جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم د قران کریم تفسیر او مانا یې توضیح کړې؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم د قران کریم تفسیر او مانا یې توضیح کړې؟

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

د اسلامي شخصیې په کتاب درېیم ټوک کې د«شرعي حقیقتونو شتون» تر سرلیک لاندې داسې راغلي دي، چې متن یې په دې ډول دی: «دا ثابته ده چې شارع، امت د اسماوو له لغوي مانا څخه نوو ماناوو ته په لېږد کې، چې شریعت واضح کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بیان سره خبر کړي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ﴾

[نحل: 44]

ژباړه: اوما پر تا قران نازل کړی، چې خلکو ته هغه څه بیان کړې چې پر هغوی نازل شوي دي.

د مانا بیانولو موخه، د شرعي اسماوو د مانا بیان دی، څنګه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«صلوا كما رأيتموني أصلی»

ژباړه: څرنګه چې زه لومنځ کوم، همغه ډول یې تاسو هم وکړئ.!

نو هغوی یې په عملونو مکلف کړي او پوهولي دي او پر هغه څه مکلف نه دي چې نه پرې پوهېږي.

زما پوښتنه دا ده ایا داسې برداشت کېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قران کریم تفسیر او مانا شرحه کړې یا چې د شرعي اسماوو د مانا په شرحه کولو یې بسنه کړې ده؟ الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر درکړي! حامد نضال

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

ستاسو د پوښتنې د ځواب لپاره د لاندې مواردو یادول اړین دي:

لومړی) ستاسو پوښتنه هغه متن ته ورګرځي چې د اسلامي شخصیې په کتاب کې راغلی دی: «واقعیت دا دی چې د شرعې په الفاظو کې شرعي قولونه له لغوي حقیقتونو څخه د توپیري حقیقتونو په بڼه راغلي دي او هغه لفظ دی چې عربو  کارولی دی. وروسته شرع راغلې، چې هغه یې په بله مانا نقل کړې او په همغه سره مشهوره شوې ده. پر همدغه بنسټ، د شرعې دغه نقل ورکول مجاز نه دی، بلکې یو عرفي حقیقت دی. ځکه شرعې هغه د ارتباط له مخې په دویمه مانا نه دی نقل کړی، څنګه چې په مجاز کې شرط دی. همدارنګه مجاز هغه لفظ دی چې د مانا لپاره وضع شوی، چې وروسته د ارتباط له مخې بلې مانا ته نقل کېږي او په دویمه مانا نه وي کارېدلی. پر همدغه بنسټ، په دویمې مانا سره د شرعې نوم نقل چې شرعې د هغه پر وړاندې وضع کړی، د مجاز له پلوه نه دی، بلکې یو شرعي حقیقت دی. دا ثابته ده چې شارع امت د اسماوو په نقل کې له لغوي مانا څخه نوو ماناوو ته، چې شرعې واضح کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بیان سره خبر کړی. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ﴾

[نحل: 44]

ژباړه: او ما قران پر تا نازل کړ، ترڅو هغه څه خلکو ته بیان کړې چې  هغوی ته نازل شوي وي.

د بیانولو موخه د هغه مانا ده چې د هغوی له ډلې د معاني بیان شرعي اسمونه دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«صلوا كما رأيتموني أصلی»

ژباړه: داسې لومنځ وکړئ، چې زه یې کوم!

نو هغوی یې پر عملونو مکلف کړي دي او پوهولي یې دي، پر څه چې ونه پوهېږئ، پر هغه مکلف نه دي.

دویم) په قران کې د بیان شوو په تړاو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم وضاحت ورکړی، یوازې د شرعي اسماوو معاني نه ده، بلکې د قران کریم په بیان کې په سنتو خلاصه کېږي.

۱. مجمل تفصیل: الله سبحانه وتعالی پرته له دې چې په قران کریم کې وخت، ارکان او د لمانځه د رکعاتونو  شمېر یاد کړي، د ادا کولو امر یې کړی دی. پر همدغه بنسټ، هغه سنت چې په قران کریم کې یاد شوي دي، وضاحت یې ورکړی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«صَلوا کما رَأَیتُمُونِی أُصَلی»

(رواه بخاری)

ژباړه: زه چې څرنګه لمونځ کوم، همغه ډول لمونځ وکړئ!

وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمونځ د تفصیل کیفیت څرنګه چې ابو حمید ساعدي رضی الله عنه روایت کړی، بیان کړی دی.

«كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ  إِذَا قَامَ إِلَى الصَّلاةِ اعْتَدَلَ قَائِمًا، وَرَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِيَ بِهِمَا مَنْكِبَيْهِ، فَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ، رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِيَ بِهِمَا مَنْكِبَيْهِ، ثُمَّ قَالَ: اللَّهُ أَكْبَرُ ، وَرَكَعَ، ثُمَّ اعْتَدَلَ ، فَلَمْ يُصَبِّ رَأْسَهُ، وَلَمْ يُقْنِعْ، وَوَضَعَ يَدَيْهِ عَلَى رُكْبَتَيْهِ، ثُمَّ قَالَ: سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، وَرَفَعَ يَدَيْهِ، وَاعْتَدَلَ حَتَّى يَرْجِعَ كُلُّ عَظْمٍ فِي مَوْضِعِهِ مُعْتَدِلا، ثُمَّ هَوَى إِلَى الأَرْضِ سَاجِدًا، ثُمَّ قَالَ: اللَّهُ أَكْبَرُ، ثُمَّ جَافَى عَضُدَيْهِ عَنْ إِبِطَيْهِ، وَفَتَخَ أَصَابِعَ رِجْلَيْهِ، ثُمَّ ثَنَى رِجْلَهُ الْيُسْرَى، وَقَعَدَ عَلَيْهَا، ثُمَّ اعْتَدَلَ حَتَّى يَرْجِعَ كُلُّ عَظْمٍ فِي مَوْضِعِهِ مُعْتَدِلا، ثُمَّ هَوَى سَاجِدًا، ثُمَّ قَالَ: اللَّهُ أَكْبَرُ، ثُمَّ ثَنَى رِجْلَهُ، وَقَعَدَ، وَاعْتَدَلَ، حَتَّى يَرْجِعَ كُلُّ عُضْوٍ فِي مَوْضِعِهِ، ثُمَّ نَهَضَ، ثُمَّ صَنَعَ فِي الرَّكْعَةِ الثَّانِيَةِ مِثْلَ ذَلِكَ.»

(ترمذي له هغه څخه روایت کړی او ویلي یې دي چې صحیح حدیث دی.)

 

ژباړه: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر لمانځه درېده، خپل بدن یې راسته او ارامه کاوه. لاسونه یې تر غوږنو پورې پورته کول. وروسته یې تکبیر وایه او رکوع یې کوله. لاسونه یې تر غوږونو  پورته کول، تکبیر یې وایه او رکوع یې کوله. په رکوع کې ارامه او متعادل و. نه یې سر ټیټاوه او نه یې پورته کاوه. لاسونه یې پر زنګونه اېښودل او له رکوع څخه د سر پورته کولو پر مهال یې ویل: سمع الله لمن حمده او صبر یې کاوه چې بدن یې ارام شي. وروسته یې تکبیر وایه او سجدې ته ته. په داسې حال کې چې لاسونه یې له بدن څخه لېرې کول او ګوتې یې هم یو له بله لېرې کولې. وروسته پر کیڼ زنګانه ارامه کېناسته. وروسته یې تکبیر وایه او دویمه سجده یې تر سره کوله او دویم رکعت یې د لومړي په څېر تر سره کاوه او وروستي رکعاتونه یې هم په همدغه ډول تر سره کول او په پای کې یې سلام ګرځاوه.

۲. عام تخصیص: په قرانکریم کې عمومیات یاد شوي دي او د دغو سنتو عمومیات یې خاص کړي دي. الله سبحانه وتعالی امر کړی چې زوی دې د پلار میراث تر لاسه کړي.

﴿يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ
[نساء: 11]
ژباړه: الله سبحانه وتعالی تاسو ته د زامنو په اړه سپارښتنه کوي. د زوی برخه د دوو لورانو د برخې په څېر ده.

دغه حکم د هر میراث لرونکي پلار او هر هغه زوی په اړه چې میراث تر لاسه کوي، عام دی. نو سنتو انبیاء د خاص میراث لرونکي پلرونه ګرځولي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي دي:

«لاَ نُورَثُ، مَا تَرَكْنَا صَدَقَةٌ»

(بخاری و مسلم)

ژباړه: موږ پیغمبران میراث نه وړو، بلکې هغه څه چې له موږ په میراث پاتې کېږي، صدقه ده.

همدارنګه سنتو وارث د ر سول الله صلی الله علیه وسلم د قول مطابق له قاتل پرته، خاص کړی دی (وارث باید قاتل نه وي).

«وَلاَ يَرِثُ الْقَاتِلُ شَيْئاً»

(رواه ابوداود)

ژباړه: قاتل ته کوم څه په میراث نه ورکول کېږي.

۳. په قران کریم کې مطلق ایاتونه شته او سنتو دغه اطلاق په معین قید محدود کړی دی. لکه د الله سبحانه وتعالی دغه قول:

﴿وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِنْ رَأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِنْ صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ

[بقره: 196]
ژباړه: خپل سرونه تر هغه مه کلوئ، ترڅو قرباني قربانګاه (هغه ځای ته ورسېږي چې قرباني پکې کېږي) او که څوک ناروغ و او یا یې په سر کې کومه بله ستونزه وه (یعنې د سر کلولو زیان ورته رساوه) باید کفاره یې ورکړي، لکه کولی شي روژه ونیسي او صدقه ورکړي.

نو دغه درې: روژه، قرباني او صدقه مطلق لفظ دی او د هغه حدیث پر بنسټ چې کعب بن عجره له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«فَاحْلِقْ رَأْسَكَ وَأَطْعِمْ فَرَقًا بَيْنَ سِتَّةِ مَسَاكِينَ وَالْفَرَقُ ثَلاَثةُ آصُعٍ أَوْ صُمْ ثلاَثةَ أَيَّامٍ أَوِ انْسُكْ نَسِيكَةً»

ژباړه: وېښتان دې کل کړه یا شپږو بېوزلو کسانو ته خواړه ورکړه او یا درې ورځې روژه ونیسه، یا قراني وکړه.

نو د درېیو ورځو اطلاق په درېیو ورځو قید شوی دی او شپېتو بېوزلو ته د ډوډۍ ورکولو صدقه درې اصعه دی او د قربانۍ د ذبحه کولو اطلاق یو پسه دی.

۴. الحاق د فرعو احکامو یوه فرعه ده چې اصل یې په قران کریم کې ذکر شوی او دا فرع داسې ظاهېرېږي چې نوې تشریع ده؛ خو کله چې دقت وشي، څرګندېږي چې هغه په قران کریم کې په اصل ذکر او ملحق شوې ده او دا ډول موارد ډېر دي. پر همدې بنسټ، الله سبحانه وتعالی په داسې ډول ذکر کړي دي او د عصباتو (خپلوانو) میراث یې نه دی ذکر کړی، خو دا چې په اړه یې د الله سبحانه وتعالی نص دا ډول دی:

﴿يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ
[نساء: 11]
ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو ته د زامنو په اړه سپارښتنه کړې: د زوی برخه د دوو لورانو په کچه ده.

په دې مانا چې له اولاد او ورور پرته نور خپلوان فرض تقدیري نه دي، بلکې له نورو فرضونو وروسته یې اخلي او څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«أَلْحِقُوا الْفَرَائِضَ بِأَهْلِهَا، فَمَا بَقِيَ فَهُوَ لأَوْلَى رَجُلٍ ذَكَرٍ»

(رواه بخاری)

ژباړه: د میراث ټاکل شوې برخې د هغوی څښتنو ته ورکړئ او پاتې یې خپلو نېږدې خپلوانو ته ورکړئ.

دلته له زامنو پرته نور خپلوان له ورور او اولاد سره الحاق شوي دي او همدارنګه خورانې له عصبي خورانو سره الحاق شوي دي. له اسود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَنَّ مُعَاذَ بْنَ جَبَلٍ وَرَّثَ أُخْتًا وَابْنَةً، فَجَعَلَ لِكُلِّ وَاحِدَةٍ مِنْهُمَا النِّصْفَ، وَهُوَ بِالْيَمَنِ، وَنَبِيُّ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَوْمَئِذٍ حَيٌّ»

(رواه ابوداود)

ژباړه: معاذ بن جبل د خپلې یوې خور او لور میراث برخه داسې وېشله چې هرې یوې ته نیمایي ورکړه او هغه په یمن کې وه، دا په داسې حال کې وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه وخت کې ژوندی و.

معاذ له دلیل پرته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې داسې قضاوت نه کاوه، خو دا چې دلیل به یې ورسره وه او که به دلیل نه وه، د هغه کار په اړه یې بیړه نه کوله.

درېیم) پر دې ټولو سربېره د رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې حدیث نشته چې هر ایت څرنګه چې پوهېږو، هغسې یې دي وضاحت ورکړی وي. پر همدغه بنسټ، هغه حدیث چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه راغلی دی، پر هغه باور کېږي او په هغه صورت کې چې نه دی وارد شوی، سم تفسیر او کړنلاره په داسې لارو کېږي

۱. هغه څه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د تفسیر په اړه بیان شوي دي، د صحت په صورت کې د حدیث برخه بلل شوې ده او په معروف چې مشهوره شوې، نه تعبیرېږي. په هغه شرط چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د ایت په بیان کې تشریعي نص د قران کریم په څېر پېژندل شوي وي، چې صحیح روایت شوی دی.

۲. څه چې له اصحابو نه په تفسیرونو کې روایت شوي، تفسیر یې معتبر شمېرل کېږي، هغوی رضوان الله علیهم اجمعین په عربي د ښه پوهېدو په دلیل او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د دوی د ملازمت په دلیل د قران کریم د تفسیر په اړه پوهېدو ته تر ټولو نېږدې دي.

۳. خو په تفیسر کې بې شمېره طریقې دا دي چې په عربي ژبه، نبوي سنتو، د قران او رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پوهېدو پر اساس، د مفرادتو، ترکیبونو، د شرعي معاني له اړخه شرعي احکامو او هغه فکرونه چې شرعي واقعیت پکې دی، په پام کې ونیول شي. که له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه صحیح حدیث روایت شوی وي، چې ایت بیان کړي، پر هغه باور کېږي. همداراز پر عربي ژبه، چې قران کریم پرې نازل شوی، د ایتونو په تفسیر کې د باور وړ ده. باید وویل شي: پر هغه چا باید باور وشي چې په عربي ژبه ښه پوهېږي. دا د قران د تفسیر طریقې دي او په مفسر دا واجبه ده چې هغه ته ژمن وي او التزام او پرې پایبند وي او د قران کریم د تفسیر په وخت کې باید دغه مسولیت پر غاړه ولري. الله سبحانه وتعالی پوه او حکیم دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

۱۴۳۹هـ.ق د ذولحجې ۲۵مه

۲۰۱۸ م د اکټوبر ۵مه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې