سه شنبه, ۰۴ شوال ۱۴۳۹هـ| ۲۰۱۸/۰۶/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
۳. رمضان میاشت د فتوحاتو  او بریالیتوبونو میاشت ده
بسم الله الرحمن الرحيم
۳. رمضان میاشت د فتوحاتو او بریالیتوبونو میاشت ده

۱. د مکې فتحه

د هجرت په اتم کال د رمضان میاشتې په لسمه

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين،والصلاة والسلام علىأشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين.

ژباړه: د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژه نیونکو بندګانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي او هم له نبیانو او رسولانو څخه پر هغه غوره نبي او رسول الله سلام او درود چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی همداراز د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي او همدارنګه پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت سره یې سمه لاره موندلې او د قیامت تر ورځې پورې یې د هغه په بلنه سره دعوت کړی وي.

اما بعد:  

د ایمان وروڼو!

د خزاعه او بني بکر قبیلې په جاهلیت کې په خپل منځ کې تل دښمني لرله، کله چې د رسول الله ﷺ او قریشو ترمنځ د حدیبیې تړون وشو، نو خزاعه له رسول الله ﷺ سره یو ځای شول او بنو بکر له قریشو سره په تړون کې داخل شول. 

یوه ورځ د بني بکر یو شخص د یوه خزاعي په مخ کې رسول الله ﷺ په بدو صفتونو سره یاد کړ، خزاعي دغه کس وواهه، چې په دې سره پټه کینه بیا راوپارېده او بنو بکر ته پخوانی بدل ورپه یاد شو، نو له خزاعي سره یې غدر او خیانت وکړ. په دغه وخت کې قریشو هغه ته په پټه سړي او وسلې ورکړې، خو د حدیبیې تړون یې له یاده ایستلی و.    

هو د ایمان وروڼو! قریشو د حدیبیې د سولې تړون د خزاعه پر ضد د بني بکر د قبیلې په راپارولو سره چې هغوی ته یې سړي او وسله ورکړل مات کړ، هغه داسې وو چې «نوفل بن معاویة الدیلي» د بني بکر له یوې ډلې سره چې له هغوی سره د قریشو «صفوان بن اميه» او «عكرمة بن أبي جهل» او «مكرز بن حفص» خلک وو ووت. خزاعه چې د مکې په لاندې برخه کې اوبه لرلې او د «لوتیر» په نامه یادېدلې، ورته راورسېدل او پر هغوی يې په نیمه شپه کې حمله وکړه، د زخمي او وژل کېدو په حالت کې هغوی وتښتېدل او د بیت الحرام پولو ته یې ځانونه ورسول، تر د ژغورنې لاره پیدا کړي او نارې یې ووهلې: نوفله! موږ ستا د خدای حرم ته داخل شو، ستا د خدای. خو نوفل د هغوی له جنګ څخه لاس وانخیست او ویې ویل: نن ورځ خدای نه لري او بني بکر ته یې بلنه ورکړه چې له بني خزاعه څخه خپل بدل واخلي.

کله چې خزاعه ولیدل چې د الله سبحانه وتعالی دښمنان حتی د الله متعال د کور په حرمت باک نه راوړي، نو د هغوی د مشر «بديل بن ورقاء الخزاعي» او رافع چې د هغوی مولی و، کورونو ته یې مخه کړه، نو قریشو خپلو حلیفانو ته د جنګ درولو امر وکړ. سهار عمرو بن سالم الخزاعي مدینې ته ولاړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی، چې په مسجد کې د خلکو په منځ کې ناست و، ترڅو له هغه څه یې خبر کړي چې ورسره شوي وو او د تړون د ماتوونکو پر وړاندې ملاتړ ترې وغواړي. په لاندې شعرونو کې يې داسې وویل:

يَـا رَبِّ إنِّي نَاشِـدٌ محمَّـدا

حِلفَ أبينَـا وأبيـهِ الأتلَـدَا

قد كُنتُم وَلَـداً وكنَّا وَالـدا

ثمَّتَ أسلمنَا فلَـم نَنـزِع يَدَا

فانصُرْ هَدَاكَ اللهُ نَصـراً أعتَدَا

وَادعُ عِبَـادَ اللهِ يأتُـوا مَدَدا

فيهمْ رَسُولُ اللهِ  قَـد تجرَّدا

إنْ سِيمَ خَسفاً وَجهُهُ تَربَّـدَا

في فيلقٍ كالبحرِ يجري مُزبِدَا

إنَّ قريشاً أخلفُـوكَ المَوعِـدَا

ونَقَضُـوا مِيثاقَكَ  المؤكَّـدَا

وجَعلُـوا في كِـدَاءٍ رُصَّـدَا

وزَعَمُوا أنْ لَستُ أدعُو  أحَدَا

وَهُـم أذلُّ وأقَــلُّ عَـدَدا

هُم بَيَّتُونـا بالوتيـرِ هُجَّـدَا

وقتَّلُـونَا رُكَّعــاً وسُجَّـداً

فانصُرْ هَدَاكَ اللهُ نَصراً  أيِّـدا

اې ربه! زه محمد ته زموږ د پلار او د هغه د پلار تړون ورپه یادوم. ته زموږ پلار وې او موږ ستا زامن وو، کله یې چې اسلام راووړ مخالفت مو نه دی کړی. الله دې هدایت درته وکړي، مرسته وکړه، د الله بندګانو ته بلنه ورکړه چې ډلې ډلې درته راشي. هغوی چې د سمندر د څپو په څېر دي، رسول الله ﷺ ته ځانګړي دي. د لمر په څېر ښکاره دي که مخ یې خسوف هم ونیسي. قریشو خپل تړون او ستا باوري وعده ماته کړې ده. قریشو له تاسره کړې وعده او ستا تړون یو ځلي مات کړ. هغوی سهار پر موږ حمله وکړه او د رکوع او سجدې په حالت کې يې ووژلو او ګومان یې وکړ چې ته به هېڅ نه ورته وايې، ځکه تاسو ذلیل او کم خلک بولي. له موږ سره مرسته وکړه، الله دې هدایت درته وکړي.

رسول الله ﷺ پورته شو، څادر یې پسې کښېده، ویې ویل: مرسته درسره وشوه، اې عمرو بن سالم! والله هغه څه چې له ځانه یې منع کوم له تا به یې هم منعه کړم. نو په دې وخت کې قریشو درک کړه چې هغوی د حدیبې د سولې تړون د خزاعه پر وړاندې اقدام سره مات کړ. نو خپله غلطي یې درک کړه او خپل مشر ابوسفیان یې رسول الله ﷺ ته واستاوه، ترڅو د تړون موده تمدید کړي.

کله چې ابوسفیان مدینې منورې ته ورسید، نو د خپلې لور ام حبیبې کور ته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن وه، ننوت او ویې غوښتل چې په فرش کیني، لور یې فرش ترې ټول کړ. ده ورته وویل: لورې! زه نه پوهېږم چې ته په دې سره ما له کوره منعه کوې او که نه غواړې په دغه فرش کینم. لور یې وویل: بلکې دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم فرش دی او ته پلیت مشرک یې. ابوسفیان وویل: والله له ما وروسته شر درته رسیدلی دی. په غوسې سره ووت. له رسول الله ﷺ سره یې خبرې وکړې، خو په مناسب ځواب سره بریالی نه شو. نو له ابوبکر، عمر، علي او فاطمې رضی الله عنهم څخه یې د واسطه کېدو غوښتنه وکړه. ټولو انکار وکړ. حضرت علي رضی الله عنه ته راغی ترڅو هغه یوه مناسبه لاره ورته وښيي او دا پس له هغه وو چې پر مخ یې ټولې کړکۍ بندې شوې. نو ورته ویې ویل چې په کومه راغلی یې بېرته په هغه لاړ شه. ابوسفیان په خپل ناکام ماموریت سره بېرته وګرځېد. په دغه وخت کې قریش باوري شول چې جنګ به خامخا کېږي او د حدیبیې د سولې تړون یوازې د پاڼې پر مخ رنګ پاتې شو، ځکه دوی د رسول الله ﷺ پر عزم، ځواک او قدرت خبر وو او د هغه صدق، اخلاص او رښتینولي یې له همغه تړونه هم درک کړي وو.

د ایمان وروڼو!

رسول الله ﷺ په دې نظر شو، چې د قریشو د تړون ماتولو په بدل کې غبرګون د مکې فتحه ده. اصحابو ته یې د جنګ په تیاري امر وکړ او د مدینې له شاوخوا عربو څخه یې هم نفر راوغوښتل او هېچاته یې ولو که هغوی ورته نږدې خلک هم وو، د جنګ لوری ونه ښود. کله چې چمتوالی پوره شو او د حرکت وخت راغی، خپلو نږدې خلکو ته یې د مکې پر فتحې ټینګار وکړ، ترې ویې غوښتل چې خپل خلک د څارنې لپاره وټاکي، قریش د مسلمانانو له مسیر څخه خبر نه شي، ناڅاپي ورشي، هغوی بې له جنګه تسلیم شي او د هغه آرزو چې مکې ته له وینې تویېدو پرته ننوځي، پوره شي. په دې سره به یې د مکې د سپيڅلتیا حرمت په پام کې نیولی وي.

مسلمانانو د رسول الله ﷺ دغه امر ته غاړه کېښوده او په مکه کې يې د راتلونکې لیدنې د ځواکونو په تیاري پيل وکړ او هغوی پوهېدل چې د مکې له اهل سره د جدي او برخلیک ټاکونکې جګړې وخت رانږدې شوی. چمتوالي ونیول شو او د مسلمانانو پوځ له لسګونو زرو پوځیانو سره حرکت وکړ، رسول الله ﷺ چې کله له مدینې حرکت وکړ د رمضان میاشتې لس ورځې تېرې شوې وې او د هجرت اتم کال و او په داسې ځواک او تیاري سره یې د مکې پر خوا حرکت وکړ، چې عربي ټاپوزمې یې وړاندې هېڅ ساری نه و لیدلی. خو ددغه پوځ له ډېروالي، ځواک او اهمیت سره سره د حرکت دلوري راز پاتې شو او هېچا یې په اړه معلومات نه درلودل.

د ایمان وروڼو!

اوس د مکې د فتحې په اړه همدومره بس دي او ان‌شاء الله په راتلونکو مقالو کې به یې په اړه نورې خبرې کوو. د رمضان په دغو مبارکو ورځو کې له الله سبحانه وتعالی څخه غوښتنه کوو، چې زموږ سترګې د خلافت دولت په تاسیس سره خوږې کړي او موږ خپل وفاداره او اخلاصمن پوځیان وګرځوي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو ځواکمن او ولي ذات دی.

والسلام عليكم و رحمت الله و بركاته

*  *  *

استاد محمد احمد النادي

Last modified onچهارشنبه, 30 می 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې