چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په افغانستان کې د کم عمرو ودونه که په امریکا کې د ماشومانو ځانپلورنه!
بسم الله الرحمن الرحيم
په افغانستان کې د کم عمرو ودونه که په امریکا کې د ماشومانو ځانپلورنه!

(ژباړه)

د افغانستان دولت هڅه کوي چې یو ځل بیا له افغان مېرمنو غلا شوې خوښۍ داسې ورکړي، لکه دوی یې چې غواړي. د روان کال د اپرېل پر ۱۹مه، د ښځو چارو او اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ملګرو ملتونو صندوق (UNFPA) په همکارۍ د «له وخته مخکې او ماشومانو د ودونې د مخنیوي په موخه د ملي اقدام طرحه» په نامه پرواګرام جوړ کړ. د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني یې ملاتړ وکړ او پر کورنیو یې ټينګار وکړ چې د کم عمره نجونو له ودونې ډډه وکړي. نوموړې وویل: «زه له ټولو افغان کورنیو په ټینګه غوښتنه کوم چې له اجباري ودونو او د ماشومانو له ودونې ډډه وکړي؛ ځکه له ژر ودونې سره، تاسو خپلې لوڼې له خطر سره مخ کوئ. دغه ودونې به ستاسو لوڼې د ماشومتوب له دوران او له راتلونکو فرصتونو محرومې کړي.»

مېرمن رولا غني! څوک د واده لپاره د یو چا عمر ټاکي؟ ستاسو نظر په امریکا کې د ماشومانو د ځان پلورنې په هکله څه دی؟ د انسانانو د قاچاق پر ضد د مبارزو ډلو له خوا په نوي خپور شوي راپور کې راغلي چې په امریکا کې هر کال له ۱۰۰ زرو ماشومانو د ځان پلورنې په موخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي، او دا د هغو ۹.۸ بیلیونه ډالرو یوه برخه ده چې د ځان پلورنې له تجارت څخه لاس ته راځي.

د ارام اقیانوس موسسې، د جسیکا ادواردز ترسره شوې مطالعه او څېړنه ښیي چې په امریکا کې لږ تر لږه ۶۵۰زره تنکي ځوانان د خوش ګزرانۍ لپاره جنسي اړیکې لري. تاسو په امریکا کې د نجونو د باردارۍ په اړه څه وایئ؟ په ۲۰۱۴ کې له (۱۵ -۱۹) کلنو ښځو ټولټال  ۲۴۹.۰۷۸ ماشومان نړۍ ته راوړل، چې له هرو ۱۰۰۰ زېږېدنو څخه ۲۴.۲ تنه یې لوړ عمره وو، پاتې نور یې تر سن ټيټ وو.

تاسو په امریکا کې د ماشومانو د پرونوګرافۍ په اړه څه وایئ؟ د ماشومانو د ساتنې او دفاع ټولنه (ASACP) اټکل کوي، چې امریکا د پرونوګرافۍ تر ټولو لوی وېبسایټ لري او د نړۍ د ۵۰سلنه پرونوګرافۍ قیمت پرې کوي. همدا راز امریکا د لویانو ترټولو لویه پرونوګرافي لري، چې د نړۍ د ټولو پرونوګرافیو ۵۰ سلنه حجم جوړوي.

په امریکا کې مو د ماشوم ځورونې په اړه نظر څه دی؟ له ماشوم سره د مرستندویې ټولنې د راپور پر بنسټ امریکا په صنعتي هېوادونو کې خورا ناوړه هېواد دی، چې په ورځ کې له ۴ تر ۷ ماشومانو پکې ځورول کیږي. د مډرنو جنسي مسلو د روزنې په اړه څه وایئ؟ د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په انګلیس کې وزیران غواړي چې منځنیو ټولګیو ته د جنسي مسایلو زدکړه جبري شي او ماشومانو ته هم له ۴ کلنۍ وروسته پرمختللې جنسي اړیکې تدریس شي. دا ډول موضوعات د اندېښنې وړ دي، دا مصیبت راوړونکي واقعیتونه د ډیموکراسۍ او ازادۍ پایلې دي، چې انسانان د تباهۍ او ناورین لور ته ټېل وهي؛ نه په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودونه چې د ډیموکراسۍ ارزښتونه یې کم عمره ګڼي.

نو ځکه، سېکولر او لېبرال ارزښتونه د ماشومتوب دوره او د ماشومانو راتلونکي امکانات غلا کوي، چې له امله یې په ټول عمر کې ماشومانو ته رواني ستونزې پیدا کوي.

اسلام په ځوانۍ کې واده او څلورو ښځو درلودو ته اجازه ورکوي او شرعي قوانین هم د بشر له غوښتنو سره بدلون نه کوي. نو ځکه د مسلمان لید لوری باید د اوسني عصر د ناوړې اېډیولوژۍ پر بنسټ بدل نه شي. مېرمن رولا غني باید هغو خطرونو ته اندېښمنه وي، چې د ازادۍ او ډيموکراسۍ د مفکورو له لارې ماشومانو ته رسېږي.

هېڅ ایدیولوژي هم د اسلام د ایدیولوژۍ په څېر د ماشومانو د حقونو ساتونګې نه ده. نو پر ټولو مسلمانانو لازمه ده چې د رسول الله صلی الله و علیه وسلم پر تګلاره د خلافت تاسیس ته کار او هڅې وکړي؛ تر څو واقعي عدالت او کرامت را منځته شي، د الله سبحانه و تعالی احکام پلي او مسلمانان د دښمنانو له ملنډو په امن شي.

د حزب التحریر مرکزی مطبوعاتی دفتر ته

امانه عابد

Last modified onدوشنبه, 22 می 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې