پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د محمد ابوالعسل پوښتنې ته ځواب:
بسم الله الرحمن الرحيم
د محمد ابوالعسل پوښتنې ته ځواب:

پوښتنه                                                                              

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

امير صاحب الله سبحانه و تعالی د ستاسو په وخت، هڅو او پوهه کې برکت واچوي!

زه يوه پوښتنه لرم: ایا د حزب له لوري د خلافت د تاسيس طريقې ته قطعي دلایل شته؟

ځواب:

 وعليکم السلام ورحمته الله وبرکاته.

په ټوله کې د دریوو پړاوونو لپاره قطعي دلایل شته:

رسول الله صلی عليه وسلم د دعوت په لومړيو کې کابو د درېوو کلونو لپاره پټ دعوت کاوه. هغه صلی الله عليه وسلم د ارقم ابن ابې الارقم په کور کې مسلمانان تثقيفول.

 د لاندې ايت تر نازلېدو وروسته هغه صلی الله عليه و سلم خپل دعوت په څرګنده توګه اعلان کړ:

﴿فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ﴾

[الحجر:۹۴]

ژباړه: نو ته په زغرده بیان كړه هغه څه چې تا ته يې امر شوی دی او له مشركانو څخه مخ واړوه.

د پورتني ايت ثبوت قطعي(قطعي الثبوت) دی او په دلالت کې هم قطعي(قطعي الدلالة) دی، ځکه رسول الله صلی عليه و سلم د یاد ایت تر نازلېدو مخکې په پټه دعوت کاوه او د ياد ايت تر نازلېدو وروسته یې خپل دعوت په ښکاره اعلان کړ، ده صلی الله عليه و سلم د دغه پړاو په ترڅ کې فکري او سياسي مبارزې ته مخ واړاوه او د یاد پړاو په پای کې یې د طلب النصره (مادي ملاتړ) غوښتنه وکړه.

په فکري مبارزه کې د بتانو، باطل عبادت په ډاګه کېده او د کفر پر ضد دلايل وړاندې کېدل. بېلا بېل ايتونه ياده مبارزه په ډاګه کوي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

﴿أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ﴾

[الطور:۳۵]

ژباړه: ایا دوى له کوم خالق پرته پیدا شوي دي؟ یا هم پخپله د خپل ځان پیدا كوونكي دي؟

﴿قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ * وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ﴾

[الصافات:۹۵-۹۶]

ژباړه: هغه وویل: ایا تاسې د خپل لاس توږل شوو څېزونو بندګي کوئ. په داسې حال کې چې الله تاسې هم پیدا کړی او هغه څيزونه هم چې تاسې یې جوړوی.

﴿وَقَالَ اللَّهُ لَا تَتَّخِذُوا إِلَهَيْنِ اثْنَيْنِ إِنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ﴾

[النحل:۵۱]

ژباړه: او الله وویل تاسو دوه خدایان مه نیسئ، خدای خو یو دى، نو تاسو یوازې له ما څخه  ووېرېږئ.

﴿مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِنْ وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ﴾

[المومنون:۹۱]

ژباړه: الله هیڅوک خپل اولاد نه دی ګڼلی او له هغه سره کوم بل خدای نه شته. که داسې وای، نو هر خدای به خپل مخلوق بېل کړی وای او بیا به یې یو پر بل باندې برلاسي کوله. الله له دغو خبرو څخه پاک دی چې دوی یې کوي.

﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ * اللَّهُ الصَّمَدُ * لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ * وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ﴾

[الاخلاص:۱-۴]

ژباړه: اې نبي! ته دوى ته ووایه، چی الله یوازې یو دى. الله هیچا ته اړ نه دى  نه يې څوك زېږولي او نه چا زېږولی. هیڅوك د هغه سیال نه شي کېدای.

﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ * لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ * وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ * وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ * وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ * لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ﴾

[الکافرون:۱-۶]

ژباړه: اې نبي! ته دوى ته ووایه، چې  اې كافرانو! زه د هغو شیانو عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوی.  نه تاسو د هغه ذات عبادت كوونكي ياست چې زه يې عبادت كوم.  نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت کوی  او نه تاسو عبادت كوونكي ياست د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم. تاسو ته ستاسو دین دى او ما لره زما دین دى.

او داسې نور ګڼ شمېر اياتونه په دې اړه نازل شوي دي.

د سياسي مبارزې په اړه ډېر داسې ایتونه نازل شوي، چې د دوی پر عقيدو، مشرتوب او ګمراهیو یې نیوکې کړي او ګڼ شمېر ایاتونه دا واقعیت په ګوته کوي:

﴿تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ * مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ * سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ * وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ * فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ﴾

[المسد:۱-۶]

ژباړه: د ابو لهب لاسونه هلاك شول او دى هم هلاك شو، د هغه شتمني او څه یې چې ګټلي و، هغه ته په درد ونه خوړل. هرو مرو به لمبې وهونكي اور ته ننوځي او له هغه سره به یې ښځه هم چې د خسو د پنډونو راوړنکې وه، په داسې حال   اور ته واچول شي چې په غاړه كې به یې د خرما له پوستکو څخه اوبدل شوې کلکه لویه رسۍ وي.

﴿ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا * وَجَعَلْتُ لَهُ مَالًا مَمْدُودًا * وَبَنِينَ شُهُودًا * وَمَهَّدْتُ لَهُ تَمْهِيدًا * ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ *  كَلَّا إِنَّهُ كَانَ لِآيَاتِنَا عَنِيدًا * سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا * إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ * فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ * ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ * ثُمَّ نَظَرَ * ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ * ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ * فَقَالَ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُ * إِنْ هَذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ * سَأُصْلِيهِ سَقَرَ * وَمَا أَدْرَاكَ مَا سَقَرُ * لَا تُبْقِي وَلَا تَذَرُ * لَوَّاحَةٌ لِلْبَشَرِ * عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ﴾

[المدثر:۱۱-۳۰]

ژباړه: پرېږده ما او هغه څوك چې ما يوازې پیدا كړ. بیا مې ورته ډېر زیات مال وركړ او د هغو ترڅنګ مو زامن ورکړل او د هغه لپاره مو د مشرتابه لاره هواره کړه. بیا دی تمه لري چې ورته لا زیات څه وركړم. هیڅكله نه، هغه زموږ د ایتونو دښمن دی. ډېر ژر به یې په سخت عذاب اخته کړم. هغه فكر وكړ او د کومې خبرې کولو هڅه یې وکړه. هغه د هلاك شي، ده څرنګه د خبرو کولو هڅه وکړه ؟ خدای د هغه ووهي، څرنګه یې د خبرو جوړولو هڅه وکړه؟ بیا يې د خلکو لوري ته وكتل.  وچولی یې تریو کړ او خوله یې بوسه کړه. بیا يې شا واړوله او تکبر يې وكړ. نو ده وویل، دا (قرآن) له کوډو پرته بل څه نه دی، چې له پخوا څخه را رواني دي. دا خو یو انساني کلام دی. ژر به زه دى د دوزخ اور ته ننباسم او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى؟! داسې اور دی چې نه یې پرېږدي او نه یې خوشې کوي. د انسان د پوستکي اییلوونکی دی. په هغه اور باندې نولس کارکوونکي (ملایکې) ټاکل شوي دي.

﴿وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَهِينٍ * هَمَّازٍ مَشَّاءٍ بِنَمِيمٍ * مَنَّاعٍ لِلْخَيْرِ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ * عُتُلٍّ بَعْدَ ذَلِكَ زَنِيمٍ * أَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَبَنِينَ * إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ آيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ * سَنَسِمُهُ عَلَى الْخُرْطُومِ﴾

[القلم:۱۰-۱۶]

ژباړه: هیڅکله د داسې چا تر اغیز لاندې مه راځه چې زیات قسم خوړونکی، بې باوره، له نېکۍ منع كوونكى،  تېرۍ کونکی، سخت بدعمله. ډېر  بد خویه او د دې ټولو عیبونو تر څنګ حرامي دى. له دې امله چې دى د مال او زامنو خاوند دى؛ نو  كله چې  زموږ ایتونه ورته ولوستل شي بیا وايي، دا د لومړنیو خلکو   کېسې دي. ژر ده چې موږ به د ده په پزه باندې داغ كېږدو.

رسول الله صلی الله عليه و سلم د طلب النصره (مادي ملاتړ) غوښتنه له هغو خلکو څخه کوله، چې د دفاع او ځواک خاوندان وو. ده صلی الله عليه و سلم له ځواکمنو قومونو څخه د ملاتړ غوښتنه کوله او مصعب رضی الله عنه یې مدينې منورې ته ولېږه او انصارو رضی الله عنهم ورته مثبت ځواب ورکړ او دغه چاره د عقبې د دویم تړون د لاسليکېدو لامل شوه.

رسول الله صلی الله عليه و سلم لومړی اسلامي دولت په مدينه منوره کې تاسيس کړ.

د يادو درېوو پړاوونو دلایل قطعي دي، که څه هم د يادو درېوو پړاوونو په تړاو په جزياتو کې ځینې ظني (غیر قطعي) شواهد شته، لکه: په پټه د تثقیف جزیات، په ښکاره د دعوت د اعلانولو جزیات، د فکري او سياسي مبارزې د پر مخ وړلو جزیات، د هجرت او د عقبې د دویم تړون تر لاسليکېدو وروسته د خلافت د تاسیسولو جزيات. د يادو جزياتو په تړاو شواهد ظني او صحيح دي. هر څوک چې زموږ کتابونه او رسالې لولي په څرګنده توګه د يادو دریو پړاوونو په اړه پکې قطعي دلایل بيان شوي دي او د ځینو جزیاتو په اړه، چې شواهد یې ظني دي هغه استنباط شوي دي.

له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم، چې ياد موضوعات به ښه درته روښانه شوي وي.

ستاسې ورورعطا بن خليل ابو الرشته

ژباړن: صديق احمدزی

Last modified onیکشنبه, 23 سپټمبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې