سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پر شرقي ترکستان د چین وحشیانه تېری
بسم الله الرحمن الرحيم
پر شرقي ترکستان د چین وحشیانه تېری

پوښتنه:

د الجزیرې انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۷ م د مارچ پر دویمه د چین په لودیځ کې د شرقي ترکستان اقلیم (سینکیانګ) ته د چین د لویو نظامي لښکرو د لېږلو خبر ورکړ. په دې خبر کې وویل شول: «چین دوې ورځې وړاندې ډېر سرتېري چې شمېر یې تر ۱۰ زرو زیاتو کسانو ته رسېږي، د دغه هېواد په شمال لودیځ د سینکیانګ اقلیم د مربوطاتو په اورومچي ښار کې خپاره کړل.

په دغه ښار کې د ایغور مسلمان توکم اوسېږي او کلونه کېږي چې د زیاتېدونکو ګواښونو شاهد دی. د چین امنیتي ځواکونو د لس ګونو زرو مرمۍ ضد موټرو په شمول نظامي نمایش وکړ او په ورته مهال کې زیاتو نظامي هلیکوپترو هم په ښار پروازونه کول. دا نظامي ننداره په دغه اقلیم کې خورا لویه ننداره ده او په روان کال کې په هوتان، کاشغر او آسکو سیمو کې هم دا ډول نندارې وشوې.» پوښتنه دا ده چې ايا چین خپل ځان د دغه اقلیم د مسلمانانو د عاموژنې نوي پړاو ته چمتو کوي؟

ځواب:

د دغه اقلیم د مسلمانانو لپاره د چین پر موخو د خبرېدو لپاره باید د چین او اویغور مسلمانانو تر منځ د شخړو په مخینه لنډه رڼا واچوو:

۱. د چین  او د دغه اقلیم د مسلمانانو تر منځ شخړې یو نوی څيز نه دی. په ځانګړې توګه له ۱۸۶۳م راهیسې شرقي ترکستان چې په ختيځ کې د اسلامي خاورو وروستۍ پوله ده، په ځلونو چین تر بریدونو او وژنو لاندې راغلې او تر ۱۹۴۹م پورې، چې په چین کې د"مایو تسه تونگ" په مشرۍ کمونستي نظام واک ته ورسېد، تر یو میلیون زیات اویغور مسلمانان ووژل شول. نوموړي د دغه اقلیم خپلواکې لغوه کړه او هغه يې له جمهوري چین سره یو ځای کړ. مایو د شرقي ترکستان مسلمان اوسېدونکي ترې وشړل، هغوی يې د چین دننه په نورو اقلیمونو کې خپاره کړل؛ خو باهمته اویغور مسلمانان هېڅکله چینایانو ته تسلیم نه شول. په پایله کې يې د ۱۹۳۳ او ۱۹۴۴م انقلابونه منځته راغلل او د چين د اشغال پر وړاندې پاڅونونو دوام وموند، چې وروستی په ۲۰۰۹ کې و.

۲. اسلام؛ له اویغور مسلمانانو سره د چینایانو د کینې د شدت اصلي دلیل دی، لکه څنګه يې چې دغه کینه او غوسه د جوماتونو په ورانولو ښکاره کوله. دوی په ۱۹۴۹م کې شاوخوا ۲۵ زره جوماتونه په بشپړ ډول ویجاړ کړل او په دغه اقلیم کې یې یوازې ۵۰۰ جوماتونه پرېښوول. نن چې چین خپل نیم کمونستي اصالت (اقتصاد) له لاسه ورکړی، خو د تدین د هر ډول څرګندوی (مظهر) څارنه، په ځانګړې توګه په ځوانانو کې اوس هم په دغه اقلیم کې د چین عملي سیاست ګڼل کېږي.

۳. چین د شرقي ترکستان د طبیعي شتمنیو په ځانګړي ډول د نفتو په دلیل د اویغور ټبر، چې د دغه اقلیم اصلي اوسېدونکي دي، د تخلیې اقدام کړی. هغوی د چین داخلي سیمو ته لېږدوي او په بدل کې يې "هان" چینې نژاد په دغه اقلیم کې، چې چین يې سینکیانگ بولي، ځای پر ځای کړ. تر دې چې په دغه اقلیم کې نن له اویغور نژاد څخه یوازې ۱۰ میلیونه کسان پاتې دي، چې د دغې سیمې ۴۰٪ اوسېدونکي جوړوي او زیات يې د دغه اقلیم په جنوب او کلیوالي سیمو کې اوسېږي. د نوموړي اقلیم اوسېدونکي له سختې تنګلاسۍ او بېوزلۍ سره لاس وګرېوان دي، په ځانګړې توګه په جنوب کې چې زیات يې مسلمانان دي. په کلیوالي سیمو کې "هان" نژاد بیخي کم او یا اصلاً نشته.

۴. د دغه اقلیم د مسلمانانو پر وړاندې د چین پر ټولو تاوتریخوالو او له تبعیضه ډکو ګامو سربېره، بیا هم په شرقي ترکستان کې د مسلمانانو هڅې تل دوام لري او توانېدلي چې د اسلام مظاهر په ځانګړې توګه په بانډو کې بیا ژوندي کړي. د ګواښونو او ګډوډيو څپو دا اقلیم بې ثباته کړی او د دولت پر وړاندې يې د چادونو، تاوتریوخوالو او جدايۍ غوښتنې کړنلارو له امله یوه ځانګړې سیمه جوړه کړې او دا د چین دولت خوار کمزوری داخلي جوړښت ښيي. چین د مسلمانانو د دغو ګواښونو په غبرګون کې پرلپسې د اویغور مسلمانان سخت څاري او رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې د مسلمانانو په حق کې ظالمانه نیول او اعدامونه خپاره کړي. د چین دولت همدارنګه هغه مسلمانان چې له دې سیمې تښتېدلي او د باندې د خپل مظلومیت فریاد کوي، د ترورېزم په پلمه يې نړیوال امنیت څاري او ډېری يې نیسي، په ځانګړې توګه په پاکستان او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې.

۵. له دې امله چې اسلام تر اوسه د اویغور نژاد په زړونو کې ژوندی دی، توانېدلي چې د چین د چارواکو په زړونو کې وېره واچوي، تر دې چې دا وېره هر وخت په خوله ښکاره کوي، لکه څنګه چې د چین د دیني چارو لوړ پوړي مقام "وانگ شوان" د اسلام او چین په باب ملي کنفرانس کې داسې وویل: «د بنسټپالنې مفکوره اوس داخلي سیمو ته د پراختیا په حال کې ده.»

د چین ولسمشر شی جین پینگ د چین مسلمانان هڅول، چې له ناقانونه دیني نفوذ سره مقاومت وکړي. (سرچينه: نن مصری تلویزیون، د ۲۰۱۶ د نومبر په ۲۹مه له China daily دولتي خپرونې څخه په نقل)

د چیني مسؤلینو دا وېره او وحشت د نن روسیې تلویزیون له خبر څخه، چې د ۲۰۱۷ د مارچ په لومړۍ خپور شو، هم درک کولی شو: «چین په ځلونو خبرداری ورکړی، چې بهرني بنسټپال په سینکیانگ او د چین  په نورو سیمو کې د ترورېستي عملیاتو په لټه کې دي، چې دا چاره د دې لامل شوې چې حکومت له تاوتریخوالو په ډکو څارنو لاس پورې کړي.»

۶. مسلمانانو د غیرت ملا وتړله، د شرقي ترکستان په اقلیم کې يې زرګونه نوي جوماتونه جوړ کړل او اسلامي افکار يې خپاره کړل. چین د مسلمانانو د دغو ګامونو په غبرګون کې په دغه سیمه کې فرهنګي انقلاب پيل کړ او په شدت يې د ټولو اسلامي مظاهرو د پراختیا مخه ونیوله، ځان يې د مسلمانانو پر وړاندې نوو ترهګریزو ګامونو ته چمتو کړ. د دغو ګامونو بېلګې په لاندې ډول دي:

الف- د پاسپورتونو ټولول: بي بي سي خبري شبکې د ۲۰۱۶ د نومبر په ۲۴ مه په یوه خبر کې وویل: «د چین حکومت مسؤلینو د دغه هېواد په لودیځ کې د سینکیانگ د پراخ اقلیم له اتباعو څخه، چې ډېری يې مسلمانان دي، غوښتي چې خپل پاسپورتونه پولیسو ته تسلیم کړي. په چین کې د بي بي سي خبریال ستیفان ماکدونیل وايي چې د پاسپورتونو د تسلیمۍ امر د پولیسو له خوا او په انټرنېټ کې د یوې رسمي بیانیې له لارې خپور شوی. تر دې وروسته د سینکیانگ اقلیم ټول اتباع اړ دي چې خپل پاسپورتونه پولیسو ته تسلیم کړي او پولیس به يې له ځانو سره وساتي. دا په دې معنی ده چې تر دې وروسته په دغه اقلیم کې مېشت ټول اتباع له چینه بهر د سفر پر مهال باید د پاسپورت د لاسته راوړلو غوښتنه وکړي.»

ب- په عباداتو کې پر مسلمانانو فشار راوړل: فرانس ۲۴ شبکې د ۲۰۱۶ د جون پر ۶مه خبر ورکړ: «د چین مسؤلینو په دوشنبه د یو فرمان په صادرولو خبر ورکړ، چې تر دې وروسته د سینکیانگ سیمې د ادارو کارکوونکي، زده کوونکي او محصلین حق نه لري چې روژه ونیسي. په دغه فرمان کې رستورانتونو ته امر وکړل شو، چې په رمضان کې خپلې دروازې پرانیستې وساتي.» دا هغه فرمان دی، چې د چین حکومت يې له ۲۰۱۵ راهیسې عملي کوي، لکه څنګه چې خبر ۱۲۴ (I24 news) شبکې د ۲۰۱۵ د جون پر ۱۸مه داسې خبر خپور کړ: «د چين حکومت مسؤلینو د سینکیانگ سیمې ملکي کارمندانو، محصلینو او ښوونکو ته امر کړی، چې په رمضان میاشت کې روژه ونه نیسي او له هوټلونو وغوښتل شول چې په رمضان کې خپلو فعالیتونو د معمول په څېر دوام ورکړي. په ورته وخت کې د پل ولایت مسؤلینو ته اخطار ورکړل شوی چې «په هېڅ صورت باید روژه او نور دیني شعائر ادا نه کړي.» دا فرمانونه په روانه اونۍ کې د مسؤلینو له ناستې  وروسته د دغې سیمې په حکومتي انټرنېټي پاڼه کې صادر شول.»

د هغو کسانو څارل او نیونل چې ظاهراً اسلامي معلوم شي: د "دیار" خپرونې انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۷ د فبروري په ۲۳مه د چین له یوې کورنۍ خپرونې څخه په نقل د «چین مسلمانان څاري؛ هغو کسانو ته چې ږيره لرونکي هلکان یا باحجابه ښځې پولیسو ته معرفي کړي، مالي اجوره به ورکړل شي» په نامه یو خبر خپور کړ. په دغه خبر کې ویل شوي: «چین ۲۰۰۰ یوان مالي اجوره چې ۲۷۵ یورو کېږي، هغو کسانو ته په پام کې نيولې، چې د هېواد په شمال لوديځ کې په سینکیانگ اقلیم کې پولیسو ته ږيرور هلکان یا باحجابه نجونې معرفي کړي. اوسمهال سیمه د چیني توکم "اثنیتی هانس" او اویغور مسلمانانو تر منځ د ستونزو د زیاتوالي شاهده ده. کورنۍ ورځپاڼې هوتان لیکلي چې د هوتان ښارګوټي مسؤلین، چې په دې وروستیو کې د سیاسي ناامنیو شاهد وو؛ ۱۰۰ میلیونه یوانه چې ۱۳.۷ میلیونه یورو کېږي بودیجه يې له تروریزم سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړې. یاده خپرونه زیاتوي، که څوک د دولت پر وړاندې عملیات افشا کوي یا وهل کېږي، زخمي کېږي، وژل کېږي یا ترهګر نیسي، اجوره يې پنځه میلیونه یوانو ته رسېږي.»

۷. ټولو مواردو ته په پام چې پورته یاد شول، لرې نه ده چې د چین حکومت د شرقي ترکستان چې د سینکیانگ اقلیم نومېږي، مسلمانانو د ځپلو لپاره په چمتوالي او تجهیز بوخت وي. هره شېبه امکان لري چې د دې سیمې د مسلمانانو د ځپلو او وژنې لپاره عملي ګامونه پورته شي، ځکه دا سیمه د چین دولت پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو کړنو شاهده ده او هر وخت امکان لري چې دولت هغه پلمه کړي او پراخ عملیات پيل کړي. پوهېږو چې د چین حکومت زرګونه سرتېري، ټانګونه، زغره وال موټرونه او هلیکوپتر الوتکې سمیې ته وړې دي. «په سینکیانگ کې د کمونېزم د ګوند سکرتر شین چوان جو وایي چې په دغه اقلیم کې د نظامیانو خپرېدنه د امنیت د ټينګښت په موخه ده. دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې ګڼې سمیې د اعتصابونو شاهدې وې، چې په دې وروستیو کې مو ولیدل». (سرچینه: د الجزیرې انټرنېټي پانه، ۲۰۱۷، د مارچ ۲مه)

۸. دردونکې دا ده چې د اویغور د مسلمانانو پر وړاندې د چین دا له وحشته ډک ګامونه، په ټوله نړۍ کې میلیونونه مسلمانان په داسې حال کې ویني، چې د مخنیوي لپاره يې هېڅ موثریت نه لري! دلیل يې دا دی چې دا میلیونونه مسلمانان تیت وپرک دي او یو دولت نه لري، چې دوی راټول او یو موټی کړي. د خلافت دولت چې کلونه کېږي د مسلمانانو له لاسه وتلی او اوس یې نشت احساسوي. هغه دولت دی، چې پر هر مسلمان واجبه ده چې د وس تر کچې يې د بیا تاسیس لپاره هڅه وکړي. د نوموړي دولت له تاسیس وروسته به خلیفه یا د مسلمانانو امام د دولت په راس کې وي او د مسلمانانو د چارو سرپرستي به کوي. د ټولې نړۍ مسلمانان به د هغه په امر واحد صف جوړ کړي او د اسلام له وینه تویونکو دښمنانو سره به جګړه او مبارزه وکړي. د خطر –داسې خطر لکه اوس چې د شرقي ترکستان مسلمانان ګواښي- پر مهال به دغه خلیفه او امام ته پنا یوسي او مرسته به ترې وغواړي. لکه څنګه چې په صحیح بخاري کې له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«وَإِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

امام/خلیفه داسې ډال دی چې مسلمانان د هغه په فرمان جګړه او مبارزه کوي او هغه ته پنا وړي.

هغه مهال به چین او نور هېڅکله د دې جرات ونه کړي چې حتی یو مسلمان وګړی وځوروي، ځکه پوهېږي چې د مسلمانانو په مقابل کې د هرې بې ادبۍ بیه باید دوه برابره ورکړي. بېشکه الله سبحانه وتعالی تر ټولو ځواکمن او پياوړی دی.

Last modified onیکشنبه, 16 جولای 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې