پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت د منصب تشه او د لنډمهاله امیر په توګه د زیات عمره معاون ټاکل
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت د منصب تشه او د لنډمهاله امیر په توګه د زیات عمره معاون ټاکل

(د دستور مقدمې د ۳۳مې مادې تشریح)

(ژباړه)

پوښتنه:

بسم الله العظیم وبه أستعین

قدرمن عالم، السلام علیکم ور حمت الله وبرکاته!

دوې پوښتنې لرم، که مهرباني وکړئ، راځواب يې کړئ. له الله سبحانه وتعالی غواړم چې تاسو او ټول هغه کسان چې د اسلامي ژوند د بیا راتګ لپاره کار کوي، ثابت قدمه او استوار وساتي. «د دستور مقدمه» کتاب کې (۳۳)مه ماده داسې بیان شوې ده: «که خلیفه د لنډ مهاله امیر له ټاکلو څخه وړاندې وفات یا عزل شو او یا په بل دلیل د خلافت منصب خالي شو، د معاونینو له ډلې څخه به د خلیفه زیات عمره معاون لنډ مهاله امارت په غاړه اخلي».

د دې موضوع دلیل څه دی او ولې زیات عمره معاون لنډ مهاله امارت پر غاړه اخلي، نه بل؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

«د دستورمقدمه» کتاب کې (۳۳) مه ماده په مکمل ډول روښانه ده، چې دا لاندې دوې موضوعګانې پکې شاملېږي:

 ۱. د خلیفه له وفات څخه وړاندې د ده له لوري د موقتي امیر د ټاکلو دلیل د صحابه وو له اجماع څخه اخیستل شوی دی. د دستور مقدمه کې د دغې موضوع په شرحه کې داسې ذکر شوې ده: «که خلیفه احساس کړ چې اځل يې نژدې دی، پر ده لازمه ده چې د خلافت منصب له خالي کېدو څخه وړاندې او په مناسب وخت کې د نوي خلیفه د ټاکل کېدو لپاره لنډ مهاله امیر وټاکي؛ ترڅو هغه د خلیفه له وفات څخه وروسته خپل کار، چې تر دریو ورځو پورې د نوي خلیفه ټاکل دي، پیل کړي. لنډ مهاله امیر د شرعي احکامو د تبني صلاحیت ځکه نه لري، چې هغه د خلیفه صلاحیت دی، چې امت بیعت  ورسره کوي. همدارنګه ده ته روا نه ده، چې خلافت ته نوماند شي یا یو له نوماندانو څخه خلیفه وټاکي. ځګه حضرت عمر رضی الله عنه هغه څوک لنډمهاله امیر ټاکلی و، چې د خلافت په نوماندانو کې نه و. د نوي خلیفه په ټاکلو د لنډمهاله امیر ولایت په دې دلیل له منځه ځي، چې دا یوه موقتي چاره و او د نوي خلیفه په ټاکلو پای ته رسیږي.

 د دغې کړنې دلیل، د عمر رضی الله عنه هغه کړنلاره ده، چې د زخمي کیدو پر مهال یې د لویو صحابه وو په شتون کې  انتخاب کړې، چې هغوی د ده پر وړاندې هیڅ اعتراض او مخالفت ونه کړ. نو همدا د اصحابو اجماع ده.

همدارنګه عمر رضی الله عنه له زخمي کېدو وروسته د خلافت شپږو نوماندانو ته داسې وویل: د دغو دریو ورځو په بهیر کې صهیب ستاسو د جماعت امام دی او تاسو د خلیفه په ټاکلو کې مشوره وکړئ. همدارنګه طبری په خپل «تاریخ» کتاب کې ذکر کړي دي، چې صهیب رضی الله عنه ته یې وویل: درې ورځې د لمانځه امام شه! همدارنګه ویې ویل: که پنځو کسانو پر یوه اتفاق وکړ او یوه سرغړونه وکړه، سر یې په توره ووهه! 

صهیب رضی الله عنه پر دوی امیر ټاکل شوی و. دا چې په لمانځه کې امام ټاکل شوی و، نو په لمانځه کې امام کېدل د امیر کېدو په معنا دی. پر دې سربېره د جزا ورکولو صلاحیت هم ورکړل شوی و او د وژلو حق له امیر پرته بل څوک نه لري. ځکه دغه کار د لویو صحابه وو په حضور کې له کوم مخالفت پرته وشو. نو له دغه دلیل څخه د صحابه وو رضی الله عنهم اجمعین اجماع استنباط کیږي، چې پر خلیفه لازمه ده تر څو په دا ډول حالاتو کې د نوي خلیفه د ټاکل کېدو د مسوليت لپاره لنډمهاله امیر تعین کړي.

۲. د لنډ مهاله امیر د ټاکلو د څرنګوالي موضوع هغه مهال را وړاندې کیږي او لومړیتوب پیدا کوي، چې خلیفه د لنډمهاله امیر له ټاکلو څخه مخکې وفات یا عزل شي، ځکه د لنډمهاله امیر ټاکل یوه اداري چاره ده. نو د هغې مادې تبني، چې دغه اداري چاره تشریح کړي، جایزه ده. پر دغه اساس په (۳۳)مه ماده کې بیان شوي: «هغه معاون چې تر نورو زیات عمر لري، که د خلافت د نوماندۍ غوښتونکی نه و؛ لنډمهاله امیر ټاکل کیږي او که یې د خلافت د منصب لپاره د کاندیدېدو اراده لرله، بیا ورپسې معاون، چې زیات عمر لري، موقتي امیر ټاکل کیږي... او په همدې ترتیب د لنډمهاله امارت لپاره د عمر زیاتوالي ته لومړيتوب ورکول کیږي.»

 کله چې ټول تفویضي معاونین د خلافت مقام ته د نوماند کېدو اراده ولري، په تنفیذي معاوینینو کې په ترتیب چې هر یو د عمر له نظره لوی وي، لنډمهاله امارت به په غاړه اخلي.

کله چې ټول تنفیذي معاونین د خلافت د نامزادۍ غوښتونکي وي، موقتي امارت په دوی کې تر ټولو کم عمره پورې منحصر کیږي. باید و پوهیږو چې د دغه حکم په تبني کې واجبي باورونه په پام کې نیول شوي. ځکه معاونین په حکم کې تر ټولو پوه او د مخکیني خلیفه له مهال څخه ښه خبر کسان دي او له تفویضي معاونینو څخه وروسته تنفیذي معاونین په پیژندګلوۍ او تجربه کې له خلیفه سره د ارتباط پر بنسټ، د ده له اعمالو څخه تر ټولو ښه خبر او پوه خلک دي.

نو دوی د لنډمهاله امارت لپاره ډیر وړ کسان دي او که تفویضي معاونین په خپلو کې سره یو شان وو، غوره توب په دوی کې د معاونیت پر اساس نه، بلکې يوازینی مناسب لامل يې د عمر زیاتوالی دی او دغه راز په تنفیذي معاونینو کې هم دا ډول دی.

همدارنګه د لمانځه د امامت کې چې کله لمونځ کوونکي د امامت په شرطونو کې سره برابر وي، د مسلم د روایت پر اساس په دوی کې باید زیات عمره د لمانځه لپاره وړاندې شي او مسلم په خپل صحیح کې له شعبه او له اسماعیل بن رجا‌‌ء څخه روایت کړی، چې شعبه له اوس بن ضمعج او هغه له ابو مسعود څخه روایت کوي، هغه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته وفرمایل:

«ستاسو غوره قاري او قرآنپوه دې د جماعت امام شي او که ټول د قرآن په قرائت کې سره مساوي وئ، بیا چې هر یو زما په سنتو کې تر نورو پوه دی، امام دې شي او که په سنتو کې هم سره مساوي وئ، په هجرت کې تر نورو مخکینی او که په هجرت کې هم مساوي وئ، زیات عمره دې امامت وکړي. هېڅوک دې د بل چا په کور او سلطنت کې امامت نه کوي او د کور د څښتن له اجازې پرته، د هغه په ځانګړي کور کې کښېناستل جایز نه دي.»

نو د لنډمهاله امیر په ټاکلو کې تبني شوې چاره زیات عمره ته ورکول کیږي، چې په ټولو کې ترجیح د عمر پر اساس ده.

ستاسو ورور عطاء‌‌ بن خلیل ابو رشته

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې