پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په هغه مسجد کې د لمانځه اداکولو حکم، چې د غیر مسلمانانو په مرسته جوړ شوی وي
بسم الله الرحمن الرحيم
په هغه مسجد کې د لمانځه اداکولو حکم، چې د غیر مسلمانانو په مرسته جوړ شوی وي

پوښتنه:

اسلام علیکم ورحمة الله

اجازه راکړئ چې خپل ځان در وپېژنم، نوم مې نادیه ده او په اندونیزیا کې له دارسینو څخه یم. شېخ صاحب غواړم له تا څخه وپوښتم، په هغه مسجد کې د لمانځه حکم څه دی، چې عیسویانو جوړ کړی وي؟

اې شېخ صائب! الله دې د خیر بدله در کړي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله و برکاته

زموږ څخه دغه ډول پوښتنه پخوا هم د ۲۰۱۸م کال د ۴مې میاشتې پر ۲۳مه، شوې وه. زموږ ځواب په لاندې ډول بیان شوی و او زه به بشپړه پوښتنه او هغې ته ځواب ستاسو په مخ کې کېږدم، هیله من یم چې ځواب مو مناسب وي، ان‌شاء الله.

پوښتنه: ایا د مسجد د ودانولو لپاره له کافرانو څخه د صدقې منل روا دي؟ ایا په داسې مسجد کې لمونځ ترسره کول روا دي، چې د ودانولو لپاره یې په صدقه کې کافرانو برخه اخیستې وي؟

ځواب: دغه پوښته دوې برخې لري:

لومړۍ برخه: ایا د مسجد د ودانولو لپاره  له یوه کافر څخه د صدقې د پیسو منل روا دي؟

دویمه برخه: ایا په داسې مسجد کې لمونځ کول روا دي، چې د کفارو په پیسو ودان شوی وي؟

د لومړۍ برخې په اړه چې د مسجد لپاره د کافرانو د خیراتونو منل دي، بېلابېل نظرونه شته. ځينې فقها شته چې منل یې روا بولي او له کافرانو یې د هدیې اخیستلو له مسلې سره ورته بولې او دلیل یې دا دی، چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم د  روم پاچا له خوا د مصر د پاچا مقوقس هدیه منلې وه.

زما په اند، یو کس ته هدیه ورکول و مسجد ته د صدقې ورکول سره توپیر لري، ځکه چې واقعیت یې یو له بل سره بېل دی:

۱ــ مسجد د الله سبحانه و تعالی لپاره د عبادت ځای دی. نو ځکه مسجد ته صدقه ورکول په اصل کې د الله سبحانه و تعالی لپاره صدقه ورکول ګڼل کېږي. په حدیث کې له ابوهریرة څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: »

أيُّها النّاسُ، إِنّ الله طيِّبٌ لا يقْبلُ إِلّا طيِّبًا«…

(مسلم)

اې خلکو! الله پاک دی، نو له پاک شي پرته هیڅ شی نه قبلوي

نو ځکه، د مسجد لپاره له یوه کافر څخه د صدقې منل روا نه دي، ځکه د کافر پیسې پاکې او سمې نه دي.

۲ــ دغه راز، پېغمبر صلی الله علیه وسلم په خپل یوه سپېڅلې حدیث کې د هغه چا په اړه چې مسجد ودانوي، له بدلې یادونه کړې چې الله به ده ته په جنت کې یو کور جوړه وي.

په مسند احمد کې سعید بن جبیر له ابن عباس او هغه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې ویې فرمایل:

«مَنْ بَنَى لِلَّهِ مَسْجِدًا وَلَوْ كَمَفْحَصِ قَطَاةٍ لِبَيْضِهَا، بَنَى اللَّهُ لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ «

چا چې د الله لپاره مسجد جوړ کړ، ان که د مرغه د ځالې په اندازه وي چې د هګیو لپاره یې جوړ کړی، نو الله به ده ته په جنت کې یو کور جوړ کړي.

په سنن ترمذي کې له عثمان بن عفان څخه روایت دی، دی وایې ما له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل:

»مَنْ بَنَى لِلَّهِ مَسْجِدًا بَنَى اللَّهُ لَهُ مِثْلَهُ فِي الجَنَّةِ«

چا چې د الله لپاره مسجد جوړ کړ، الله به ده ته د هغه په څېر(یو کور) په جنت کې جوړ کړي.

 ترمذي وایي: د عثمان رضي الله عنه دغه حدیث صحیح حسن دی. دغه حدیث په صحیح ابن خزیمه کې له عثمان بن عفان او په دارمي کې په همدې ډول روایت شوی.

 همداراز، په صحیح ابن حبان کې له ابوذر څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:

«مَنْ بَنَى لِلَّهِ مَسْجِدًا وَلَوْ كَمَفْحَصِ قَطَاةٍ بَنَى اللَّهُ لَهُ بَيْتًا فِي الجنة«

چا چې د الله لپاره مسجد جوړ کړ، ان که د مرغه د ځالې په اندازه وي چې د هګیو لپاره یې جوړ کړی، نو الله به ده ته په جنت کې یو کور جوړ کړي.

 د دغه حدیث سند صحیح دی.

لکه څرنګه چې له حدیث څخه څرګندېږي، که یو چا د الله لپاره مسجد جوړ کړ، الله به ده ته په جنت کې کور جوړ کړي او دا چاره د مسلمان لپاره ترسره کېږي. نو هر څوک چې د الله لپاره کور جوړوي... یعنې یو مسلمان، ځکه که کافر یو کور جوړوي، نو دی به له جنتیانو څخه نه وي.

۳ـ همداراز د جاهیلت په پېر کې مشرکانو لاپې وهلې چې دوی د مسجد حرام ودانوونکي او پالونکي دي، خو په اړه یې الله سبحانه و تعالی دغه ایاتونه راولېږل:

﴿أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَوُونَ عِنْدَ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِين﴾

[ التوبه:۱۹]

ژباړه: ایا تاسو حاجیانو ته اوبه ورکول او د مسجد حرام ودانول د هغه چا له کار سره برابر ګڼی، چې پر الله او د اخرت په ورځ یې ایمان راوړ او د خدای په لاره کې یې جهاد وکړ؟ د الله پر وړاندې خو دا دواړه برابر نه دي او الله دظالمانو قوم ته لارښوونه نه کوي.

 د قرطبي په تفسیر کې داسې راغلي:

دغه ایات: أَجَعَلْتُمْ سِقايَةَ الْحاجِّ... ایا تاسو حاجیانو ته اوبه ورکوی... په عربې ژبه کې یې ضمنا (تقدیر) داسې دی: أَجَعَلْتُمْ اَصْحَابَ سِقايَةَ الْحاجِّ او اَهْلَ سِقايَةَ الْحاجِّ ایا تاسو د سقایه څښتنان یا د سقایه خلک (حاجیانو ته اوبه چمتوکوونکي کسان) له هغو کسانو سره برابر بولی، چې پر الله ایمان لري او د هغه په لاره کې هلې ځلې او جګړه کوي. دا سمه ده چې حذف په (مَنْ آمَنَ) کې رامنځته شي، لکه (أَجَعَلْتُمْ عَمَلَ سَقْیِ الحَاجِ کَعَمَلِ مَنْ آمَنَ)  ژباړه: ایا تاسو حاجیانو ته د اوبو ورکولو کار د هغو کسانو له کار سره یو ډول بولی، چې ایمان یې راوړی.

په تفسیر النسفي کې راغلي:

﴿أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَوُونَ عِنْدَ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِين﴾

[ التوبه:۱۹]

ژباړه: ایا تاسو حاجیانو ته اوبه ورکول او د مسجد حرام ودانول؛ د هغه چا له کار سره برابر ګڼی، چې پر الله او د اخرت په ورځ یې ایمان راوړ او د خدای په لاره کې یې جهاد وکړ؟ د الله پر وړاندې خو دا دواړه برابر نه دي او الله دظالمانو قوم ته لارښوونه نه کوي.

  السقایة او العمارة دوه مصدرونه دي چې له سقي او عمر څخه اخیستل شوي لکه د صیانة او وقایة په څېر چې مضاف یې محذوف دی او تقدیر یې داسې دی: (أَجَعَلْتُمْ اَصْحَابَ سِقايَةَ الْحاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ...) ایا تاسو هغه خلک چې حاجیانو ته اوبه چمتو کوي او مسجد حرام جوړوي له هغو کسانو سره یو ډول بولی چې پر الله یې ایمان راوړی.  مانا یې انکار دی چې د مشرکانو او مومنانو له ورته والي څخه انکار راغلی، د دوی د بدو او ښو عملونو ترمنځ توپیر راغلی او دا رد شوې چې مشرکان د له مسلمان سره یو ډول وي. که ترمنځ یې برابر والی راځي نو له کفر وروسته دغه بل ظلم دی، ځکه مدح(ستاینه) او فخر(ویاړ) په داسې ځای کې شوي چې دلته یې اېښودل مناسب نه و...)

له دې ټولو څخه څرګندېږي له چا څخه چې د مسجد حرام یا بل هر مسجد ودانول قبلېږي، هغه څوک دی چې پر الله او د اخرت پر ورځې ایمان لري او دغه کس مسلمان دی او مانا یې دا شوه چې د مسجد په ودانولو کې د کافر صدقه نه منل کېږي.

پرهمدې بنسټ، هغه څه چې زه یې غوره ګڼم دا دی چې د مسجد ودانولو لپاره باید د کافر صدقه ونه منل شي. دا چې زه وایم هغه څه چې زه یې غوره ګڼم له دې امله دي چې ځیني عالمان د کافرانو له لوري صدقه قبلوي لکه وړاندې چې موږ د پوښتنې په پیل کې ترې یادونه وکړه. 

دا هغه څه دي چې په دې مسله کې زه غوراوی ورکوم، الله د زیاتې پوهې او حکمت څښتن دی.

خو دوهمه برخه د هغه ځای په اړه ده چې په هغه باندې د لمانځه د اداکولو رواوالی دی او لمونځ کول پرې روا دي. البخاري له جابر ابن عبدالله څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

« أُعْطِيتُ خَمْسًا لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ مِنَ الأَنْبِيَاءِ قَبْلِي: نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ، وَجُعِلَتْ لِي الأَرْضُ مَسْجِدًا وَطَهُورًا، وَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلاَةُ فَلْيُصَلِّ، وَأُحِلَّتْ لِي الغَنَائِمُ، وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً، وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ كَافَّةً، وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ»

 ما ته پنځه څیزونه راکړل شوي دي چې له ما وړاندې بل کوم پېغمبر ته نه وو ورکړل شوي:

‍۱- الله را ته له کافرانو څخه پر وېره باندې( د یوې میاشتي په فاصله) بریا را په برخه کړې ده۲- ځمکه راته پاکه او مسجد ګرځول شوې ده، نو امتیان مې چې چیرته وغواړي لمونځ پرې کولی شي ۳-  غنیتمونه را ته حلال ګرځول شوي، چې له ما وړاندې نورو ته حلال نه وو ۴- هر نبي خپل قوم ته را لېږل شوی و، خو زه ټول بشریت ته رالېږل شوی یم -۵ ما ته د شفاعت حق راکړ شوی دی.  

مسلم هم دغه حدیث په لاندې الفاظو روایت کړی، جابر ابن عبدالله الانصاري وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:

»أُعْطِيتُ خَمْسًا لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ قَبْلِي، كَانَ كُلُّ نَبِيٍّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً، وَبُعِثْتُ إِلَى كُلِّ أَحْمَرَ وَأَسْوَدَ، وَأُحِلَّتْ لِيَ الْغَنَائِمُ، وَلَمْ تُحَلَّ لِأَحَدٍ قَبْلِي، وَجُعِلَتْ لِيَ الْأَرْضُ طَيِّبَةً طَهُورًا وَمَسْجِدًا، فَأَيُّمَا رَجُلٍ أَدْرَكَتْهُ الصَّلَاةُ صَلَّى حَيْثُ كَانَ، وَنُصِرْتُ بِالرُّعْبِ بَيْنَ يَدَيْ مَسِيرَةِ شَهْرٍ، وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ«

ژباړه: ما ته پنځه څیزونه راکړل شوي دي چې له ما وړاندې بل چا ته نه وو ورکړ شوي، هر نبي به په ځانګړې توګه خپل قوم ته رالېږل کېده، خو زه ټولو سور او سپین ته رالېږل شوی یم، ما ته غنیمتونه حلال ګرځول شوي او له ما وړاندې بل چا ته روا نه وو، د ځمکې مخ را ته پاک او مسجد ګرځول شوی، نو د لمانځه پر مهال چې څوک چیرته غواړي لمونځ کولی شي، الله را ته له کافرانو څخه په وېره باندې( د یوې میاشتي په فاصله کې) بریا را په برخه کړې ده او ما ته یې د شفاعت حق را کړی.

پر همدې اساس، د ځمکې  پر هر ځای باندې لمونځ کول روا دي، په دې شرط چې هغه ځای پاک وي. همدې ته په کتو سره، لمونځ کول په هر مسجد کې روا دي ان که د کافرانو پیسې پرې لګېدلې وي. دا حقیقت چې د مسجد د جوړېدو لپاره د کافرانو پیسې منل روا نه دي، دا مانا نه لري چې په هغه مسجد کې لمونځ کول روا نه دي او دا هغه څه دي چې موږ ترې مخکې یادونه وکړه.

دا هغه څه دي چې په دې مسله کې زه غوراوی ورکوم، الله د زیاتې پوهې او حکمت څښتن دی .

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو رشته

Last modified onجمعه, 16 نومبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې