جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د لیبیا په سوېل کې د حفتر د پوځي لښکر کشۍ اړخونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د لیبیا په سوېل کې د حفتر د پوځي لښکر کشۍ اړخونه

(ژباړه)

پوښتنه:

ولې د امریکا مزدور حفتر خپل ځواکونه د لیبیا پراخې سوېلې برخې ته لېږي او ولې د خپلو هڅو تمرکز د اروپا پلوې لوېدیځې لیبیا پر لور نه را غونډوي، ترڅو د خپلو ګټو لپاره ټوله لیبیا په خپله ولکه کې راولي؟ د دوی ټول نفوذ او باور خو پر شمال، لوېدیځ او ختیځ دی، نه پر سوېل او ایا په سوېل کې د ده پوځي کمپاین نورې موخې لري؟

ځواب:

 موږ لاندې ټکو ته بیا کتنه کوو تر څو ځواب روښانه شي:

لومړی: کله چې د امریکا مزدور حفتر بنغازي په خپله ولکه کې راووست، نو دی د لیبیا په ختیځ کې واکمن شو او د خپلې ګټې لپاره یې د ۲۰۱۸ په نیمایي کې د دیرنه په ښار کې شخړې له منځه یووړې، له دې لارې يې په ختیځه لیبیا کې په بشپړه توګه خپل واک ټینګ کړ. په لیبیا کې د تېلو د استخراج سيمو ته د جنګ د غځولو له لارې حفتر د امریکایي مزدورانو په استازیتوب او په طرابلس کې السراج د اروپایي مزدورانو په استازیتوب د شخړې اور نور هم تازه کړ. د تېلو پر زېرمو د خپل واک په غځولو سره د ده نظامي ځواک اوس د السراج تر حکومت غښتلی شوی.

خو نظامي ځواک یې چې د امریکایي مزدور سیسي له ملاتړه برخمن دی په پوره توګه د دې لپاره بسنه نه کوي ترڅو د لیبیا ټول ختیځ په خپله ولکه کې راولي. دا په داسې حال کې ده چې اروپایي هیوادونه هم پخپله دی له دې کاره را ګرځوي او دغه راز په سیمه کې اروپا پلوه  الجزایر هم د دې اجازه نه ورکوي. د الجزایر دغه وېره او د دوی لاسوهنه د حفتر په څرګندونو کې له ورایه ښکاري. دوشنبه د لیبیا د بهرنیو چارو وزیر طاهر سیلا د جنرال خلیفه حفتر هغه« نامسولانه څرګندونې» وغندلې چې په دوهم ګام کې یې الجزایر ته، د لیبیا د جګړې غځولو ګواښ کړی و. حفتر مخکې اعلان کړی و چې الجزایر په لیبیا کې له امنیتي حالت څخه ناوړه ګټه اخلي او د الجزایر سرتېري د لیبیا تر پولو ور اوښتي دي. (France 24, 2018/9/10).

دویم: دا واقعیت له حفتر څخه د مصر د سیسي او د ده تر شا د امریکا د ملاتړ له امله دی، چې له ده سره یې مرسته کړې ترڅو د لیبیا ختیځ او د تیلو د استخراج سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي.  همدې ته ورته واقعیت د السراج د حکومت دی او د الجزایر له چمتوالي څخه هم څرګندېږي چې د جغرافیایي نږدې والي له امله او اروپایانو له کبله، چې تر شا یې ملاتړي دي.  دې واقعیت او د دې د مقابل اړخ واقعیت د تعادل یو ډول منځنی خط را منځته کړی دی. په هر حال د نظامي ځواک له اړخه برلاسي اوس هم د حفتر پر لور ده ځکه له ده سره د امریکا ستر ملاتړ دی چې د لیبیا د حل لارې لپاره د ده له لید لوري سره هم اړخ لګوي؛ وروسته له دې چې حفتر قاطع او نیمه حالت غوره کړ، نو د خبرو اترو د پیلولو وړاندېز وشو. خو د سیاسي مرکزیت له زوایې څخه لا هم د ترازو پله د السراج په ګټه کږه ده. اروپایي نفوذ د ده لپاره د دې تضمین کوي ترڅو پایتخت طرابلس، چې د اروپا د سیاسي ځواک مرکز دی په خپل کنترول کې وساتي. ځکه خو حفتر نه شي کولی پرمختګ وکړي او پلازمېنه ونيسي او نه هم کولی شي چې د السراج له حکومت سره جدي خبرې اترې پیل کړي، ترڅو دواړه لوري د مساوي ډلو په توګه را څرګند شي.

په لیبیا کې د شخړې دواړو لوریو ته دغو دوو ناوړو حالتونو په ټپه ولاړ حالت، را منځته کړی دی، چې هیڅ یو لوری یې د حل کولو وړتیا نه لري. ځکه خو د لیبیا سوېل ته تګ د حفتر لپاره د خلاصون یوه لاره وه او په دې سره به دی وکولی شي خپل نظامي واک نور هم زیات کړي او بیا به ستونزه د امریکا په ملاتړ د اروپا په پرتله په ځواکمن دریځ کې حل شي. دا هغه څه و چې پېښ شول. چهار شنبه د جنرال خلیفه حفتر ځواکونو د هیواد په سوېل کې پراخ نظامي عملیات پیل کړل ترڅو دغه سیمې له وسله والو ډلو څخه پاکې کړي، د لیبیا د ملي پوځ د ویاند له قوله په دې ډلو کې سخت دریځي ډلې لکه داعش او جنایي ډلې شاملې دي (France 24, 2019/1/17). د تروریزم او جنایي ډلو په نامه امریکا خپل مزدور د لیبیا سوېل ته ور ټېيل وهي چې زیاتې داخلي او سیمه یزې موخې تر لاسه کړي او خپل نفوذ لا قوي کړي ترڅو د اروپایي هیوادونو نفوذ را کم کړي.

درېیم، تر کره کتنې وروسته دا په ډاګه کېږي چې د لیبیا سوېل ته د حفتر د کمپاین په ترڅ کې او د لیبیا په داخلي شخړه کې د امریکا د نفوذ په پایله کې دوې موخې تر لاسه شوي او امریکا په افریقا کې د اروپا د نفوذ پر وړاندې دوه نورې موخې هم تر لاسه کړې چې تفصیل یې په دې ډول دی:

۱- هغه موخې چې په لیبیا کې یې دننه له شخړې څخه تر لاسه کړي په لاندې ډول دي:

الف ـ د پراخې سیمې کنترول: که حفتر په دې وتوانېږي چې په سوېلي لیبیا کې خپل نظامي کنترول نور هم پراخ کړي، نو دا به په خبرو اترو کې نور هم دی برلاسی کړي. پر دې سربېره د کورني نظامي باور له پلوه د سوېلي ښارونو لکه سبا او نورو سوېلي ښارګوټو کنترول به نور هم د ده «مشروعیت» د یو داسې اړخ په توګه چې د لیبیا د قلمرو زیاتې برخې یې په لاس کې دي، زیات کړي او همدا راز پر سیاسي حل لارو به د ده اغېز هم زیات کړي، که څه هم سوېل لوري کې د الجزایر پولې ته نږدې والی، حفتر ته یو ګواښ دی، خو دی ښایي دا سیمې هغه مهال ونیسي چې الجزایر د ولسمشرۍ د ټاکنو په کشمکش کې ډوب وي.

ب- د لیبیا د اقتصاد کنترول: تر مخ ته تګ او شا تګ وروسته د حفتر ځواکونو د ۲۰۱۸ په نیمایي کې د تیلو پر زېرمو خپلې منګولې ښخې کړې او د دې تیلو ګټې یې د طرابلس پر ځای په بنغازي کې د تیلو ملي سازمان څانګې ته ولېږدولې، په دې ډول یې یو لوري ته د سراج حکومت د تیلو د زېرمو له نفتو څخه محروم کړ او بل لوري ته حفتر د دې لپاره تیاری ونیو چې همدا تیل د خپلې ګټې په موخه صادر کړي او وروسته جګړه هغو برخو ته وغځېده چې تیل په کې وو ترڅو حفتر د تیلو له صادرولو څخه را وګرځوي. د الجدران ملېشو د سدار او راس لنوف بندرونه ونیول او په طرابلس کې د سراج حکومت الجدران د یو مشروع ځواک په توګه ومانه ترڅو د تيلو د ځای پر ځای کولو ساتنه وکړي. خو دا د سراج حکومت ته د منلو وړ نه وه. «د لیبیا له وسلوالو ځواکونو سره سختې نښتې را منځته شوې او وروسته د لیبیا د وسلوالو ځواکونو عمومي قومندانۍ د جون پر ۲۱مه اعلان وکړ چې د راس لنوف او سدار برخې یې ونیولې» (روسي سپوتنیک 2018/7/7).

حفتر د تېلو زېرمې د نفتو د صاردولو له بندرونو سره یو ځای ونیولې. له همدې نېټې څخه د السراج په مشرۍ د ملي یووالي حکومت هڅه کوي چې خپل تمرکز پر دې را غونډ کړي ترڅو نور هیوادونه د لیبیا د هغو تیلو له واردولو را وګرځوي چې د حفتر د ځواکونو تر ولکې لاندې د تیلو له زېرمو څخه لاس ته راځي. د لیبیا د صادراتو په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی دی. د سراج حکومت د مرزوک له دښتې څخه را ایستل شوي تیل صادروي. په ځانګړې توګه د الصحرا له میدانونو څخه؛ په ورځ کې ۳۰۰ زره بېرله او له الفیل څخه ۱۲۵ زره بېرله... د سوېل لوري ته د خال، خال جګړو د وړلو او د حفتر د ځواکونو له لوري د سبا په ښار کې د تیلو پر میدانونو د ولکې ټینګولو په اړه، د لیبیا په ختیځه برخه کې د ځواکونو ویاند دوشنبه په ټویټر کې وویل: «وسلوالو ځواکونو په پوره توګه د الصحرا میدان له اصلي تسهیلاتو سره په سولیزه توګه پرته له کومو شخړو ونیوه او اوس یې په سیمه کې له ادارې سره په همږغي خوندي کوي» (الیوم السابع 2019/2/11).

دا چاره د حفتر په اقتصادي نفوذ کې زیاتوالی راولي. دا ډول د تيلو میدانونه چې په ورځ کې د ۴۰۰ زرو بیرلو د تولید وړتیا لري او د هسپانوي شرکت په واک کې دي، دا هغه څه دي چې د امریکا د مزدور حفتر او په طرابلس کې د اروپایانو د مزدورانو تر منځ د شخړې اصلي لامل دی. په دې ډول پرمختګونو لکه حفتر کولی شي تر خپل واک لاندې سیمې لکه په لیرې سوېل کې په ځانګړې توګه الفیل میدان، سیمې سمې کنترول کړي، چې په دې سره به د سراج حکومت خپل اقتصادي شریان له لاسه ورکړي او د اروپا پر نړیوال چتر به تکیه وکړي ترڅو حفتر د تېلو له صادرولو را وګرځوي او اړ یې کړي چې د طرابلس د تیلو د سازمانونو له لارې یې صادر کړي. که څه هم دی سرچینې په واک کې لري او د بندرونو او نل لیکو له لارې یې د صادرولو موضوع پرې ایښې ده کوم چې په خبرو اترو سره نه شي کنترولیدای، په همدې ډول دی خپلو اقتصادي موخو ته رسېږي او دی کولی شي د خپلو نظامي ځواکونو شریانونو ته روپۍ  تزریق کړي. 

۲- د اروپا پر وړاندې او په افريقا کې  د هغې د نفوذ پر ضد د امريکا دوې موخې:

الف: له افريقا څخه د کډوالو تګ د اروپا لپاره سرخوږی جوړ کړی دی... همدغه د امريکا موخه ده چې اروپا په ليبيا کې د پوځي اډو له جوړولو څخه منع کړي په دې پلمه چې له افريقا څخه اروپا ته د کډوالۍ مخه نيسي. د امريکا لاسپوڅی حفتر د ليبيا په ستراتيژيکو ځايونو لکه؛ هوايي ډګرونه او د الوتکو ځغاست ليکو کې پوځي تاسیسات لري چې پر مټ يې اروپايي هيوادونه د هغو له استعمال څخه منع کوي، په ليبيا کې د اروپا د اغېز مخنيوی او همدارنګه په افريقا کې د اروپا د سيمه ييزو موخو د لاسته راوړلو مخنيوی کوي.  اروپا له افريقا څخه د کډوالۍ د مخنيوي په پلمه په يادو ستراتيژيکو ځايونو کې د پښې اېښېدو ځای په لټه کې ده، خو دا کار د امريکا او د هغې لاسپوڅي حفتر له لوري رد شو. «متقاعد ليبيايي جنرال خليفه حفتر نړيوالو غاړو ته د هغو هڅو په تړاو خبرداری ورکړ، چې غواړي د ليبيا په سوېل کې پوځي حضور ولري. ده په داسې يوه حساس وخت کې خبرداری ورکړ، چې عمومي وزارت ليوال دی له ټولو نړيوالو غاړو سره په موازي ډول ښې اړيکې او ستراتيژيک مشارکت وپالي، د معلوماتو له مخې ځينې نړيوالې غاړې غواړي چې د ليبيا په سوېل کې پوځي شتون ولري... پنجشنبه ليبيايي سرچينو خبر ورکړ چې د ايټاليا امنيتي او پوځي استازي د ګاټ له ښاره -د ليبيا سوېل لوېديځ ته لرې پروت ښار دی-  په دې موخه ليدنه وکړه چې يوه ايټالوي پوځي او ملکي سرحدي پوسته به جوړوي چې د يادې پوستې لګښت به اروپا ورکوي او موخه به يې د ناقانونه کډوالو مخنيوی وي.» (الجزيره نيټ ۲۹/۶/۲۰۱۸).

پر ستراتيژیکو او مهمو ځايونو کې د حفتر د کنترول موخه دا ده چې اروپايي هيوادونه د ليبيا په سوېل کې د پوځي اډو له جوړولو او فکر کولو څخه منع کړي. «د ليبيا د هوايي عملیاتو د عمومي قوماندانۍ ځواکونو اعلان وکړ چې په هوايي ډګرونو او سوېلي سيمو کې د دوی له موافقې پرته د الوتکو الوتنو او کښينستلو ته اجازه نه ورکوي او خبرداری يې ورکړ چې د دوی له اجازې پرته به په سيمه کې د الوتکې کښينستلو ته اجازه ورنه کړي.» (اليوم السابع ورځپاڼه، ۸/۲/۲۰۱۹). له همدې امله امريکا حفتر د لیبیا سوېل ته ولېږه چې د اروپايي هيوادونو مخه ونيسي او د افريقايي کډوالو ستونزه همداسې پاتې شي چې دا د اروپا لپاره يو سرخوږی دی.

ب: د حفتر پوځي عمليات په عربي صحرا کې د اروپا د نفوذ پر ضد پيل شوي دي او همدارنګه ياد عمليات د ليبيا په سوېل کې يوازې په يادو شويو موخو پورې محدوده هم نه دي. امريکا پلان لري او عملاً يوه سيمه ييزه موخه پلې کوي، هغه دا چې په عربي صحرا کې د فرانسې اغېز او نفوذ کمزوری کړي. په سوېلي ليبيا کې خلا رامنځته شوې، چې د افريقايي مخالفو ډلو د وسله والو فعاليتونو لپاره يې يو ښه چاپيريال جوړ کړی دی.  په ليبيا کې چادي، نايجريايي او سوډاني مخالفو ډلو وده کړې او آن د کورني ځواک په يوه برخه بدلې شوي دي، چې له پامه نه شي غورځېدای.

چهارشنبه چادي ورځپاڼه یونیټي چې په فرانسوي ژبه خپرېږي ليکي: « ۱۱۰۰۰ چادي مخالف عناصر اوسمهال د ليبيا په سوېل کې فعاليتونه کوي.» (باوبت الوسط ورځپاڼه، ۴/۴/۲۰۱۸). امريکا هلته د تروريزم او د خپلو لاسپوڅو پر مټ د هغو حرکتونو له منځه وړولو په پلمه په څرګنده لاسوهنه کوي. «چهارشنبه يوه ليبيايي چارواکي وويل، چې امريکايي او ليبيايي ځواکونو لرې د پراته ښار اوباري پر مرکزي سيمه ګډ بريد وکړ چې  د القاعده ملاتړ پکې اوسېدل.» (ايرونيوز عربي، ۱۴/۰۱/۲۰۱۹). د امريکا د تروريزم پلمه د حفتر له پلمې سره ورته والی لري دوی وایې: « سيمه له ترهګرۍ او ترهګرو ډلو څخه پاکوو.»

د ليبيا په سوېل کې چادي پوځي حرکتونه شتون لري. «د ليبيا ملي پوځ چې مشري يې مارشال خليفه حفتر کوي، تېره جنوري د ليبيا په سوېل لوېديځ کې د تر ټولو لويي وسلوالې ډلې پر ضد چې چادان دي، پوځي عمليات پيل کړل.» (ار ټي، ۱۲/۲/۲۰۱۹). د ليبيا ملي پوځ په يو لنډ بيان کې د حفتر له خولې وويل: «زموږ د ګران هيواد په سوېل کې ليبيايي عرب هوايي ځواکونو د جيټ الوتکو له لارې د چادي غلو پر دریو ډلو او د دوی پر ملاتړو هوايي برید ترسره کړ.» (العربيه نيټ، ۸/۲/۲۰۱۹).

ج: د ليبيا په سوېل کې د حفتر له پوځي عملياتو څخه په ډاګه ښکاري چې موخه يې له ليبيا څخه د چادي ډلو شړل دي، ترڅو د چاد په لور و درومي او په چاد کې چې د فرانسې د نفوذ سيمه ده ناارامي جوړه کړي، کوم چې همدغه کار سملاسي پرته له ځنډ څخه روان دی. « سې شنبه د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژين يوسلي ډراين وويل: «فرانسوي ځواکونو په چاد کې د ياغيانو پر يوه کاروان باندې هوايي بريد وکړ او په دې سره يې د چاد پر ولسمشر ادريس ديبي باندې د کېدونکي کودتا پلان شنډ کړ.» د چاد ولسمشر ادريس ديبي د فرانسې په غبرګون کې وويل، چې فرانسوي پوځي الوتکو تېره اونۍ پر هغه کاروان باندې هوايي برید وکړ چې له ليبيا څخه د چاد قلمرو ته ننوتی وو. ژين يوسلي ډراين د پارلمان غړو ته په وينا کې وويل: «يوې ياغي ډلې د ليبيا له سوېل څخه بريد وکړ... چې د چاد پلازمينه انجمينا په زور ونيسي، ولسمشر ادريس زموږ څخه په ليکلې بڼه وغوښتل چې د کودتا مخه ونيسو او د ده هيواد وژغورو.» (رويټر، ۱۲/۲/۲۰۱۹). د امريکا د لاسپوڅي حفتر د خطر له امله چې چاد ته متوجه دی، فرانسې د چاد په پلازمينه انجمينا کې د برګان ترهګرۍ ضد ځواک تر نامه لاندې ۴۵۰۰ ځواکونه ګمارلي دي.» (مخکنۍ سرچينه)

د: پر دې ټولو سره سره داسې ښکاري چې د امريکا لاسوهنه په ليبيا کې او د هغې د لاسپوڅي ناتواني چې په لوېديځه ليبيا کې یې د امريکا له خوښۍ سره سم کړکېچن حالت سم نه کړ، لوی لامل يې دا دی چې اروپا د سراج د حکومت ملاتړ کوي. امريکا هڅه وکړه چې په چاد کې د فرانسې اغېز کمزوری کړي او د سوېلي لیبیا له لارې د چاد په سیمه کې د چاد د ولسمشر ادريس مخالفينو ته وده ورکړي او دا به د هغه څه پیلامه وي چې په راتلونکي کې پېښېږي. په چاد کې جګړه او وروسته په نايجر هيواد کې د فرانسې د اغېز کمولو پر ضد جګړه د دې لپاره وه، چې د فرانسې د هغو کمپنيو مخه ونيسې چې د يورانيم عنصر د پلټنې په موخه په یاده سیمه کې په کار بوختې دي. 

څلورم: په پای کې ويلی شو چې حفتر د امريکا د پوځي ملاتړ پر مټ چې د مصر له لارې يې ترلاسه کوي، توانېدلی، چې ليبيا په دوو برخو وويشي. دی د ليبيا ختيځه برخه، د تېلو کانونه، د ليبيا اقتصادي هسته او د ليبيا لوېديځه برخه په لاس کې لري. امريکا ده ته لارښوونه کوي چې سوېل ته خپل پوځي او اقتصادي اغېز پراخ کړي. له همدې امله دی له په ټپه ولاړ حالت سره مخ دی او نه شي کولی چې لوېديځې ليبيا ته خپل اغېز وغځوي، ځکه چې په ګاونډ کې د الجزاير هيواد پروت دی  او د سراج حکومت له وېرې چې د اروپا له لوري يې پراخ ملاتړ کېږي، خپل نفوذ او اغېز ته پراختیا نه شي ورکولی.

امريکا پر حفتر فشار اچوي چې له دې لارې خپلې نورې موخې ترلاسه کړي، لکه پر اروپايي هيوادونو باندې د کډوالۍ پېټی درنوي ترڅو د ګڼ شمېر کډوالو تګ د اروپا لپاره د سرخوږۍ لامل وګرځي او له بل لوري په ګاونډیو هیوادونو کې د فرانسې د نفوذ د ننګولو لپاره چې له چاد سره پیلېږي.

دا وو د ليبيا په سوېل کې د حفتر د پوځي کمپاین بېلابېل اړخونه. هر چا ته روښانه ده چې کافر هيوادونه په ليبيا کې د خپلو ګټو او نفوذ د پرخوالي لپاره يو له بل سره سيالي کوي. خو اسلامي ډلې پرته د الله سبحانه و تعالی د رضا په پام کې نيولو سره د خپلو وروڼو وينې تويوي او د خپل هيواد تيل بې ځايه لګوي. لاسپوڅي او د دوی ملاتړي هيوادونه به تر هغې، چې دوی په غوڅ او کلک هوډ راپورته نه شي، له منځه لاړ نه شي او نه به هغه شرارت او فساد له منځه لاړ شي چې دوی په اسلامي خاورو کې خپور کړی دی. همداراز دغه حالت به ترهغه دوام کوي چې د الله قانون حاکم نه کړي او خلافت تاسيس نه کړي؛ چې د خلافت په تاسیس سره به هرڅه په خپل ځای کې پاتې شي او په اسلامي خاورو کې به د کفارو هیلې په اوبو لاهو شي.

﴿إِنَّ فِي هَذَا لَبَلَاغاً لِقَوْمٍ عَابِدِينَ﴾

[الانبيا:۱۰۶]

ژباړه: په حقيقت کې دغه قران عابدانو لپاره خبرتيا ده.

Last modified onپنج شنبه, 07 مارچ 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې