سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په یوه مسله کې له څو مجتهدو څخه تقلید
بسم الله الرحمن الرحيم
په یوه مسله کې له څو مجتهدو څخه تقلید

(ژباړه)

پوښتنه :

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

محترم شېخ صاحب! د هغې مسلې شرح او تفصیل څه دی چې پکې له یوه څخه  د زیاتو مجتهدینو تقلید روا نه دی؟  څنګه پوه شو چې دا مسله یوه ده که ډېرې؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

د دغې مسلې تفصیل د اسلامي شخصیت کتاب، د التنقل بین المجتهدین په باب، په لومړي جلد او ۲۳۴-۲۳۵مه مخګڼه کې په دې ډول بیان شوی دی: « هغه کومه مسله ده چې پکې یو کس لومړی له یوه مجتهد څخه تقلید کوي او وروسته ورته روا وي چې دغه مجتهد پرېږدي او له بل مجتهد څخه تقلید وکړي؟ اړتیا ده چې په دې مسله کې دوه مطالب په پام کې ونیول شي. لومړی دا چې دغه مسله باید له نورو څخه بېله (خپلواکه) وي. دویم دا چې د هغې په پرېښودو سره په نورو حکمونو کې ګډوډي رامنځته نشي؛ که مسله له نورو سره تړلې وي یا په بل عبارت فروعات ولري، په داسې حال کې د هغې پرېښودل روا نه دي؛ خو دا چې ورسره تړلي ټول مسایل پرېښودل شي، ځکه چې په داسې حال کې ټول مسایل د یوې مسلې په څېر دي. داسې چې همغه مسله یا شرط د بل حکم لپاره وي، یا د یوه پوره عمل له ارکانو څخه یو رکن وي، لکه: لمونځ، اودس او د لمانځه ارکان.

په دې اساس د هغه کس لپاره چې د امام شافعي مقلد وي، ښه نه ده چې په یوه مسله کې له امام ابوحنیفه (د ښځې لمس کول اودس نه ماتوي) څخه تقلید وکړي، په داسې حال کې چې د لمانځه نور مسایل یې د امام شافعي له مذهب سره سم ترسره کوي. همدارنګه ورته له هغه چا څخه تقلید کول ښه نه دي چې وایي: عمل کثیر چې په هره کچه وي، لمونځ نه باطلوي یا د فاتحې سورت قرائت د لمانځه له ارکانو څخه نه دی او ورپسې لمونځ د هغه کس له تقلید سره سم ادا کړي چې وایي: «عمل کثیر لمونځ باطلوي یا د فاتحې سورت د لمانځه له ارکانو څخه دی. په دې اساس هغه حکم چې پرېښودل یې روا دي، دا دی چې پرېښودل یې پر نورو اعمالو چې له نورو شرعي احکامو سره سم راځي تاثیر ونه کړي.»

له پورتني بحث څخه څرګندیږي چې د مسلې پېژندل له نورو څخه په جلاوالي یا په اصطلاح خپلواکۍ پورې تړاو لري، داسې چې په پرېښودو سره یې بل شرعي حکم له ګډوډۍ سره مخ نه کړي. یعنې دا چې د بل حکم د صحت شرط یا انعقاد شرط او یا هم رکن نه وي، ځکه چې په داسې حال کې بیا له غیر څخه خپلواکه نه وي. د یادې مسلې زیاته توضیح په لاندې ډول ده:

د مسلې تعریف: دلته زموږ موخه له مسلې څخه هر هغه فعل یا د افعالو مجموعه ده چې د نورو صحي والی ورپورې تړلی نه وي؛ خو د مسلې جز‌ء له هغه فعل څخه عبارت دی چې د هغه د صحي والي لپاره د یو بل جزء شتون اړین وي. لکه: شرطونه او ارکان.

مثالونه:

اودس: اودس له هغو افعالو څخه دی چې د نورو صحي والی ورپورې تړلی دی؛ ځکه د لمانځه صحي والی په اوداسه پورې تړلی دی. نو اودس د پورتني تعریف پر اساس یوه خپلواکه مسله نه ده، بلکې د لمانځه جزء دی؛ ځکه د لمانځه صحي والی ور پورې تړاو لري.

لمونځ: لمونځ له هغو  افعالو څخه دی چې د نورو صحي والی ورپورې تړلی نه دی، ځکه لمونځ یوه خپلواکه مسله ده چې د صحي والي لپاره یې د هر جزء شتون اړین دی، لکه: ارکان او د هغه د صحي والي شرطونه (پاکوالی او قبلې ته مخامخ درېدل).

په روژه کې نیت: نیت په روژه کې هغه فعل دی چې د غیر صحي والی ورپورې تړلی دی، ځکه چې د روژې صحي والی په نیت پورې تړلی دی، ځکه نیت یوه خپلواکه مسله نه ده؛ بلکې د بلې مسلې جزء دی.

روژه: روژه هغه فعل دی چې د غیر صحي والی ورپورې تړلی نه دی، ځکه چې یوه خپلواکه مسله ده او هر جزء یې د بل د صحي والي لپاره اړین دی. لکه: نیت او د روژې له ماتوونکو (خوراک، څښاک، شهوت او ...) څخه ځان ساتل.

په دې اساس کله چې یو کس په لمانځه کې له یوه مجتهد څخه تقلید کوي، اړتیا ده چې د لمانځه په ټولو برخو کې له هغه څخه تقلید وکړي. لکه: په اوداسه، د جنابت په غسل، تیمم، قبلې ته په مخ کولو او د لمانځه په نور ارکانو کې. کله چې یو کس د روژې په احکامو کې له یوه مجتهد څخه تقلید کوي، اړتیا ده چې د روژې په ټولو اجزاوو کې له هغه څخه تقلید وکړي. لکه: نیت او د هرې ورځې یا ټولې میاشتې لپاره په شپه کې د نیت وجوب او یا دا چې نیت یې په ورځ کې سم دی که حتمي یې په شپه کې وکړي، همدارنګه په مفطراتو، رخصتیو او افطار کې؛ خو په یوه خپلواکه مسله کې روا ده چې له بل مجتهد څخه تقلید وکړي.

پورتني ټول مسایل د مقلد کس لپاره وو؛ خو که څوک تر هغې کچې علمي توان ولري چې د غوره دلیل په واسطه د احکامو استنباط وکولی شي، نو د دغه کس لپاره د هغه مجتهد پرېښودل روا دي چې مخکې یې د هغه تقلید کاوه او کولی شي چې له یوه قوي دلیل څخه پیروي وکړي. په دې هیله چې موضوع درته روښانه شوې وي.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابو رشته

۱۴۳۳هـ.ق، د شوال ۱۹مه

۲۰۱۲م، د سپټمبر ۶مه

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې