پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د فلیپین ولسمشر خپلو عسکرو ته امر وکړ، چې وړاندې لاړ شي او پر مسلمانو ښځو تېری وکړي
بسم الله الرحمن الرحيم
د فلیپین ولسمشر خپلو عسکرو ته امر وکړ، چې وړاندې لاړ شي او پر مسلمانو ښځو تېری وکړي

(ژباړه)

د فلیپین ولسمشر رودریګو دوترته خپلو عسکرو ته اجازه ورکړه چې په خورا ناوړه جرمونو لاس پورې کړي او نوموړي د میندانو د ښار اوسېدونکو پر وړاندې د خپلو عسکرو د جنسي تېري په شمول د هر ډول خشونت مسولیت پر غاړه اخلي.

«دوترته» د جمعې په ورځ په الیګان ښار کې د فلیپیني اردو د تشکیلاتو دویم نمبر پیاده ته وویل:«زه په هر حالت کې له تاسو سره یم. که تاسو لاندې ځئ، زه به هم لاندې ځم، خو د نظامي محکمې د پایلو پر وړاندې به یوازې زه مسول وم.»

دوترته زیاته کړه: «که مو پر دریوو ښځو تېری وکړ، هغه وخت به ومنم چې ما غوندې یاستئ او که مو له څلورو ښځو سره واده وکړ او حرامي زوی مو نړۍ ته راووړ. نو بیا به مو دغه کس ـ خپل د دفاع وزیر (دیلفین لورنزانا) ته یې اشاره وکړه ـ مجازات کړي. همداراز نوموړي وویل: دا یوازینی کار دی چې په کولو کې یې درنه ملاتړ کوم.

دوترته د فیلیپین د ۱۹۸۷کال د اساسي قانون په ماتولو سره وویل: « د نظامي عملیاتو پر مهال په خپله قوماندان یاست. تاسو د هر چا ګواښولو ته اړتیا نه لرئ، تاسو هر څوک نیولی او هر کور پلټلی شئ.»

دا همغه کس دی چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ټرامپ «ښه سړی» وباله او ویې ویل: خپل ښه کار ته دوام ورکړه، ته ډېر جالب کارونه کوې... خدای دې برکت درکړي.» دا همغه کس دی چې د فلیپین د میندانوي ولایت د وفاوو ښار، د ښاروال په څېر یې له ډله ییزو تېریو ملاتړ وکړ. دوترته د یو قرباني په اړه خپله ظالمانه ټوکه داسې وویله: «یو ځای کې یوه ډېره ښایسته ښځه وژل شوې وه، خو دغې پېښې په غوسه کړم چې ولې لومړی ښاروال ګټه ترې وانخیسته؟ څومره ستره ضایع!»

دا دی د غربي تمدن اصلیت، هغه ځای چې بد اخلاق، د خلکو د چارو سرپرست ټاکي. ډېر ښه وخت را رسېدلی چې هغه ناوړه بشري نظام چې داسې کسانو ته د خلکو د سرپرستۍ اجازه ورکوي، د ځمکې له مخه لرې کړو او د حقیقت پر بنسټ یو نوی نړیوال نظم تاسییس کړو. قرآن هماغه حقیقت دی چې د روژې په مبارکه میاشت کې نازل شوی. هغه معیار چې کذب (درواغ) دفن کوي او یوازې حقیقت اوچتوي.

دا د کامیابۍ میاشت ده، نو اې اسلامي امته! بیړه وکړئ او د یو نوي نړیوال نظام د تاسییس لپاره کار وکړئ او بشریت ته عدالت ډالۍ کړئ. د داسې څه لپاره بیړه وکړئ چې الله مو پرې خوشالېږي. د منان الله، غږ ته ځواب ورکړئ او له دعوتګرانو سره یو ځای د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره کار وکړئ.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [الانفال: ۲۴]

اې ایمان راوړونکو! الله او د هغه د پیغمبر ته ځواب ووایئ، کله مو چې هغه څه ته دعوت کړي چې تاسو ژوندي کوي او وپوهېږئ چې الله سبحانه و تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی او د همغه لوري ته به ورغونډ کړی شئ.

عبدالناصر

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

Last modified onجمعه, 11 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې