شنبه, ۰۷ ذیحجه ۱۴۳۹هـ| ۲۰۱۸/۰۸/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
تفکر، تدبر او تذکر؛ د اسلامي امت د ورک شوي حکمت يوه برخه
بسم الله الرحمن الرحيم
تفکر، تدبر او تذکر؛ د اسلامي امت د ورک شوي حکمت يوه برخه

یوه ورځ یوه عرب خپل اوښ ورک کړی و. د عربو جزیرې په ګرمه دښته او صحرا کې یې سرګردانه یوې بلې خوا ته منډې وهلې او خپل اوښ يې لټاوه. یوه لاروي ترې وپوښتل: په څه پسې سرګردانه یې؟ ده وویل: اوښ مې ورک کړی. لاروي وپوښتل: اوښ دې په یوه سترګه اعور (ړوند) نه و؟ ویې ويل: هو، ړوند و! بیا یې وپوښتل: په یوه پښه اعرج (ګوډ) نه و؟ ويې ویل: هو ګوډ و. لاروي درېيم ځل وپوښتل: ایا اوښ دې ابتر (لکۍ غوڅی) نه و؟ ویې ویل: هو لکۍ غوڅی و؟

د اوښ خاوند ولاړ، له دغه سړي يې شکایت وکړ او ادعا یې وکړه، چې اوښ یې همدغه لاروي غلا کړی. کله چې محکمه دایره شوه او قاضي له مدعي وغوښتل، چې خپله ادعا وړاندي کړي، د اوښ خاوند هغه شواهد چې له لاروي یې اقرار اخیستی و، قاضي ته وړاندې کړل. تورن د اوښ د غلا له توره انکار وکړ او ويې ويل: والله چې ما ستا اوښ نه دی غلا کړی. نوموړي هغه شواهد چې د اوښ خاوند ته یې وړاندې کړي وو، په لاندې ډول یو په بل پسې تشریح کړل:

کله مې چې په لاره ولیدل چې اوښ د لارې له یوه طرفه خوړلي او بل لور ته يې هېڅ پام نه دی کړی، دې پایلې ته ورسېدم، چې دا اوښ چې له دغه مسیره تېر شوی، په یوه سترګه ړوند دی. کله مې چې ولیدل، چې د دغه اوښ پچې په لاره کې ګډوډې او تیت وپرک دي، نتیجه مې واخیسته چې اوښ لکۍ غوڅی دی او کله مې چې ولیدل، چې د اوښ د پښې پله د لارې په یوه خوا کې پر ځمکه فشار راوړی او په بله خوا کې يې مازې له ځمکې سره تماس پيدا کړی، درک مې کړه چې دغه اوښ ګوډ هم دی.

په هغه خاوره کې چې ټاکل شوې وه، د بشریت په تاریخ کې وروستی ځل وحی نازله شي او الهي رسالت هم د قیامت تر ورځې هلته پای ته ورسېږي، د هغې خاورې اوسېدونکو ځینې خاصې ځانګړنې درلودې، چې دوی یې د هغه مهال له نورو قومونو بېلول. دغو ځانګړنو د یوه رهبر امت د روزنې لپاره خورا اهمیت درلود او الله متعال د خپلې قضا پر اساس دا ډول قوم د دغسې ستر مسوولیت لپاره انتخاب کړی و. د دوی یوه ځانګړنه قَصاص (کيسه جوړول يا روايت کول) دي. عربانو په دښته، صحرا، غره او بیابان کې شپونتوب، تجارت او ژوند کاوه، په هر ډګر کې يې په همدغه چاپېریال پورې تړلو مسایلو کې بېلابېل متخصصین درلودل، چې په هغو مواردو کې يې یوازې تعقل او تفکر ته مخه کوله او دومره تخصص یې درلود، چې په واقعیت کې له څېړنې وروسته یې نظر حق ته رسېده.

د اثارو څارنه او همدارنګه د پلونو (قدمونو) او د لارې د نښو تعقیب هغه دلایل وو، چې په بېلابېلو برخو او د اړتیا پر مهال یې ترې استنباط کاوه، تر دې چې د یوې ښځې او نارینه، د بېلابېلو حیواناتو د تګ نښې او پلونه یې یو له بله توپيرول. 

د همدغه تاریخي واقعیت پر اساس الله سبحانه وتعالی هم د عربو خلکو ته په هغه وخت کې په وحی کې د خپل پيغام یوه ستره برخه د تېرو قومونو په اړه په مختلفو کيسو کې ځانګړې کړې ده، تر څو په دغو کیسو کې تفکر، تدبر او تذکر وکړي. دغو کيسو د اصحابو کرامو رضوان الله علیهم اجمعین د تفکر، تدبر او تذکر مهارتونه دومره پراخ او پياوړي کړل، چې وتوانېدل د الهي پيغام دقیقې موخې په عقلي او شرعي توګه درک کړي، تدبر پکې وکړي او د اړتیا پر مهال، یو بل ته پرې تذکر وکړي.

الله سبحانه وتعالی د بشریت د ستر لارښود رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله دا درې ځانګړنې د اسلامي امت خورا غوره دورې (اصحاب کرامو رضی الله عنهم اجمعین) ته ورزده کړې، بیا دوی تابعينو او هغوی تبع تابعينو ته وروښودې، تر دې چې د امت چارواکي او رعیت هم له دغو حکمتونو برخمن شول. مګر موږ اوس په داسې وخت کې ژوند کوو، چې اسلامي امت له سخت انحطاط او وروسته پاتې والي سره مخ دی او د بیدارۍ درې واړه ځانګړنې (تفکر، تدبر او تذکر) یې د ژوند په زیاترو ډګرونو کې له لاسه ورکړي دي؛ حال دا چې دا درې ځانګړنې مستقیمې د امت له دنیوي او اخروي برخلیک سره کلک تړاو لري. ځکه انسان د چارو د غوره سرپرستۍ په موخه د تفکر له لارې دقیق فهم ته رسیږي، د تدبر له لارې د چارو د پایلو غوره ارزونه کوي او د ځان او نورو د انحرافاتو د سمولو په موخه له تذکره کار اخلي.

که څه هم تفکر، تدبر او تذکر له هغو بنسټيزو مفاهېمو څخه دي، چې د بشریت د ژوند په ټولو ډګرونو کې فوق العاده د کارونې ځای لري؛ مګر زه په دې مقاله کې یوازې په فکري-سياسي ډګر کې د دغو درېیو مفاهېمو په ځانګړنو او خپلمنځي اړيکو بحث کوم. د اسلامي فکر له ليدلوري د دغو مفاهېمو روښانتیا او په فکري-سیاسي ډګر کې د هغو بيا راژوندي کول، انسان د ژوند په نورو ډګرونو کې هم راويښولی شي. حال دا چې اوسني اسلامي امت دغه درې واړه مفاهيم؛ تفکر، تدبر او تذکر تر ډېره له لاسه ورکړي. نو له هرڅه مخکې لومړی دا درې واړه اصطلاح ګانې د اسلامي ثقافت له لیدلوري تعریفوو:

تفکر: د تفکیر مطلق تعریف ته په پام؛ هغې پروسې ته ويل کيږي چې انسان د مخکینیو معلوماتو په رڼا کې محسوس واقعیت د پنځه ګونو حواسو په وسیله احساسوي او د سالم دماغ په وسیله یې درک، تجزیه او تحلیلوي. په همدغه ترتیب انسان د ژوند په هر ډګر کې د دلایلو، نښو او د يوې پېښې د واقعیت پر اساس د مخکینیو معلوماتو په رڼا کې، چې کله له وحی او کله هم له بشري تجربې سرچینه اخلي، تفکر کولی شي او هر څومره چې واقعیت کره او هر اړخیز مطالعه کړي، له خپلو مخکينيو معلوماتو سره یې دقیق تړاو تامین کړی شي؛ سم تفکر به ترسره کړي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی په هغو کيسو کې، چې په قرآن کې يې د انسان د تفکر لپاره راوړې، داسې فرمايي:

﴿وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ﴾ [اعراف: ١٧٥]

دوی ته د هغه چا کیسه ولوله، چې خپل آيتونه مو ور زده کړل؛ خو ده مخ ترې واړاوه، شیطان ورپسې شو او ګمراه شو.

﴿وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَٰكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ ۚ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ۚ ذَّٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۚ فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ﴾ [اعراف: ١٧٦]

 که مو غوښتی، د هغه مقام مو په دغو آیتونو (علومو او پوهو) لوړاوه؛ (خو اجبار زموږ د سنتو خلاف دی، نو هغه مو په خپل حال پرېښود) او ده ټيټوالی غوره کړ او د نفس د هوا پيروي يې وکړه! د ده مثال د هغه سپي دی، چې که حمله ورباندې وکړې، خوله خلاصوي، ژبه راباسي او ګړندی تنفس کوي که په خپل حال یې پرېږدې، بیا هم همدا کار کوي (ته وا داسې د دنیا پرستۍ تږی دی، چې هېڅکله نه مړېږي). دا د هغه قوم مثال دی، چې زموږ آیتونه یې دورغ وګڼل. دا کیسه (دوی) ته واوروه. ښايي فکر وکړي (او بیدار شي)!

په بل آیت شريف کې بيا داسې فرمايي:

﴿لَوْ أَنزَلْنَا هَٰذَا الْقُرْآنَ عَلَىٰ جَبَلٍ لَّرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ﴾

 [حشر: ٢١]

که موږ دا قرآن پر غره نازل کړی وی، غر به دې د الله له وېرې خاشع او ټوټې ټوټې لیدلی وای! موږ خلکو ته داسې مثالونه بیانوو، ښايي دوی تفکر وکړي.

تدبر: کله چې الله سبحانه وتعالی له انسانه غواړي چې د یوې چارې او پېښې د پايلې، عاقبت او د یوه شخص یا یوه قوم د برخلیک په اړه فکر وکړي، انسان ته وايي، چې په همغه چاره کې تدبر وکړي. یعنې تدبر قلبي (دماغي) ژور نظر دی، چې د یوې چارې د عاقبت، پايلې او برخليک په اړه تر سره کېږي او حتمي او احتمالي پایلې يې ارزوي. مثلاً د عاد، ثمود، فرعون او... قومونو برخليک، پايله او عاقبت، چې په قرآن کې په تفصیل راوړل شوی دی. نو الله متعال د قرآني کيسو او په هغو کې د شته مفاهېمو او دغه راز په آیتونو کې د تدبر په اړه فرمايي:

﴿أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا﴾ [محمد: ٢٤]

ایا د قرآن په اړه تدبر نه کوي (او مطالب یې نه څېړي او غور نه ورباندې کوي) که یې پر زړونو قلفونه اچولي؟

﴿أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا﴾ [نساء: ٨٢]

ایا د قرآن په اړه تدبر نه کوي!؟ که هغه غیر د الله له لوري وای، زیات اختلاف یې پکې پيدا کاوه.

تذکر: د انسان یو فطري خاصیت، چې حتی نوم یې (انسان) سرچینه ترې اخیستې، هېرونه او نسیان دی. نو کله چې انسان د یوې موضوع او پېښې په اړه معلومات او مسایل اخلي، د وخت په تېرېدو يې بېرته هېروي. په داسې حالت کې لازمه ده، چې د مخکینيو معلوماتو او مسایلو په اړه چې اخیستي یې وو، تذکر ورکړل شي او بیا-بیا ورپه یاد کړل شي. په دې اړه هم الله سبحانه وتعالی داسې لارښوونه کوي:

﴿وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ﴾ [ابراهيم: ٢٥]

الله سبحانه وتعالی خلکو ته مثالونه راوړي، ښايي هغوی پرې متذکر (ورپه یاد) شي (او پند واخلي)!

یا هم د الله سبحانه وتعالی دا قول:

﴿كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ﴾ [ص: ٢٩]

ژباړه: دا یو برکتناک کتاب دی، چې پر تا مو نازل کړی، تر څو یې په آيتونو کې تدبر وکړي او عاقلان پرې  متذکر شي!

الله سبحانه وتعالی په قرآن کې د پرلپسې او متداومې بیدارۍ لپاره، انسان ته پر تفکر، تدبر و تذکر امر کوي او د دغو درېيو مواردو د عملي کېدو لپاره له مختلفو کیسو او مثالونو ګټه اخلي. په قرآن کې د کیسې معنی د یوه شخص یا ډلې او یا یوه قوم د نښو، اثارو او خبرونو تعقیب او ځانګړی تسلسل دی. لکه څنګه چې یوه پېښه د یوه لنډ خبر په وسیله انتقالېدی شي؛ خو د یوه شخص، ډلې او یا یوه قوم په اړه د پرلپسې پېښو روایت یا انتقال ته کیسه یا اوږد خبر (رپوټ) ویلی شو. د کیسې د دغه تعریف د تصدیق لپاره د الله سبحانه وتعالی دا آيتونه راوړلی شو:

﴿قَالَ ذَٰلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ فَارْتَدَّا عَلَىٰ آثَارِهِمَا قَصَصًا﴾ [كهف: ٦٤]

(موسی) وویل: «هغه هماغه وو، چې موږ غوښتل!» وروسته په همغه لار چې راغلي وو، ولاړل. يعنې؛ په داسې حال کې چې پرلپسې پخوانۍ نښې يې تعقيبولې.

﴿وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ فَبَصُرَتْ بِهِ عَن جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ﴾ [قصص: ١١]

(د موسی مور) یې خور ته وویل: «ورپسې ورشه، پرلپسې يې تعقيب او حالت یې معلوم کړههغې هم له لرې په داسې حال کې ولیدل، چې هغوی خبر نه وو.

﴿إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ وَمَا مِنْ إِلَٰهٍ إِلَّا اللَّهُ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ﴾ [آل‌عمران: ٦٢]

دا د (مسیح) حق کیسه ده (او د هغه د الوهیت یا د الله د زويوالي ادعاوې يې بې اساسه دي). له یوه الله متعال پرته بل هېڅ معبود نشته او الله برلاسی او حکیم دی.

﴿وَكُلًّا نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَاءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ وَجَاءَكَ فِي هَٰذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ﴾
[هود: ١٢٠]

موږ د هر یوه پيغمبر کیسه درته وکړه، تر څو یې په وسیله خپل زړه ارام کړې او اراده دې قوي شي. په دغو (خبرونو او کیسو) کې ستا او مومنانو لپاره موعظه او تذکر راغلی دی.

خو نن اسلامي امت نه یوازې له هغو کیسو چې قرآن موږ ته بیان کړې پند نه اخلي، بلکې خپله د قرآن د کیسو واقعي مصداق ګرځېدلی. د قرآن اصلي پيغام، چې اسلامي امت باید د تفکر، تدبر او تذکر له لارې تل بیدار وساتي، اوس برعکس امت قرآن يوازې تلاوت کوي او د حسن قرائت مسابقې جوړوي، خو د قرآني آيتونو په اړه د تفکر، تدبر او تذکر هېڅ نښې نشته، بلکې اکثراً د انحطاط په اوږده او ژور خوب ویده دی.

الله سبحانه وتعالی په دنیا او اخرت کې د بشریت خورا غوره امت ته د بري راز؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله ور زده کړ. خو د وخت په تېرېدو او په امت کې د ټوليز او هراړخيز تفکر، تدبر او تذکر د ضُعف له امله د امت تاریخي حافظه سپینه شوه او مسلمانان سلګونه ځله د هماغه دښمن په عين تکراري دامونو کې ولوېدل او ونه توانېدل چې د خپلو ماتو عوامل تشخیص کړي او په هغه کې د لوېدو د مخنیوي لپاره دویم ځل عبرت واخلي.

لازمه ده چې په دې اړه ځينې هغه قطعي چارې یادې کړو، چې قرآن موږ ته د اسلامي امت په توګه بیان کړې دي او د ایمان غوښتنه هم دا ده، چې باید هغه موارد چې قرآن یې موږ ته وايي، له هر ډول شک او تردید پرته د هغو منلو او عملي کولو ته تسلیم شو. دلته له دلایلو پرته د ځينو یادونه کوو:

  • کفار؛ د هر دین، ملت او طايفې چې وي، له اسلام او مسلمانانو سره دايمي او يا بالفعل دښمنان دي؛
  • هر کله چې کفار قدرت تر لاسه کړي، د مسلمانانو پر وړاندې مبارزه کوي او ورباندې تېری کوي؛
  • له کفارو د بېزارۍ وجوب، له دوی سره د همکارۍ حرمت، له دوی څخه د مرستې غوښتنې حرمت او د دوی تر بیرغ لاندې د تګ حرمت؛
  • پر هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي، د حکومت کولو وجوب؛
  • پر څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اقرار، عمل او امر کړی، هغه الهي وحی ده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اجتهاد نه ګڼل کېږي، مثلاً: د خلافت د تاسیس وجوب او د یوه خلیفه تر سیوري لاندې د مسلمانانو يووالی او پر یوه وخت د مسلمانانو د خلفاوو د تعدد حرمت؛
  • له کفري دولتونو سره د جګړې وجوب، تر څو د اسلامي حکومت تر ولکې لاندې راشي او دا یوازې د دولتونو په اړه ده، نه د وګړو په اړه، ځکه وګړي د دین په بدلولو نه مجبورېږي؛ خو واجبه ده، چې کفري نظامونه له منځه یووړل شي؛

په همدې ترتیب ډېر نور مسایل هم شته، چې عمل ورباندې واجب شوی دی؛ خو په امت کې وینو، چې مسلمانان له دغو مسایلو سره داسې چلند کوي، لکه چې هېر کړي یې وي او یا هم هېرولو ته اړ شوي وي.

په داسې حال کې چې امت د دا ډول وضعیت د عواملو د درک او حل لارو د استنباط لپاره تفکر، تدبر او تذکر ته سخته او جدي اړتیا لري. خو دا درې مفاهيم؛ تفکر، تدبر او تذکر خپله په امت کې نه راژوندي کېږي، بلکې درې واړه د يوه ډله خلکو په وسیله، چې خپله تفکر، تدبر او تذکر ولري، د یوه سیاسي حزب د فکري او سياسي مبارزې له لارې په امت کې بیا راژوندي کولی شو او ورپسې د اسلامي دولت په تاسیس دغې ويښوونکې پروسې ته ادامه ورکولی شو، تر څو د بشریت خورا غوره امت بېرته خپل اصلي مقام ته ورستون کړو.

خو که حقیقت په دقت او ژوره توګه مطالعه کړو، وینو چې مسلمانانو دا موارد بشپړ نه دي هېر کړي، بلکې ناوړه علماوو، سحرګرو او مکارو مطبوعاتو خلک بې لارۍ ته ټېل وهلي. هغوی د خپلو ويناوو او خپرونو له لارې د مسلمانانو د عقلونو پر ځای د هغوی احساسات او غرايز مخاطب ګرځولي او په موقتي ډول يې له هغوی څخه د تفکر، تدبر او تذکر وړتيا سلب کړې ده. مسلمانان له کفارو سره دښمني او د اسلام پر اساس حکومت کول درک کوي؛ خو شیطاني علما او مکارې او جادوګرې رسنۍ حقایق بدلوي او په خلکو کې افکار او مسایل داسې تبلیغ او ترویجوي، لکه څنګه چې خپله غواړي، یعنې هماغه څه چې کفار غواړي مسلمانان يې هېر کړي، هغه قصداً له خلکو هېروي او هغه موارد چې غواړي د مسلمانانو په یاد وي، هغه د خلکو په حافظو کې ساتي. په داسې حال کې چې د عامه افکارو دا ډول مدیریت ډېر سخت کار دی، خو ناوړه علما او باطلې رسنۍ د خپلو بادارانو غوښتنې د حق او حقيقت په جعلي جامه کې پوښي او عام وګړي په داسې حال کې په باطل پسې روانوي، چې ګومان وکړي چې په حق پسې روان دي.

د دغه ستونزمن او دردوونکي حالت دقیق علاج او حل لاره د امت په اوسني واقعیت کې د تفکر ادامه او له اسلامي سرچينو سره د هغو د دقیق او کره اړيکې موندل دي، تر څو د دغه حالت اصلي عوامل په دقت تشخیص او حل لارې یې په پوره دقت استنباط شي. همدارنګه د فکري او سياسي حقایقو د موندلو دوام او د منافقینو او مجرمینو افشا کول دي، تر څو امت د دغه حالت حتمي او احتمالي عواقب احساس یا تصور کړي. که څه هم د باطل اهل په پټه هڅه وکړي، بیا هم په پټه د باطل تحکیم او ترویج ته دوام نه شي ورکولی. په پایله کې ژر یا وروسته افشا کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې که د باطل اهل موقتاً باطل ته د حق جامه ورواغوندي؛ مګر بيا هم د باطل چټل بوی نه شي پټولی؛ ځکه هر لور ته د حرکت په صورت کې د هماغه امراضو د سرایت سبب کېږي. که خلک هر څومره ساده هم وي، بیا هم هره خطا او ناورين چې له باطله سرچينه اخلي، بشپړ احساسوي. د دې کړنلارې ادامه په امت کې تفکر پياوړی او د امت په چارو کې د سیاست او سرپرستۍ په ډګر کې تدبر په ورځنۍ، عملي او واقعي چاره بدلوي او خلکو ته جرات ورکوي، تر څو د اسلام پر اساس يو او بل ته تذکر وکړي او یو بل سم او متعادل حالت ته برابر کړي.

هو! حقې حل لارې ته د دعوت په ډګر کې د تفکر دوام، د امت د مصالحو په خوندي کولو کې تدبر یا د پايلو، عاقبت او برخليک په اړه غور کول او دوی ته د حقایقو افشا کول او ورسره يو ځای د اسلام د عظمت بیانول او د هغه د حل لارو د حقیقت لپاره تذکر، امت يو ځل بیا د تفکر، تدبر او تذکر څښتن کوي، کوم چې اوسمهال يې د امت د ورک شوي حکمت يوه برخه ګڼلای شو. د دې چارې راژوندي کول پر موږ باندې ستونزې او سختۍ لازموي.

څوک باید فکر ونه کړي، چې په داسې مسیر حرکت ته به د رنګارنګ ګلونو په وسیله هرکلی وشي، بلکې د دغه مسیر لاروي باید د لارې سختۍ، تندې، لوږې او له اغزیو سره د پښو لګېدو ته چمتو وي او لاره باید په پوره صبر او استقامت سره ووهي. یوازې صبر، استقامت، تداوم او استمرار په دغه لاره کې د الله سبحانه وتعالی نصرت تضمینولی شي. نو له همدې امله باید حق بیان شي او د ظالمانو له لوري پر ستونزو لکه تکذیب، تمسخر، استهزاء او د خلکو ځورونه باید بشپړه وزغمل شي. کله چې د فکري او سياسي مبارزې په ډګر کې دا ډول صبر او استقامت وشي، په ټولنه کې د باطل د تصدیق لپاره ډېرې کمې شېبې پاتې کېږي او ډېر ژر د هر باطل حقيقت افشا کېږي او بالآخره خلک حق ته رجوع کوي. ځکه د خلکو اساسي مصلحت د دوی د فطرت پر اساس له حق سره دی او خلک هم په خپلو مصلحتونو پسې ځي، چې له موږ سره له یو ځای کېدو پرته بله هېڅ چاره نه لري، که څه هم مسیر یې اوږد هم شي او دا هغه څه دي چې د عمر، خالد، ابوسفيان، عکرمه او ... رضی الله عنهم په ژوند کې تر ټولو ښه تمثيل شوي دي.

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې