پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اتلس عیاره سره زر ارزښت لري او زکات په کې کېږي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
اتلس عیاره سره زر ارزښت لري او زکات په کې کېږي؟

پوښتنه:

صمیم ابراهیم: دایا اتلس عیاره سره زر مادي ارزښت لري؟

د ۸۳۶ ګڼې موضوع سرلیک په دې ډول و «زکات په خالصو سروزرو کې ورکول کېږي»

ځواب:

د ۸۳۶ ګڼې موضوع د سرلیک په اړه ستاسو تبصره د پوښتنې او ځواب یوه برخه ده، چې د ۱۴۳۷ کال د صفرې پر دوهمه ځواب شوه او په متن کې نوموړې موضوع ته تر دغه سرلیک لاندې اشاره شوې وه:

دخالصو سروزرو د زکات حکم چې د ۲۴ عیارو سروزرو دی د خالصو سپینو زرو د زکات له حکم سره برابر دی. 

که له سرو زو او سپینو زرو سره اضافي توکي ګډ وي، نو د اضافي توکو له ایسته کولو وروسته چې کوم مقدار سره زر یا سپین زر په لاس راځي له هماغه مقدار څخه نصاب ټاکل کېږي.

نو که یو کس له ۱۸ عیارو سرو زرو څخه ۸۵ ګرامه ولري، دا مقدار نصاب نه شي پوره کولی ځکه په دې مقدار کې د خالصو او سوچه سروزرو اندازه تر ۸۵ ګرامو کمه ده.

د ۲۴ عیارو سروزرو د یوې ټوټې د زکات مقدار د ۱۸ عیارو سروزرو د یوې ټوټې د زکات له مقدار څخه بېل دی او کله چې د خالصو سرو زرو نصاب محاسبه کېږي د ۸۵ ګرامو ۲۴ عیارو سروزرو له جنسه محاسبه کېږي، خو د ۸۵ ګرامو ۱۸ عیارو سروزرو نصاب زیات دی ځکه د ۱۸ عیارو سروزرو سره نور توکي ګډ وي چې څلورمه برخه د ۱۸ عیارو سروزرو جوړوي.

له دې امله، ۱۸ عیاره سره زر په خپل ځان کې خالص سره زر لري(درې برخې خالص سره زر) او د ۲۴ عیارو سرو زرو په پرتله ۳/۴ برخه جوړوي، نو پر همدې بنسټ د ۱۸ عیارو سرو زرو نصاب یو (۱) دی او ۱/۳ د خالصو سرو زرو له نصاب سره برابر دی چې ۱۱۳.۳۳ ګرامه کېږي. له همدې امله، هغه څوک چې ۸۵ ګرامه  ۲۴ عیاره خالص سره زر لري هغه نصاب پوره کړی، نو که پر دغو سرو زرو یو کال تېر شي، دغه کس به ۲.۵ سلنه زکات ورکوي. خو کوم کس چې ۸۵ ګرامه ۱۸ عیاره سره زر لري، هغه د نصاب اندازه نه ده پوره کړې تر دې چې ۱۱۳.۳۳ ګرامو ته یې د سروزرو اندازه ورسېږي او که پر هغه یو کال تېر شي نو بیا به ۲.۵ سلنه زکات ورکوي. دا روښانه ده چې د زکات تر شا چې کوم مفهوم پروت دی هغه د خالصو سرو زرو په اړه دی.

ستاسو له تبصرې حیران شوم، داسې درک شول چې موږ د ۱۸ عیارو سروزرو ارزښت په ځواب کې په پام کې نه دی نیولی او نه مو قیمت ورته ټاکلی. سره له دې چې دا په هغه ځواب کې روښانه شوې چې ۱۸ عیاره سره زر قیمت لري او د زکات په حکم کې راځي خو قیمت یې د ۲۴ عیارو سروزرو په پرتله کم دی، که یې وزن یو ډول هم وي.

ځکه نو، موږ په دې اړه موضوع خلاصه کړه ترڅو د ۱۸ عیارو سرو زرو د زکات نصاب څرګند شي چې هغه : (۱)او ۱/۳ د خالصو سرو زرو دی چې ۱۱۳.۳۳ ګرامه کېږي. پرهمدې بنسټ، کوم کس چې ۸۵ ګرامه ۲۴ عیاره سره زر ولري، نو نصاب یې پوره کړی او که یو کال پرې تېر شي نو ۲.۵ سلنه زکات به ورکوي).

نو په ځواب کې د ۱۸عیارو سرو زرو ارزښت له پامه نه دی غورځېدلی، ارزښت یې ثابت دی او هغه وخت به یې زکات ایستل کېږي چې د ۲۴ عیارو سروزرو په څېر بشپړ نصاب ته ورسېږي. دې ټولو څرګندونو ته په کتو سره، د هر یوه د نصاب نسبت یو له بل سره توپیر کوي ځکه د ۱۸ عیارو سروزرو د یوې برخې سره نور فلزات او عناصر ګډ دي.

زه ستا د تبصرې د لامل په اړه نه یم خبر، ښايي لیکنه دې په تلوار لوستې وي! بیا یې په پوره پاملرنې سره ولوله. الله دې در باندې ورحمېږي. 

زه له الله نه د ټولو لپاره پر سمه لاره د هدایت غوښتونکی یم.

ستاسو ورور،

عطا بن خلیل ابو الرشته

۱۴۴۰هـق، د ذوالقعدې لمړۍ

Last modified onیکشنبه, 21 جولای 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې