړي ټينګار وکړ، چې په دې هوکړه کې له حديده ښار او بندر، صليف او راس عيسی څخه د ملېشو وتل شامل دي».

پوښتنه دا ده:  ولې په داسې حال کې چې د هوکړې له لاسلیک څخه څو ورځې تېرې شوي، بیاځل اختلافات رامنځته شول؟! او لامل څه دی چې د هوکړې له لاسلیک کېدو څو شیېبې وروسته بیا شخړې پیل شوې؟ او په ورته وخت کې ولې امريکا او برتانيې له يادې هوکړې څخه هرکلی وکړ؟ ايا د يادې هوکړې له مخې به د يمن غميزه پای ته ورسېږي؟ الله سبحانه وتعالی دې بدله درکړي.

ځواب:

تر دې وړاندې چې د سويډن هوکړې په تړاو خبرې وکړو، چې د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۶ مه یې په اړه خبرې پيل او د ښکېلو غاړو په تود هرکلي سره د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۱۳ مه پای ته ورسېدې. د يمن حالت په لاندې توګه خلاصه کوو:

لومړی: وروسته تر دې چې حوثيانو پر صنعا ښار ولکه ټينګه کړه، له پلازمېنې څخه يې د هادي حکومت وشاړه او د يمن ډېرې برخې يې ونيولې او د خپل حاکمیت قانوني کولو ته یې خورا اړتیا درلوده. امريکا په دې لټه کې وه چې دوی ته "مشروعيت" ورکړي، خو دا چاره اسانه نه وه، ځکه چې د يمن په سياسي جوړښت کې ګڼ شمېر برتانيه پلوو شتون درلود. له همدې امله د امريکا لويه هيله دا وه چې حوثيان د يمن په سياسي نقشه کې د يوې فعالې برخې په توګه مطرح کړي. حوثيان په شمالي يمن کې، په ځانګړې توګه په صعده ولايت کې لږه کي دي او دوی په عامو خلکو کې ملاتړ نلري، ځکه نو امريکا د حوثيانو ملاتړ وکړ، ترڅو دوی په يمن کې په فعال لوبغاړي بدل کړي داسې چې د دوی له شتون پرته باید هيڅ فیصله ونه شي. امريکا د دې کار لپاره له لاندې اقداماتو څخه کار واخيست:

1. امريکا سعودي عربستان وهڅاوه چې د "غوڅ طوفان" په نامه هوايي عمليات به په دې موخه پيلوي، چې حوثي ياغيان به له منځه نه وړي. بلکې هغوی به د پردیو جنګي جټونو پر وړاندې د یمن واقعي مدافعین ښيي او په ورته وخت کې به دوی مظلومان او اتلان هم ښيي، ترڅو په دې توګه حوثي ياغيان عامه رايه خپله کړي.

2.  انګليس پلوی ولسمشر هادي منصور یې په سعودي عربستان کې د بندي په څېر مېشت کړ، ترڅو فرصت ته په کتو سره پرې په اسانۍ سره فشار راوړي.

3. امريکا د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د خپل نفوذ په کارونې سره فشار راوړ، چې امريکا پلوی استازی يمن ته ولېږي او په دې چاره کې بريالۍ هم شوه او امریکا پلوی جمال بن عمر او ولد الشيخ يې د نړیوال استازي په توګه یمن ته ولېږي.

انګلیس چې له لسيزو راهيسې په يمن کې اغېز لرونکی رول لري، ښه پوهېږي چې د يمن په سوېل کې خوځښت او په شمال کې حوثيان د امريکا د لاس آلې دي او غواړي د دوی پر مټ هلته خپل نفوذ پراخ کړي. وروسته تر دې چې حوثيانو د صنعا او د يمن نورې برخې په خپله ولکه کې راوستې او د ايران له لوري یې پام وړ پوځي ملاتړ تر لاسه کړ او په ځانګړې توګه کله چې سعودي خپل رول په يمن کې جوته کړ، نو انګلیس پوه شو چې په يمن کې یې اغېز نور د ځوړ په حالت کې دی، له همدې امله انګلیس د امريکا پلانونو او پروګرامونو ته په ځواب کې بېړنۍ هڅې پیل کړې:

الف- هغه رول چې متحده عربي امارت يې په يمن کې مخ ته وړي د سعودي له رول سره موازي دی. په حقيقت کې متحده عربي اماراتو د حوثيانو له منګولو څخه د عدن ښار او په سوېل کې د نورو ښارونو په بيا ځلې لاسته راوړلو کې غوڅ رول ولوباوه او د دغه رول له امله ياد هيواد د يمن په سوېل کې يو حرکت وپنځاوه. په ياد حرکت کې د امريکا لاسپوڅي له صحنې لرې شول، رول يې کم شو او په دې توګه د يمن سوېل خوندي شو.

ب: برتانيې خپل پخوانی لاسپوڅی علي عبدالله صالح په شمال کې د حوثي ياغيانو په ليکه کې ځکه وګوماره چې که حوثي ياغيان په راتلونکې کې واک په لاس کې واخلي، نو برتانيا وار له مخې له حوثيانو سره په واک کې شريکه وي همداراز علي صالح په لیکه کې د حوثیانو متحد شو او وړاندې تر دې چې ترور شي، کابو په خپله دنده کې بريالی هم شو.

ج: برتانيې ډېره هڅه وکړه چې يمن ته د ملګرو ملتونو انګليس پلوی استازی ولېږي او همداسې یې وکړه. په دې توګه برتانوی مارټين ګريفیس د يمن لپاره نړيوال استازی وټاکل شو.

دویم: برتانيه پوهېده چې د حوثيانو اصلي ملاتړی ايران دی. د صنعا هوايي ډګر تر تړلو او پر سویلي بندرونو د دولت تر ولکې وروسته، یواځينی شریان و چې ایران د حوثیانو د مرستو رسولو لپاره ترې کار اخیسته. له همدې امله امارتو د حديده بندر د تسلط لپاره ډېر جدیت وښود. له همدې امله د حديده په شاوخوا کې شخړې او نښتې د امريکا له لورې په دې موخه وغندل شوې چې ګواکي هلته بشري مرستو ته خلک لاسرسی نلري او د حديده بندر له لارې مېليونونو يمنيانو ته مرستې رسېدلې. که امريکا په رښتيا هم بشريت ته پاملرنه کولی، نو په سوريه کې به یې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د خپلو ګوډاګيو مخه نيولې وای چې ښارونه يې د بېلري بمونو پر مټ له خاورو سره خاورې کړل.

 امريکا غوښتل د حديده بندر د ايران پوځي مرستو په موخه پرانيستی پرېږدي او د دې کار لپاره د توجيه پيدا کولو په لټه کې وه. حوثي ياغيانو له ايران څخه بلاستيک توغندي  او بې پيلوټه الوتکې د همدې بندر له لارې ترلاسه کړې او بيا يې په سعودي عرب باندې توغولي او په متحده عربي اماراتو کې یې د همدې بې پيلوټه الوتکو پر مټ هدفونه په نښه کړي دي. خو پر وړاندې یې، سعودي عرب د خپلو الوتکو پر مټ د حوثي ياغيانو اډې نه دي په نښه کړي، بلکې ملکې وګړي يې په نښه کړي دي. د بېلګې په توګه حوثي ياغيانو تعز ولايت کلابند کړ او هلته يې خپلې مورچلې جوړې کړې او ياد مورچلونه په ډېرې اسانۍ تر هوايي بمبارد لاندې راتلی شوای او د یادو سيمو کلابندي له منځه تلای شوای، خو کلابندي همدغسې پر خپل ځای پاتې ده! که پر سعودي د امريکا فشار نه وای، اماراتو به حوثي ياغيان ټول له حديده څخه شړي وای!

د امريکا پلانونه او تګلارې د برتانيې له پلانونو او تګلارو سره په ټکر کې دي. امریکا د یمن پر ځينو برخو باندې د حوثیانو له کنټرول وروسته د بحران سیاسي حللارې پلوۍ شوه، خو برتانيا په تمه وه چې سياسي حللارو ته تر رسېدو وړاندې، باید حوثي ياغيان له ډېرو ماتو سره مخ شي او په پای کې بيا صعده ته ستانه شي او له نيول شويو سيمو څخه ووځي. له همدې امله ټولې مخکنۍ خبرې پرته له سياسي "لوبو" چې وخت تېرول و، بل څه نه وې. دغه ډول خبرې چې د سپټمبر په لومړيو کې په کويټ او ژنيوا کې وشوې، په داسې حال کې ناکامه شوې چې حوثي ياغيانو خپل استازی يادو ناستو ته نه و لېږلی. خبرې ناکامه شوې او حوثي ياغيان د حديده بندر له نيولو څخه د عربي متحده اماراتو د ځواکونو له لوري هغه وخت وتمبول شول چې د بندر په څنډو کې و. په ورته وخت کې متحده عربي اماراتو ډېر مهم رول ولوباوه؛ د حديده د جګړې لپاره يې ځايي ملېشې استخدام او سمبال کړې. سعودي عربستان د دې جګړې په ترڅ کې ډېر شرموونکی دريځ خپل کړ، هغه ونشو کولی چې د اماراتو ياد حرکت رد کړي، ځکه چې دوی د يوه اييتلاف په څېر په ظاهره په يمن کې د حوثيانو پر ضد جګړه کوله! همدا راز امريکا پر حديده باندې د بریدونو مخالفه وه. اماراتو د انګلیس په دستور د برید لپاره داسې وخت وټاکه چې امریکا تر دې پر مهمه موضوع بوخت وه. د حديدې جګړه د ۲۰۱۸م د جون پر ۸ مه او ۹ مه پيل شوه (الحرا، ۲۰۱۸/۶/۱۰). دا هغه وخت و چې امريکا د ټرمپ او شمالي کوريا د مشر د کتنو لپاره پر سختو تياريو بوخت وه، چې د ۲۰۱۸م کال د جون پر ۱۲ مه په سينګاپور کې ترسره شوه.

 برتانيې داسې وخت غوره کړی و، چې امريکا پر حديده باندې د بريدونو مخه نشوای نيولی او له همدې امله د ملګرو ملتونو امنيت شورا د حديده جګړې په بندولو کې ناکامه شوه. «د ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره ورځ د عربي اييتلاف له لوري چې مشري يې سعودي او امارات کوي، پر حديده باندې د بېړنيو بريدونو د بندولو لپاره کافي رایې ترلاسه نه کړاې شوې» (الجزيره نت، ۲۰۱۸/۶/۱۵). د حديده جګړه او د متحده عربي اماراتو او د هغه د ملیشو له لوري د حديده احتمالي کنترول، په يمن کې د حوثي ياغيانو  د واکمنۍ لپاره يو ستر ګواښ دی. له همدې امله حوثي ياغيانو خپل ټول ځواکونه وهڅول چې یاده موخه ترلاسه نه کړي او امريکا خپلې ټولې هڅې پیل کړې چې په يمن کې د بشري وضعيت پر خرابېدو ږغ پورته کړي او ووايې چې ګواکې حديده په يمن کې د قحطۍ د له منځه وړلو لپاره يوازېنۍ لار ده. متحده عربي اماراتو او د هغه ځايي متحدينو له نړيوالو فرصتونو څخه په استفادې سره پر حديده باندې ګڼ بريدونه کړي او په حديده ښار او بندر کې یې مخکنی وضعيت حاکم کړي- کوم چې د حوثي ياغيانو لپاره يو ستر ګواښ رامنځته کوي او دا پخپله د امريکا نفوذ ننګوي. په دې وروستيو مياشتو کې د حديده پر شاوخوا باندې خال خال بريدونه د يمني جګړې تر ټولو خطرناکه برخه وه. په ځانګړې توګه امريکا و نه توانېده چې په يمن کې د سعودي او اماراتو اييتلاف ټوټه ټوټه کړي او نه يې هم وکولی شول چې د فشار پر مټ سعودي له جګړې راوګرځوي. په داسې حال کې چې سعودي د جګړې درنده بيه پرې ورکوي، خو حالت په ټپه ولاړ دی او همداراز د سعودي ژورناليست جمال خاشوقجي د ۲۰۱۸م کال د اکټوبر د لومړيو وحشي وژنه د سعودي لپاره يو بل ستر شرم او ننګ شو.

درېیم: په استانبول کې د سعودي ژورنالیست خاشقجي وژنې د سعودي عربستان پر وړاندې داسې نوی چاپیریال را منځته کړ، چې د امریکا د ګټو لپاره کار ترې اخیستل کېدای شوای:

۱- د سعودي امنیتي چارواکو په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې یو وحشي کړنه تر سره کړه، چې دا پېښه په نړیواله کچه د سعودي عربستان پر وړاندې د یو ستر کمپاین لامل وګرځېده، چې په ضمني ډول او ځیني وختونه یې په عمومي ډول د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د محاسبې غوښتنه کوله، داسې چې د انساني ارزښتونو خلاف یې ناوړه او ظالمانه کړنه تر سره کړې. که څه هم په اسلامي خاورو کې د سعودي عربستان حاکم او نورو جنایت کارو حکامو د خپلو خلکو پر وړاندې په استانبول کې د سعودي ژورنالیست د وژنې په پرتله لا ډېر ناوړه او وژونکي جنایتونه تر سره کړي دي، خو دغې کړنې په کافي اندازه احساساتي عواطف را وپارول، چې د ډېرو هیوادونو له لوري له کلکې غندنې سره مخ شول. اروپایي هیوادونو هڅه وکړه ترڅو له دې پېښې څخه د امریکایي مزدور بن سلمان د کمزوره کولو لپاره کار واخلي او که شونې وي له واکه یې لیري کړي، خو امریکا په چټکۍ سره د ولسمشر ټرمپ د ټوېټرونو له لارې د بن سلمان لپاره نړیوال سپر چمتو کړ او کوم څه چې سعودي ولیعهد ویل هغه یې د باور وړ وبلل، په دې ډول یې نوموړی له تورونو خلاص کړ. ټرمپ په ډاګه وویل، چې دی به له سعودي عربستان سره د وسلو له تړون څخه لاس وا نه خلي، ځکه د دې تړون ګټه دا ده چې په امریکا کې د بې روزګارۍ مخه نیسي، په دې سره د ټرمپ د ادارې پر وړاندې د کانګریس د غړو فشار زیات شو او د کانګریس غړو د ټرمپ اداره تورنه کړه، چې «امریکایي ارزښتونه» د سعودي د پیسو په بدل کې پلوري. وروسته د کارنګریس له لوري د ولسمشر ټرمپ پر وړاندې د محمد بن سلمان د دفاع له امله د ملامتیا بې مخینه تاریخي اعلامیه تصویب شوه. «ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بې مخینه او تاریخي ډول سپک شو، د امریکا سنا د پنجشنبې په ورځ په دې اړه رایه اچونه وکړه، ترڅو د یمن په جګړه کې د امریکا پوځي ملاتړ نور پای ته ورسېږي او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ژورنالېست په وژنه کې پړ بلل شوی. د سعودي تبعه جمال خاشقجي وژنې په اړه سنا مجلس په یو تاریخي ګام کې ۵۴ تایید او ۴۱ رد رایو په پایله کې پریکړه وکړه، چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ اییتلاف سره دې د امریکا پوځي ملاتړ نور پای ته ورسېږي». (رویټرز ۲۰۱۸/۱۲/۱۴ )

۲-  کله چې د کانګرېس زیاتو غړو د سعودي ولیعهد (د امریکا له ریښتېني لاس پوڅي) سره د اړیکو د پرېکون په اړه غبرګون وښود او ځینو یې سعودي ته د وسلو د نه ورکړې غوښتنه وکړه، د هغو وسلو چې ټرمپ یې په اړه لاپې وهلې، چې په دې سره به په امریکا کې نوې دندې را منځته شي. بیا د ټرمپ ادارې هڅه وکړه چې د خاشقجي له قضیې څخه د پام اړولو په پلمه چې له امله یې سعودي تورن دی، په بله اړینه موضوع کې سعودي عربستان داسې وښیي چې له بشري حقونو، امنیت او سولې څخه ملاتړ کوي او دا چې سعودي له ملګرو ملتونو سره همکاري کوي. د بن سلمان همکاري د سویډن د خبرو اترو پر مهال را برسېره شوه «تمه ده چې د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتریش  سویډن کې د خبرو اترو په وروستي پړوا کې برخه واخلي او په یمن کې خپل د سولې د استازي له هڅو څخه ملاتړ وکړي، ترڅو یو سیاسي بهیر را پیل شي او روان څلور کلن جنګ پای ته ورسوي». د سعودي د رسمي خبري اژانس په وینا ګوتریش له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره تلیفوني اړیکه نیولې، ترڅو د یمنۍ شخړې د وروستیو پرمختګونو او هڅو په اړه سره خبرې وکړي. (رویټرز۲۰۱۸/۱۲/۱۲)

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د بن سلمان پر همکارۍ ټینګار وکړ: «د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پنجشنبه له العربیه تلویزوني شبکې سره په خبرو کې د یمن په تاریخي تړون کې چې د انصار الله او یمني دولت تر منځ وشو، د ولیعهد محمد بن سلمان رول په ډاګه کړ... د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د نیویارک په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل: «د ګوتریش په آند د ولیعهد همکاري روغې جوړې ته د رسېدو لپاره ډېره اړینه ده» ( ۲۰۱۸/۱۲/۱۳ Arabic.Sputniknews). په دې ډول امریکا د ده رول په فوق العاده توګه په ډاګه کړ، همدا علت وو چې ګریفيټ ته دنده سپارل شوې وه ترڅو د ولیعهد رول وستایي، ګریفټ له اردن څخه په یو ویډیویي کنفرانس کې وویل: «له یمني اړخونو سره خبرې اترې یوې معاملې ته د رسېدو لپاره بریالۍ وې. ده زیاته کړه: زه له جلالتماب ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان څخه مننه کوم چې له خپل لوري یې د دې بهیر په اړه د حیاتي او شخصي ملاتړ ډاډ راکړ.» (الوطن نیوز ۲۰۱۸/۱۲/۱۴). دا ټول ښیي چې امریکا لېواله وه، ترڅو د لاندې دریو دلایلو په ړنا کې دا تړون را منځته شي:

لومړی: د سعودي عربستان انځور ته رنګ ورکول، دوهم: له سعودي عربستان څخه نړیوال شرم لیرې کول او د سعودي ژورنالېست پر قضیه پرده اچول او درېیم: له مالي پلوه د سعودي عربستان ګواښل! دغه درېیم ډول یې ټرمپ ته ډېر مهم دی... اوس مهال امریکا غواړي چې د سعودي انځور کم رنګه کړي او یا د خپل مزدور محمد بن سلمان او پلار له سترګو یې شرم لیرې کړي، خو په دې کړنې سره غواړي وښيي چې دوی له «ستونزې» ژغوري او بیا یې د سعودي د تېلو په بدل کې استثماروي، ترڅو د نړیوال شرم د لیرې کولو په پلمه یې «وزبېښي» او دا د ټرمپ د سوداګریزې شکونې د پالیسۍ له روان سره اړخ لګوي، چې شعار یې دی «موږ ته روپۍ راکړئ»!

۳- کوم څه چې دې تړون ته په رسېدلو کې د امریکا ګټې په ډاګه کوي، هغه څه دي چې په امریکا کې د چارواکو له لوري په ډاګه شوي، همدا رنګه د هغه څه له ځواکه غورځول چې په ډاګه شوي دي لکه:

امریکا په یمن کې د دېرشو ورځو په ترڅ کې د اوربند غوښتنه کړې او فشار یې زیات کړی، ترڅو د سعودي په مشرۍ عربي ايیتلاف اړ کړي، چې د ملکي وګړو د استوګنې پر سیمو له بمباریو څخه لاس واخلي. د دفاع وزیر جېمز متېس د یمن په کړکېچ کې پر ټولو اړخونو ږغ کړی، چې د دېرشو ورځو په ترڅ کې اوربند وکړي او جدي خبرو اترو ته غاړې کېږدي، ترڅو په دې هیواد کې جګره پای ته ورسېږي. متیس په واشنګټن کې د سولې امریکایي انسټيټیوټ په یوه سمینار کې د وینا پر مهال وویل: «د اوږد مهالې حللارې لپاره موږ اوربند ته اړتیا لرو، د پولې له پورې غاړې را نیولې بیا د هوایي بمبار تر درېدو پورې... د یمن په کړکېچ کې ټولې ښکېلې غاړې باید د راتلونکو دېرشو ورځو په ترڅ کې د خبرو اترو مېز ته کښېني». ده په ټینګار سره وویل: «په یمن کې جنګي اړخونه حتمي باید د سولې هڅو ته غاړه کېږدي» او زیاته یې کړه: «موږ اړ یو چې دا هر څه په راتلونکو دېرشو ورځو کې تر سره کړو، زه ګمان کوم سعودي عربستان او متحده عرب امارات هم چمتو دي چې په دې برخه کې د پام وړ ګام واخلي». (ګلف انلاین ۲۰۱۸/۱۰/۳۱)

-امریکا د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ګوتریش ته دنده ورکړه، ترڅو د سویډن خبرې اترې وڅاري او د خبرو اترو لوري تر فشار لاندې راولي ترڅو یوه تړون ته رسېدل او یا د یو تړون پیلېدل ډاډمن کړي او د برتانیې نړیوال استازي ګريفيټ ته هر څه پرې نږدي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په سویډن کې په وروستيو خبرو اترو کې د ګډون لپاره دې هیواد ته ځي، چې په یمن کې د سولې او سیاسي بهیر د پیلېدو په لړ کې د خپل استازي د هڅو ملاتړ وکړي، ترڅو په یمن کې نږدې څلور کلنه جګړه پای ته ورسوي». (رویټرز ۲۰۱۸/۱۲/۱۲)

د سعودي عربستان له لوري پر یمني ولسمشر هادي فشار په دې مانا دی، ترڅو وړاندې شوی تړون ومني. یوې سرچینې الجزیرې ته ویلي چې سعودي عربستان پر یمني ولسمشر عبدالرب منصور هادي فشار راووست، ترڅو د یمني دولت مرکچي پلاوي ته لارښوونه وکړي چې د سویډن د روغې جوړې په غونډه کې په حدیده او بندر کې یې د اوربند پرېکړه ومني. د سرچینې په وینا د دولت پلاوي هادي ته، چې په ریاض کې مېشت دی یوه پاڼه سپارلې او سپارښتنه یې کړې چې تړون لاسلیک نه کړي، ځکه په دې تړون کې په واضح ډول نه دي ذکر شوي چې حوثیان به د حدیده ښار او بندر پرېږدي او که نه، خو د سرچینې په وینا د تېرو څو ساعتونو په ترڅ کې د سعودي تر زیات فشار وروسته د یمن ولسمشر ته لار ښوونه شوې چې تړون لاسلیک کړي.(۲۰۱۸/۱۲/۱۳ (Al-Jazeera.net

-په چټکۍ سره د ملګرو ملتونو د یو جنرال ګمارنه دا مانا لري، چې په حدیده کې د اوربند څارنه وکړي. ملګرو ملتونو یو هالنډی جنرال وټاکه، چې د یمني لوریو تر منځ د اوربند د څار د ماموریت مشري وکړي. یمن لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مارټین ګریفيټ په وینا، متقاعد هالنډي جنرال پتریک کماریت هوکړه کړې چې په یمن کې د څارنې ماموریت مخ ته یوسي او زیاته یې کړه، چې کماریت به په څو ورځو کې سیمې ته ورسېږي. (یمن نیوز۲۰۱۸/۱۲/۱۴) د یمن لیدلوري ویبپاڼې د ۲۰۱۸ م کال د ډیسمبر پر ۲۰مه راپور خپور کړ، چې د ملګرو ملتونو ویاند سټیپن ډیوجریک ویلي: «د کمېټې مشر هالنډی متقاعد جنرال به سبا پنجشنبه اردن ته ولاړ شي او له هغه ځایه به صنعا او بیا حدیده ته لاړ شي.

-له یاد تړون څخه په ډاګه د امریکا هرکلی لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزیر پمپیو له تړون څخه د ملاتړ پر مهال وویل: «په یمن کې سوله شونې ده (بي بي سي۲۰۱۸/۱۲/۱۴). ده په خپلو خبرو کې وویل: «د یمن جمهوري دولت او حوثیانو تر منځ د روغې جوړې لپاره دا لمړنی قاطع ګام دی چې ښکېلو اړخونو اخیستی او همداراز سوله شونې ده. ټولې غاړې دا فرصت لري چې ګام واخلي او د ټولو یمنیانو ژوند ته پرمختګ ورکړي او مخ ته ولاړ شي، ټول باید خپل ګډون ته همداسې دوام ورکړي، شخړې را کمې کړي او روانه دښمني نوره ودروي. (Yemeni Scene ۲۰۱۸/۱۲/۱۴)

له حوثیانو سره د امریکا د سفیر اړیکې: «د یمن لپاره د امریکا سفیر متیو ټولر په سټاکوهلم کې د خبرو اترو په کفرانس کې د وینا پر مهال وویل: «موږ د سفیرانو او ډلو تر منځ رسمي ناسته وکړه، چې د حوثیانو پلاوي غړيو هم شتون درلود، ما په خپله طریقه د حوثي ډلې له ځینو غړیو سره په یو ښکلي خای کې کتنه درلوده چې په رښتیا هم ښکلې لیدنه وه.» له ده څخه پوښتنه وشوه، چې ایا دا ناسته له دوی سره مخامخ او رسمي وه؟ ده وویل: هره ناسته چې ما ترسره کړې رسمي وه، ځکه زه ۲۴ ساعته د یمن لپاره د امریکا سفیر یم. (سعودي خاورمیانه ورځپاڼه، ۲۰۱۸/۱۲/۱۳)

څلورم: که څه هم د سویډن هوکړه د امریکا تر فشار لاندې ترسره شوه، خو بیا یې هم هرکلی وشو او برتانیې يې هم ځکه هرکلی وکړ، چې امریکا عامه رايې ته داسې لوری ورکړی و، چې په یمن کې بشري ناورین رامنځته کېدای شي او دا چې د یمن خلک له وېرجنې قحطۍ سره مخ دي، ماشومان يې د جګړو له امله مړه او ژوبل کېږي او داسې نور...، په دې مانا لکه د یمن جګړه او دا ناورین چې نن پیل شوی وي! د امریکا له لورې فضا داسې جوړه شوې وه، چې برتانیې ته له هرکلي پرته بله لار نه وه پاتې. خو د دې لپاره چې برتانیه د خپلې موخې بدلون ته لاره هواره کړي یا لږ تر لږه خپله چټکتیا را کمه کړي، همدا و چې د دې هوکړې هرکلی یې وکړ. سه شنبې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت په یمن کې د اوربند هرکلی وکړ. د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ د بهرنیو چارو د وزارت د ټويټر پر پاڼه د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مارټین ګریفټ هڅې وستایلې. (یمن نیټ ۱۸/۱۲/۲۰۱۸)

په ورته وخت کې برتانیې د دې هوکړې د پلې کېدو په پلمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د بحث لپاره يوه مسوده وړاندې کړه: «د ملګرو ملتونو لپاره د بریتانیې همېشني استازي، کېرن پېیرس وویل: «برتانیه له ملګرو ملتونو څخه د يوې بلې بیانيې په لټه کې ده، پر همدې بنسټ يې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بحث لپاره يوه مسوده وړاندې کړه. برتانیه به په ملګرو ملتونو کې د یمن د قضيې د یوه مسول په توګه د امنیت شورا له ټولو غړو سره په ګډه پر دې کار پیل کړي، ترڅو د شویو هوکړو عملي کېدل وڅاري او په ورته وخت کې به ملګرو ملتونو ته دا زمینه برابره کړي، چې د یمن حالات په دقیق ډول وڅاري او لازم ګامونه پورته کړي». (د انګلیس حکومت له خولې د یمن د ځوانانو انټرنټ پاڼه، ۱۴/۱۲/۲۰۱۸)

سه شنبه دیپلوماتانو وویل: «ملګري ملتونه د برتانیې له لورې په وړاندې شوې مسوده کار کوي، چې په کې د ملګرو ملتونو د سازمان له مشر نه غوښتنه شوې چې د دې میاشتې تر پایه يوه داسې لایحه تصویب کړي، چې پکې د حدیده د اوربند د څارنې شرطونه څرګند شوي وي. په ورته وخت کې برتانیې د دې مسودې د ملاتړ لپاره د امنیت شورا له نورو غړیو سره لیدنې پیل کړي دي. دا لاتراوسه څرګنده نه ده چې یاده مسوده به څه وخت رایې اچونې ته وړاندې کېږي. دا مسوده ۹موافقو رایو ته اړتیا لري. د امریکا متحده ایالات، فرانسه، برتانیا، چین او روسیه د دې هوکړې د ویټو حق نه لري. (العین نیوز. ۱۸/۱۲/۲۰۱۸)

د برتانیا دولت دا مسوده په دې پلمه وړاندې کړه، چې د هوکړې عملي کېدل وڅاري، خو په اصل کې دا ډول نه ده، بلکې برتانیه په دې ډول غواړې د جګړې ښکېلو غاړو ته دا احساس ورکړي، چې دوی یوازې نه دي او کولی شي چې د یمن د خلکو وژلو او د یمن ورانولو ته لاهم ادامه ورکړي، ترڅو په دې ډول د برتانیې ګټې خوندې پاتې شي. ځکه نو موږ وایو:

امریکا او متحدین يې، په تېره بیا سعودي عربستان د یمن د جګړې د پای ته رسېدو لپاره جدي دي، پر همدې بنسټ يې له حوثيانو سره خبرې اترې او مذاکرات پیل کړي دي، خو د دې مذاکراتو له لارې غواړې له ایراني پلوه حوثيانو څخه د یمن غوښمنه(ګټوره) برخه واخلي. په خبرو کې دا جديتوب د سویډن له خبرو څخه څرګندېږي. خو امریکا یوه داسې حللاره نه غواړې، چې په هغه کې دې د برتانیې اغېز زیات وي. برتانیه د سویډن مذاکراتو ته د ۲۰۱۸م کال د دیسمبر پر ۱۳مه خپل د بهرنیو چارو وزیر واستاوه،  ترڅو د ملګرو ملتونو استازی ګریفیټ او د سازمان له مشر ګوتریش څخه خپل ملاتړ اعلان کړي، له همدې امله د دې مذاکراتو موضوع یوازې تر حدیده بندر پورې محدوده وه او نورې قضیې په تېره بیا د صنعا هوايي ډګر موضوع راتلونکو مذاکراتو ته وځنډول شوه. د دې اوربند د عملي کېدو په اړه د یمني حکومت د پلاوي موقف هم شکمن ښکارېده او داسې معلومېده، چې دا پلاوی د سعودي عربستان، د ملګرو ملتونو د سازمان د مشر او امریکا تر فشار لاندې دی.

الیمني د خبرو اترو تر پای ته رسېدو وروسته د سویډن په ریمبو ښار کې يوه جوړ شوي کنفرانس ته وویل، چې د یمن حکومت له حوثیانو سره ۷۵هوکړو ته رسېدلی، خو حوثیان به يې عملي نه کړي. ده حوثیان تورن کړل، چې د تعز ښار له محاصرې نه لاس نه اخلي. الیمني د صنعا د هوايي ډګر په اړه وویل چې د یمن حکومت دې ته تیار دی چې د صنعا هوايي ډګر د نړیوالو پروازونو پرمخ پرانیزي، خو حوثیانو دا خبره نه ده ورسره منلې. الیمني زیاته کړه، هغه پروژه چې دا کودتا پای ته رسولی شي له حدیده څخه پیلېږي. نوموړي زیاته کړه ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دا مسولیت لري، چې حوثیان د دې هوکړې پلي کولو او د بندیانو تبادلې ته اړ باسي... نوموړي د ملګرو ملتونو د سازمان د مشر انتونیو ګوتریش د هغو څرګندونو په اړه چې د نویو مذاکراتو د پیلېدو په اړه يې کړې وې، وویل: «تر هغه وخته باید نوي مذاکرات پیل نه شي، ترڅو چې زړې هوکړې پلې شوي او د عمل جامه یې نه وي اغوستي». (نن روسیه ۲۰۱۸/۱۳/۱۲)

له دې امله، د ۲۰۱۸م کال د دیسمبر پر ۱۴مه، ۱۵مه او ۱۶مه نېټه چې د حدیده په څنډو کې کومې نښتې وشوې، له هغو نه داسې ښکارې، چې د حدیده تړون پلې کېدل به ګران کار وي. د سویډن له هوکړې لږ وروسته د ملګرو ملتونو سازمان اړ شو، ترڅو په دې اړه خپله رایه څرګنده کړي. د ملګرو ملتونو یوې سرچینې وویل: «که څه هم د حدیده تړون د بېړني اوربند غوښتنه کوي، خو دا یوه عادي خبره ده چې د جګړې تر ډګره د اوامرو رسول له ۴۸ څخه بیا تر ۷۲ ساعتونو پورې وخت نیسي. موږ هیله من يو چې اوربند به له سې شنبې څخه پلی شي». (رویټرز ۲۰۱۸/۱۲/۱۶).

له دې سره سره بیا هم د حالاتو د بدلون شونتیا شته. له یوه اړخه امریکا غواړي جګړه پای ته ورسېږي، په تېره بیا په حدیده او شاوخوا بندرونو کې او له بلې خوا تکل لري چې د حوثيانو د پایښت او بقا لپاره د سیاسي حللارې «ږغ» پورته کړي، لکه په حدیده کې. همداراز بیا برتانیا غواړي چې تر وروستۍ کچې حوثي وسله وال په جګړه کې وځپي او وړاندې له دې چې مذاکراتو ته سره کښېنې، حوثي وسله وال باید په حدیده کې ډېر کمزوره شوي وي.

پنځم: د وروستۍ پوښتنې د ځواب په اړه (ایا تمه کېدای شي، چې دا هوکړه دې د یمن جګړه پای ته ورسوي؟) باید ووایو:

دا هوکړه د یمن جګړه او ناورین پای ته نه شي رسولی، ځکه په سیمه کې د امریکا او برتانیې دواړو ګټې یو له بل سره په ټکر کې دي او د دوی د کوربه لاسپوڅو ګټې هم، چې دا هوکړه يې لاسلیک کړې. د دې هوکړې لویه پایله به دا وي چې تر لنډې مودې پورې به جګړه سړه او اغېز به یې راکم کړي، خو د وخت په تېرېدو سره به بیا د جګړې لمبې تازه شي او دا ځلې ښايي پانګوال مشران دواړو اړخونو ته د ځواکونو تر منځ انډول ته په کتو سره د روغې جوړې پر بنسټ مخ پر وړاندې ولاړ شي. البته باید ووایو چې دا هوکړه د یمن جګړه او ناورین ته د پای ټکی نه شي ايښودلی، بلکې په یمن کې به جګړه د سیاسي او نظامي ځواکونو د انډول لمخې بدلون کوي، کله به ورو کېږي او کله به بیا زور اخلي. لکه څنګه چې مو په تېرو څرګندونو کې ویلي و، دا جګړه له دوو څخه په یوه لاره پای ته رسېدای شي: 

لومړی: امریکا یا برتانیا به موضوعاتو ته په خپله ګټه حللاره مومي او د یمن حاکمیت به یو اړخ په خپله ولکه کې راولي. دا کار لکه وړاندې چې مو ویلي، شونتیا نه لري.

دوهم: الله سبحانه و تعالی به د خپلې خوښې پر بنسټ دا امت په خلافت سره عزتمند کوي، خلافت به له دې هیواده د ښکېلاکګرو ريښې باسي او دغه راز به له دې هیواده خاین او لاسپوڅي مشران شړي. کفر او د دوی پلویان به شرمنده شي، اسلام او مسلمانان به عزتمند شي او مسلمانان به د الله سبحانه و تعالی په ملاتړ سره بریا ترلاسه کوي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ

[الروم:۴-۵]

ژباړه:او نن ورځ به مومنان د الله سبحانه و تعالی په نصرت سره خوشحاله وي او الله سبحانه و تعالی هر هغه چا ته نصرت ورکوي، چې خوښه يې وي او دی سبحانه و تعالی برلاسی او رحم لرونکی دی .

او د یمن خلک، چې ایمان لرونکي او د علم څښتنان دي، حتمي باید دغې موضوع ته په درنه سترګه وګوري، ترڅو د دنیا او اخرت بریا ورپه برخه شي او الله سبحانه و تعالی د صالحانو ملاتړ کوي.

۱۴۴۰هـق، د ربیع الاخر ۱۳مه

۲۰۱۸م، د دیسمبر ۲۰مه

Last modified onیکشنبه, 06 جنوری 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې