چهارشنبه, ۲۵ ربیع الاول ۱۴۳۹هـ| ۲۰۱۷/۱۲/۱۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ټېلرسون له سفره موخه د قدرت غوښتنې ستراتېژي ده!
بسم الله الرحمن الرحيم
د ټېلرسون له سفره موخه د قدرت غوښتنې ستراتېژي ده!

(ژباړه)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسون څو اسیایي او عربي هېوادونو ته خپل هدفمندانه سفر اعلان کړ، چې له دغو سفرونو څخه د ټرامپ د ادارې بهرنی سیاست، چې د دغو هېوادونو لپاره یې پام کې لري، په ډاګه کېږي، چې په ښکاره توګه د امریکا لاسوهنه او پر دغو هېوادونو د امریکا د پلان تپل دي. په دغه سفر کې د ټېلرسون موقف او څرکندونې د هغه ښکاره ستراتېژي داسې په ډاګه کوي.

لومړی د خلیج له کړکېچ څخه داسې څرګندېږي، چې د نامعلوم وخت لپاره د امریکا موقف له ځان سره د سیمې بوختول دي، چې د هغو په وسیله له دغو هېوادونو څخه خپلې استفادې ته دوام ورکړي او د قطر د نفوذ تاثیر کم کړي او په خپلو داخلي چارو کې یې بوخت کړي، چې قطر ونشي کولی د انګلیس په مرسته د امریکا سیاستونه له ګواښ سره مخ کړي، په ځانګړي ډول په جنجالي سیمو لکه: لېبیا، د سوډان دارفود او نورې. د امریکا لپاره مهم کار دا دی، چې دغه ټول هېوادونه له اسلام سره په جګړه کې مرسته وکړي، نه د کړکېچ په حل کې. ټېلرسون د خپل سفر په پای کې وویل: «په خلیج کې زموږ ټول شریکان له ټرورېزم سره په مبازه کې خپلې نوې هڅې کوي.» ده ټینګار وکړ: « پر دې سربېره د دغو مرستو د معلوماتو شریک کول به د همغږۍ او همکارۍ حد ته ورسېږي.»

 دا په داسې حال کې ده، چې ټېلرسون له خپل سفره مخکې له امریکایي ورځپاڼې بلومبرګ سره په خبرو اترو کې د منځني ختیځ د کړکېچ حل اټکل کړی او دا مسولیت یې د څلورو محوري هېوادونو(سعودي، امارات، بحرین او مصر) پر غاړه ور اچولی او ویې ویل: «مسولیت د څلورو هېوادونو پر غاړه دی او په دې اړه قطر خبرو اترو ته چمتو دی.» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هدر نائورت وویل: «ټېلرسون هېوادونه خبرو اترو ته هڅوي.» او بیا یې وویل: « موږ دوی هغه کار ته نه اړ کوو، چې نه یې غواړي.»

کله چې ټېلرسون سعودي ته ورسېد، پر خپل پخواني موقف یې داسې ټينګار وکړ: «په ریاض کې له څو ناستو ورسته مو د خلیج د کړکېچ د حل لپاره له خبرو اترو پرته بل څه پیدا نه کړل او واشنګټن د خبرو اترو حل لاره پر هغه لوري، چې چمتو نه دی، نه تحمیلوي.» ان هغه ادعا وکړه، چې واشنګټن د کړکېچ د حل د تحمیل توان هم نه لري. د دې تر څنګ ټېلرسون پر مصالحې سربېره د دوو مهمو کارونو د تحقق لپاره هڅه کوي.

 لومړی: د داعش د جګړې له پای ته رسېدو ورسته د عراق د ویجاړیو د جوړولو په موخه د سعودی د پانګې ختمول،چې د عراق او سعودي تر منځ د یو سیاسي کمېسون له جوړولو وروسته به  د امریکا سیاست پلی کړي. ټېلرسون سعودي وهڅاوه، چې د عراق په ابادۍ کې برخه واخلي . هغه وویل: «عراقیان د یوه ارام او با ثباته اقتصاد غوښتونکي دي او غواړي د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خپل هېواد امکاناتو ته پراختیا ورکړي.» په دې اړه ټېلرسون په ریاض کې د ملک سلمان او د عراق د لومړي وزیر حیدر عبادي د لیدنو لړۍ سرپرستي کړه او درېیو واړو د عراق او سعودي د همغږۍ په لومړۍ ناسته کې ګدون وکړ او سعودي ته یې د همغږۍ د شورا له جوړېدو، عراق ته د خپلې جنوبي پولې له پرانیستو، د تجارتي مالونو د صادرولو او د تېلو او ګازو له لېږدلو وروسته ژمنه ورکړه.

دویم: له بلې خوا ټېلرسون له عراقي ملیشو څخه، چې له ایرانه مرستې تر لاسه کوي، وغوښتل، چې خپل هېواد ته راشي او پردي له خپلې خاورې وباسي، ترڅو خپل هېواد اباد کړي او له دې لارې غواړي د ایران او سعودي په اړیکو کې تل ګډوډي وساتي، ترڅو د خلیج له لارې د امریکا ګټې خوندي شي او ایران د خلیج هېوادونو لپاره یو ګواښ جوړ کړي، چې د اروپایانو لپاره د فشار یوه اله وي، چې له اېرانه ګټه وا نخلي. لکه څنګه چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي: «د بریدونو په پيل او د ایران د هستوي هوکړې په نقض سره، ټېلرسون اورپایان د ایراني سرچينو له کارونې څخه وېرولي دي.»

سره له دې چې ټېلرسون له هغو ملېشو غوښتي، چې له ایرانه مرسته تر لاسه کوي، چې خپلو کورونو ته راستانه شي؛ بلکې د ایران پر ضد یې هڅولي، خو ټېلرسون په سیمه کې د ایران پر محوري رول داسې اعتراف وکړ: «موږ باید د ایران په اړه واقع بین واوسو، ځکه ایران له عراق سره پراخې پولې لري او د دوی اړیکې تېرو پېړیو ته رسېږي. موږ به هېڅکله د ایران او اعراق ټولې اړیکې پرې نه کړو. هغه هېواد په عراق کې اقتصادي، تجارتي او نورې اړیکې لري، چې باید دوام پیدا کړي.» د امریکا موقف له عراق سره د ایران د همکاریو په اړه دا دی، چې ایران په سیمه کې د امریکا د ستراتېژيکو ګټو لپاره کار وکړي او د هغه متناقضې څرګندونې د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي.

د کردستان د ستونزې په اړه ټېلرسون خپلې ښکاره هیلې بیان کړې: « امریکا متحده ایالات د بغداد او اربیل تر منځ مرستو ته چمتو دي، چې له سوله‌ییزو لارو د یوه فدرال دېموکراتیک دولت د جوړولو لپاره همکاري وکړي. له دواړو لورو، عراقي ځواکونو او ځانمرګو څخه غواړم، چې جګړه پرېږدي او له لومړي وزیر حیدر عبادي څخه غواړم، چې اربېل د عراق د اساسي قانون پر محور خبرو اترو ته را وبولي.» د هغه موخه د عراق د فدرال دولت جوړول دي، چې امریکا تاسیس کړی دی.

په افغانستان کې یې له ولسمشر اشرف غني او اجرایه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د ټرامپ حکومت به له نظامي ملاټړ او پر طالبانو باندې له بریدونو لاس وانخلي. امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شي او د خپلو مزدورانو له مرستې به لاس په سر نه شي. هغه په دې اړه وویل: «ښکاره ده چې زموږ موقف له طالبانو سره د جګړې پر دوام او د نورو پر ضد دی، ترڅو وپوهېږي، چې دوی به هېڅکله له نظامي اړخه بریالي نه شی.»

ټېلرسون په پاکستان کې له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره ولیدل او په اسلام اباد کې یې د امریکا د سفارت په اړه په  بیانیه کې وویل: «زموږ د بهرنیو چارو وزیر بیا ځلې د ولسمشر ټرامپ پیغام وړاندې کړ، چې پاکستان دې له هغه ټرورېزم سره په مبارزه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړې، چې په ځمکه کې فساد کوي.»

د ټېلرسون له سفره په ډاګه کېږي، چې هغه پر اسلامي خاور د امرونو تر سره کول، فشارونه او تورونه زیات کړي دي او د دغو خاورو حکام یې یوازې داسې مزدوران وبلل، چې د دندې د سرته رسولو مسئولیت لري او له غیر اسلامي هېوادونو سره یې د ستراتېژیک شریک په څېر چلند وکړ، چې له دې ډلې یې د پاکستان کلک دښمن هند، خپل ستراتیژیک شریک وباله.

هغه په هند کې له مشرانو او مسئولینو سره لیدنې وکړې. د اسیا د جنوب په اړه یې خپل پلان بیان کړ او هغوی ته یې وویل، چې هند به د چین پر وړاندې محوري رول ولوبوي او له هند سره یې د امریکا پر ژورو همکاریو ټنګار وکړ او هغه یې په اسیا کې د چين د ورځ تر بلې زیاتېدونکي نفوذ په مهارولو کې خپل اصلي شریک وباله.

لیکوال: احمد خطواني

ژباړن: بشارت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې